د ۳۲۳۴ غونډۍ لپاره جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۳۲۳۴ غونډۍ لپاره جګړه (په روسي ژبه: Бой у высоты 3234) هغه بریالي دفاعي جګړه وه چې د ۱۹۸۸ زکال د جنوري میاشتې په لومړیو کې د شوروي اتحاد د ۳۴۵مې لوا د ۹ ټولي او هوايي ځواک له خوا د شاوخوا ۲۵۰ هغو مجاهدینو پر وړاندې ترسره شوه چې په پاکستان کې روزل شوو یاغیانو یې ملاتړ کاوه. په دغه جګړه کې د شوروي اتحاد دوه تنه سرتېري، ویاتشیسلاف الکساندروف او اندري مالنکوف ووژل شول چې له مړینې وروسته ورته د شوروي اتحاد د اتلانو طلایي ستوري ورکړل شول. په دغه جګړه کې ټولو پراشوټ بازانو ته د سره بیرغ او سره ستوري نښانونه ورکړل شول. [۱]

مخینه[سمول]

د ۱۹۸۷ زکال په نومبر میاشت کې د شوروي اتحاد ۴۰م پوځ د جنرال بوریس ګروموف په مشرۍ د مجیسټرال عملیات پیل کړل څو د پاکستان پولې ته څېرمه خوست ولایت ته د ګردیز لار پرانېزي. دغه لار له څو میاشتو راهیسې د جلال الدین حقاني په مشرۍ د مجاهدینو له خوا تړل شوې وه چې له امله یې د خوست ولایت اکمالات د هوا له لارې کېدل. دولت له ځدراڼو قوم او حقاني سره خبرې وکړې، خو دغو خبرو له دې امله کومه پایله نه لرله چې حقاني غوښتل دغه ښار په افغانستان کې د خپلې جګړې اصلي هسته وګرځوي او له دغه ځایه د هېواد په ټولو برخو کې عملیات ترسره کړي. له عملیاتو وړاندې پام وړ تبلیغاتي کمپاین ترسره او یو ځانګړی راډیویي چینل رامنځته شو چې له ملکي وګړو څخه یې وغوښتل د مجاهدینو له ملاتړ لاس واخلي او جنګي سیمې پرېږدي.

د خبرو اترو په جریان کې د عملیاتو بشپړ پلان جوړ شو او اړتیا وړ ځواکونه هم د تیارسۍ په حالت کې شول. د خبرو له ناکامۍ وروسته جګړه پیل شوه. په دغو عملیاتو کې د شوروي اتحاد د زغروالو موټرو لرونکې ۱۰۸مې او ۲۰۱ مې لوا ځواکونو، د هوايي دفاع د ۱۰۳ مې لوا سرتېرو، د هوايي دفاع د خپلواک ګارد د ۳۴۵مې لوا ۹م ټولي او د هوايي بریدونو ۵۶ ټولي ونډه لرله. له دوی سره د افغان دولت پنځه پیاده ټولیو او د ټانګونو یو ټولي په عملیاتو کې ونډه واخیسته. له دې څخه وړاندې استخباراتي مامورینو او همدارنګه کشفي الوتکو د کابل – خوست لویې لارې په اوږدو کې د یاغیانو سنګرونه او استحکامات مالوم کړي و. د دوی په استحکاماتو کې د شاوخوا درې کیلومترو په اوږدوالي په ماینونو باندې فرش شوې لار، د ۱۰ بی ام یو راکټ ویشتونکو، په لسګونو دافع هوا وسلو، د دهشکو ، کوچنیو توپونو او د ار پي جي راکټونو موقعیتونه شامل وو. یاغیانو په ښه توګه دفاع ته چمتوالی نیولی و او سیمې ته رسېدونکې اصلي لارې او غونډۍ یې د نفوذ څخه خوندي ساتلې وې. د شوروي قومنداني پوهېده چې مستقیم برید د ځان وژنې په معنی دی له همدې امله یې پرېکړه وکړه څو یاغیانو ته چل ورکړي څو هغوی ځانونه راښکاره کړي. د ۱۹۸۷ زکال د اکتوبر په ۲۸ مه د مجاهدینو تر کنټرول لاندې سیمو کې لباس لرونکي مانکنونه (ګوډۍ) د فراشوټ پر مټ له هوا را خوشي شول. په دې سره یوې کشفي الوتکې وکولای شول د یاغیانو د سنګرونو موقعیتونه هوايي ځواک ته مخابره کړي چې له څلور ساعته هوايي بمبارۍ او د توپونو له ویشتو وروسته مجسټرال عملیات پیل شول. [۲]

جګړه[سمول]

د عملیاتو پر دوام شوروي قومندانانو غوښتل له ګردیز څخه تر خوست پورې ټوله لار امنه کړي. په دغه لار کې یو تر ټولو مهمه نقطه د ۳۲۳۴ مترو (۱۰۶۱۰ فوټه) پر لوړوالي بې نومه غونډۍ وه چې د نیولو مسئولیت یې د ډګروال والري وسټروټین په مشرۍ د هوايي ځواک د ۳۴۵ لوا ۹مې ډلګې ته وسپارل شو. دغه ۳۹ کسیزه ډلګۍ د ۱۹۸۸ زکال د جنوري په اوومه په دغه غونډۍ راکښته شوه چې په دغه غونډۍ باندې یې د پیاوړې پوستې د جوړولو او ساتلو مسئولیت پر غاړه درلود څو له هغو څخه د دغې لارې ډیره برخه مشاهده او کنټرول کړي؛ چې په دې سره د کاروانونو د خوندي تېرېدو لپاره لاره امن وساتي.

له راکوزېدو لږ وروسته دغو ځواکونه چې د افغانستان د شرایطو اړوند په ښه توګه روزل شوي و او کافي تجربه یې لرله د داسې موقعیتونو په غوره کولو یې لاس پورې کړ چې هم یې لار او هم یې د غونډۍ پورته مسیر تر پوښښ لاندې راوست. د هغوی له راکوزېدو سره نږدې هم مهاله مجاهدینو د غرمې په ۳:۳۰ بجو برید پیل کړ. په لومړي پړاو کې دوی له شاته نه تلونکو توپونو او ار پي جي راکټونو ګټنه وکړه. له هغو وروسته د شوروي توپخانې لومړۍ ډلګۍ چې مشري یې بریدمن ویکټور ګاګرین کوله په توپونو سره ځواب ورکړ. هغه مهال چې د یاغیانو اور کم شو، استدلال وشو چې دا د پیاده پوځونو د عملیاتو پیل و.

د هوايي ځواک په سرتېرو باندې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ همغږو او په بشپړه توګه وسله والو مجاهدینو له دوه خواوو برید وکړ چې ښکارېده له دغو برید کوونکو سره په پاکستان کې روزل شوو نورو یاغیانو مرسته کوله. له دغې څخه د وروسته برید پر مهال د شوروي ځواکونه له خپل درستیزیت سره په اړیکه کې و او د څلوېښتم پوځ د قومندانۍ له خوا ورسره د توپخانې، اضافي ځواکونو او د ټپیانو د هوايي تخلیې په برخه کې مرسته کېدله. [۳]

لومړنی برید د جنوري په اوومه وشو چې ورپسې یوولس نور بریدونه وشول، تر هغو چې د جنوري په اتمه مجاهدینو له پریمانه تلفاتو وروسته شاتګ غوره کړه او ۳۲۳۴ غونډۍ یې د شوروي پراشوټي ځواکونو ته پرېښوده. د شوروي ځواکونه چې ښه ستړي او ډیری سرتېري یې ټپیان شوي و او همدارنګه یې مهمات هم نږدې پر خلاصېدو و، د غونډۍ ساتلو ته یې دوام ورکړ څو د شوروي ځواکونو وروستی کاروان هم له سړک تېر شي. دغو بریدونو د راتلونکې ورځې تر سهاره دوام وکړ او دغه مهال د شوروي مهمات هم نږدې پای ته رسېدلي و. شپږ پراشوټ چیان وژل شوي و او ۲۸ نور ټپیان و چې له دغو څخه د نهو تنو وضعیت ډیر ژوبل و. [۴]

تلفات[سمول]

شوروي اتحاد[سمول]

په دغې غونډۍ باندې راکوزو شوو شوروي ځواکونو له ۳۹ سرتېرو څخه ۶ تنه له لاسه ورکړل. له پاتې ۳۳ څخه ۲۸ تنه یې د عملیاتو پر مهال ټپیان شول. په دغه جګړه کې د شوروي اتحاد دوه تنه سرتېري، ویاتشیسلاف الکساندروف او اندري مالنکوف ووژل شول چې له مړینې وروسته ورته د شوروي اتحاد د اتلانو طلایي ستوري ورکړل شول. په دغه جګړه کې ټولو پراشوټ بازانو ته د سره بیرغ او سره ستوري نښانونه ورکړل شول.

سرچينې[سمول]

  1. Battle for Hill 3234
  2. A.N. Shishko, ‘An airborne battalion seizes the Satukandav Pass’, in Grau, Lester W. The Bear Went Over the Mountain, pp. 60–64.
  3. Carey Schofield, 'The Russian Elite,' Greenhill/Stackpole, 1993, pp.120–125. کينډۍ:ISBN.
  4. Rodric Braithwaite (6 September 2011). Afgantsy: The Russians in Afghanistan 1979-89. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 215. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-991151-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)