د ۱۷۰۱ زکال د حل او فصل قانون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حل او فصل قانون د انګلستان د پارلمان یو له هغو قوانینوڅخه دی چې په ۱۷۰۱ زکال کې یوازې پروتستانتانو ته د انګلستان او ایرلنډ د تاجونو د محدود کولو په موخه تصویب شو. د دغې لایحې اغېز دا و چې د لومړي چارلز لمسیان (د هغه د پروتستانت لمسۍ شهزادګۍ (وروسته ملکې) آن پرته) یې نور له ځای ناستوب څخه محروم کړل ځکه چې د تاج او تخت راتلونکی نوبت د هانوور الکتریس سوفیا ته چې د شپږم او لومړي جمیز لمسۍ او پروتستانت وه اړوند کېده. له هغې وروسته دغه تاجونه یوازې د هغې غیر کاتولیک وارثینو ته پاتې کېږي. [۱]

د ۱۵۵۸ زکال د برترۍ قانون (Act of Supremacy) د انګلستان د پاچا تر حاکمیت لاندې د انګلستان د کلیسا خپلواکي د روم له کاتولیکې کلیسا څخه تائید کړه. په ۱۶۸۸ زکال کې د ځلاند انقلاب په نامه د مشهور سیاسي کړکېچ د رامنځته کېدو یو له اصلي عواملو څخه د انګلستان په کلیسا باندې د رومن کاتولیک پاچا دویم جیمز برید و. جیمز د خپلې مشرې پروتستانت لور دویمې مري او د هغې د مېړه دریم ویلیام په ګټه واک پرېښود. د ژوندیو ماشومانو په تولید کې د ویلیام او مري او همدارنګه د مري د پروتستانت خور – راتلونکې ملکې آن – پاتې راتلل او همدارنګه د تاج او تخت پر سر د ستورات کورنۍ د پاتې رومن کاتولیک غړو ترمنځ ناندریو د حل او فصل د قانون جوړېدو ته اړتیا رامنځته کړه. د وراثت هغه لړۍ چې د هانوور سوفیا رامنځته کړه، د پاچا لومړي جیمز د لمسیانو ترمنځ پاتې شوې کوچنۍ ډله وه چې له هغو اړ کړای شوو پروتستانتانو څخه جوړه وه چې د انګلستان له کلیسا څخه یې د ملاتړ لیوالتیا لرله. هغه مهال چې سوفیا د ۱۷۱۴ زکال د جون په اتمه مړه شوه، د نوموړې له مړینې دوه میاشتې وړاندې د ۱۷۱۴ زکال د اګست په لومړۍ نیټه د هغه زوی لومړی جورج واک ته ورسېد او په بریتانیا کې د هانوور لړۍ واکمني یې پیل کړه. [۲]

دغه قانون د لویې بریتانیا د پاچاهۍ په جوړېدو کې کلیدي رول ولوباوه. انګلستان او سکاټلنډ له ۱۶۰۳ زکال راهیسې مشترک پاچا درلود، خو دغه هېوادونه په جلا توګه اداره کېدل. د سکاټلنډ پارلمان د انګلیسانو په نسبت د ستورات کورنۍ د پاچاهۍ له ختمېدو سره له هغه مهاله لیوالتیا لرله چې لا انګلیسي شوي نه و او د سکاټلنډ پاچایان و.

د حل او فصل د قانون له مخې هر هغه کس چې رومی کاتولیک شي او یا هم له رومي کاتولیک سره واده وکړي د تاج او تخت له ارث وړلو څخه محروم کېږي. دغه قانون همدارنګه د بریتانیا په دولت کې د بهرنیانو په ونډې او د انګلستان د پارلمان پر وړاندې د پاچا د واکونو پر وړاندې یو لړ محدودیتونه رامنځته کړل. د دغه قانون یو لړ مقراراتو د راتلونکو قوانینو له مخې بدلون موندلی.

د ۱۶۸۹ زکال د حقونو له منشور سره یوځای، د حل او فصل قانون د اساسي قانون یو له هغو اصلي قوانینو څخه دی چې نه یوازې د بریتانیا د پاچاهۍ پر تاج او تخت بلکې د ټولو ټول ګټو هېوادونو د قلمرونو پر ځای ناستوب د ژمنتیا او یا هم حاکمیت له مخې حاکم دی. د حل او فصل قانون په هېڅ اړوند قلمرو کې د بدلېدو وړ نه دی، مګر دا چې د اړوند قلمرو د پارلمان له خوا د کنوانسیون (معیار) پر بنسټ د نورو ټولو قلمرونو په هوکړه ترسره شي ځکه چې د مشترک تاج ځای ناستوب ته اړوند کېږي. [۳][۴]

په ۲۰۱۱ زکال کې د پرث له هوکړې وروسته د ۲۰۱۵ زکال د مارچ په ۲۶ مه په ټولو ټول ګټو قلمرونو کې د دغه قانون تعدیل د اجرا وړ وګرځېد او له یو رومن کاتولیک سره د واده کولو له امله د ځای ناستوب د حق له لاسه ورکول یې لغو کړل. د دغه قانون نور موارد په خپل ځواک سره پر خپل ځای دي.

اغېزې[سمول]

د بېلابېلو لاملونو له امله بېلابېلو مشروطیت غوښتونکو د حل او فصل د قانون ستاینه کړې: هنری هالام دغه قانون «زموږ د اساسي قانون مهر» بللی؛ ډیوېد لیندزی د هغو اهمیت د ۱۶۸۹ زکال د حقونو د منشور څخه زیات بللی. ناماني تارکوف لیکي: «که چېرې په پام کې وي موږ پراخ بحث وکړ، کولای شو ووایو چې له ستر منشور (تر ډېره پورې د هغو د پایلو له امله) وروسته د حل او فصل قانون د انګلیس د تاریخ تر ټولو مهم قانون دی».[۵][۶]

له انګلنډ او ولز سره د سکاټلنډ اتحاد[سمول]

له ډېری اړخونو څخه د حل او فصل قانون د لویې بریتانیا د پاچاهۍ د جوړولو په موخه له انګلستان او ولز سره د سکاټلند د اتحاد اصلي لامل دی. د سکاټلنډ پارلمان د حل او فصل له قانون څخه خوښ نه و او په غبرګون کې یې په ۱۷۰۴ زکال کې د امنیت/خوندیتوب قانون تصویب کړ چې د هغو له مخې سکاټلنډ د ملکې آن لپاره د خپل ځای ناستي د ټاکلو حق خوندي کړ. په دې بنسټ د انګلستان پارلمان پرېکړه وکړه چې د بریتانیا د راتلونکي ثبات او هوساینې څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغې له مړینې وړاندې د دغه دوه ملتونو او پارلمانونو بشپړ اتحاد اړین دی.

له دې امله هغو د انحصاري قوانینو له ترکیب (د ۱۷۰۵ زکال د پردي قانون یا Alien Act)، سیاستونو او بډو په مرسته دغې موخې ته د رسېدو په موخه د دریو کلونو په ترڅ کې د ۱۷۰۷ زکال د اتحادیې قانون ته لار برابره کړه. دغه بریا د ۱۶۰۶ زکال او ۱۶۸۹ زکال ترمنځ د سیاسي اتحاد د رامنځته کولو په موخه د هغه څلور ځلې هڅو سره پر خلاف وه چې په دواړو پاچاهیو کې د سیاسي ارادې د نشتوالي له امله له ماتې سره مخ شوې وې. د اتحادیې د هوکړې د دویمې مادې له مخې چې د بریتانیا د تاج او تخت ځای ناستوب یې توضیح کاوه، د حل او فصل قانون د سکاټلنډ د قوانینو برخه وګرځېد.

د پاچاهۍ ځای ناستوب[سمول]

دغه قانون د انګلستان د پاچاهۍ له وراثت څخه د دویم جیمز له محروم کولو سربېره (چې د سلطنتي هوکړې له ترلاسه کولو څو میاشتې وروسته ومړ) د هغه رومن کاتولیک اولادونه (شهزاده جیمز (پخوانی مدعي) او سلطنتي شهزادګۍ) او د دویم جیمز د کشرې خور شهزادګۍ هنریتا بچیان یې هم د سلطنت له وراثت محروم کړل. د هنریتا لور د ساردینا ملکه آن وه چې رومن کاتولیکه وه او له ۱۸۰۷ زکال وروسته ټول یعقوب پالونکي مدعیان د هغې له نسله دي.

د لومړي چارلز مشروعو اولادونو یا اولاد نه لرلو ته په پام (د هغه د دوو لمسیانو؛ ملکې دویمې ماري او د هغې د ځای ناستې ملکې آن اړوند) او یا هم دا چې که هغوی رومن کاتولیک وي، د پارلمان انتخاب د هانوور سوفیا ته محدود و چې د د بوهمیا د مرحومې الیزابت او پاچا لومړي جیمز یوازنۍ لور وه او له ماشومتوبه ژوندۍ پاتې شوې وه. الیزابت ۹ ماشومان لرل چې ټول تر بلوغه ورسېدل او سوفیا یې تر ټولو کوچنۍ وه. له دې سره په ۱۷۰۱ زکال کې سوفیا د هغوی تر ټولو مشره پروتستانت وه او له همدې امله یې د انګلستان پر تاج او تخت باندې ادعا مشروع ګڼل کېده.

اوسنی حالت[سمول]

د حل او فصل قانون سربېره پر دې چې د بریتانیا د قوانیونو څخه دی، د هغو هېوادونو او قلمرونو قوانینو ته یې هم لار موندلې چې د بریتانیا د پاچا تر واکمنۍ لاندې دي. دغه قانون د ۱۵ ټول ګټو قلمرونو او همدارنګه هغو ته د اړوندو قضایي حوزو د قوانیونو برخه ګرځېدلی. د ټاکل شوي کنوانسیون، د ۱۹۳۱ زکال د ویسټ منېسټر له اساسنامې او راتلونکو قوانینو سره په مطابقت د حل او فصل قانون (د ټول ګټو قلمرونو د ځای ناستوب له نورو حاکمو قوانینو سره یوځای) یوازې د ټولو قلمرونو (او په یو شمېر فدرال قلمرونو کې د دغو فدراسیونونو د ټولو انتخابي برخو) په هوکړې سره د بدلون وړ دی. د ۲۰۱۳ زکال د تاج او تخت د ځای ناستوب قانون د دغه قانون ډیری مفاد بدل کړل.

سرچينې[سمول]

  1. The act received Royal Assent in 1701. However, it is formally dated as 1700 in official use, such as the listing for the act in the Chronological Table of the Statutes, because acts passed before the Acts of Parliament (Commencement) Act 1793 came into force are dated by the year in which the relevant parliamentary session began, which, in this case, was 1700 (OS).
  2. Her only younger sibling Gustavus Adolphus of the Palatinate had died as a 9 year-old boy in 1641
  3. Toporoski, Richard (1998). "The Invisible Crown". Monarchy Canada. Toronto: Monarchist League of Canada (Summer 1998). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite legislation UK
  5. Naamani Tarkow 1943، ص. 537.
  6. Naamani Tarkow 1943، ص. 561.