د ۱۹۸۹ ز کال انقلابونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۸۹ز کال انقلابونو د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰ لسیزو په لومړیو کې د انقلابي څپې برخه جوړه کړه، چې په پایله کې یې په مرکزي او ختیځه اروپا او هاخوا کې کمونیستي واکمنۍ پای ته ورسېده. دا دوره تر ډېره د کمونیزم د زوال او ځینې وختونه د ملتونو د زوال یا د ملتونو د مني په نوم هم یادېږي، د ملتونو د پسرلي په نامه یوه لوبه وه چې کله ناکله د ۱۸۴۸ ز کال د انقلابونو تشریح کولو لپاره هم کارېږي. دا د شوروي اتحاد د نړۍ د ترټولو لوی کمونیستي دولت او د نړۍ په ډېرو برخو کې د کمونیستي رژیمونو د پریښودو لامل شو، چې ځینې یې په تاوتریخوالي سره ړنګ شوو. پېښو د نړۍ د ځواک انډول په جدي توګه بدل کړ، د سړې جګړې پای او له سړې جګړې د وروسته دورې پیل په ګوته کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

تر ټولو لومړني ثبت شوي اعتراضونه په قزاقستان کې دي، چې وروسته بیا د شوروي اتحاد یوه برخه وه، چې په ۱۹۸۶ کال کې د محصلینو له مظاهرو سره پیل شوو، د دغو انقلابونو وروستی څپرکی په ۱۹۹۳ کال کې ګڼل کېږي، کله چې کمبوډیا نوی اساسي قانون نافذ کړ، چې په هغه کې کمونیزم پریښودل شوی و.د دغو انقلابونو اصلي سیمه په ختیځه اروپا کې وه، چې په ۱۹۸۸ کال کې د پولنډي کارګرانو د ډله ییز اعتصاب له غورځنګ سره په پولنډ کې پیل شو او په هنګري، ختیځې جرمني، بلغاریا، چکوسلواکیا او رومانیا کې هم دغه انقلابي بهیر دوام درلود. د ۱۹۸۹ز کال د جون په څلورمه د پولېنډ په ازادو ټاکنو کې د سوداگرۍ اتحاديې پیوستون په پراخه کچه بریا تر لاسه کړه او په دغه هیواد کې د کمونیزم د سوله‌ییز زوال لامل شو. همدارنګه  هنګري د ۱۹۸۹ په جون کې د فزیکي اوسپنیزخنډ د برخې په له منځه وړلو پیل وکړ، په داسې حال کې چې د ۱۹۸۹ ز کال په اګست کې د اتریش او هنګري ترمنځ د سرحدي دروازې پرانیستلو یو سوله‌ییزځنځیري غبرګون رامنځته کړ، چې ختیځ بلاک په کې ټوټه ټوټه شو. دا د لیپزګ په څېر ښارونو کې د ډله‌ییزولاریونونو لامل شو او وروسته د ۱۹۸۹ز کال په نومبر کې د برلین دیوال ړنګ شو، چې په ۱۹۹۰ز کال کې یې د المان د بیا یوځای کېدو لپاره د سمبولیکې دروازې په توګه کار کاوه. د مدني مقاومت کمپاینونه، د یوه ګوندي واکمنۍ د دوام پر وړاندې د ولسي مخالفت څرګندونه او د بدلون لپاره د فشار په راوستلو کې مرسته کوي. رومانیا یوازینی هیواد و، چې اتباعو او مخالفو ځواکونو یې د کمونیستي رژیم د نسکورولو لپاره له تاوتریخوالي کار واخیست. سړه جګړه په رسمي ډول د ۱۹۸۹ کال د ډسمبر په ۳مه د شوروي او امریکايي مشرانو ترمنځ د مالتا په غونډه کې پای ته ورسېده.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

شوروي اتحاد په خپله د ۱۹۹۰ ز کال له مارچ راهسیې یو څو ګوندیز نیمه صدارتي جمهوریت شو او د جمهوري ریاست لومړنۍ ټاکنې یې ترسره کړې، چې د اصلاحاتو د پروګرام د یوې برخې په توګه یې د پام وړ بدلون رامنځته کړ. دغه اتحادیه د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په میاشت کې منحل شوه، چې په پایله کې یوولس نوي هیوادونه رامنځته شوو چې په همدې کال کې یې له شوروي اتحاد نه خپله خپلواکي اعلان کړه، په داسې حال کې چې د بالتیک هیوادونو د ۱۹۹۱ کال په سپټمبر کې خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او د شوروي اتحاد پاتې برخې چې لویه برخه یې جوړه شوه، په سیمه کې د روسیېد فدراسیونله تاسیس سره دوام وکړ. البانیا او یوګوسلاویا د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۲ ز کلونو ترمنځ کمونیزم پرېښود او په پای کې یوګوسلاویا په پنځو نویو هیوادونو وویشل شوه. چکوسلواکیا د کمونیستي واکمنۍ له پای ته رسېدو درې کاله وروسته منحل شوه او د ۱۹۹۳ کال د جنورۍ په لومړۍ نېته په سوله‌ییزه توګه چک جمهوریت او سلواکیا ووېشل شوو.[۱۵]

د دې پېښو اغیزې په ټولې نړۍ کې په ځانګړې توګه د درېیمې نړۍ په ډېریو سوسیالیستي دولتونو کې احساس شوې. په ورته وخت کې په پولېنډ کې له پېښو سره د تیانانمین په چوک کې لاریونونه (د ۱۹۸۹ز کال اپریل - جون) په مینلینډ چین کې د لویو سیاسي بدلونونو په هڅولو کې پاتې راغلل؛ خو د دې لاریون په لړ کېد سرغړونو اغېزناکو انځورونو د نړۍ په نورو برخو کې د پېښو په چټکوالي کې مرسته وکړه. درې اسیایي هیوادونو لکه افغانستان، کمبوډیا او منګولیا د ۱۹۹۲-۱۹۹۳کلونو ترمنځ د اصلاحاتو او یا هم د جګړې له لارې په بریالیتوب سره کمونیزم پرېښود. پر دې سربېره د افریقا اتو هیوادونو لکه ایتوپیا، انګولا، بینین، کانګو-برازاویل، موزمبیق، سومالیا او همدارنګه جنوبي یمن (د شمالي یمن سره متحد) او نږدې سیمو هم پرېښود.

سیاسي اصلاحات رنګارنګ وو؛ خو یوازې په څلورو هیوادونو لکه چین، کیوبا، لاوس او ویتنام کې کمونیستي ګوندونو دا وړتیا لرله، چې انحصارپه واک کې وساتي. په هر حال دا هیوادونه به وروسته په راتلونکو کلونو کې اقتصادي اصلاحات رامنځته کړي، څو د مارکېټ تر سوسیالیزم لاندې د بازار اقتصاد ځینې ډولونه غوره کړي. شمالي کوریا به په ۲۰۰۹ ز کال کې له کمونیزم او مارکسیزم – لینینیزم نه جوچ ته واړوي. د اروپا سیاسي منظره په پراخه کچه بدله شوه، د ختیځ بلاک ډېری پخواني هیوادونه له ناټو او اروپایي اتحادیې سره یوځای شوو، چې پایله یې له لوېدیځې اروپا او شمالي امریکا سره قوي اقتصادي او ټولنیز ادغام دی. په لوېدیځ کې ډېرو کمونیستي او سوسیالیستي سازمانونو خپل لارښود او اصول ټولنیزې ډیموکراسۍ او ډیموکراتیک سوسیالیزم ته واړول. برعکس یو څه وخت وروسته په ۱۹۹۹ ز کال کې د جنوبي امریکا په وینزویلا کې ګلابي څپې پیل شوې او د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې  یې د لوېدیځ په نورو برخو کې سیاست ته بڼه ورکړه. په ورته وخت کې په ځینو هیوادونو کې د دې انقلابونو په پایله کې په شوروي کې د وروسته شخړو په ګډون بېلابېلې شخړې او جنګونه وشو، چې تر نن ورځې پورې منجمدې پاتې دي، همدارنګه په لویه کچه جګړې په ځانګړې توګه د یوګوسلاو جنګونه، چې په ۱۹۹۵ ز کال کې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د لومړۍ نسل وژنې لامل شوې. [۱۶]

د پیوستون د ودې اغېز[سمول]

د ۱۹۸۰ لسیزې په منځ کې پیوستون یوازې د ترځمکې لاندې سازمان په توګه دوام درلود، چې د کاتولیک کلیسا له خوا یې ملاتړ کېږي. په هر حال د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې پیوستون دومره پیاوړی شو، چې د اصلاحاتو په اړه د جاروزیلسکي هڅې ناکامې کړي او په ۱۹۸۸ ز کال کې په ټول هیواد کې لاریونونو حکومت دې ته اړ کړ، چې له پیوستون سره خبرې اترې پیل کړي. د ۱۹۸۹ز کال د مارچ په ۹مه دواړو خواوو د ملي شورا په نوم له دوه اړخیزې مقننه قوې سره موافقه وکړه. پخوانی موجود سیجم به ولسي جرګه شي. مشرانو جرګه به د خلکو له خوا ټاکل کېږي. چې په دودیز ډول یو رسمي دفتر دی، چې د ولسمشرۍ له خوا ډېر واکونه ورکړل شوي (د پولېنډ د ګردي مېز تړون).[۱۷]

د ۱۹۸۹ ز کال د جولای په اوومه عمومي منشي میخایل ګورباچوف په ښکاره توګه د نورو شوروي بلاک هیوادونو پر وړاندې د ځواک کارول رد کړل. د اروپا د ۲۳ هیوادونو د شورا غړو ته په وینا کې ښاغلي ګورباچوف د برژنیف په نامه نظریې ته هیڅ مستقیمه اشاره ونه کړه، چې له مخې یې مسکو د وارسا تړون د غړیو له کمونیستي  چوکاټ نه د وتلو د مخنیوي لپاره د ځواک کارولو حق تایید کړی و. هغه وویل: «په کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه او د دولتونو د حاکمیت د محدودولو هڅې، د ملګرو، متحدینو یا نورو له خوا  د منلو وړ نه دي». سیاست  ته په طنز کې د فرانک سیناترا سندرې «زما لاره» د سرچینې نظریه ویل شوې وه. پولېنډ د وارسا د تړون لومړنی هیواد شو، چې ځان یې د شوروي له تسلط نه خلاص کړ. [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Gehler, Michael; Kosicki, Piotr H.; Wohnout, Helmut (2019). Christian Democracy and the Fall of Communism. Leuven University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789462702165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nedelmann, Birgitta; Sztompka, Piotr (1 January 1993). Sociology in Europe: In Search of Identity. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 1–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-013845-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bernhard, Michael; Szlajfer, Henryk (1 November 2010). From the Polish Underground: Selections from Krytyka, 1978–1993. Penn State Press. د کتاب پاڼي 221–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-271-04427-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Luciano, Bernadette (2008). Cinema of Silvio Soldini: Dream, Image, Voyage. Troubador. د کتاب پاڼي 77–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-906510-24-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Grofman, Bernard (2001). Political Science as Puzzle Solving. University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 85–. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-472-08723-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sadurski, Wojciech; Czarnota, Adam; Krygier, Martin (30 July 2006). Spreading Democracy and the Rule of Law?: The Impact of EU Enlargemente for the Rule of Law, Democracy and Constitutionalism in Post-Communist Legal Orders. Springer. د کتاب پاڼي 285–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-3842-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Putz, Catherine (16 December 2016). "1986: Kazakhstan's Other Independence Anniversary". The Diplomat. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Yakubova, Aiten (6 April 2020). "Collapse of the Soviet Union: National Conflicts and Independence". Socialist Alternative. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Findlay, Trevor (1995). Cambodia : the legacy and lessons of UNTAC (الطبعة Reprinted 1997.). Oxford: Oxford Univ. Press. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 019829185X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Antohi, Sorin; Tismăneanu, Vladimir (January 2000). "Independence Reborn and the Demons of the Velvet Revolution". Between Past and Future: The Revolutions of 1989 and Their Aftermath. Central European University Press. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 963-9116-71-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Boyes, Roger (په 4 June 2009 باندې). World Agenda: 20 years later, Poland can lead eastern Europe once again. The Times.
  12. Roberts, Adam (1991). Civil Resistance in the East European and Soviet Revolutions. Albert Einstein Institution. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-880813-04-1. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ جنوري ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sztompka, Piotr (27 August 1991). "Preface". Society in Action: the Theory of Social Becoming. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-78815-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "A Day That Shook The World: Cold War officially ends". Independent.co.uk. 3 December 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Yugoslavia", Constitution, GR: CECL, 27 April 1992, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  16. "Stopping Genocide". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Poland:Major Political Reform Agreed, Facts on File World News Digest, 24 March 1989. Facts on File News Services. 6 September 2007
  18. (په 7 July 1989 باندې). Gorbachev spurns the use of force in Eastern Europe. The New York Times.