د یونان توره دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یونان توره دوره له میلاد وړاندې ۱۱۰۰ کال کې د یونان په تاریخ کې د میسیني تمدن له پای څخه له میلاد وړاندې ۷۵۰ کال کې د لرغونې دورې تر پیله پورې دوام درلود. د لرغون پوهنې شواهد د دغې دورې په لومړیو کې د ختیځې مدیترانې په نړۍ کې د برونزو د دورې د تمدن د پراخه له منځه تلو څرګندويي کوي، ځکه چې میسینیانو ته اړوندې ماڼۍ او لوی ښارونه ړنګ او یا هم ونړول شول. نږدې همدغه مهال د هیتیانو تمدن هم له جدي ګډوډیو سره مخ شو او له تروا څخه تر غزې پورې ټول ښارونه یې ونړیدل. په مصر کې هم نوې پاچاهي په کړکېچ کې ښکېل شوه او له امله یې د مصر دریمه منځنۍ دوره رامنځته شوه. له پاشل کېدو وروسته لږ شمېر کوچنیو استوګنځایونو شتون درلود چې د پراخې قحطۍ او د وګړو د شمېر د کمښت څرګندويي یې کوله. په یونان کې د ب خط چې د میسیني بورکراتانو له خوا د یوناني ژبې د لیکلو په موخه کارول کېده، نوره ترې ګټنه نه کېدله او همدارنګه د لرغونې زمانې تر پیله پورې یوناني الفبا هم پراختیا وه نه مونده. له میلاد وړاندې ۱۱۰۰ کال وروسته نور نو په خټینو یا چیني یوناني لوښو باندې د میسیني مهال انځور لرونکو تزئیناتو شتون نه درلود او تر ډېره پورې یې ساده او هندسي (له میلاد وړاندې ۱۰۰۰ – ۷۰۰ کال) ډولونه لرل. [۱]

له دې وړاندې ګمان دا و چې په دغه دوره کې د اصلي سیمو د یونانیانو اړیکې له بهرنیو ځواکمنو هېوادونو سره په بشپړه توګه له منځه تللې وې او ډیره لږ کلتوري وده یې لرله. خو لرغون پوه الکس ناډل باوري و چې د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د اوبوئا په للنټاین دښته کې د لفکنډي کلي د کنستنو څخه ترلاسه شوي اثار ښيي چې دغه مهال د یونان یو شمېر برخې ډېرې بډایه وې او له هغو څخه په پراخه کچه یې له یو بل سره اړیکې لرلې چې تصور یې کېده؛ ځکه چې د دغه ځای یوه تاریخي ودانۍ او هغو ته نږدې هدیره له قبرس، مصر او شام سره د داسې اړیکو څرګندويي کوي چې د تېرو دورو سره په یو شان ډول د هغو د اشرافیانو ځای او ځواک ثابتوي؛ همدارنګه دا ښيي چې له میلاد وړاندې شاوخوا ۹۰۰ کال راوروسته یې له ختیځ په ځانګړې توګه د شام له سواحلو سره پریمانه کلتوري او سوداګریزې اړیکې لرلې دي. سربېره پر دې د میسینیانو تر واک لاندې قبرس او د سوریې په المینا ساحل کې د یونانیانو د نوي حضور شواهد هم ترلاسه شوي دي. [۲]

د یونان د تورې دورې پر مهال، یوازې له آتن پرته د یونانیانو اصلي استوګنځایونه په بشپړه توګه ونړېدل او د وګړو شمېر یې هم په پام وړ کچه کم شو. د دغو درې سوه کلونو پر مهال یوناني وګړو په کوچنیو ډلګیو کې ژوند کاوه چې تل یې د چوپانانو په توګه د خپل نوي ژوند او د دامدارۍ د اړتیاوو سره مطابق حرکت کاوه، په داسې حال کې چې هېڅ یو لیکلی سند یې له ځانه نه دی پرېښی؛ له همدې امله څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې هغوی سواد هم نه درلود. وروسته بیا په دغه توره دوره کې (له میلاد وړاندې ۹۵۰ کال څخه تر ۷۵۰ کال پورې) یونانیانو یو ځل بیا لیکل زده کړل، خو دا ځل یې د مسینیانو له خوا د کارول کېدونکي ب خط پر ځای د فنیقیانو الفبا وکاروله او په هغو کې یې د غږ لرونکو تورو په ټاکنې سره دغه خط په اساسي بڼه نوی کړ. د دغه یوناني خط ډولونو بالاخره د نن ورځې په انګریزي ژبه کې د کارول کېدونکې الفبا بنسټ کېښود.[۳]

د تورې دورې د یونانیانو لپاره ژوند له پریمانه سختیو څخه ډک و. د دغې دورې یوه مهمه پایله هم د لرغونو مسینیانو د ټولنیز او اقتصادي جوړښت ویجاړي وه. د مراتبو شدیده طبقاتي سلسله او میراثي حکومت له منځه ولاړ او په تدریجي بڼه نوو سیاسي او ټولنیزو بنسټونو د هغو ځای ونیو چې له امله یې په آتن کې له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ په شاوخوا کې دیموکراسي رامنځته شوه. د تورې دورې په هغو پام وړ پېښو کې چې لرغونې کلاسیکې دورې ته د بدلون څرګندويي کوي له میلاد وړاندې د ۷۷۶ کال د المپیک سیالۍ او همدارنګه د ایلیاد او اودیسه په نومونو د هومري حماسو تنظیم په کې شاملېږي.

د مدیترانې جګړه او سمندري وګړي[سمول]

دغه مهال په ختیځه مدیترانه کې څو پراخه پاڅونونه ترسره شول. خلکو د موجودې اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ له امله چې له وړاندې څخه په قحطۍ او ستونزو کې هم ورسره راګیر وو د خپلې پاچاهۍ په راپرځولو یې لاس پورې کړ. په ډېر احتمال سره د لویدیځې اناتولیا یو شمېر برخې د سمندري وګړو په اصطلاح خلکو تر برید لاندې راغلی چې ریښه یې نامالومه پاتې ده، خو کېدای شي چې د مدیترانې بېلابېلو برخو لکه تور سمندرګي، اژه سمندرګي او د اناتولیا یو شمېر برخو ته اړوند وي.

پای[سمول]

له ګڼ شمېر لرغونو سایټونو څخه ترلاسه شوي لرغوني شواهد ښيي چې یونان له میلاد وړاندې ۸مې پېړۍ پورې غوره اقتصادي وده لرله. یو شمېر هدیرې لکه په اتن کې کیرامیکوس یا لفکنډي، په ډلفي کې د موندل شوي اولمپیا یا هرایون ساموس په څېر مقدس ځایونه او لومړني لوی او مستقل معبدونه په ډېر زیات لګښت جوړ شوي ځکه چې په دغو کې د نږدې ختیځ، مصر او ایټالیا څخه د کهربا او د فیلانو د غاښونو په څېر له پام وړ ارزښتمنو توکو کار اخیستل شوی دی. ورته مهال د یوناني چیني لوښو صادرات د المینا په څېر د شام له سواحلو او د روم په شمال کې د ویلانوان کلتوري سیمې سره د هغو د اړیکو څرګندويي کوي. [۴]

ورپسې د چیني لوښو تزئینات لا پسې پېچلي شول او داسې صحنې په کې انځور شوې چې د هومري حماسو له کیسو سره یې ورته والی درلود. وسپنیزو وسایلو او وسلو هم پراختیا ومونده. نوې مدیترانه یي سوداګرۍ هم د ګڼ شمېر ښکلو برونزي توکو د جوړولو لپاره د مسو او قلعي منابع وړاندې کړل؛ یو له دغو جوړو شوو برونزي توکو څخه هغه درې پښې لرونکې څوکۍ وه چې د پاتروکلوس لپاره د آشیل له خوا د مړینې په تنظیم شوو لوبو کې د جایزې په توګه ورکول کېده. یوازې له اوبوئا پرته د یونان نورو ساحلي برخو د ختیځې او مرکزي مدیترانې په سوداګریزو او کلتوري مبادلاتو کې ونډه لرله او په ټولنو باندې د پخوانیو دورو د حاکمانو پر خلاف د اشرافو یو ټولګې حکومت کاوه. [۵][۶]

د خط لیکلو نوی سیسټم[سمول]

له میلاد وړاندې اتمې پېړۍ له نیمايي څخه د همدغې پېړۍ تر پایه پورې د فنیقیه الفبا څخه د لومړنیو مخکښو با تجربه یونانیانو له خوا د نوې یوناني الفبا سیسټم جوړ کړای شو. یونانیانو له ابجد څخه ګټنه وکړه چې په فنیقیه سامي ژبه کې ترې کار اخیستل کېده، ځانګړې چاره هم په کې دا وه چې غږ لرونکي توري یې وړاندې کړل او له امله یې د لومړي ځل لپاره په بشپړه توګه د الفبا پر بنسټ لیک دود رامنځته کړ. دغې نوې الفبا په ډېرې چټکې سره ټولې مدیترانې ته پراختیا ومونده او نه یوازې د یوناني ژبې په لیکنو بلکې د فریجي او نورو ختیځو مدیترانه یي ژبو په لیکنه کې ترې ګټنه کېدله. هغه مهال چې یونان په لویدیځ لوري کې د سیسل او ایټالیا پر لور خپلو استعماري اقداماتو ته پراختیا ورکړه، د دغې نوې الفبا څخه د ګټنې کچه لاپسې زیاته شوه.

سرچينې[سمول]

  1. Martin, Thomas R., (October 3, 2019). "The Dark Ages of Ancient Greece": "...The Near East recovered its strength much sooner than did Greece, ending its Dark Age by around 900 B.C...The end of the Greek Dark Age is traditionally placed some 150 years after that, at about 750 B.C..." Retrieved October 24, 2020
  2. Knodell, Alex (2021). Societies in Transition in Early Greece: An Archaeological History. Oakland: University of California Press. p. 11.
  3. Martin, 43
  4. J.N. Coldstream, Geometric Greece: 900–700  BC, 1979.
  5. J.N. Coldstream, Geometric Greece: 900–700  BC, 1979.
  6. Homer, Iliad XXIII