Jump to content

د ۱۹۸۸ زکال پر مهال د شوروي – کاناډا د قطبي پل اکتشافي ماموریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۸۸ زکال پر مهال د شوروي – کاناډا د قطبي پل اکتشافي ماموریت (د سکیټرېک په نوم هم پېژندل کېږي) د ۱۹۸۸ زکال د مارچ په ۳مه نېټه وروسته له هغه پیل شو، کله چې د روسيې او کاناډا له دیارلسو سکي وهونکو څخه جوړې یوې ډلې له سایبریا څخه د کاناډا په لور د سکي وهلو په موخه له شمالي قطب څخه حرکت وکړ. نهه تنه روسان او څلور کاناډایان د اپرېل په ۲۵مه نېټه قطب ته ورسېدل او د چهارشنبې په ورځ چې د ۱۹۸۸ زکال د جون له لومړۍ نېټې سره برابره وه، د شمالي کاناډا د الزمیر جزیرې وارډ هنټ ټاپو ته په رسېدو یې خپل سفر پای ته ورساوه. په شمالي قطب کې د شوروي اتحاد او کاناډا څخه یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، د نړیوالو مطبوعاتو خبریالانو او د هغوی د راډیويي اړیکو د ټینګښت د برخې یو شمېر همکارانو یې هرکلی وکړ.

د دغو سکي وهونکو ورځنی مخکې تګ د زرګونو زده کړیالانو او د سیمه ئیزو راډیوګانو د اورېدونکو له خوا په ټوله نړۍ کې تعقیب کېده. دوی د یوزټ – اوسکار ۱۱ سپوږمکۍ څخه خپرېدونکې موسیقۍ ته غوږ نیو، کوم چې د دغه اکتشافي ماموریت پر مهال د هغوی په وروستي پېژندل شوي موقعیت کې په اف اېم څپو باندې د ډیجټلي غږ د سیسټم په کارولو د یو دوه متري اماتور رادیويي انتن پر مټ اورېدل کېدای شوه. ورته مهال یې د خپل مخکې تګ راپورونه د اې اېم زټ – ان اې سپوږمکۍ پر مټ په منظم ډول وړاندې کول چې بیا د اماتور راډیويي سټلایټونو په مرسته په ټوله دنیا کې خپرېدل. [۱]

مخینه[سمول]

د ۱۹۸۶ زکال په مني کې یو شمېر شوروي پوهانو او د راډیويي څپو اماتور کاروونکو پلان جوړ کړ چې د انترکتیکا له سواحلو څخه په پیل کولو سره سویلي قطب ته د سکي وهلو یو پروګرام جوړ کړي. هغوی هوډ درلود چې له نړۍ په ځانګړې توګه په مسکو کې له ملاتړیزو سټېشنونو سره د اړیکو ساتلو په موخه د لنډو څپو لرونکي راډیويي سیسټم څخه ګټنه وکړي. ورته مهال د نړۍ بلې خوا ته د راډیويي څپو د لېږلو په شرایطو باندې اتکا چندان غوره چاره نه وه، آن که چېرې دوی په سویلي لور کې یو ملاتړیز سټېشن هم لرلی. له همدې امله د ۱۹۸۶ زکال په نومبر میاشت کې د سوري پوهنتون له یوزټ مرکز سره اړیکه ونیول شوه څو وڅېړي چې یوزټ – اوسکار ۱۱ سپوږمکۍ کولای شي سکي وهونکو ته اطلاعات ورسوي. [۲]

له دې امله چې یوزټ – ۲ (UO-11 یا UoSAT-Oscar-11) د ځمکې په لاندني مدار کې د لمر د جهت سره موازي قطبي مصنوعي سپوږمکۍ ده، په هرو ۹۸ دقیقو کې یو ځل له قطبینو څخه تېرېږي نو یوه کوچنۍ اخذه چې یو ساده انتن ولري، په هر دغه تېرېدن کې په غوره توګه کار ورکولی شي. د ۱۹۸۷ زکال په وروستیو کې په داسې حال کې چې د دغه ماموریت مقدمات د ترسره کېدو په حالت کې و، پرېکړه شوه چې دغه سفر نه باید یوازې په سویلي قطب بلکې په شمالي قطب کې هم ترسره شي. همدارنګه په دغه سفر کې ونډوال نباید یوازې شورویان وي بلکې د کاناډا څخه هم د ګوتو په شمار باتجربه سکي وهونکي په کې شامل وي. دا ځل پرېکړه دا وه چې دوی باید تر قطب پورې سکي ونکړي او له هغه ځایه وروسته په کاناډا کې هم خپل سفر ته دوام ورکړي. له همدې امله د هغوی د سکي وهلو مسیر د سایبریا له سواحلو څخه تر شمالي منجمد سمندر او بیا له شمالي قطب څخه د کاناډا تر سواحلو پورې وټاکل شو. دغه ماموریت د ۱۹۸۸ زکال د مارچ په ۳مه نېټه پیل شو او د جون په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد، هغه مهال چې دغه سکي وهونکي د کاناډا په شمال کې د الزیمر ټاپو د کېپ کلمبیا سواحلو ته څېرمه کوچني وارډ هنټ ټاپو ته ورسېدل. دغه ماموریت په خصوصي ډول د شوروي ځوانانو د اخبار (Komsomolskaya Pravda) له خوا ترتیب شوی و چې مالي ملاتړ یې د شوروي ځوانانو سیاحتي اژانس (سپوټنیک) او د کاناډا مک ډونالډ رسټورانټونو کاوه. په کاناډايي اړخ کې د دغې پروژې مدیریت پولر برېج کمپنۍ کاوه چې د کاناډايي سکي وهونکو له خوا جوړه شوې وه. [۳][۴]

سفر[سمول]

د سفر پیل دوه ورځې وځنډېد، ځکه چې د هوا ناسمو حالاتو د سردني پر لور د الوتکې له الوتنې مخه نیوله. هغه مهال چې سکي وهونکو په خپل سفر پیل وکړ، د هوا د تودوخې درجه منفي ۴۷ سانتي ګراد درجې وه او سربېره پر دې د واورو طوفان یې ملتیا کوله. دغه مهال لا قطبي شپه وه چې د پسرلي په پیل کې د مۍ په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېده. د هغو کسانو په توګه چې له شمالي قطبي سیمو سره بلد نه و، دغو سکي وهونکو د آزادو اوبو د ګڼو سرچینو راپور ورکړ. هغوی له خپلو یو کسیزو بېړیو ګټنه نه کوله او غوره یې دا بلله چې مخکې دور ووهي یا هم په تمه پاتې شي چې فاصله راکمه شي. د آزادو اوبو د دغې ښکارندې اصلي لامل د قطبي ګذر جریان (Transpolar Drift Stream) دی چې په سمندر کې اصلي قوه ګڼل کېږي او د باد په مرسته یخونه ماتوي او سره یې لرې کوي. آن تر دې کله به چې سکي وهونکو استراحت کاوه، موقعیت به یې هره ورځ څو کیلومتره بدلون کاوه چې دغه بدلون به په معمول ډول شمالي لور ته وو. د دوی ورځنۍ چاره له ۱۰ څخه تر ۱۲ ساعته پیاده تګ و چې له دغې چارې وروسته به یې خپله ۱۲ کسیزه خیمه ټینګه کړه، د بېړنیو حالاتو پر مهال به یې موقعیت څرګندونکې وسیله روښانه کړه، وچه غذا به یې خوړله او څو دقیقې به په (۸۰ متره) لنډه څپو کې بوخت شول. څو ساعته وروسته به یې په همدغه څپه له SARSAT/COSPAS سره اړیکه نیوله څو اطلاعات ترلاسه کړي. هغه مهال به چې د موج خپراوی بریالی نه و، هغوی به بیا تر هغې په تمه پاتې کېدل څو یوزټ سپوږمۍ یې تر سر پورې ورسېږي او بیا به دوی خپلې ډیجیټل ټاکر وسیلې ته غوږ نیوه. په سهارني پلان کې یې بیا په چټکۍ سره د سهارنۍ خوړل او د خیمې ټولول شامل وو. سکي وهونکو څرګنده کړې چې دوی د خپلو جامو د وچولو لپاره ایګلو (واورینه کوټه) جوړولو ته مخه کړې وه. هغه مهال به یې چې خپل نمجن کالي ویستل له کوم ځنډ پرته به یخ وهل. خیمې یې هم د نم ستونزه لرله، خو که چېرې به یو ایګلو په سمه توګه جوړ شوی و، کیدلای شو چې تودوخه یې له صفر سانتي ګراد درجو څخه لوړه وي.

د لومړي ځل لپاره دوی ته توکي د مارچ په ۱۴مه نېټه د ۶ هوايي غورځونو پر مټ ورسېدل. دوی ته اړتیا وړ توکي په دوه پړاونو کې د ۱۱ پراشټونو څخه په ګټنې د شوروي اتحاد د انتونوف ۷۴ الوتکو پر مټ چې په ځانګړې توګه د اکتشافي چارو لپاره جوړې شوې دي، ورسول شول. وروسته له هغه چې دوی له شمالي قطب څخه تېر شول، کاناډايي اړخ بیا دوی ته د توکو رسونې مسئولیت پر غاړه واخیست. په دغو توکو کې خواړه، بټرۍ او یو ځل هم د سکي وهلو نوي وسایل شامل وو.

شمالي قطب[سمول]

دغه سکي وهونکي د اپرېل په ۲۶مه نېټه شمالي قطب ته ورسېدل چې یو شمېر خبریالانو، لوړپوړو دولتي چارواکو (له دې ډلې د شوروي اتحاد د انرژۍ وزیر او د کاناډا د کانونو وزیر) او د مخابرې او ارتباطاتو د برخې یو شمېر کارکوونکو یې هرکلی وکړ. دوی ټولو د ان پي – ۲۸ چورلکې په واسطه په یخ باندې د لنډ مهال لپاره د شوروي له خوا د جوړې شوې اډې پر لور چې د شمالي قطب په ۳۰ کیلومترۍ کې یې موقعیت درلود الوتنه وکړه؛ دغې اډې د انتونوف اې ۴۷ او کاناډايي ټوین اوټر او هاوکر سیډلی ایچ اس ۷۴۸ الوتکو د ناستې امکانات لرل. دا ځل دوی ته په هوايي انتقال کې شامپاین شراب او خاویار کبان یووړل شول چې ټولو میلمنو ته یې هم ورکړل. [۵]

په داسې حال کې چې میلمنو غوښتل په چټکۍ سره بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي، دغو سکي وهونکو د الزیمر ټاپو پر لور خپل ۷۵۰ کیلومتري سفر پیل کړ. له دغه مهال وروسته ورته دوه ځله د هوا له لارې توکي ورسول شول او دغې چارې د د دوی د روغتیا او روحیې په ساتلو کې مرسته وکړه.

دغه اکتشافي سفر د ۱۹۸۸ زکال د جون په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ د نړیوال مهال له مخې شاوخوا ۱۴:۳۵ بجې وروسته له هغه پای ته ورسېد کله چې ۱۳ تنه دغي سکي بازان د الزیمر ټاپو د کېپ کلمبیا ساحل ته څېرمه د وارډ هنټ په نامه کوچني ټاپو ته ورسېدل.

سرچينې[سمول]

  1. Richard Ensign, Transpolar Skitrek Progress Reports #1-20, 1988
  2. University of Surrey, UoSAT group, correspondence between Dr M Sweeting Archived 2011-11-28 at the Wayback Machine., then head of the UoSAT department, and Mr Pat Gowen G3IOR, Norwich, UK on behalf of Leonid Labutin UA3CR, Moscow (Radio Amateurs)
  3. Polar Bridge: An Arctic Odyssey] by Richar Weber, Laurie Dexter, Christopher Holloway, Max Buxton, Key Porter Books, 1990
  4. "Soviet Canadian Polar Bridge Expedition". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ نومبر ۲۰۱۵ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. University of Surrey Newsletter nr 1178, 7 September 1988: UoSAT TEAM MEMBER JOINS SKITREK AT NORTHPOLE