د ۲۰۱۰ زکال په مۍ میاشت کې د کابل بمي چاودنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۱۰ زکال د مۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې یوه لویه بمي چاودنه وشوه چې د متحده ایالاتو او د کاناډا د پنځو سرتېرو په ګډون په کې ۱۸ تنه ووژل شول او ۵۲ تنه نور ټپیان شول. دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د ناټو ځواکونو کاروان د طالبانو د یو ځانمرګي برید ګر له خوا په نښه شو. دغه برید د ۲۰۰۹ زکال له سپټمبر وروسته چې یو ځانمرګي بریدګر شپږ ایټالوي سرتېري ووژل، په افغانستان کې په میشتو ناټو ځواکونو تر ټولو خونړی برید و. په برید کې ناټو ځواکونو ته اړوند دوه ډګروالان او دوه ډګرمنان ووژل شول چې له امله یې دا د لوړ رتبه ناټو ځواکونو پر وړاندې خونړی برید وګرځېد. په دغه برید سره په افغانستان کې د وژل شوو امریکايي سرتېرو شمېر له زرو تنو واوښت. [۱][۲][۳][۴][۵]

مخینه[سمول]

دغه برید داسې مهال ترسره شو چې افغان ولسمشر حامد کرزی په تازګۍ سره د متحده ایالاتو له سفر راګرځېدلی و او هڅه یې کوله په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د خپلو سیاستونو ننګه وکړي. یوه لویه جرګه راغوښتل شوې وه څو د افغان ولس له مخورو سره د سولې د ترویج په لارو چارو بحث وکړي. ورته مهال په کندهار ولایت کې پوځي عملیات هم طرح شوي و. د دغه برید څخه لږ وړاندې طالبانو د «الفتح» په نامه د عملیاتو اعلان وکړ چې موخه یې د ناټو ځواکونو، بهرنیو دیپلماتانو، د بهرنیو قراردادیانو او افغان دولت د مامورینو په نښه کول و. همدغه کال افغان ملي پولیسو د لا زیات امنیت د ټینګښت په موخه په کابل ښار کې د تلاشۍ یو شمېر اضافي پوستې هم جوړې کړې وې. له دغو ټولو سره بیا هم ځانمرګي بریدګر وکولای شول خپل موټر ښار ته دننه کړي. [۶][۷]

برید[سمول]

ځانمرګی برید ګر چې یو ټویوټا پلنکوچ ډوله موټر یې له ځانه سره درلود او ۱۶۰۰ پونډه چاودېدونکي توکي یې په کې ځای پر ځای کړي و د سهار په اتو بجو یې ځان د امریکايي ځواکونو د پوځي موټرو هغه کتار ته ورساوه چې د کابل ښار د درالامان پر سړک د تګ په حالت و او ځان ته یې چاودنه ورکړه. دغې چاودنې د دارالمان ویجاړې ودانۍ ته څېرمه په سړک کې یوه کنده جوړه کړه. چاودنه د ګڼې ګوڼې څخه په ډکو ساعتونو کې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ په نږدې کې وشوه. دغې چاودنې د امریکايي ځواکونو پنځه موټر او د ملکي وګړو ۱۳ موټر له منځه یووړل. ډېری وژل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان ملکي وګړي و چې په یو بس موټر کې سپاره و او د کاروان څنګ ته تېرېدل. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د وژل شوو په کتار کې پنځه امریکايي سرتېري هم شامل و. وژل شوی کاناډايي پوځي په کې ډګروال جف پارکر و چې د اونتاریو ایالت د اوک ویل ښار اصلي اوسېدونکی و. نوموړی تر ټولو لوړه رتبه لرونکی کاناډايي پوځي و چې په افغانستان کې ووژل شو. په وژل شوو امریکایانو کې یو ډګروال، دوه ډګرمنان، یو ډلګی مشر او یو ظابط شامل و. دغه وژل شوي افسران له نیوجرسي څخه ۴۶ کلن ډګروال جان ام. مک هیو، د ویسکانسین له واټرلو څخه ۴۳ کلن ډګرمن پاول آر.بارتز، د اوهایو له پریسبورګ څخه ۴۴ کلن توماس پي، بلکوفر و. همدارنګه د پنسلوانیا له وینزبرو څخه ډلګی مشر ریچارډ جي. ټیمن او د لویزیانا له ډوبرلي څخه ظابط جاشوا تاملینسون هم د مړو په کتار کې و. [۱۲][۱۳][۱۴]

مسئولیت[سمول]

طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست. هغوی څرګنده کړه چې د نظام الدین په نامه د دوی د ډلې غړي دغه برید ترسره کړی. ګڼ شمېر د چارو شنونکو څرګنده کړه چې دغه برید د ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولې اړوند د وړاندیز شوې جرګې سره د طالبانو د مخالفت څرګندويي کوي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې (د استخباراتو ادارې) وویل چې دغه برید د پاکستان د استخباراتي سازمان (آی اس آی) له خوا تنظیم شوی و. د ملي امنیت ویاند سعید انصاري وویل: «د دغې ډلې ټول ځانمرګي بریدګر او ترهګریز بریدونه د افغانستان له پولې هاخوا تنظیم او له هماغه ځایه چاودېدونکي توکي افغانستان ته راوړل کېږي». د متحده ایالاتو د استخباراتي چارواکو د راپور له مخې په پاکستان کې مېشتې د حقاني ترهګرې ډلې هم په دغه برید کې لاس درلود.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

غبرګونونه[سمول]

دغه برید د ناټو سازمان د عمومي منشي آندرس فوګ راسموسن له خوا په شدیدو ټکو وغندل شو. د کاناډا لومړي وزیر سټیفن هارپر هم دغه برید وغانده او د ډګروال پارکر په مړینې یې د غمرازۍ سربېره «هغه لوی کاناډايي وباله چې د کاناډایي ځواکونو کورنۍ او ټولنه به یې پسې ډېره خواشینې وي». [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. (په May 18, 2010 باندې). Kabul suicide bomber kills 18 in attack on Nato convoy. BBC News
  2. (په May 18, 2010 باندې). Canadian colonel dies in Kabul bombing. CBC News
  3. (په May 18, 2010 باندې). Taliban suicide bomb hits NATO convoy, kills 18.
  4. (په May 20, 2010 باندې). Toll in Kabul Suicide Attack Included U.S. and Canadian Officers. The New York Times.
  5. (په May 18, 2010 باندې). Grim Milestone: 1,000 Americans Dead. The New York Times.
  6. (په May 18, 2010 باندې). Taliban suicide bomb hits NATO convoy, kills 18.
  7. (په May 18, 2010 باندې). Kabul suicide bomber kills 18 in attack on Nato convoy. BBC News
  8. (په May 18, 2010 باندې). Suicide Bomber Hits U.S. Convoy in Afghanistan. The New York Times.
  9. (په May 19, 2010 باندې). 5 Americans among 18 killed in Afghan suicide blast. Los Angeles Times.
  10. (په May 18, 2010 باندې). Five Americans among 18 killed in Afghan suicide attack.
  11. (په May 18, 2010 باندې). Taliban suicide attack on NATO kills 18 in Kabul.
  12. (په May 18, 2010 باندې). Canadian colonel dies in Kabul bombing. CBC News
  13. (په May 18, 2010 باندې). Canadian Forces colonel killed in Kabul suicide attack. CTV Television Network
  14. (په May 24, 2010 باندې). Afghan Spy Agency Accuses Pakistan Agency in Suicide Bombing. The New York Times.
  15. (په May 19, 2010 باندې). 5 Americans among 18 killed in Afghan suicide blast. Los Angeles Times.
  16. Hauslohner, Abigail (May 18, 2010). "Kabul Blast Shatters the Calm in an Afghanistan Oasis". Time. د اصلي آرشيف څخه پر February 4, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Rogio, Bill (May 24, 2010). "Haqqani Network executed Kabul suicide attack". Public Multimedia. مؤرشف من الأصل في June 1, 2010. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په May 24, 2010 باندې). Afghan Spy Agency Accuses Pakistan Agency in Suicide Bombing. The New York Times.
  19. Potter, Mitch (May 18, 2010). "Oakville-born colonel killed in Kabul bombing". Toronto Sun. مؤرشف من الأصل في May 20, 2010. د لاسرسي‌نېټه May 19, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په May 18, 2010 باندې). Canadian colonel dies in Kabul bombing. CBC News