د یوه ماشوم پالیسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یوه ماشوم لرلو پالیسي (په انګلیسي: One-child Policy) په چین کې د وګړوشمېر د تنظیمولو طرحې ته ویل کېږي چې د ۱۹۸۰ او ۲۰۱۵ز کلونو ترمنځ پلي شوه، ترڅو یوازې یوه ماشوم زېږولو ته د کورنیو د تحدیدولو له‌لارې په هېواد کې د وګړوشمېر د ودې مخه ونیسي. دغه نوښت د وګړوشمېر د ودې کنټرول کولو لا پراخې هڅې یوه برخه وه چې په ۱۹۷۰ز کې پیل او په ۲۰۲۱ز کې پایل ته ورسېدله؛ د نیمې پېړۍ په اوږدو یو پلي شوی پروګرام چې په هغه کې د واده او زېږولو تر ټولو لږ عمر، د ګڼ‌شمېر مېرمنو او خاوندانو لپاره د دوو ماشومانو محدودیت، د زېږون ترمنځ تر ټولو لنډ مهالیز واټن، جدي څارنه او د نه‌رعایت کولو په صورت کې درنې جرېمې شاملې وې. دغه پروګرام پراخ ټولنیز، هڅوبي، اقتصادي او ډېموګرافیکي اغېزې درلودې، که څه هم په لا پراخ پروګرام کې د یوه ماشوم درلودلو محدودیتونو ونډه د لانجمنو بحثونو سکالو وه.[۱]

په چېن کې د کورنۍ د تنظیم پالیسي‌ګانې په ۱۹۷۰ز لسیزه کې د وګړوشمېر زیاتوالي د وېر او ګواښ له‌امله پيل شوې او چارواکو د واده لپاره تر ټولو لږ عمر کچه لوړه کړه او له خلکو یې وغوښتل چې لږ ماشومان ولري او د ولادتونو ترمنځ ډېر واټن پرېږدي. دولتي چارواکو له نظره، د وګړو له حده زیات شمېر به، د ملي اقتصاد په غښتلي کولو او د وګړو د ژوند د معیارونو لوړولو پروګرام پر وړاندې خنډ وګرځي. له یوې لسیزې پوره او منظمو هڅو وروسته د یوه ماشوم درلودلو یو ټولیز بندیز په ۱۹۸۰ز کې ولګول شو. وروسته بیا په ۱۹۸۲ز کې، د چین خلق جمهوریت په اساسي قانون کې ولیکل شو. څرنګه چې په اساسي قانون راغلي وو، یو مېرمن او خاوند اړ دي د کورنۍ د تنظیم شرایط په پوره توګه رعایت کړي. ټولو کورنیو باندې محدودیت وضع شوی ؤ ترڅو یوازې یو ماشوم ولري. وروسته، د وګړو ځانګړو ډلو لپاره ځیني استثنائات په پام کې ونیول شول. د ۱۹۸۰ز لسیزې په نیمایي کې، که چېرې په کلیو کې د یوې مېرمنې او خاوند لومړی ماشوم لور وه، د دوه‌یم ماشوم درلودلو حق هم ورکړل شو. د ځینو نور ډلو لپاره، په تېره بیا قومي اقلیتونو ته، استثنا ورکړل شوه. په ۲۰۱۵ز کال کې، دولت د یوه ماشوم درلودلو ټول پاتې بندیزونه لېرې کړل او د دوو ماشومانو محدودیت یې وضع کړ. د ۲۰۲۱ز کال په مې میاشت کې دغه بندیز، درې ماشومانو بندیز ته راټیټ شو، د ۲۰۲۱ز کال په جولای میاشت کې ټول بندیزونه او همدا راز اړوند جریمې لېرې شوې. [۲][۳][۴][۵]

په ملي کچه د دغې پالیسي د اجرا کېدو لړۍ تر ډېره د «د وګړوشمېر او کورنۍ تنظیم ملي کمیسیون» او په ایالتي کچه د ځانګړو کمیسیونونو له‌خوا کنټرول شوه. چارواکو د پروګرام د تبلیغ او رعایتولو ته یې د وګړو د هڅولو په موخه، په پراخه توګه، تبلیغاتي کمپاینونه وکړل. د پلي کېدلو جدیت یې په هرې دوره، سیمې او ټولنیز وضعیت کې توپیر درلود. په ځینو حالتونو کې مېرمنو باندې د امېدوارۍ څخه مخنیوی، د جنین سقط او تعقیم، تحمیل شو. کومې کورنۍ چې به له دغې پالیسي سرغړونه کوله، او له دندې څخه ګوښه کېدلو او په راتلونکي کې وظیفوي محدودیتونو په څېر نورو مجازاتو سره مخ کېدل.[۶]

د وګړوشمېر د کنټرول پروګرام پراخې ټولنیزې اغېزې درلودې، په تېره بیا د چینایي مېرمنو لپاره. د پلارواکۍ دریځونو او د زامنو هڅوبي غوراوي له‌امله ډېریو خپلې ماشومې انجونې خوشې کړې چې ځینې مړې شوې او ځینې نورۍ یې له هېواده بهر فرزندي ونیول شوې. د وخت په تېرېدو سره، په هېواد کې د جنسیت نسبت د نارینه‌وو په لور لوړ شو او د «ورکو شویو مېرمنو» یو نسل یې رامنځ‌ته کړ. سره له‌دې، دغه پالیسي، په کاري ځواک کې د مېرمنو د ونډې لوړېدو لامل وګرځېدله چې پرته له‌دې به هغوی د ماشوم په روزنه او پالنه کې بوخت وو، او ځینو انجونو په خپلو زده‌کړو کې ډېرې کورنۍ پانګونې ترلاسه کړې. ان د دغې پالیسي له ملغا کېدو وروسته، په چین کې د زېږون کچه اوس‌مهال د پالیسي تر اجرا کېدو پخوا حالت په پرتله ټیټه پاتې ده.[۷]

د چین کمونیستي ګوند دغه پروګرام د هېواد د اقتصاد په لوړېدو کې مرستندویه ګڼي او وایي چې ۴۰۰ میلیونه ولادتونو څخه مخنیوی شوی دی. ځیني څېړونکي دغه اټکلي شمېر ناسم ګڼي، که څه هم مخالف دریځونه د یوه ماشوم درلودو محدودیتونو پر اغېزو باندې متمرکز دي. د بدیل زېږون د کچې لړۍ په هکله د هغو خپل وړاندیز شوی موډل له‌مخې، چې پراختیایي لاملونه په کې شامل دي او په هر حال سره په چین کې د وګړو د تکثیر کچه راټیټوي، د مالتوزي پروګرام د نیمې پېړۍ اغېزه له ۴۰۰ میلیونو ولادتونو څخه خورا لوړه ده.

مخینه[سمول]

په ۱۹۴۹ز کال کې د چین خلق جمهوریت له تاسیس راهیسې، ټولنپالنې اړوند جوړښت تر ټولو ستره دنده وه چې دولت باید سرته رسولې وه. د دولت لوړپوړي چارواکي په‌دې باور وو چې د وګړو لا زیات شمېر به په ملي زیار کې په اغېزناکه توګه مرستندویه واقع شي.

په چین کې د ماو تسي‌تونګ د واکمنۍ پر مهال، د زېږون کچه له ۳۷ زرنې (په زرو کې ۳۷) څخه ۲۰ زرنې ته راولوېدله. د نوزېږو ماشومانو د مړینې کچه په ۱۹۴۹ز کې له ۲۲۷ زرنې څخه ۵۳ زرنې ته په ۱۹۸۱ز کې راښکته شوه او ژوند ته د هیلې پیدا کېدلو کچه په بې‌ساري توګه، په ۱۹۴۸ز کې له ۳۵ کلنۍ څخه ۶۶ کلنۍ ته په ۱۹۷۶ز کې لوړه شوه. تر ۱۹۶۰ز لسیزې پورې دولت تر ډېره کورنۍ هڅولې ترڅو تر وس او توانه ماشومان وزېږوي، په ځانګړې توګه د «مخ پر وړاندې یو لوی ګام» پر مهال، ځکه چې ماو تسي‌تونګ پر دې باور ؤ چې د نفوس په ودې سره هېواد لا پياوړی کېږي او د چین په پراختیا کې د کورنۍ د تنظیم د پروګرامونو له وختي پلي کېدنې څخه مخنیوی کوي. هغه مهال دولت هڅه وکړه ترڅو وګړي د لا زیات ماشومانو درلودلو ته وهڅوي. د شوروي اتحاد د «اتلې مور» په څېر پالیسي‌ګانې د کمونیستي دولت له‌خوا له ترسره شویو اقداماتو څخه یو ؤ. په پایله کې، د ۱۹۴۹ز کال ۵۴۰ میلیونه نفوس په ۱۹۷۶ز کال کې ۹۴۰ میلیونو ته ورسېده. د ۱۹۷۰ز کال په پیل کې، خلک وهڅول شول ترڅو په لا زیات عمر کې واده وکړي او ګڼ‌شمېر وګړو باندې د دوو ماشومانو درلودلو محدودیت ولګېده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

که څه هم د ۱۹۷۰ز لسیزې په اوږدو کې، د دغو محدودیتونو تر اغېزې لاندې، په چین کې د تکثیر کچه د نړۍ نورو هېوادو په پرتله، په چټکۍ سره راولوېده، خو د روم کلوپ او د سیرا کلوپ په څېر ټولنو له‌خوا به د نړۍ په کچه بحثونو روان وو او ویل کېدل چې نړۍ به د وګړو خورا زیات شمېر له‌امله، له کړکېچ سره مخ شي؛ د دغو بحثونو تر اغېزې لاندې، د چین دولت فکر کاوه چې کچه لا هم لوړه ده. د زېږون کچه په ۱۹۵۰ز لسیزه کې 5.9 وه چې په ۱۹۷۰ز لسیزه کې 4.0 ته راټیټه شوه. سره له‌دې، د وګړو شمېر لا تراوسه خورا چټک مخ په لوړه روان دی. په ۱۹۴۹ز کال کې د چین وګړو شمېر کابو ۵۴۱،۶۷۰،۰۰۰ ؤ؛ دغه شمېر په ۱۹۶۹ز کې ۸۰۶،۷۱۰،۰۰۰ ته ورسېده.

د پالیسي قانون‌جوړونه[سمول]

د نفوس «مجازي» کړکېچ[سمول]

په چین کې د وګړو د شمېر مشروع ګڼل شوې او چټکې ودې او همدا راز د ټولنې لپاره څرګندو رامنځ‌ته شویو اغېزو سره، سره، چین د «نفوس» اړوند یو واقعي «کړکېچ» نه‌درلود. د سوسن ګرین‌هالګ په شمول یوشمېر څېړونکي استدلال کوي چې دولت په لاسي توګه د نفوس اړوند یو مجازي کړکېچ رامنځ‌ته کړ ترڅو خپل سیاسي موخې پلي کړای شي. دولتي تبلیغاتو ته په کتو سره، د نفوس د ګڼ‌والي کړکېچ به په راتلونکي کې «د چین سوسیالیستي عصري کېدنې» د ترلاسه کولو ملي پروګرام له منځه یوسي، چې په دغه پروګرام کې صنعتي، کرنیزې، ملي دفاع او ټکنالوجیکي برخې شاملې دي.[۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Analysis of China's one-child policy sparks uproar". www.science.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hershatter, Gail (2019). Women and China's Revolutions. Rowman et Littlefield. د کتاب پاڼې 253. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442215689. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "中华人民共和国宪法". 中华人民共和国中央人民政府. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cheng, Evelyn (21 July 2021). "China scraps fines, will let families have as many children as they'd like". CNBC. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 31 May 2021 باندې). China allows three children in major policy shift. BBC News.
  6. "What was China's one-child policy and why was it so controversial?". South China Morning Post. 1 June 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ending the One-Child Policy in China Shows Continued Imbalance". BORGEN. 29 October 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bergaglio, Maristella. "Population Growth in China: The Basic Characteristics of China's Demographic Transition" (PDF). Global Geografia. IT. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "World Development Indicators". Google Public Data Explorer. World Bank. 1 July 2009. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 7 June 1992 باندې). The Physics of Revenge: When Dr. Lu Gang's American Dream Died, Six People Died With It. The Los Angeles Times Magazine.
  11. Qu, H. (March 1988). "A review of population theoretical research since the founding of the People's Republic of China". Population Research (Peking, China). 5 (1): 21–28. ISSN 1002-6576. PMID 12281752. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Potts, M. (19 August 2006). "China's one child policy". BMJ. 333 (7564): 361–62. doi:10.1136/bmj.38938.412593.80. PMC 1550444. PMID 16916810. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "中国人口政策演变". Fudan University (په چينايي ژبه کي). 7 April 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۶ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Total population, CBR, CDR, NIR and TFR of China (1949–2000)". China Daily. مؤرشف من الأصل في ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Scharping, Thomas (2003). Birth control in China 1949–2000: Population policy and demographic development. London: Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Greenhalgh, Susan. ""Science, Modernity, and the Making of China's One-Child Policy"". Population and Development Review. 29: 172–175. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Greenhalgh, Susan (2003). "Science, Modernity, and the Making of China's One-Child Policy". Population and Development Review. 29 (2): 167. doi:10.1111/j.1728-4457.2003.00163.x. JSTOR 3115224. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)