د یوګوسلاویا یرغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یوګوسلاویا یرغل چې د اپرېل د جګړې یا ۲۵ عملیاتو په نوم هم یادیږي، د المان په مشرۍ د محور ځواکونو له‌خوا د یوګوسلاویا پر پاچاهۍ یرغل و چې د ۱۹۴۱ کال د اپرېل په ۶مه د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې پیل شو. د یرغل امر د «۲۵ شمېرې فرمان» په‌واسطه مطرح شو، چې هېټلر د ۱۹۴۱ کال د مارچ په ۲۷مه د یوګوسلاویا پر محور پلوه دولت تر کودتا وروسته صادر کړ.  [۱]

دا یرغل پر بلګراد او د یوګوسلاویا پر شاهي هوايي تاسیساتو (VVKJ) د لوفت وافه (د المان هوايي ځواک) له یو هوايي برید او د بلغاریا له سویل څخه د المان د ځمکنیو ځواکونو له برید سره پیل شو. دا بریدونه له رومانیا، هنګري او اوستمارک (اوسني اتریش، چې هغه مهال د المان یوه برخه) څخه د الماني پوځیانو په‌واسطه وڅارل شول. کله چې د ایټالیا پوځ د لیوبلیانا (اوسنۍ سلووانیا) پر لور برید وکړ او د ایستریا او لیکا له لارې یې د دالماسي سمندرغاړو په پای کې برید وکړ ایټالیوي پوځیان د اپرېل تر ۱۱م په هوايي او توپخانه‌يي بریدونو محدودو وو، په هم‌هغه ورځ هنګري ځواکونه د یوګوسلاویا باکا او بارانیا سیمو ته دننه شول، خو د ایټالویانو په څېر په عملي ډول له مقاومت سره مخ نه‌شول. د یوګوسلاویا یرغل د ایټالیا د تحت الحمايه هېواد البانیا تر شمالي برخو پورې له لومړنۍ بریا سره مخ شو، خو د یوګوسلاویا د پاتې ځواکونو د سقوط له امله بې‌ارزښته و.  

څېړونکو د یوګوسلاویا د شاهي پوځ د ناڅاپي سقوط لپاره څو نظریې وړاندې کړې دي، چې کمزورې روزنه او تجهیزات، هغه جنرالان چې د نښتو چټکو درولو ته لېوال وو او د کرواسیا، سلووانیا او د المان د پنځم ستون فعالیتونه په کې شامل دي. د څېړونکو له‌خوا وړاندیز شوې دویمه موضوع چې د پنځم ستون اغېزې پر وروستۍ پایله لږ وې د پوهانو له پوښتنې سره مخ ده. دا یرغل د ۱۹۴۱ کال د اپرېل په ۱۷مه د یوګوسلاویايي پوځ له قید شرط پرته تسلیمېدلو پر بنسټ د اوربند له لاسلیکولو سره چې د اپرېل په ۱۸مه غرمه مهال پلی شو پای ته ورسېد. د یوګوسلاویا پاچاهي تر هغې وروسته  د محور ځواکونو په‌واسطه اشغال او ووېشل شوه. د صربیا او بنات ډېره برخه د المان په اشغالي سیمه بدله شوه حال دا چې د یوګوسلاویا ګڼې نورې سیمې د ګاونډیو محور هېوادونو المان، هنګري، ایټالیا، البانیا او بلغاریا ضمیمه شوې. کرواسیا په یو خپلواک دولت (په صربي-کرواسیايي لاتین: Nezavisna Država Hrvatska یا NDH) بدله شوه، دا د محور لاس‌پوڅی دولت و چې د یرغل په بهیر کې رامنځته شو او د سرم، بوسني او هرزګویني او همدارنګه د کرواسي خاورې په کې شاملې وې. د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر په ۲۸مه پر یونان د ايټالیا د یرغل له درېدو سره سم او پر یونان د المان د یرغل (ماریتا عملیات) او پر کرواسیا د برید (د مرکور عملیات) پر مهال یوګوسلاویا د المان د بالکان کمپاین (په الماني: Balkanfeldzug) یوه برخه وه.

مخینه[سمول]

د ۱۹۴۰ کال په اکتوبر کې فاشیستې ایټالیا د یونان پر پاچاهۍ یرغل کړی و تر څو بېرته البانیا ته ستنېدو ته اړ شي. د المان دېکتاتور ادولف هېټلر د خپل متحد ایټالیوي دېکتاتور بنیټو موسولیني د مرستې اړتیا تشخیص کړه. هېټلر دا کار نه یواځې د محور د لاسه ورکړل شوي باور د بیا راګرځولو بلکې د رومانیا د پلویشت ښار د تېلو په سیمه کې د بریتانیا له بمبار څخه د مخنیوي لپاره وکړ چې نازي المان له هغه ځای څخه ډېر تېل ترلاسه کول. [۲]

په ۱۹۴۰ کال او د ۱۹۴۱ کال په لومړیو کې هنګري، رومانیا او بلغاریا ټولو هوکړه وکړه چې درې‌اړخیز تړون ته به وفادار وي او په دې توګه به له محور سره یوځای شي.هېټلر وروسته پر یوګوسلاویا فشار راوړ چې هغه هم ورسره یوځای شي. نایب السلطنه شهزاده پاول دې فشار ته تسلیم شو او د ۱۹۴۱ کال د مارچ په ۲۵مه یې له تړون سره د یوګوسلاویا یوځای کېدل اعلان کړل. دا حرکت د صرب په ولکه کې پوځي افسرانو، صربي سازمانونو لکه د ملي دفاع او چتنیک‌یانو ټولنې، د صربیانو ارتدوکس کلیسا، د صربیانو د نفوس لویې برخې او همدارنګه د ازادي غوښتونکو او کمونیستانو له شدیدې کرکې سره مخ و. پوځي افسرانو (په عمده توګه صربیانو) د ۱۹۴۱ کال د مارچ د ۲۷مې کودتا ترسره کړه، نایب السلطنه یې استعفا ته اړ کړ او ۱۷ کلن دویم پيټر یې د قانوني عمر لرونکي پاچا په توګه اعلان کړ.[۳][۴][۵][۶]

تیاری[سمول]

هېټلر په یوګوسلاویا کې د کودتا د خبر تر اورېدو وروسته خپل پوځي سلاکاران د مارچ په ۲۷مه برلین ته وروغوښتل. له کودتا سره په ورته ورځ يې ۲۵مه شمېره لارښود فرمان صادر کړ، چې په هغه کې يې له یوګوسلاویا سره د یو دوښمن هېواد په توګه د چلند غوښتنه کړې وه. هېټلر کودتا یو شخصي سپکاوی وباله او دومره غوسه و چې په خپلو الفاظو کې يې وویل چې «یوګوسلاویا به په پوځي ډول د هېواد په توګه له‌منځه وړي» (Jugoslawien militärisch und als Staatsgebilde zu zerschlagen) او دا کار به «په بې‌رحمۍ او ځور» او «له نوي دولت څخه د احتمالي وفادارۍ له اعلان پرته» ترسره کوي. [۷][۸][۹][۱۰]

هنګري د ۱۹۴۰ کال د نوامبر په ۲۰مه له درې اړخیز تړون سره یوځای شوه. د ډېسمبر په ۱۲مه یې له یوګوسلاویا سره یو تړون رامنځته کړ چې د «تل پاتې سولې او ملګرتیا» غوښتنه يې په کې وکړه. د هنګري مشرتوب د المان د جګړې د ۲۵مې شمېرې لارښود فرمان تر صادرېدو وروسته د ۱۹۴۱ کال د مارچ په ۲۷مه ووېشل شو. نایب السلطنه میکلوش او هورټي پر یوګوسلاویا له برید څخه ملاتړ وکړ او بله ورځ جګړې ته تیار شول. لومړي وزیر پال ټیلکي د هنګري له لارې د الماني سرتېرو له تېرېدو څخه د مخنیوي هڅه وکړه او له یوګوسلاویا سره د سولې تړون يې له المانیانو سره د همکارۍ پر وړاندې خنډ وباله. [۱۱][۱۲]

یوګوسلاویا د اپرېل په لومړۍ د چتنیګ قوماندې په توګه د خپل یرغل قومانده له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه د چریکي صربي پوځيانو په نوم چې د مرکزي قدرتونو پر وړاندې يې مقاومت کړی و بیاځلي طرحه کړه. دې قوماندې نیت درلود چې د هېواد د اشغال په حالت کې به د چریکي جګړې مشري کوي. چې مرکزي دفتر یې د اپرېل په لومړۍ نووي ساد څخه د سویلي مرکزي صربیا کرالیوو ته ولېږدول شو. [۱۳][۱۳]

د اپرېل په دویمه د المان سفیر چې له مخکې د «مذاکرې» لپاره راغوښتل شوی و، د سفارت پاتې کارکوونکو ته د پلازمېنې د پرېښولو امر وکړ او د دوستو هېوادونو سفارتونو ته يې هم په ورته ډول د تخلیې خبرداری ورکړ. چې دا نه تېروتونکی پیغام یې لېږه چې یوګوسلاویا اشغال ته نږدې ده.  [۱۴]

د اپرېل په ۳مه هېټلر د جګړې ۲۶مه شمېره لارښود فرمان صادر کړ چې پر هنګري او د هغې پر ارضي لاسته راوړنو يې د یرغل طرحه او همدرانګه د قوماندې دجوړښت په اړه جزئیات په کې شامل وو. تلکي په هم‌هغه ورځ ځان وژنه وکړه. هورتي چې د سوله‌ییزې حل لارې په لټه کې و د هم‌هغې ورځې په مازیګر یې هېټلر ته خبر ورکړ چې هنګري به دې تړون ته وفاداره وي، که څه هم د کرواسیا د بېل‌والي او د یوګوسلاویا د له‌منځه تللو په حالت کې به په احتمالي ډول د دې تړون پلي کول ودرېږي. د اپرېل په ۱۰مه په زاګرب کې د کرواسیا په نوم د یو خپلواک دولت له اعلانولو سره دا سناریو پای ته ورسېده او هنګري له یرغل سره یوځای شوه او پوځيان يې په بله ورځ یوګوسلاویا ته لاړل.  [۱۵][۱۶][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Tomasevich 1975، ص. 55.
  2. Tomasevich 1969، ص. 64.
  3. Tomasevich 1975، صص. 43–47.
  4. Tomasevich 1975، ص. 41.
  5. Tomasevich 1975، ص. 39.
  6. Tomasevich 1975، ص. 34.
  7. International Military Tribunal, The Trial of German Major War Criminals, Judgement: The Aggression Against Yugoslavia And Greece Archived 24 September 2018 at the Wayback Machine., p. 32.
  8. Shirer 2002، ص. 824.
  9. Dedijer 1956، ص. 3.
  10. Trevor-Roper 1964، ص. 108.
  11. Klajn 2007، ص. 105.
  12. Klajn 2007، ص. 104.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Životić 2011، ص. 41.
  14. Tomasevich 1975، ص. 51.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Klajn 2007، ص. 106.
  16. Trevor-Roper 1964، ص. 109.