د ۲۰۱۰ زکال په فبروري میاشت کې د کابل برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۱۰ زکال د فبروري میاشتې په ۲۶مه نېټه په کابل ښار کې د یو ځانمرګي برید په ګډون وسله وال برید وشو. په پیل کې یو موټر بم ته د آریا میلمستون پر وړاندې چې هندي ډاکټران په کې استوګن و او د حامد میلمستون په نوم هم شهرت لري چاودنه ورکړل شوه. ورپسې دوه وسله وال بریدګر پارک ریزډنس هوټل ته ننوتل چې نور بهرنیان هلته استوګن و. یو تن له دغو بریدګرو څخه وتوانېد ځان ته چاودنه ورکړي او بل په ډزو ووژل شو. پېښې ته څېرمه صافي لنډمارک هوټل د چاودنې له امله شدید زیان ولید. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول او ۳۶ نور ټپیان شول. [۱][۲][۳][۴]

د لومړنیو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دغه برید په افغانستان کې د هند د حضور پر ضد و او په پاکستان کې د مېشتو ملیشه ډلو له خوا ترسره شو. [۵]

مخینه[سمول]

د ۲۰۱۰ زکال په لومړیو کې د متحده ایالاتو او بریتانیا ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل چې له امله یې طالبانو په ډېرو ځایونو کې ماته هم وخوړه. [۶]

د ۲۰۱۰ زکال د فبروري په میاشت کې هند او پاکستان په ۲۰۰۸ زکال کې د بمبۍ له بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سولې خبرې اترې پیل کړې. طالبانو په کلکه سره په افغانستان کې د هند له حضور سره مخالفت درلود، په ځانګړې توګه له دې امله چې هند په تېر کې د شمالي ټلوالې له وسله والو سره ډېرې مرستې کړې وې. د هند ستر مخالف پاکستان هم په افغانستان کې د دغه هېواد د نفوذ له زیاتوالي سره مخالف و او د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اس آی) له طالبانو سره خپلې ژورې اړیکې ساتلې. هند تر دغه مهاله څه باندې ۲ میلیارده ډالر د افغانستان په بیارغونه کې لګولي و او له ولسمشر حامد کرزي سره چې په هند کې یې زده کړې کړې وې، ښې اړیکې یې لرلې. د هند مرستې تر ډېره پورې د واټونو او د برېښنا د بندونو د جوړولو او همدارنګه د طبي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې وې. د امریکا استخباراتي ادارې هم باور درلود چې په کابل کې د هند پر سفارت مخکنی برید د پاکستان د استخباراتي ادارې په ملاتړ شوی و. [۷][۸][۹][۱۰]

برید[سمول]

په دغه برید کې حامد میلمستون او پارک ریزډنس هوټل په نښه شول چې د کابل ښار په مرکزي برخې یا نوي ښار (شهرنو) کې یې موقعیت درلود. په لومړي برید کې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د حامد میلمستون په دروازه کې چاودنه ورکړه چېرې چې هندي وګړو تګ راتګ درلود. دغې چاودنې د ۱۲ فوټو په پلنوالي او د ۸ فوټو په ژوروالي کنده جوړه کړه. د موټر بم له چاودنې ډېر ژر وروسته وسله وال کسان د اروپایانو د خوښې وړ پارک ریزډنس هوټل ته ننوتل او د ۹۰ دقیقو لپاره یې جګړه وکړه. [۱۱][۱۲]

تلفات[سمول]

له وژل شویو ۱۸ کسانو څخه ۹ تنه یې هندي وګړي و. د افغانستان د ملي پولیسو درې افسران، د سورین بلانشه په نامه یو فرانسوی فلم جوړونکی او د پیټرو آنتونیو کولازو په نامه یو ایټالوی دیپلمات هم د دغو اتلسو وژل شوو په ډله کې و. [۱۳]

هندي وژل شوي وګړي[سمول]

  • جګړن (ډاکټر) ال. جیوتین سنګ، پوځي ډاکټر
  • جګړن ډیپاک یاداو، د پوځ روزونکی
  • نتیش چیبر، په کندهار کې د هند د قونسلګری کارکوونکی
  • روشن لال، د هند او تبت د سرحدي ځواکونو سرتېری
  • بهولا رام، انجینر
  • استاد نواب خان، تبله غږونکی[۱۴]

د ټایمز انډیا ورځپاڼې راپور خپور کړ چې په وژل شوو کې هندي پوځیان او په افغانستان کې میشت د هند او تبت سرحدي پولیس شامل دي. په وژل شوو کې هغه هندي ډاکټران هم شامل و چې بې وزله افغان ماشومان یې د اندیراګاندي د ماشومانو په روغتون کې تداوي کول. جګړن جیوتین سنګ د هند د پوځ له ډاکټرانو څخه و چې له برید څخه یې د مخنیوي په موخه خپل ژوند له لاسه ورکړ. سنګ وسله نه لرله خو په فزیکي ډول یې مخه ونیوله بریدګر آریا میلمستون ته دننه نه شي او د ډېرو نورو ژوند یې وژغوره. [۱۵][۱۶]

مسئولیت[سمول]

طالبانو د څو ساعتونو په ترڅ کې د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست. د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد وویل چې د دغه برید موخه په ځانګړې توګه هندیان نه و بلکې د اروپایانو او امریکایانو پر ضد وه. له دې سره راتلونکې اونۍ د افغانستان استخباراتي چارواکو وویل چې د پاکستان د لښکر طیبه ډلې په دغو بریدونو کې لاس درلود. دغو چارواکو د یوې تلویزوني مرکې په ترڅ کې وویل چې دوی داسې شواهد موندلي چې «ډېر ژر» به دا ثابته کړي چې «دغه برید لښکر طیبه ترسره کړی، هغه چې د پاکستان له پوځ سره اړیکه لري». د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو او پاکستاني تحلیل ګرانو وویل چې د لښکر طیبې ډلې جنګیالي د حقاني شبکې له همکارانو سره یوځای په شمالي وزیرستان کې پوځي تمرینات ترسره کوي. هندي چارواکو ګمان درلود چې لښکر طیبه او طالبان له یو بل سره همکاري لري. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ولیکل شول چې پاکستان او د هغو استخباراتي بنسټونه کېدای شي د دغه برید مسئول وي. د متحده ایالاتو یو استخباراتي راپور څرګندوي چې پاکستان «د حقاني شبکې، طالبانو، د ګل بهادر ډلې او د قوماندان نظیر د ډلې په څېر له خپلو نیابتي ملیشه ډلو څخه په دوامداره توګه ملاتړ کوي». تحلیګر جرمي پېج له دې اندېښنه څرګنده کړه چې دغه برید به د پاکستان او هند ترمنځ د سولې روانې خبرې ګډې وډې کړي. [۲۱][۲۲]

غبرګونونه[سمول]

  • هند – د هند د بهرنیو چارو وزیر مالایي کرېشنا دغه برید له ناچارۍ برید وګاڼه چې موخه یې «د هند او افغانستان د ملګرتیا کمزوري کول» دي. [۲۳]
  • افغانستان – افغان ولسمشر حامد کرزي دغه برید «د هندي وګړو پر وړاندې ترهګریز برید» وباله. هغه زیاته کړه چې «په هندي وګړو دغه برید به د افغانستان او هند په اړیکو کوم اغېز ونلري».[۲۴][۲۵]
  • بریتانیا – د بریتانیا د لومړي وزیر ګورډن براون ویاند وویل چې بریتانیا دغه برید «په تر ټولو شدیدو الفاظو» غندي. [۲۶]
  • ملګري ملتونه – ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې په ملکي وګړو دغه برید «د انسانانو د ژوند پر وړاندې د بې تفاوتۍ څرګندونکی» وباله.[۲۷]
  • کاناډا – د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر لارنس کانن څرګنده کړه «کاناډا د کابل په نوي ښار کې ننی برید چې د راپورونو له مخې د دوه افغان پولیسو په ګډون په کې اوولس تنه ووژل شول او څو نور ټپیان شول په کلکه سره غندي».[۲۸]
  • ترکیه – د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه برید وغانده. د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و «ترکیه ژمنه ده چې د افغانستان له دولت سره په همغږۍ چارې ترسره او د ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره د مبارزې په برخه کې به له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي». [۲۹]
  • ایټالیا – لومړي وزیر سیلویو برلوسکوني د اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه «په خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ یو دیپلماتیک سلاکار پیټرو آنتونیو کولازو د کابل د نن ورځې په برید کې وژل شوی. نوموړی د خپل هېواد یو وفاداره خدمتګار و، هغه د خپلې دندې پر مهال په داسې هېواد کې ومړ چې د وحشتناکو ترهګریزو فعالیتونو څخه کړېږي».[۳۰]
  • فرانسه – د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوشنر وویل: «زه د خپل هېوادوال سورین بلانشه یاد ته درناوی وړاندې کوم. نوموړی په افغانستان کې د فرانسې د کلتوري چارو یو له مخکښانو څخه و. موږ به په قاطعیت سره هغه چارو ته دوام ورکړو چې نوموړي په سخاوتمندۍ سره پیل کړې وې».[۳۱]
  • د امریکا متحده ایالات – د هند لپاره د متحده ایالاتو سفیر تیموتي جي. رومر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل «زه د تېرې ورځې د کابل په ویرجن برید کې د وژل شوو او ټپي شوو هندي وګړو کورنیو، خپلوانو او دوستانو ته تسلیت وړاندې کوم».[۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په 27 February 2010 باندې). Suicide bombers strike in heart of Kabul; 17 dead. The Philippine Star
  2. Ben Farmer (په 26 Feb 2010 باندې). Suicide bombers target Kabul hotels killing seventeen. Daily Telegraph
  3. Indian Express: ‘I looked at the gate, it was gone’, The Indian Express, 2010-02-27
  4. Shellshocked
  5. Kabul blames Pakistani militants for attack on Indians
  6. Taliban attacks in Kabul; insurgents not crippled, USA Today, 2010-02-26
  7. Taliban attacks in Kabul; insurgents not crippled, USA Today, 2010-02-26
  8. Taliban Kill at Least 17 in Kabul, The Wall Street Journal, 2010-02-26
  9. Early Morning Explosions Kill 17 in Afghan Capital, Voice of America, 2010-02-26
  10. Guesthouses Used by Foreigners in Kabul Hit in Deadly Attacks, The New York Times, 2010-02-27
  11. Indian Express: ‘I looked at the gate, it was gone’, The Indian Express, 2010-02-27
  12. Guesthouses Used by Foreigners in Kabul Hit in Deadly Attacks, The New York Times, 2010-02-27
  13. Guesthouses Used by Foreigners in Kabul Hit in Deadly Attacks, The New York Times, 2010-02-27
  14. Bodies of Kabul blast victims flown home
  15. Blast part of effort to drive India out?
  16. Kabul attack: 2 armymen among 9 Indians dead, special plane being to bring bodies, The Times of India, 2010-02-26
  17. Indian outrage at ‘heinous’ attack in Kabul
  18. Taliban says Kabul bombs meant to drive Americans out
  19. Afghan intelligence spokesman Sayed Ansari said on 2 March 2010 that Lashkar was involved because the suicide bombers were heard speaking Urdu and searching for Indian victims. Karin Brulliard (په 2 March 2010 باندې). Afghan intelligence ties Pakistani group Lashkar-i-Taiba to recent Kabul attack. Washington Post.
  20. Afghan intelligence spokesman Saeed Ansari said the gunmen appeared to have detailed knowledge, including names, of Indian guests at the hotels. In an interview aired on Tolo TV, RTA and Shamshad broadcast stations in Kabul, he also claimed the Taliban "had no knowledge" of the Kabul attacks up to five hours after they began. Rahim Faiez and Kay Johnson, Associated Press (په 2 March 2010 باندې). Official: Pakistani group behind Kabul attacks. Tampa Bay Online
  21. Guesthouses Used by Foreigners in Kabul Hit in Deadly Attacks, The New York Times, 2010-02-27
  22. Fears that India will blame Pakistan for deaths in Kabul attack
  23. Guesthouses Used by Foreigners in Kabul Hit in Deadly Attacks, The New York Times, 2010-02-27
  24. Afghanistan capital Kabul hit by suicide attack, BBC, 2010-02-26
  25. Nine Indians killed in Taliban’s Kabul attack, Deccan Herald, 2010-02-26
  26. British PM condemns Kabul bombings, Hindustan Times, 2010-02-26
  27. UN condemns deadly attack in Afghan capital, United Nations
  28. "Canada Condemns Deadly Attack in Kabul". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Turkish Foreign Ministry Condemns Suicide Attacks in Kabul[مړه لينکونه], Journal of Turkish Weekly, 2010-02-27
  30. Berlusconi lauds Italian diplomat killed in Kabul Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine., Taiwan News, 2010-02-26
  31. French Filmmaker Severin Blanchet Killed in Kabul, ABC News, 2010-02-26
  32. US, France condemn Kabul attack, Zee Entertainment Enterprises, 2010-02-27