Jump to content

د یونانيانو نسل وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یونانيانو نسل وژنه چې پونټیک نسل وژنه هم پکې شامله وه، د اناتوليې د عثماني يوناني مسيحي وګړو منظمه وژنه وه، کومه چې د لومړۍ نړيوالې جګړې او له هغې وروسته (۱۹۱۴-۱۲۲)، د دين او قوميت پر بنسټ تر سره شوې وه.، د درې پاشاګانو په مشرۍ د سترواکۍ حکومت او د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ د سترې ملي اسامبلۍ حکومت، د سترواکۍ د سيمه ييزو يوناني وګړو په خلاف د دې نسل وژنې مرتکب شوي وو. په دې نسل وژنه کې ټولوژنې، په زوره شړل چې په هغې کې د سوريايي سحرا له لارې د مرګ يون هم شامل وو، اخراج، له محاکمې پرته وژنې او د ختيځ ارتودوکس کلتوري، تاریخي او مذهبي يادګارونو ويجاړول شامل وو. د دې پړاو په اوږدو کې سلګونه زره عثماني يونانيان مړه شول. ډيری کډوال او پاتې شوي يونان ته وتښتېدل (په دې ډول د یونان په پخواني نفوس کې يو په څلورمه برخه زياتوالی راغی). ځينو يې، په ځانګړي ډول په ختيځو ايالتونو کې، په ګاونډي روسي سترواکۍ کې پناه واخيسته.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹۲۲ز کال تر وروستيو پورې، د کوچنۍ اسيا ډېری يوناني اوسېدونکي يا تښتېدلي او يا وژل شوي وو. پاتې يې په ۱۹۲۳ز کال کې د يونان او ترکيې تر منځ د وګړو د تبادلې د شرايطو تر مخې يونان ته ولېږدول شول، کوم څه چې کدوالي رسمي او د کډوالو د بېرته راستنېدو مخه ونيوله. په همدې پړاو کې عثماني سترواکۍ په نورو توکميزو ډلو هم ورته بريدونه وکړل چې په هغوی کې اشوريان او ارمينيايان هم شامل وو، ځينو پوهانو او ګوندونو دا پېښې د همدې نسل وژنې د تګلارې د برخې په توګه ومنلې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د لومړۍ نړیوالې جګړې متحدينو د دې ټولوژنو غندنه وکړه چې د عثماني حکومت ملاتړ ورسره و. په ۲۰۰۷ز کال کې، د نسل وژنۍ پوهانو نړيوالې ټولنې يو پرېکړه لیک تصويب کړ چې پکې د يونانيانو په ګډون د هغوی د مسيحي لږکيو په وړاندې د عثمانيانو مبارزې د نسل وژنې په توګه ومنل شوې. ځينو نورو سازمانونو هم داسې پرېکړه لیکونه تصويب کړل چې پکې د دې مسيحي لږکيو په وړاندې د عثمانيانو دا ډول بريدونه نسل وژنه منل شوې ده، لکه د يونان، قبرص، متحده ايالاتوسويډن، رامينيا، هالنډ، المان، اتريش او چيک جمهوريت ملي قانون جوړونکو هم د نسل وژنې په توګه منلي دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

شالید

[سمول]

د لومړۍ نړيوالې جګړې په پيل کېدو سره، منځنۍ اسيا مختلف قومونه درلودل، په نفوس کې يې ترکان او ازريان شامل و، تر څنګ يې هغه ډلې هم وې چې د عثماني فتوحاتو څخه مخکې هلته مېشتې وې، په دوی کې پونټيک يونانيان، قفقازي یونانيان، کيپاډوشي يونانيان، ارمينيايان، کردان، زازا، جورجيايان، چرکسيان، اشوريان، يهوديان او لاز خلک شامل وو.

په يوناني ژبه د غږېدونکو مسيحي وګړو پر ضد د ترکي بريدونو په لاملونو کې دا وېره هم شامله وه چې دوی به د عثماني سترواکۍ د دوښمنانانو په لاس د ازادۍ هرکلی وکړي، همدا راز ځينو ترکانو باور درلود د دې لپاره چې د ملتپالنې په عصر کې د يو عصري هېواد د جوړولو لپاره اړينه وه چې خپلې سيمې له لږکيو څخه پاکې کړي، کوم چې کولای شول د قوميت پر بنسټ د ترکي ملت يو ځای کېدو ته ګواښ پېښ کړي.[۳۷][۳۸]

د الماني پوځي اتشې په وينا، د ۱۹۱۵ز کال په اکتوبر مياشت کې د عثمانيانو د جګړې وزير اسماعيل انور اعلان وکړ چې هغه غوښتل «د جګړې پر مهال د یونان ستونزه حل کړي...په هغه ډول چې د هغه په باور د ارمينيايانو ستونزه يې حل کړې وه»، په دې ډول يې د ارمينيايانو نسل وژنې ته اشاره کړې وه. المان او عثماني سترواکي له لومړۍ نړيوالې جګړې مخکې او د جګړې پر مهال يو د بل متحدين وو. د ۱۹۱۷ز کال د جنورۍ تر يو دېرشمې نېټې پورې، د المان لومړي وزير (چانسلر) « Theobald von Bethmann-Hollweg»خبر ورکړی و چې:[۳۹]

نښې نښانې دا دي چې د دولت د دوښمنانو په توګه، ترکان په پام کې لري يوناني عناصر له منځه يوسي، څه ډول چې هغوی له دې وړاندې له ارمينيايانو سره کړي و. د ترکانو له خوا پلې شوې طريقه خلک له مرګ، لوږې او ناروغۍ سره په مخ کولو سره د هغو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د هېڅ ډول اقداماتو څخه پرته د هېواد په داخل کې له خپلو اصلي مېنو بې ځايه کول دي. له دې وروسته پاتې شوي کورونه لوټ شوي او سوځول شوي يا ويجاړ کړای شوي وو. هر هغه څه چې له ارمينيايانو سره شوي وو، له يونانيانو سره بيا تکرار شول. په ۱۹۱۷ز کال کې د المان چانسلر « Theobald von Bethmann-Hollweg» د وژلو لومه: په شلمه پېړۍ کې نسل وژنه.

د يوناني لږکيو اصل

[سمول]

په کوچنۍ اسيا کې د يونانيانو شتون لږ تر لږه د ژيړو د وروستي پړاو (۱۴۵۰مخزېږديز) راهيسې ثابت دی. يوناني شاعر «هومر» په دې سیمه کې په شا او خوا ۸۰۰ مخزېږديز کې ژوند کړی دی. جغرافيه پوهه «سټرابو» سميرنا د کوچنۍ اسيا لومړی يوناني ښار بللی دی او ډېری لرغوني يوناني څېرې اصلاً د اناتوليا اوسېدونکي وو، په دوی کې رياضي پوه د ميلټس تيلس (اومه مخزېږديزه پېړۍ)، له سقراط مخکې فلسفي د ايفسس هيراکليټس (شپږمه مخزېږديزه پېړۍ) او د ساينوپ د سينيکزم بنسټ اېښودونکی ډايوجينسس (څلورمه مخزېږديزه پېړۍ) شامل دي. يونانيانو تور سمندرګي ته د « Euxinos Pontos» يا «ميلمه پال سمندر» نوم ورکړی و او په څلورمه مخزېږديزه پېړۍ کې دوی د دې سمندر په څنډو کې سمندري سفرونه او د دې سمندرګي په اناتوليايي څنډو کې په مېشتېدو پيل وکړ. د تور سمندرګي تر ټولو زيات د پام وړ ښارونه «تريبيزونډ، سامپسونټا، ساينوپ» او «هيرکليا پونټيکا» وو.[۴۰][۴۱][۴۲]

د هلينستي پړاو  (۳۳۴ مخزېږديز – لومړۍ زېږديزه پېړۍ) پر مهال، له کوم وروسته چې د ستر سکندر فتوحات منځ ته راغلل، یوناني کلتور او ژبې د کوچنۍ اسيا په داخلي برخو کې هم د غلبې تر لاسه کول پيل کړل. د رومي او بيزانس واکمنۍ په لومړيو کې د دې سيمې هلنستي کېدل چټک شول او تر لومړيو مسيحي پېړيو پورې سيمه يیزې هندو-اروپايي اناتوليايي ژبې له منځه تللې وې. ځای يې کوين يوناني ژبې نيولی و. له دې نقطې وروسته تر منځنيو پېړيو پورې د منځنۍ اسيا ټولو اصلي اوسېدونکو په مسيحيت عمل پيل کړی و (کوم ته چې په ۱۰۵۴ز کال کې د کاتوليک تر ځنګ ختيځ-لويديځ ډلې څخه وروسته يوناني ارتودوکس مسيحيت ويل کېږي) او په يوناني ژبه يې د خپلې مورنۍ ژبې په توګه خبرې کولې.[۴۳][۴۴][۴۵]

د پايلې په توګه په کوچنۍ اسيا کې يوناني کلتور وغوړېد، په بنسټيز ډول په يوناني غږېدونکو د ختيځې رومي سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې زر کلنې واکمنۍ (څوارلسمه پېړۍ – پنخلسمه پېړۍ) پر مهال. د کوچنۍ اسيا خلک د سترواکۍ د هغه اردوکس مسيحيانو ستره برخه وه چې به يوناني يې خبرې کولې؛ په همدې بنسټ په وروستي لرغوني پړاو، منځنيو پېړيو او رنسانس پر مهال ډيری مشهور يوناني شخصيتونه له کوچنۍ اسيا څخه وو، په کومو کې چې سینټ نکولسن (۳۷۰-۳۴۳ مخزېږديز)، ویناوال جان کريسوټوموس (۳۴۹-۴۰۷ مخزېږديز)د ايا صوفيا معمار د ميليټس ايسډور (شپمږمه پېړۍ) شامل دي، د پوکاس (لسمه پېړۍ) او کومنينس (يوولسمه پېړۍ) به ګډون ګڼې شاهي کورنۍ او همدا راز د رنسانس پوهان د ټريبيزنډ جارج (۱۳۹۵-۱۴۷۲) او باسيليوس بيساريون (۱۴۰۳-۱۴۷۲) شامل دي.

په همدې بنسټ، کله چې ترکانو د منځنيو پېړيو په وروستيو کې د کوچنۍ اسيا نيول پيل کړل، بيزانسي يوناني اتباع په دې سيمو کې تر ټولو زيات مېشت و. د ترکانو له خوا د داخلي سيمو له نيولو وروسته هم، د کوچنۍ اسیا د تور سمندرګي غره ييزې څنډې د  يوناني مسيحي دولت ګڼ مېشته سيمه، د ټريبيزانډ مرکز پاتې شو، تر دې چې بالاخره په ۱۴۶۱ز کال کې د عثماني ترکانو په لاس له فتحې وروسته پای ته ورسول شول، دا سيمې عثمانيانو د اروپا د هغې سیمې له نيولو يو کال وروسته ونيولې، کومې چې اوس يوناني سيمې دي. په راتلونکو څلورو پېړيو کې، د کوچنۍ اسيا يوناني اوسېدونکي اوس د غالب ترکي کلتور لاندې په دې سيمو کې په کرار کرار لږکي وګرځېدل.[۴۶][۴۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Austrian Parliament Recognizes Armenian, Assyrian, Greek Genocide". aina.org. 2015. بياځلي په 21 April 2017.
  2. "Dutch Parliament Recognizes Assyrian, Greek and Armenian Genocide". aina.org. 2015. بياځلي په 21 April 2017.
  3. "Adoption of declaration to certify that Armenia recognizes Greek and Assyrian genocide: Eduard Sharmazanov". armenpress.am. 2015. بياځلي په 21 April 2017.
  4. کينډۍ:Cite law.
  5. Schaller, Dominik J; Zimmerer, Jürgen (2008). "Late Ottoman genocides: the dissolution of the Ottoman Empire and Young Turkish population and extermination policies—Introduction". Journal of Genocide Research. 10 (1): 7–14. doi:10.1080/14623520801950820. S2CID 71515470.
  6. "Resolution" (PDF). IAGS. 16 December 2007. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 28 April 2008. بياځلي په 13 March 2015..
  7. Meichanetsidis, Vasileios (2015). "The Genocide of the Greeks of the Ottoman Empire, 1913–1923: A Comprehensive Overview". Genocide Studies International (in انګليسي). 9 (1): 104–173. doi:10.3138/gsi.9.1.06. ISSN 2291-1847. S2CID 154870709. The genocide was committed by two subsequent and chronologically, ideologically, and organically interrelated and interconnected dictatorial and chauvinist regimes: (1) the regime of the CUP, under the notorious triumvirate of the three pashas (Üç Paşalar), Talât, Enver, and Cemal, and (2) the rebel government at Samsun and Ankara, under the authority of the Grand National Assembly (Türkiye Büyük Millet Meclisi) and Kemal. Although the process had begun before the Balkan Wars, the final and most decisive period started immediately after WWI and ended with the almost total destruction of the Pontic Greeks
  8. Weisband, Edward (2017). The Macabresque: Human Violation and Hate in Genocide, Mass Atrocity and Enemy-Making (in انګليسي). Oxford University Press. p. 262. ISBN 978-0-19-067789-3.
  9. Law I, Jacobs A, Kaj N, Pagano S, Koirala BS (20 October 2014). Mediterranean racisms: connections and complexities in the racialization of the Mediterranean region. Basingstoke: Springer. p. 54. ISBN 978-1-137-26347-6. OCLC 893607294.
  10. Howland, Charles P. (2011-10-11). "Greece and Her Refugees". Foreign Affairs. ISSN 0015-7120. بياځلي په 2020-09-04.
  11. Jones 2006، مم. 154–55.
  12. Jones 2010a، م. 163.
  13. Gibney MJ, Hansen R, eds. (2005). Immigration and Asylum: from 1900 to the Present. Vol. 3. ABC-CLIO. p. 377. ISBN 978-1-57607-796-2. OCLC 250711524. The total number of Christians who fled to Greece was probably in the region of I.2 million with the main wave occurring in 1922 before the signing of the convention. According to the official records of the Mixed Commission set up to monitor the movements, the "Greeks' who were transferred after 1923 numbered 189,916 and the number of Muslims expelled to Turkey was 355,635 [Ladas I932, 438–439; but using the same source Eddy 1931, 201 states that the post-1923 exchange involved 192,356 Greeks from Turkey and 354,647 Muslims from Greece].
  14. "Resolution" (PDF). IAGS. 16 December 2007. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 28 April 2008. بياځلي په 13 March 2015..
  15. "Genocide Resolution approved by Swedish Parliament", News (full text), AM, containing both the IAGS and the Swedish resolutions.
  16. Schaller, Dominik J; Zimmerer, Jürgen (2008). "Late Ottoman genocides: the dissolution of the Ottoman Empire and Young Turkish population and extermination policies—Introduction". Journal of Genocide Research. 10 (1): 7–14. doi:10.1080/14623520801950820. S2CID 71515470.
  17. Gaunt, David (2006), Massacres, Resistance, Protectors: Muslim-Christian Relations in Eastern Anatolia during World War I, Piscataway, NJ: Gorgias, ISBN 9781593333010[مړه لينکونه]
  18. Jones 2010، مم. 171–2: 'A resolution was placed before the IAGS membership to recognize the Greek and Assyrian/Chaldean components of the Ottoman genocide against Christians, alongside the Armenian strand of the genocide (which the IAGS has already formally acknowledged). The result, passed emphatically in December 2007 despite not inconsiderable opposition, was a resolution which I co-drafted, reading as follows:...'
  19. "Resolution" (PDF). IAGS. 16 December 2007. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 28 April 2008. بياځلي په 13 March 2015..
  20. کينډۍ:Cite act.
  21. Tsolakidou, Stella (18 May 2013). "May 19, Pontian Greek Genocide Remembrance Day". Greek Reporter. بياځلي په 17 May 2018.
  22. کينډۍ:Cite law.
  23. "Government Spokesman's written statement on the Greek Pontiac Genocide, yesterday". Republic of Cyprus Press and Information Office. خوندي شوی له the original on 16 December 2019. بياځلي په 16 May 2016.
  24. "Text - H.Res.296 - 116th Congress (2019-2020): Affirming the United States record on the Armenian Genocide". 29 October 2019.
  25. "Text - S.Res.150 - 116th Congress (2019-2020): A resolution expressing the sense of the Senate that it is the policy of the United States to commemorate the Armenian Genocide through official recognition and remembrance". 12 December 2019.
  26. "House Passes Resolution Recognizing Armenian Genocide". The New York Times. 29 October 2021. بياځلي په 12 February 2021.
  27. "US House says Armenian mass killing was genocide". BBC News. 30 October 2019.
  28. "Sweden to recognize Armenian genocide". thelocal.se. 2010. بياځلي په 21 April 2017.
  29. "Sweden: Parliament Approves Resolution on Armenian Genocide". loc.gov. 2010. بياځلي په 21 April 2017.
  30. "Czech Parliament Approves Armenian Genocide Resolution". The Armenian Weekly. 2017. بياځلي په 27 April 2017.
  31. "Czech Republic recognizes the Armenian Genocide". ArmenPress. 2017. بياځلي په 27 April 2017.
  32. "Czech Republic Parliament recognizes the Armenian Genocide". ArmRadio. 2017. بياځلي په 27 April 2017.
  33. "Austrian Parliament Recognizes Armenian Genocide". MassisPost. 2015. بياځلي په 21 April 2017.
  34. "German Bundestag recognizes the Armenian Genocide". armradio.am. 2016. بياځلي په 21 April 2017.
  35. "Bundestag calls Turkish crimes against Armenians genocide". b92.net. 2016. بياځلي په 21 April 2017.
  36. "Dutch Parliament Recognizes Greek, Assyrian and Armenian Genocide". greekreporter.com. 2015. بياځلي په 21 April 2017.
  37. Levene 1998.
  38. Bloxham 2005، م. 150.
  39. Ferguson 2006، م. 180.
  40. Kelder, Jorrit (2004–2005). "The Chariots of Ahhiyawa". Dacia, Revue d'Archéologie et d'Histoire Ancienne (48–49): 151–160. The Madduwatta text represents the first textual evidence for Greek incursions on the Anatolian mainland... Mycenaeans settled there already during LH IIB (around 1450 BC; Niemeier, 1998, 142).
  41. Eric Hobsbawm (1992). Nations and nationalism since 1780 programme, myth, reality. Cambridge, UK: Cambridge University Press. p. 133. ISBN 978-0-521-43961-9.
  42. ۴۲٫۰ ۴۲٫۱ Travis 2009، م. 637.
  43. David Noel Freedman; Allen C. Myers; Astrid Biles Beck (2000). Eerdmans Dictionary of the Bible. Wm. B. Eerdmans Publishing. p. 61. ISBN 978-0-8028-2400-4. بياځلي په 24 March 2013.
  44. Theo van den Hout (27 October 2011). The Elements of Hittite. Cambridge University Press. p. 1. ISBN 978-1-139-50178-1. بياځلي په 24 March 2013.
  45. Swain, Simon; Adams, J. Maxwell; Janse, Mark (2002). Bilingualism in Ancient Society: Language Contact and the Written Word. Oxford [Oxfordshire]: Oxford University Press. pp. 246–266. ISBN 978-0-19-924506-2.
  46. Hanioğlu, M. Şükrü (2010). A Brief History of the Late Ottoman Empire. Princeton University Press. p. 36. ISBN 978-0-691-14617-1. The Ottoman state never sought to impose Turkish on subject peoples…Some ethno-religious groups, when outnumbered by Turks, did accept Turkish vernacular through a gradual process of acculturation. While the Greeks of the Peloponnese, Thessaly, Epirus, Macedonia, Thrace, and west Anatolian littoral continued to speak and write in Greek, The Greeks of Cappadocia (Karaman) spoke Turkish and wrote Turkish in Greek script. Similarly, a large majority of Armenians in the empire adopted Turkish as their vernacular and wrote Turkish in Armenian characters, all efforts to the contrary by the Mkhitarist order notwithstanding. The first novels published in the Ottoman Empire in the mid-nineteenth century were by Armenians and Cappadocian Greeks; they wrote them in Turkish, using the Armenian and Greek alphabets.