د 2004 کال د استانبول غونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۰۴ز کال د استانبول غونډه د ۲۰۰۴ز کال د جون له ۲۸مې نه تر ۲۹مې پورې د ترکیې په استانبول کې جوړه شوه. دا د ناټو ۱۷مه سرمشریزه وه چې د ناټو د هېوادونو او حکومتونو مشران د امنیتي مسلو په اړه د رسمي پریکړو لپاره سره راټول شوي وو. په ټولیز ډول، سرمشریزه د هغه بدلون په تعقیب رامنځته شوې و، چې په ۲۰۰۲ز کال کې د پراګ په سرمشریزه کې پیل شوی و او تمه یې درلوده چې د شوروي یرغل په وړاندې د سړې جګړې اتحاد د نوي او له سیمې بهر امنیتي ګواښونو په وړاندې د ۲۱ پیړۍ په ایتلاف بدل شي. دغه راز دغه سرمشریزه څلور غونډې درلودې.[۱][۲]

د ناټو غړو هېوادونو د شمالي اتلانتیک شورا کې د اوو نویو متحدینو هرکلی وکړاو پرېکړه یې وکړه چې د افغانستان په جګړه کې به د ناټو حضور پراخوي او په بوسنیا کې به خپل حضور پای ته رسوي، له عراق سره د روزنې په برخه کې د مرستې هوکړه وکړه، د همکارۍ لپاره یې نوی نوښت پیل کړ او د ناټو د عملیاتي وړتیاوو ښه کولو لپاره یې ګامونه پورته کړل. دغه راز د ناټو او روسیې شورا غونډه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نه شتون او د CFE یا له ګرجستان او مالدووا نه د روسیې د ځواکونو د وتلو د موافقتنامې د تصویب په اړه هېڅ پرمختګ ونه شو. دغه راز د ناټو مشرانو هم د ناټو او اوکراین کمیسیون په غونډه کې د اوکراین د غړیتوب په برخه کې د پرمختګ هرکلی وکړ. او د یورو اتلانتیک شراکت شورا په غونډه کې یې له خپلو غیرناټو همکارانو سره په ځینو عمومي او تر ډېره سمبولیک موضوعاتو خبرې وکړې.[۳][۴][۵][۶]

د تركيې حكومت د تروريستي بريد د وېرې له امله د سرمشريزې پر مهال امنيتي تدابير سخت كړل. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لاریونکونکي د جورج ډبلیو بوش د ادارې په چوکاټ کې د ناټو یا د متحده ایالاتو د بهرنۍ تګلارې په وړاندې د اعتراض لپاره راټول شوي وو.[۷]

امنیتي تدابیر[سمول]

د تركيې  حكومت له تروريستي بريدونو نه د ناټو غونډې ساتنې لپاره بې ساري امنيتي تدابير نيولي وو. ځکه دوی په ۲۰۰۳ کال د استانبول د چاودنو د تکرار وېره درلوده چې تر ۶۰ ډېر کسان په کې وژل شوي و. دغه راز د دوی ویره هغه وخت ثابته شوه چې د مې په لومړیو کې په بورسا کې ۱۶ کسان د غونډې د بمبارولو د پلان په شک ونیول شول. پولیسو وسلې، چاودیدونکي توکي، د بم جوړولو لارښودونه او ۴،۰۰۰ سي ډي ګانې د اسامه بن لادن د روزنې مشورو سره سم ترلاسه کړ او ګومان کیږي چې شکمن کسان د افراطي اسلامي ډلې انصار الاسلام غړي و او داسې هم انګېرل کېده چې له القاعدې سره به تړاو ولري همدارنګه د جون په ۲۴ مه دوه بمي چاودنې هم وشوې. دغه راز په استانبول کې په یوه بس کې چاودنه وشوه چې له امله یې د بریدګر په ګډون ۴ کسان په کې ووژل شول، بل چاودنه په انقره کې د هغه هوټل بهر وشوه چې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په کې اوسېده. سربیره پردې د جون په ۲۵مه چاودیدونکي توکي د استانبول په مرکزي هوایي ډګر کې په یوه موټر کې وموندل شول.[۸][۹][۱۰][۱۱]

په امنیتي تدابیرو کې د ترکیې جنګي کښتۍ او ترکي کومانډو شامل وو چې ربړي کښتیو کې په باسفورس کې ګزمې کولې، د Awax سرویلانس الوتکې او F-16 جنګي الوتکې د ښار په شاوخوا کې د ساحې د څارنې لپاره ګرځېدې. همدارنګه له ۲۳،۰۰۰ نه تر ۲۴،۰۰۰ پورې سرتیري د غونډې د امنیت لپاره ګومارل شوي و. دغه راز باسفورس د تیلو ټانکرونو پر مخ وتړل شو، د ریل پټلۍ سیسټم وځنډول شو او د ښار ټولې سیمې تړل شوې وې. په هرحال، یو کوچنی بم یا چاودیدونکي توکي د جون په ۲۹مه د ترکش ایرلاین په یوه خالي الوتکه کې په داسې حال کې وچاودید چې کارګرانو یې د استانبول په اصلي هوایی ډګر کې پاکوله او له امله یې درې کارګران لږ ژوبل شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د امنیتي تدابیرو له امله د ګډوډۍ کچه د یو شمېر ترکي ورځپاڼو له خوا انتقاد شوه. د بېلګې په توګه د کامهوریت ورځپاڼې دغه حالت «بشپړ ذلت» بللی او ویلي یې دي، چې استانبول او انقره به د څو ورځو لپاره د خیالي ښارونو په څېر ښکاري، خلک به زنداني کوي، سړکونه به خالي کوي او د کښتیو د تګ مخه به نیسي او زیاته یې کړه چې خلک مړه شوي ځکه چې بیړني خدمات دوی ته نشي رسیدلي.[۱۶]

لاریونونه[سمول]

د جون میاشت کې د ناټو د راتلونکې سرمشریزې پر ضد لاریونونه زیات شول، چې له امله یې په ترکیه کې نږدې هره ورځ لاریونونه ترسره کېدل. د بېلګې په توګه د جون په ۱۶مه د ترکیې د تاوتریخوالي ضد پولیسو د یو لاریون په ترڅ کې شاوخوا ۴۰ کسان ونیول، او د جون په ۲۱مه پولیسو د هغو لاریونکونکو د خورولو لپاره چې سړکونه یې بند کړي و بنزیني بمونه وکارول، اوښکې بهونکی ګاز او زغره وال ګاډي یې هم وکارول. دغه راز د جون میاشت کې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ناټو ضد لاریونکونکي په استانبول کې د لاریونونو لپاره راټول شوي وو.[۱۷][۱۸][۱۹]

په لاریونونو کې د امریکا د بهرنۍ تګلارې سره مخالفت (په ځانګړې توګه په افغانستان او عراق کې د امریکا په مشرۍ د جګړې مخالفت)، په بالکان کې د ناټو له شتون سره مخالفت، پخپله د ناټو یا د ناټو د نوي رول پر ضد او د اټومي وسلو حضور دوام مخالفت شامل وو. دغه راز لاریونکونکو ادعا کوله چې متحده ایالاتو په عراق، منځني ختیځ او افغانستان کې د خپلو تګلارو د ملاتړ لپاره له ناټو نه ناوړه ګټه اخیستې ده.[۲۰][۲۱]

له غونډې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ترکیې له مشرانو سره د مخکنیو غونډو لپاره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته سفر وکړ. وروسته بیا د سرمشریزې په ترڅ کې لاریونونه پراخ شول او لسګونه زره ترکانو د استانبول په واټونو کې مظاهرې وکړې. د جون په ۲۸مه لاریونکوونکو هڅه وکړه چې د ښار په شاوخوا کې په یو وخت کې د  پراخو مظاهرو په ترسره کولو سره د ناټو غونډه ګډوډ کړي. کله چې لاریونکونکي او پولیس په واټونو کې په شخړو کې ښکیل شول، د تاوتریخوالي ضد پولیسو د ناټو ضد لاریونکونکو باندې اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه. د ډبرو او پټرول بمونو په غورځولو له پولیسو سره په نښته کې د پنځو پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شول او شاوخوا شل کسان ونیول شو. [۲۲][۲۳][۲۴]

ماموریتونه[سمول]

په افغانستان کې پراخ حضور[سمول]

له غونډې څو ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي جاپ دي هوپ شیفر افغانستان د «لومړي نمبرلومړیتوب» په توګه وباله. دغه راز د غونډې په لړ کې د ناټو غړو په رسمي توګه موافقه وکړه چې د ناټو په مشرۍ نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ایساف) به د څلورو نورو ولایتي (په مزارشریف، میمنې، فیض آباد او بغلان کې یوه یوه) بیارغونې ټیمونو (PRTs) قومانده په غاړه واخلي، چې تر هغه وخته پورې ایساف یوازې د پلازمینې کابل شاوخوا امنیت نیولی و او په کندز کې یې د PRT قومانده په غاړه درلوده. همدارنګه ۲۶ غړو موافقه وکړه چې دوی به د افغانستان ماموریت ته ۶۰۰ اضافي سرتیري (له هر هېواد نه ۲۳.۰۸ کسه) او درې چورلکې مرسته وکړي، چې دغه درې هلیکوپترې له ترکیې نه راغلې او په درېیو میاشتو کې بېرته ستنې شوې. ناټو هم ژمنه کړې وه چې د افغان سوله ساتو ځواکونه شمېر به له ۶۵۰۰ نه ۱۰۰۰۰ ته لوړ کړي تر څو د افغانستان د ۲۰۰۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په امنیت کې مرسته وکړي، خو د زیاتو اضافي سرتیرو د استولو په اړه کومه ریښتینې هوکړې ته ونه رسیدل.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د SFOR ماموریت پای ته رسول[سمول]

د ناټو غړو موافقه وکړه چې په بوسنیا او هرزیګوینا کې د ناټو په مشرۍ د ثبات ځواک (SFOR) ماموریت پای ته ورسوي کوم چې په ۱۹۹۶ز کال کې یې خپل ماموریت پیل کړ، خو ناټو ټینګار کاو چې په ځینو برخو کې لکه د دفاعي اصلاحاتو او یا په جنګي جرمونو د تورنو کسانو د تعقیب په برخه کې د مرستې لپاره به یادو هېواد کې خپل حضور وساتي.[۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. "UNITED STATES MISSION TO NATO, NATO Summit, n.d." د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. F. BONNART, "Istanbul summit : NATO could find its new purpose in Iraq" in The International Herald Tribune, 26 June 2004, [۱] Archived 20 May 2011 at the Wayback Machine.
  3. NATO, The Istanbul Declaration: Our security in a new era, 28 June 2004, [۲] Archived 9 May 2007 at the Wayback Machine.
  4. V. SOCOR, "Putin fails to win concessions from NATO: Russia at the NATO summit: cooperative rhetoric, zero-sum practice NATO" in Eurasia Daily Monitor, 1, (2004), 43, "Russia, NATO Summit - CDI RW 2 July 2004". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. NATO, Press Conference by NATO Secretary General, Jaap de Hoop Scheffer and Leonid Kuchma, President of Ukraine following the NATO-Ukraine Commission, 29 June 2004, [۳] Archived 9 May 2007 at the Wayback Machine.
  6. NATO, Chairman's statement of the meeting of the Euro-Atlantic Partnership Council at Summit level Istanbul, Turkey, 29 June 2004, [۴] Archived 9 May 2007 at the Wayback Machine.
  7. N. BUTLER, "Deep Divisions over Iraq at NATO's Istanbul Summit" in Disarmament Diplomacy, (2004), 78, [۵] Archived 20 August 2010 at the Wayback Machine.
  8. "BBC NEWS, Turkey boosts security after bomb, June 25, 2004". مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. A. YACKLEY, "Explosions in Turkey kill three" in The Scotsman, 25 June 2004, [۶] Archived 5 September 2004 at the Wayback Machine.
  10. "BBC NEWS, Turkey 'foils Nato summit attack' , May 3, 2004". مؤرشف من الأصل في ۱۷ جولای ۲۰۰۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "BBC NEWS, Blast on plane at Istanbul airport, June 28, 2004". مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. CNN, U.S. welcomes NATO pledge to train Iraqi troops, 28 June 2004, [۷] Archived 18 April 2008 at the Wayback Machine.
  13. "BBC NEWS, Istanbul gears up for summit, June 27, 2004". مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۰۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. China Daily, Bombs explode in Turkey before Bush, NATO summit, 25 June 2006, [۸] Archived 25 March 2018 at the Wayback Machine.
  15. S. SACHS, "Afghan Asks NATO to Protect Officials Registering Voters" in The New York Times, 29 June 2004, [۹] Archived 11 August 2014 at the Wayback Machine.
  16. "BBC NEWS, Nato summit sparks Turkish press debate, June 30, 2004". مؤرشف من الأصل في ۰۳ جولای ۲۰۰۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Agence France-Presse, Some 40 detained in Turkish demo against upcoming NATO summit, 16 June 2004, [۱۰] Archived 7 June 2011 at the Wayback Machine.
  18. TURKISH-AMERICAN BUSINESS ASSOCIATION, Excerpts from Turkish media: CNNTURK, 27 June 2004, [۱۱]
  19. SEE EUROPE, Anti-NATO Protesters Gather From Around The World, 21 June 2004, "Anti-NATO Protesters Gather From Around The World". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. STOPUSA, 26–29 June 2004: Demonstrations and Activities against the NATO Summit in Istanbul, s.d., "Istanbul closes its doors to NATO". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Comité de Surveillance OTAN, Initiative against the NATO summit in Istanbul, 25 February, [۱۲] Archived 29 September 2007 at the Wayback Machine.
  22. CNN, Bush, NATO focus on Iraq, 28 June, [۱۳] Archived 11 September 2005 at the Wayback Machine.
  23. REUTERS, "Violence marks NATO summit" in The Tribune, 28 June 2004, [۱۴] Archived 1 May 2017 at the Wayback Machine.
  24. P.H. GORDON & J. SHAPIRO, "Istanbul Summit: An Alliance Waiting for November", in The International Herald Tribune, 28 June 2004, "Istanbul Summit: An Alliance Waiting for November". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. R. NORTON-TAYLOR, " NATO to send more troops to Afghanistan" in The Hindu, 27 June 2004, [۱۵]
  26. "NATO, NATO expands presence in Afghanistan, June 29, 2004". مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. A. LOBJAKAS, "NATO: Summit Wrapup – Iraq, Afghanistan Are Subjects Of Alliance Agreements" in Radio Free Europe, 29 June 2004, [۱۶] Archived 15 May 2007 at the Wayback Machine.
  28. "Blair is Right on Troops". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. REUTERS, "Violence marks NATO summit" in The Tribune, 28 June 2004, [۱۷] Archived 1 May 2017 at the Wayback Machine.
  30. "NATO, SFOR to be terminated at the end of the year, June 29, 2004". مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)