د ۱۸۴۸ز کال انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۸۴۸ز کال انقلابونه چې په ځینې هیوادونو کې د خلکو د پسرلي یا هم د ملتونو د پسرلي په توګه پېژندل کېږي، په سراسر اروپا کې د سیاسي پاڅونونو لړۍ وه چې له ۱۸۴۸ز کال څخه پیل شوه. دا په اروپایي تاریخ کې د انقلابي پاڅونونو ترټولو پراخې څپې په توګه پاتې ده. [۱]

دا انقلابونه په طبیعت کې اساساًً لیبرال او ډیموکراټیک وو، د زاړه سلطنتي ساختارونو د لرې کولو او د ملي خپلواکو دولتونو د رامنځته کولو په موخه، لکه څنګه چې رومانټیک ملت پالنې یې تصور کاوه. په فبروري کې په فرانسه کې د پیل شوي لومړني انقلاب څخه وروسته، دې انقلابونو په ټوله اروپا کې پراختیا ومونده. له ۵۰ ډېر هېوادونه په کې اغیزمن شول، خو د هغوی اړوندو انقلابیانو ترمنځ هیڅ ډول د پام وړ همغږي او همکاري شتون نه درلود. ځینې اصلي او اغیزمن لاملونه عبارت وو له: له سیاسي رهبري څخه پراخه نارضایتي، په دولت او ډېموکراسي کې د پراخه ګډون غوښتنه، د مطبوعاتو د آزادي غوښتنه، د اقتصادي حقونو لپاره د کارګرې طبقې نورې غوښتنې، د ملت پالنې قیام، د جوړشوي دولت د ځواکونو بیا تنظیمول او اروپا کې د کچالو محصولاتو ناکامي، چې د پراخې لوږې، مهاجرت او ملکي نا‌آرامیو لامل شو.[۲][۳]

پاڅونونه د اصلاح غوښتونکو، منځنۍ طبقې (یا بورژوایزي) او کارګرانو د لنډمهاله ایتلافونو له خوا رهبري کېدل. په همدې حال کې، دا ایتلافونه د اوږد مهال لپاره د یوبل په څنګ کې پاتې نشول. ډېری انقلابونه په چټکۍ سره وځپل شول، لسګونه زره کسان ووژل شول او ډېری نور جلاوطنۍ ته اړ شول. مهم او دوامداره اصلاحات عبارت وو له: په اطریش او مجارستان کې د غلامۍ له منځه تلل، په ډنمارک کې د مطلق سلطنت پای او په هالنډ کې د نماینده ډیموکراسۍ معرفي. دا انقلابونه په فرانسه، هالنډ، ایټالیا، د اطریش امپراتورۍ او آلمان کنفډراسیون آیالتونو کې چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د آلمان امپراتوري جوړوله، ډېر مهم وو.[۴]

ریشه پېژندنه[سمول]

انقلابونه د بېلابېلو لاملونو له امله رامنځته شول چې نه شو ویلی، هغه د یوه همغږي حرکت یا د همغږو ټولنیزو پدیدو په پایله کې رامنځته شوي. د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې په اروپايي ټولنه کې ګڼ شمېر بدلونونه د ترسره کېدو په حال کې وو. لیبرال اصلاح غوښتونکي او بنسټپاله سیاستوال دواړو ملي دولتونو ته بیا شکل ورکاوه.

ټېکنالوژیکي بدلونونو د کارګرې طبقې ژوند ته بدلون ورکړ. عمومي مطبوعاتو سیاسي پوهاوي ته وده ورکړه او د عمومي لیبرالیزم، ملت پالنې یا نشنالیزم او سوسیالیزم په توګه نویو ارزښتونو او نظرونو په راڅرګندېدو پیل وکړ. ځینې تاریخ لیکونکي د محصولاتو جدي ناکامي، په ځانګړې توګه د ۱۸۴۸ز کال په ناکامیو ډېر ټینګار کوي چې د بزګرانو او بې وزله ښاري کارګرو په منځ کې د سختۍ لامل شول.

د اشرافو ډېری برخه له سلطنتي مطلق توب یا هم نسبي مطلق توب څخه ناراضه وو. په ۱۸۴۶ز کال کې، د لهستاني اشرافو پاڅون د اطریش په ګالیسیا کې رامنځته شو، او یوازې هغه وخت ورسره مقابله وشوه کله چې بزګرانو هم په خپل وار سره د اشرافو په وړاندې پاڅون وکړ. برسېره پر دې؛ د پروسیا پر وړاندې د ډیموکراټیکو ځواکونو پاڅون هم چې پلان شوی وو، خو په عمل کې ترسره نه شو، په لهستان کې رامنځته شو. [۵]

منځنۍ طبقه او کارګران د ګډو اصلاحاتو په هیله وو او د ډېرو ځانګړو موخو پرسر یې سره توافق درلود. خو په انقلابونو کې د هغوی ګډون توپیر درلود. په داسې حال کې چې ډېره هڅونه د منځنۍ طبقې وه، خو د پاڅون د ملا تیر بیا له ټیټو طبقو څخه جوړ وو. بغاوتونه لومړی په ښارونو کې راپورته شول.

ښاري کارګران[سمول]

د فرانسې د کلیوالي سیمو نفوس په چټکۍ سره زیات شوی وو او د دې لامل شو چې ډېری بزګران په ښار کې ژوند کولو ته مخه کړي. ډېری بورژوازي له بې وزلو کارګرانو څخه وېرېدل او له هغو څخه یې واټن نیوه. ډېری بې مهارته کارګرانو چې کله کار لاره د ورځې به یې له ۱۲ تر ۱۵ ساعتو کار کاوه، خرابو او له ناروغیو ډکو سیمو کې به یې ژوند کاوه. دودیزو صنعتګرانو د خپلو ټولنو له لاسه ورکولو وروسته د صنعتي کېدو فشار احساس کړ.[۶]

د سوداګریزو قوانینو آزادول یا لیبرالیزیشن او د کارخانو وده، د ماهرو سوداګرو او کارکوونکو یا زده کوونکو ترمنځ واټن ډېر کړی وو، چې د هغوی شمېره له ۱۸۱۵ تر ۱۸۴۸ز کاله پورې په غیر متناسب ډول ۹۳ سلنه زیاته شوه. د پام وړ پرولتاریایي ګډوډۍ په ۱۸۳۱ او ۱۸۳۴ز کال په لیون کې او ۱۸۴۴ز کال کې په پراګ کې رامنځته شوې وې. جاناټان اسپربر سپارښتنه کړې چې له ۱۸۲۵م کال وروسته موده کې، ښاري ډېرو بې وزلو کارګرو (په ځانګړې توګه ورځني کارګرانو، د کارخونو کارګرو او صنعتګرانو) خپل د اخیستو بیې نسبتاً راټیټې کړې: له ۱۸۳۰ز کال وروسته د نفوس د زیاتېدو سربېره په بلجیم، فرانسې او آلمان کې د غوښې مصرف په ټپه ودرېد یا هم ډېر راکم شو. د ۱۸۴۷ز کال اقتصادي ورخطایي ښاري بېکاري لا ډېره کړه: د ویانا فابریکې ۱۰۰۰۰ کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په ۱۸۴۷ز کال کې د هامبورګ ۱۲۸ شرکتونه له ماتې سره مخامخ شول. له هالنډ پرته، د هغو هېوادونو په منځ کې چې د ۱۸۴۷ز کال صنعتي ټکان تر ژورې اغېزې لاندې راغلي وو او هغوی چې په ۱۸۴۸ز کال کې په کې انقلاب راغی، قوي همغږي شتون درلود.[۷][۸][۹]

د آلمان په ایالتونو کې هم وضعیت همدارنګه وو. د پروسیا ځینو برخو په صنعتي کېدلو پیل وکړ. د ۱۸۴۰مې ز لسیزې په لړ کې، د ټوکر په صنعت کې میکانیزه شوي تولید، ارزان بیه کالي منځته راوړل چې د آلماني خیاطانو لاسي محصولات یې په بازار کې له ماتې سره مخ کړل. اصلاحاتو د کلیوالي فیوډالیزم نامطلوبو ځانګړتیاوې ښې کړې، خو صنعتي کارګران له دې اصلاحاتو څخه نارازه پاتې شول او د لا ډېر بدلون لپاره یې فشار راوړ.[۱۰]

ښاري کارګرانو بله چاره نه لرله پرته له دې چې خپل نیمایي عاید په خواړو ولګوي چې ډېری په کې وچه ډوډۍ او کچالو شامل وو. د حاصلاتو د ناکامي په پایله کې، د خوراکي توکو بیه لوړه او د تولیدي موادو لپاره تقاضا کمه شوه، چې په خپله د لا ډېرې بېکارۍ لامل شوه. د انقلاب په لړ کې د بیکارۍ ستونزې د حل لپاره، ساختماني کار ته علاقمندو کسانو لپاره ورکشاپونه په لاره واچول شول. کله چې ښځو احساس کاوه چې دوی محرومه دي، چارواکو همدارنګه ورکشاپونه ورته په لار واچول. بېکاره صنعتګرانو او کارګرانو هغه وخت صنعتي ماشینونه ویجاړ کړل کله چې دوی ګواښ وکړ چې ګومارونکو ته به له دوی څخه لا ډېر ځواک ورکړي.[۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Merriman, John, A History of Modern Europe: From the French Revolution to the Present, 1996, p. 715
  2. Ó Gráda, Cormac; Vanhaute, Eric; Paping, Richard (August 2006). The European subsistence crisis of 1845–1850: a comparative perspective. XIV International Economic History Congress of the International Economic History Association, Session 123. Helsinki. Archived from the original on 17 April 2017.
  3. R.J.W. Evans and Hartmut Pogge von Strandmann, eds., The Revolutions in Europe 1848–1849 (2000) pp. v, 4
  4. Edward Shorter, "Middle-class anxiety in the German revolution of 1848." Journal of Social History (1969): 189-215.
  5. Robert Bideleux and Ian Jeffries, A History of Eastern Europe: Crisis and Change, Routledge, 1998. کينډۍ:ISBN. pp. 295–96.
  6. Merriman, John (1996). A History of Modern Europe: From the Renaissance to the Present. New York: W.W. Norton. د کتاب پاڼې 718. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393968859. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Siemann, Wolfram, The German Revolution of 1848–1849 (London, 1998), p. 27; Lèvêque, Pierre in Dowe, p. 93; Pech, Stanley Z. The Czech Revolution of 1848 (London, 1969), p. 14
  8. Siemann (1998); Pech, p. 14
  9. Berger, Helge, and Mark Spoerer. "Economic Crises and the European Revolutions of 1848." The Journal of Economic History 61.2 (2001), p. 305
  10. Merriman, 1996, p. 724
  11. Berg, Maxine (4 February 1982). The Machinery Question and the Making of Political Economy 1815–1848. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521287593. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Breuilly, John ed. Parker, David (2000). Revolutions and the Revolutionary Tradition. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 114. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)