د ۱۳۴۱-۱۳۴۷ کلونو تر منځ د بیزانس کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۳۴۱ او ۱۳۴۷ کلونو تر منځ د بیزانس کورنۍ جګړه، چې ځینې وختونه د دویمې پالیولوژیکې جګړې په نوم هم یادیږي، یوه نښته وه چې د پالیولوژیوس د درېیم اندرونیکس تر مړینې وروسته د هغه د ۹ کلن زوی د ولایت/وصي‌توب پر سر په بیزانس سترواکۍ کې پېښه شوه. له یوې خوا د درېیم اندرونیکوس ستر وزیر شپږم جان کانتاکوزنیکوس او له بلې خوا له ساوي څخه د کونډې سترواکې انا په مشرۍ یو نایب السلطنه د قسطنطیې پطریارک/مشر څوارلسم جان کالکاس او میګاس دوکس الیکسیوس اپوکاکوس سنګر نیولی و. جګړې له کانتاکوزنوس څخه د اشرافو او له سلطنت څخه د متوسطو او ټيټو طبقو له ملاتړ سره د بیزانس ټولنه د طبقاتي کرښو په دوام قطبي کړه. دغې نښتې په لږه کچه مذهبي رنګ او بوی خپل کړ؛ بیزانس د هسیخاست په لانجمنه موضوع کې ښکېل و او د هسیکازم له عرفاني اوصولو څخه څارنه غالباً د کانتاکوزنوس له ملاتړ سره برابره وه.  [۱]

کانتاکوزنوس د سترواک درېیم اندرونیکوس د اصلي مرستیال او تر ټولو نږدې ملګري په توګه د ۱۳۴۱ کال په جون کې د اندرونیکس تر مړینې وروسته د کم عمره پنځم جان لپاره نایب السطنه شو. حال دا چې کاتناکوزنوس د هم‌هغه کال په سېپټمبر کې له قسطنطنیې څخه غایب و، د الکسیوس اپوکائوکوس او څوارلسم جان پاتریاک په مشرۍ یوې کودتا د سترواکې انا ملاتړ ترلاسه کړ او نوې واکمني يې رامنځته کړه. په ځواب کې يې پوځ او د کانتاکوزنوس ملاتړو هغه د مشترک امپراتور په توګه معرفي کړ او د هغه او نوې واکمنۍ تر منځ درز يې پیاوړی کړ. دغه وېش په راتلونکي کال کې په وسله‌واله نښته بدل شو.

د جګړې په لومړیو کلونو کې د سلطنتي شورا ځواکونه غالب شول. د اشرافو ضد څو پاڅونونو په ځانګړې توګه په تیسالونیکا کې د زیلوټانو د پاڅون په پایله کې د مقدونیې او تراکیې ډېری ښارونه د سلطنت شورا په کنترول کې شول. کاناکوزنوس له صربستان څخه د سټېفان دوشان او له آیدین څخه د عمر بیګ په مرسته دا لاسته راوړنې معکوسې کړې. کانتاکوزنوس تر ۱۳۴۵ کال پورې له مخالفانو څخه د دوشان د تېښتې او له ملاتړ څخه د عمر له په شا کېدلو سره سره د عثماني سترواکۍ د واکمن اورخان په مرسته برلاسی پاتې شو. د ۱۳۴۵ کال په جون کې د سلطنت د ستر مدیر مګاس دوکس اپوکائیوس وژنې سلطنت ته شدیده ضربه ورکړه. په رسمي ډول د سترواک په توګه د کانتاکوزنوس د تاج اېښودنې مراسم په ۱۳۶۴ کال کې په ادریانوپل کې ترسره شول او د ۱۳۴۷ کال د فبرورۍ په درېیمه قسطنطنیې ته دننه شو. له هوکړې سره سم هغه باید لس کاله د باتجربه سترواک او د پنځم جان د نایب السطنه په توګه واکمني کړې وی تر هغه چې هلک د بلوغ سن ته رسېدلی وی او د هغه تر څنګ يې واکمني کړې وی. له دغې څرګندې بریا سره سره د کورنۍ جګړې بیا پیلېدو شپږم جان کانتاکوزنوس دې ته اړ کړ چې له واک څخه لرې شي او په ۱۳۵۴ کال کې د راهب کېدلو لپاره تقاعد شي.      

د اوږدمهالې جګړې پایلې د هغې سترواکۍ لپاره چې د درېیم اندرونیکوس په دوره کې يې تر یوه حده ثبات ترلاسه کړی و ویجاړوونکې وې. ۷ کلنه وسله‌واله نښته، د لوټمارو پوځیانو موجودیت، ټولنیزې ناکرارۍ او د تور مرګ راتګ بیزانس ونړاوه او یو پریکړوني حالت ته يې راټيټ کړ. دغې نښتې دوشان ته هم اجازه ورکړه چې البانیا، اپیروس او د مقدونیې ډېره برخه فتحه کړي او هلته يې د صربستان سترواکي رامنځته کړه. د بلغاریا سترواکۍ هم د اېوروس سیند په شمال کې یو قلمرو ترلاسه کړ.    

مخینه[سمول]

په ۱۳۴۱ کال کې د بیزانس سترواکۍ یو ناکرار حالت درلود او قسطنطنیې ته د پلازمینې له راستنولو او د اتم میکائیل پالایولوګوس (د واکمنۍ دوره. ۱۲۵۹-۱۲۸۲) په‌واسطه تر یوې اندازې د هغې د پخوانې واک له بېرته ترلاسه کولو سره سره د هغه د واکمنۍ پر مهال پلې شويو پالیسیو د دولت سرچینې پای ته رسولې وې او د هغه د ځای ناستي دویم پالایولوژیوس اندرونیکوس د واک پر مهال (واکمني. ۱۲۸۲-۱۳۲۸) د سترواکۍ قدرت راکم شو. د اندرونیکوس د واکمنۍ په بهیر کې په کوچنۍ اسیا/اناټولیا کې د بیزانس سترواکۍ فتوحات د پرمختګ په حال کې ترکانو په ځانګړي ډول د تازه تاسیس شوي عثماني امارت لاس ته ورغلل. دا چاره د بیزانس اروپايي ولایتونو ته د پناه غوښتونکو د څپو/سېلاب لامل شوه، حال دا چې کاتالان شرکت په هم‌هغه وخت کې د سترواکۍ په خاور کې ورانی رامنځته کړ. مالیات هم د سترواکۍ د دوښمنانو د مالي ملاتړ لپاره د پام‌وړ لوړ شوي و. د دغو ناکامیو ترکیب او شخصي جاه طلبيو د سترواک ځوان وراث درېیم پالیولوګوس اندرونیکوس بلوا ته اړ کړ. [۲][۳]

درېیم اندرونیکوس د جان کانتاکوزینوس او سرګیانیس پالیولوګوس په مشرۍ د ځوانو اشرافو د یوې ډلې په ملاتړ د ۱۳۲۰ لسیزې په بهیر کې تر یو لړ نښټو وروسته خپل نيکه له واکه لرې کړ. له دې سره چې د پخواني سترواک په ګوښه کولو کې بریالی و، خو جګړې ښه راتلونکې له ځان سره نه لرله، ځکه د سترواکۍ ګاونډیانو – صربیانو، بلغاریایانو، ترکیانو، جنوایانو ونیزیانو د بیزانسیانو له کورنۍ جګړې څخه په سترواکۍ کې دننه د خپل نفوذ د پراخوالي او خاورې د ترلاسه کولو لپاره ګټه واخیسته. [۴]

په موریا کې د بیزانس سترواکۍ د پخواني قومندان یوازیني زوی جان کانتاکوزنوس د خپلې مور له طریقه له پالیولوګوی سره اړیکه لرله. هغه په مقدونیه، تراکیا او تیسالي کې پراخ جایدادونه په میراث ترلاسه کړل او د درېیم اندرونیکس د ماشومتوب د دوران ملګری او تر ټولو د باور وړ سلاکار شو. د درېیم اندرونیکوس د واکمنۍ په دوره کې (۱۳۲۸-۱۳۴۱) جان کانتاکوزنوس د هغه د ستر وزیر په توګه دنده ترسره کړه او د بیزانس پوځ د مګاس دومستیکو (عمومي قومندان) د عمومي قومندان منصب یې پر غاړه و. د دغه دواړو ترمنځ اړیکه همداسې نږدې وه او په ۱۳۳۰ کال کې کله چې درېیم اندرونیکوس (پنځم جان په ۱۳۳۲ کال کې نړۍ ته راغی) ناروغ شو، ټینګار یې وکړ چې کانتاکوزنوس دې د هغه تر مړینې وروسته سترواک یا نایب السطنه اعلان شي. د هغوی اړیکې تر هغه چې په ۱۳۴۱ کال کې د متیو کانتاکوزنوس دویم مشر زوی د سترواک د تره د لور ایرنه پالایولوژینا سره واده وکړ لا پیاوړې شوې.   [۵][۶][۷][۸]

د دویم اندرونیکوس خلاف چې د بیزانس پوځ او سمندري ځواکونه يې منحل کړي وو او د راهبانو او روښانفکرانو پلوی و، درېیم اندرونیکوس یو ځواکمن واکمن و چې په شخصي توګه يې په لښکرلېږدونو کې د خپلو پوځيانو مشري کوله. په ۱۳۲۹ کال کې د پلکانوس په جګړه کې د عثمانیانو پر وړاندې د هغه لومړنی لښکرلېږد له یوې سترې ماتې سره مخ شو، چې ورپسې په بیتینیا کې د بیزانس دريځ په چټکۍ له‌منځه لاړ. له دې سره په بالکان کې ورپسې محاصرې هم د اندرونیکوس د متزلزل قلمرو په پیاوړي کولو کې بریالۍ وې. تسالي او د اپیروس امارت هغه دوې خاورې وې چې تر څلورمې صلیبي جګړې وروسته په ترتیب په ۱۳۲۸ او ۱۳۳۷ کلونو کې له سترواکۍ څخه بېلې شوې وې او تقریباً له وینې بهېدنې پرته د سترواکۍ دولت ته وسپارل شوې. درېیم اندرونیکوس هم متوسطې سمندري بېړۍ بیا ورغولې چې هغه ته یې اجازه ورکړه تر څو په ۱۳۲۹ کال کې د خیوس ستراتیژیکه او غني ټاپو له جینوزي زاکاریا کورنۍ څخه بېرته ترلاسه کړي او همدارنګه یې د اناتولي په اصلي خاوره کې د فوکیا جینوزي قومندان اندرئولو کاتانئو ته د وفادارۍ ادعا وکړه. که څه هم د اندرئولو زوی دومینکو په ۱۳۳۵ کال کې د جنوز په مرسته د لسبوس ټاپو ولکه کړه. سترواک د دې او فوکیا د ترلاسه کولو لپاره یوه بېړۍ رهبري کړه او له ترکي امیرانو ساروهان او ایدین څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه.ساهروهان پوځیان او تدارکات ورولېږل خو د ایدین واکمن عمر بیګ په خپله د سترواک لیدلو ته ورغی. د همدې مقابلې په بهیر کې کانتاکوزنوس او عمر یوه ملګرتیا او اږودمهال اتحاد رامنځته کړ.   [۴][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Reinert 2002، صص. 263, 265.
  2. Bartusis 1997, p. 67; Nicol 1993, p. 93
  3. Bartusis 1997, pp. 87–91; Nicol 1993, pp. 156–161
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Nicol 1993، صص. 157–161, 167.
  5. Nicol 1993، ص. 185.
  6. Nicol 1993، ص. 186.
  7. Nicol 1993، ص. 168.
  8. Nicol 1993، ص. 155.
  9. Bartusis 1997, pp. 91–92; Laiou 2002, p. 25; Nicol 1993, pp. 169–171
  10. Nicol 1993، صص. 174–175.
  11. Nicol 1993، صص. 171–172.