د یونان او فارس جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یونان او فارس جګړې (چې تر ډېره پورې د فارسي جګړو په نوم هم یادېږي) د هخامنشي سترواکۍ او یوناني ښاري دولتونو ترمنځ هغه جګړې دي چې له میلاد وړاندې ۴۹۹ کال څخه یې له میلاد وړاندې ۴۴۹ کال پورې دوام درلود. د یونان د تیتې سیاسي نړۍ او د فارس د لویې سترواکۍ ترمنځ کړکېچ هغه مهال را پیل شو چې لوی کوروش له میلاد وړاندې ۵۴۷ کال کې د ایونیا په نامه هغه سیمه ونیوله چې یونانیان په کې اوسېدل. د ایونیا د آزاد خیالو ښارونو د کنټرول په موخه فارسیانو د هر ښار لپاره ظالم واکمنان وټاکل. دغې چارې د یونانیانو او فارسیانو دواړو لپاره په مساوي ډول سرخوږی رامنځته کړ.

له میلاد وړاندې ۴۹۹ کال کې د میلیتوس ظالم واکمن، اریستاګروس د فارس په ملاتړ د ناکسوس ټاپو د نیولو په موخه لښکر ولېږه؛ په داسې حال کې چې د هغه لښکر ماته وخوړه، خو اریستاګروس د خپلې څوکۍ د له لاسه ورکولو څخه د مخنیوي په موخه د یوناني کوچنۍ آسیا ټول وګړي د فارسیانو پر وړاندې پاڅون ته سوق کړل. دا دې آیوني پاڅون پیل و، چې له میلاد وړاندې ۴۹۳ کال پورې یې دوام وکړ او په تدریجي ډول د کوچنۍ آسیا ډیری برخې یې په دغه کړکېچ کې ښکېلې کړې. اریستاګروس له آتن او ارتیریا څخه پوځي ملاتړ وکړ او له میلاد وړاندې ۴۹۸ کال کې د ده ځواکونو د ساردیس یا د فارس د سیمه ییزې پلازمېنې په نیولو او سوزولو کې مرسته وکړه. د فارس پاچا، لوی داریوش هم ګواښ وکړ چې د دغې چارې غچ به له آتن او ارتریا څخه واخلي. پاڅون دوام وکړ او دواړې سترواکۍ له میلاد وړاندې ۴۹۷ کال څخه تر ۴۹۵ کال پورې د کړکېچ تر پولې ورسېدې. له میلاد وړاندې ۴۹۴ کال کې فارسیان یوځل بیا راغونډ شول او په میلتوس کې یې د پاڅون په مرکز برید وکړ. ایونیانو په لاد جګړه کې پرېکنده ماته وخوړه او پاڅون وپاشل شو؛ همدا و چې راتلونکی کال د هغو وروستۍ سکروټې هم مړې شوې. [۱]

داریوش له نورو پاڅونونو څخه د خپلې سترواکۍ د خوندیتوب او د اصلي سیمو د یونانیانو له مداخلې څخه د مخنیوي په موخه د یونان د نیولو او همدارنګه د ساردیس د سوزولو له امله آتن او ارتریا ته د جزا ورکولو په موخه طرحه جوړه کړه. دوی خپل لومړنی برید له میلاد وړاندې ۴۹۲ کال کې وکړ؛ د دغې جګړې په اوږدو کې فارسي جنرال مردونیوس په بریالیتوب سره تراکیه او مقدونیه ونیوله، وړاندې له دې چې هغه ناوړه حادثې رامنځته شي چې د لښکرو د مخته تګ څخه یې مخه ونیوله. له میلاد وړاندې ۴۹۰ کال کې د فارس دویم پوځ د ډاټیس او ارتافرنس په مشرۍ یونان ته ولېږل شو، خو دا ځل د ایژه سمندرګي له لارې مخته ولاړل. دغه لښکر د ارتریا له کلابندۍ، نیولو او ړنګولو وړاندې کیکلاد ټاپوګان تر خپل کنټرول لاندې راوړل. ورته مهال له دې امله چې د دغه لښکر مخه د آتن پر لور وو، آتنیانو ورته په ماراټون جګړه کې پرېکنده ماته وکړه او په دې سره د فارسیانو هڅې د اوس لپاره پای ته ورسېدې. [۲]

له دې وروسته داریوش د یونان د بشپړې فتحې په موخه پلان جوړ کړ، خو نوموړی له میلاد وړاندې ۴۸۶ کال کې ومړ او د فتحې مسئولیت یې زوی خشایارشا ته پاتې شو. له میلاد وړاندې ۴۸۰ کال کې خشایارشا په خپله په یونان باندې د دویمې فارسي لښکرکشۍ مشري وکړه؛ دغه لښکر په هغه زمانه کې تر ټولو لوی لښکر و چې دوی جوړ کړ. د ترموپیل په مشهوره جګړه کې د یونان په متحدو ایالتونو باندې د فارسیانو برلاسي کېدو لاره برابره کړه چې خالي شوي آتن ته اور واچوي او د یونان ډیری برخې ونیسي. ورته مهال، فارسیان په داسې حال کې چې د یونان ښاري دولتونو ته د اړوندو مشترکو بېړیو د غرقولو په لټه کې و، په سالامیس جګړه کې یې پام وړ ماته وخوړه. راتلونکی کال متحدو یونانیانو برید پیل کړ او په پلاته جګړه کې یې د فارس پوځ ته پرېکنده ماته ورکړه چې په دې سره یې په یونان باندې د هخامنشي سترواکۍ واکمنۍ ته پای ټکی کېښود.

متحدو یونانیانو له خپلې دغې بریا وروسته، وړاندې له دې چې فارسي ځواکونه له سستوس (له میلاد وړاندې ۴۷۹ کال) او بیزانتیوم (۴۷۸ کال) څخه وباسي په مایکاله جګړه کې یې د فارسیانو د پاتې بېړیو د له منځه وړو اقدام وکړ. له اروپا او یونان څخه د فارسیانو وتل او همدارنکه په مایکاله جګړه کې د یونان بریا لامل وګرځېده چې مقدونیه او د ایونیا ښاري دولتونه یو ځل بیا خپلواکي ترلاسه کړي. د بیزانتیوم په کلابندۍ کې د جنرال پاوسانیاس اقداماتو ډیری یوناني ښاري دولتونه له سپارتیانو څخه پردي کړل او له همدې امله د آتن په مشرۍ د فارس پر ضد اتحاد د دلیان اتحادیې په نامه بېرته ورغول شو. دلیان اتحاد په راتلونکو دریو لسیزو کې په اروپا کې د پاتې فارسیانو شړلو ته دوام ورکړ. له میلاد وړاندې ۴۶۶ کال کې دغه اتحاد د فارسیانو پر وړاندې په ایرومېډون جګړه کې دویمه بریا ترلاسه کړه او بالاخره یې د ایونیا د ښارانو آزادي هم خوندي کړه. ورته مهال د لومړي اردشیر (واکمني: له میلاد وړاندې ۴۶۰ کال – ۴۵۴ کال) پر وړاندې د دویم ایناروس په مشرۍ مصري پاڅون کې د دغې اتحادیې دخالت د یونان لپاره فاجعه جوړونکې ماته له ځانه سره لرله او د هغو راتلونکې مبارزې یې وځنډولې. له میلاد وړاندې ۴۵۱ کال کې یوناني بېړۍ قبرس ته ولېږل شوې، خو ډېرې لږ لاسته راوړنې یې لرلې؛ هغه مهال چې دغو بېړیو شاتګ وکړ د یونان او فارس ترمنځ جګړو په ارامه بڼه پای وموند. یو شمېر تاریخي منابع ښيي چې د دوی ترمنځ دښمنۍ د کالیاس د سولې د هوکړې پر مټ پای ته ورسېدې.

منابع[سمول]

د فارس او یونان ترمنځ د جګړو اړوند ټول شته پاتې منابع یوناني دي. په نورو ژبو باندې دغو جګړو ته اړوند هېڅ معلومات شتون نه لري. د دغو جګړو تر ټولو مهمه منبع له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ ته اړوند یوناني تاریخ لیکونکی هرودوت دی. هرودوت چې «د تاریخ پلار» بلل کیږي له میلاد وړاندې ۴۸۴ کال کې د کوچنۍ آسیا په هالیکارناسوس (هغه مهال د فارس د سترواکۍ برخه و) کې وزیږېد. هغه خپلې څېړنیزې چارې د تاریخ (په یوناني: Historia) تر عنوان لاندې اثر کې له میلاد وړاندې ۴۴۰ کال څخه تر ۴۳۰ کال پورې ولیکلې چې هڅه یې کړې د یونان او فارس د جګړو ریښه ومومي او اوس هم په معاصرو تاریخونو کې د هغه په وړاندې شوو معلوماتو استناد کیږي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

عواقب او وروسته شخړې[سمول]

له فارس سره د کړکېچ په پای کې هغه بهیر پایله ورکړه چې له مخې یې دلیان اتحادیه د آتن په سترواکۍ واوښته. د آتن متحدینو د تاوتریخوالو د پای ته رسولو سربېره د پیسو یا بېړیو د تامین کولو اړوند له خپلو ژمنو څخه خلاص نه شول. د آتن او سپارت د قدرتونو ترمنځ په یونان کې پلوپونز جګړه چې له میلاد وړاندې ۴۶۰ کال راهیسې یې دوام درلود بالاخره له میلاد وړاندې ۴۴۵ کال کې د ۳۰ کلن اوربند په هوکړې سره پای ته ورسېده. ورته مهال د سپارت او آتن ترمنځ مخ پر زیاتوالي دښمني یوازې ۱۴ کاله وروسته د دویمې پلوپونزي جګړې لامل وګرځېده. دغه فاجعه رامنځته کوونکې نښته چې ۲۷ کاله یې دوام وموند بالاخره په بشپړه توګه د آتن د ځواک د له منځته تلو، د آتن د سترواکۍ د پاشل کېدو او په یونان باندې د سپارت د واکمنۍ لامل وګرځېده. ورته مهال نه یوازې دا چې آتن زیانمن شو – بلکې دغې نښتې په پام وړ توګه ټول یونان کمزوری کړ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له میلاد وړاندې ۴۴۹ کال راوروسته لومړنی اردشیر او د هغه ځای ناستو چې څو ځله یې له یونانیانو څخه ماته خوړلې وه او همدارنګه یې د کورنیو شخړو له امله له یونانیانو سره د مبارزې وس نه درلود، پر ځای یې د بې اتفاقۍ رامنځته کولو او حکومت کولو له سیاست څخه کار واخیست. دوی په مستقیم ډول له یونانیانو سره له جګړې ډډه وکړه او پر ځای یې هڅه وکړه چې آتن د سپارتیانو پر وړاندې ودروي او په منظم ډول یې د هغو سیاستوالو ته بډې ورکولې څو خپلو موخو ته ورسېږي. په دې توګه دوی ډاډ ترلاسه کړ چې یونانیان نور په خپلو داخلي کړکېچونو کې ښکېل دي او نشي کولای فارس ته مخه کړي. له میلاد وړاندې تر ۳۹۶ کال پورې هغه مهال چې سپارتي پاچا، اژیلاوس د لنډ مهال لپاره په کوچنۍ اسیا برید وکړ، د یونانیانو او فارسیانو ترمنځ هېڅ کومې ښکاره نښتې شتون نه درلود. هماغه ډول چې پلوتارک ورته اشاره کړې، یونانیان له کچې څخه زیات د یو بل د ځواک په له منځه وړو کې بوخت و او نه یې شو کولای د «بربریانو» پر وړاندې جګړه وکړي. [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Ehrenberg, Victor (2011). From Solon to Socrates: Greek History and Civilization During the 6th and 5th Centuries BC (الطبعة 3). Abingdon, England: Routledge. د کتاب پاڼي 99–100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-41558487-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Roisman او Worthington 2011، صص. 135-138.
  3. Cicero, On the Laws, I, 5
  4. Holland, pp. xvixvii.
  5. Thucydides, History of the Peloponnesian War, e.g. I, 22
  6. Finley, p. 15.
  7. Holland, p. xxiv.
  8. Holland, p. 377
  9. Fehling, pp. 1–277.
  10. Holland, pp. 366–367.
  11. Sealey, p. 282.
  12. Kagan, p. 128.
  13. Holland, p. 371.
  14. Xenophon, Hellenica II, 2
  15. Dandamaev, p. 256.
  16. Dandamaev, p. 256.
  17. Plutarch, Cimon, 19