د ۱۸۷۷ ز کال جوړجاړی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۸۷۷ز کال جوړجاړی (تعامل) يوه ناليکل شوې معامله وه، چې د متحده ايالاتو د کانګريس د غړيو تر منځ په نارسمي ډول چمتو شوې وه، په کومه چې د ۱۸۷۶ز کال د سختو لانجمنو ولسمشريزو  ټاکنو ستونزه حل شوه. په پايله کې يې د متحده ايالاتو فدرالي حکومت خپل وروستي سرتيري له سويلي متحده ايالاتو نه واېستل اود بيا رغونې پړاو پای ته ورسېد. که څه هم د دې روغې جوړې په پايله کې د ديموکرات «سامويل جی. ټيلډن» په مقابل کې جمهوري غوښتونکي «رادر فورډ بي. هايس» ته په دې جوړجاړي سره ولسمشري ورکړل شوه، چې «هايس» به خپل فدرالي ځواکونه لري کوي، د کوم ملاتړ چې په سويلي کارولينا، فلوريډا او لوزيانا کې د جمهوري غوښتونکو ايالتي حکومتونو د پایښت لپاره اړين وو. «هايس» ۱۸۵ او «ټيلډن» ۱۸۴ ټاکنيزې رايې تر لاسه کړې وې. که څه هم «ټيلډن» ټاکنې وبايللې، بيا  هم د ۴۳۰۱۰۰۰ رايو په ګټلو سره د زياتو عامه رايو ګټونکی شو، په داسې حال کې چې «هايس» له هغه کمې او ۴۰۳۶۰۰۰ رايې تر لاسه کړې وې.[۱]

د دې جوړجاړي له مخې، د استازو د جرګې و اکمنو ډيموکراتانو اجازه ورکړه چې د ټاکنيز کميسيون پرېکړه عملي شي.

له دندې لرې کېدونکی جمهوري غوښتونکی ولسمشر «يوليسس ايس. ګرانټ» له فلوريډا نه سرتيري لرې کړل او ولسمشر «هايس» پاتې سرتيري د سويلي کارولينا او لوزيانا نه په شا کړل. له هغه سملاسي وروسته چې ځواکونه ووتل، ډېری سپین پوستي جمهوري غوښتونکي هم له دې سيمو ووتل او «ژغورونکو» ديموکراتانو واک په لاس کې واخيست، چا چې په سويل کې د نورو ايالتونو حکومتونه هم په واک کې لرل. د نيمګړواسنادو له امله د دې تړون د کره شرايطو په اړه لا هم اختلاف شته.[۲]

ځينو تورپوستو جمهوري غوښتونکو  احساس وکړ چې، له دوی سره خيانت شوی، ځکه چې دوی په سول کې خپل واک له لاسه وکړ، کوم واک چې فدرالي پوځ مخ په وړاندې وړی و او تر ۱۹۰۵ز کال پورې ډېری تورپوستان په سويلي ايالت کې په جمهوري ډول د ټاکلي ايالتي مققنې قوې په مټ په اغېزمن ډول د رايې  ورکولو له حق نه محروم پاتې شول.[۳]

مخینه(شالید)[سمول]

د ۱۸۷۷ز کال د جنورۍ په نهه ويشتمه نېټه، ولسمشر «ګرانټ» د ټاکنيز کميسيون قانون لاسلیک کړ، په دې کميسيون کې پنځلس غړي له جمهوري غوښتونکو او اووه له ديموکراتانو نه وو، تر څو د ۱۸۷۶ز کال د ټاکنو ستونزه حل کړي. له دې امله چې اساسي قانون په دې برخه کې روښانتيا نه درلودله، چې د ولسمشر د ټاکونکي پلاوي ستونزې به څه ډول حل او فصل کېږي، کانګريس اړ شوی و چې د بحران د حل لپاره په نورو لارو چارو غور وکړي. ډېرو ديموکراتانو استدلال کاوه چې په ټوله کې کانګريس بايد پرېکړه وکړي چې کوم سند وشمارل شي، خو د دې طريقې په پايله کې په وړ ډول د روغې جوړې شونتياوې کمې وې، له دې امله چې ديموکراتانو په جرګه واک درلود، خو له بلې خوا بيا جمهوري غوښتونکي په سنا مجلس واکمن وو. له بلې خوا د «هايس» ډېرو  ملاتړو استدلال کاوه، چې د سنا مجلس لنډ مهالی مشر دا واک لري چې پرېکړه  وکړي چې کوم سند بايد وشمېرل شي، ځکه هغه د کانګريس د ناستو د مشرتابه مسئوليت په غاړه درلود، په کوم کې چې د ټاکنيزو رايو شمېرنه کېده. له هغه ځايه چې د لنډمهالي مشر چوکۍ د ميشيګن له جمهوري غوښتونکي سناتور «تاماس ډبليو. فيري» سره وه، نو دا طريقه به د «هايس» په پلوۍ کې وه. په ورته وخت کې ځينو نورو وړانديز وکړ چې دا ستونزه دې د سترې محکمې له خوا حل شي. په يوه جنجالي غونډه کې چې د ۱۸۷۷ز کال د مارچ په لومړۍ نېټې پيل شوه، مخکې له دې چې لغوه يې اعلان کړي، جرګې په دې اعتراض د دوولسو ساعتونو لپاره بحث وکړ. سملاسي يوه بله جعلي نيوکه راپورته شوه، دا ځل نيوکه د «وسکونسن» په ټاکنيزو رايو وه. يو ځل بیا سنا مجلس د دې نيوکې د لغوه کولو په حق کې رايه ورکړه، خو د جرګې وخت ضايع کړای شو، خو د جرګې ديموکرات رئيس «سمويل جی. رانډال» له سپکاوي کوونکو حرکتونو نه ډډه وکړه. په پايله کې، د وخت ضايع کوونکو ماتې ومنله او د مارچ د دويمې نېټې په لومړيو ساعتونو کې يې جرګې ته اجازه و رکړه چې نيوکې رد کړي. د استازو جرګه او سنا مجلس له دې وروسته بيا سره راټول شول، تر څو د انتخابي رايو شمېر بشپړ کړي. د مارچ د دويمې نېټې د سهار په څلور بجو او لسو دقيقو، فيري اعلان وکړ چې: د ۱۸۵ او ۱۸۴ رايو په توپير سره «هايس» او «ويلر» دواړه د ولسمشرۍ او مرستيال ولسمشر د چوکۍ لپاره نوماندان دي.[۴]

ديموکراتانو د «بندو دروازو تر شا» د معاملې پر بنسټ، د «هايس» په کار پيل کولو له مخنیوي سره موافقه ونه کړه. د دې معاملې پر لور کيلي دا جوړجاړی بلل کېږي چې د تور پوستو پر ضد له ټاکنو سره اړوند زيات تاوتریخوالي سره سره به فدرالي سرتيري له دې وروسته په سويلي سياست کې لاسوهنه نه کوي. سویلي ايالتونو څرګنده کړه چې دوی به د افريقايي الاصله امريکايانو ژوند خوندي کوي؛ خو تر ډېره بریده په داسې ژمنو وفا ونه شوه. د هايس ملګرو دا هم وويل چې په تيکساس کې د اورګاډي پټلۍ سره مرستې (چې هېڅکله ونه شوه) او په خپلې کابينې کې له سويل نه د يو تن د نوم د ورکولو په ګډون (دا چاره تر سره شوه) به «هايس» د داخلي پرمختګونو لپاره فدرالي مرستې زياتې کړي. د شمالي سرتېرو د سياسي دندې په پای ته رسېدو سره، له ولسمشر سره د بيا رغونې لپاره هېڅ لاره نه وه؛ په همدې بنسټ، د «بندو دروازو تر شاه» دې معاملې د امريکا د بيا رغونې د پای اشاره ورکړه.[۵]

د جوړجاړي شرايط[سمول]

په دې جوړجاړي کې په بنسټيز ډول ويل شوي و چې سويلي ديموکراتان به «هايس» د ولسمشر په توګه مني، خو يواځې په دې شرط چې جمهوري غوښتونکي به ځينې غوښتنې پوره کوي. په عمومي توګه ويل کېږي چې لاندې عناصر د جورجاړي ټکي وو:[۶]

  1. له پخوانيو کانفدرالي ايالتونو نه د متحده ايالاتو د پوځ ټول ځواکونه لرې کول. په داسې حال کې چې يواځې په لوزيانا، سويلي کارولينا او فلوريډا کې د متحده ايالاتو سرتيري پاتې و، خو په دې جوړجاړي سره له سيمې د دوی وتل بشپړشول.[۷]
  2. د هايس په کابينه کې لږ تر لږه له سويلي سيمې يو تن ټاکل. (د تينيسي «ډايويډ.ايم کي»، د ډاکخانې د عمومي مدير په توګه وټاکل شو).
  3. په سويل کې د ټيکساس او ارام سمندر په کارولو سره د لويو وچو تر منځ د اورګاډي د يوې بلې پټلۍ جوړول (دا د سکاټ د طرحې برخه وه، کومه چې د پنسلوانيا د اورګاډي لارې د «تاماس ای. سکاټ» له خوا وړاندې شوې وه؛ هغه مذاکرات پيل کړي و چې په پايله کې يې وروستی جوړ جاړی منځ ته راغی).
  4. د سويل د صنعتي کولو او له کورنۍ جګړې وروسته د سويل د اقتصاد پر ځای کولو او بيا رغونې د مرستې لپاره قانون جوړول.
  5. د شمال له لاسوهنې پرته د تورپوستو د سمبالښت حق.

د دې په بدل کې به ديموکرات جمهوري غوښتونکی «هايس» د ولسمشر په توګه ومني او د ټاکنې د تايید لپاره د کانګريس د اړينې ګډې ناستې پر مهال به ګډوډي منځ ته نه راوړي (يعنې د وخت په ضايع کولو سره خنډونه نه پیدا کوي).[۸][۹]

پايلې[سمول]

له جوړجاړي وروسته، يو څو تنو ديموکراتانو په لوړ غږ شکايت وکړ چې، له «ټيلډن» سره درغلي شوې ده. د وسله والو واحدونو د جوړولو خبره کېده، چې د واشنګټن پر لور به وخوځېږي، خو ولسمشر «ګرانټ» د دې چارې لپاره چمتو و. هغه پوځي امنيت سخت کړ او هېچا هم د واشنګټن پر لور حرکت ونه کړ.[۱۰]

«هايس» په سوله یيز ډول په دنده پيل وکړ. د جوړجاړي لومړۍ او دويمه نکته عملي شوه. هايس له وړاندې نه د «کورنۍ واکمنۍ» د پر ځای کېدو اعلان کړی و، په کوم کې چې له ټاکنو مخکې د فدرالي سرتېرو لرې کېدل شامل و. په داسې حال کې چې هغه مهال د ولسمشر لپاره، په ځانګړي ډول د داسې ولسمشر لپاره چې دومره محدود ډول ټاکل شوی وي، دا چاره نه غیر معمولي وه او نه غېر متوقع وه چې په کابينه کې د بل ګوند په خوښه يو غړی وټاکي. د جوړجاړي درېيمه او څلورمه نکته هېڅکله عملي نه شوه؛ شونې ده چې د دې نکتو په اړه پوخ تړون نه و شوی.

د یو نارسمي تړون په مټ يا يواځې د هايس له خوا داعلان شويو طرحو د ډاډ ورکولو له لارې، له سويلي ديموکراتانو سره جوړجاړي د ډېرو خلکو اندېښنې له منځه يووړې. په دې ډول يې د کانګريس د وخت د ضايع کېدو مخه ونيوله، کومې چې په ۱۸۷۷ز کال کې د دندې د پيل له ورځې د ستونزې د مخکې وړلو ګواښ پيدا کړی و.

سرچینې[سمول]

  1. David Emory Shi, "America: A Narrative History Vol. 1 11th edition." (2019): 770.
  2. Michael Les Benedict, "Southern Democrats in the Crisis of 1876-1877: A Reconsideration of Reunion and Reaction." Journal of Southern History (1980): 489-524. in JSTOR
  3. Jones, Stephen A.; Freedman, Eric (2011). Presidents and Black America. CQ Press. د کتاب پاڼې 218. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781608710089. In an eleventh-hour compromise between party leaders - considered the "Great Betrayal" by many blacks and southern Republicans ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Tyson, Sue. "Harper's Weekly: 1857-1912 (Harpweek)". CC Advisor. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جنوري ۲۰۰۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kooker, Arthur R.; Woodward, C. Vann (March 1952). "Reunion and Reaction; The Compromise of 1877 and the End of Reconstruction". The Mississippi Valley Historical Review. 38 (4): 717. doi:10.2307/1892864. ISSN 0161-391X. JSTOR 1892864. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Woodward, C. Vann (1966). Reunion and Reaction: The Compromise of 1877 and the End of Reconstruction. Boston: Little, Brown and Company. د کتاب پاڼي 169–171. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Brandwein, Pamela (2011). Rethinking the Judicial Settlement of Reconstruction. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139496964. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Donald Richard Deskins; Hanes Walton; Sherman C. Puckett (2010). Presidential Elections, 1789-2008: County, State, and National Mapping of Election Data. U of Michigan Press. د کتاب پاڼې 211. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0472116973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. C. Vann Woodward (1991). Reunion and Reaction: The Compromise of 1877 and the End of Reconstruction. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 200–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-506423-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Downs, 2012