Jump to content

د یوشع کتاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یوشع کتاب په عبري سپیڅلو کتابونو کې شپږم او د زاړه عهد کتاب دی او د تثنیه د تاریخ لومړی کتاب دی، چې په کې د اسراییلو داستان د کنعان له فتحې نیولې بیا تر بابل پورې تبعید په کې شامل دي. د کنعان په مرکز، سویل او شمال کې د بني اسراییلو لښکر اېستل، د هغوی د دښمنانو نابودي، او د دولسو قبیلو تر منځ د ځمکې وېش، چې د دوو ویناوو په بڼه تنظیم شوی دی، چې په لومړۍ وینا کې یې د ځمکې د فتحې په اړه د الله فرمان او په دویمه وینا کې پر موسی باندې د نازل شوي کتاب، تورات څخه په کلکه رعایت کولو ته اشاره شوې ده.[۱][۲][۳]

د څېړونکو تر منځ پیاوړې اجماع دا ده چې د یوشع کتاب د لومړنیو اسراییلو لپاره کم تاریخي ارزښت لري او په زیات احتمال سره د ډېرې وروستۍ دورې ښکارندوی ده. د همدې کتاب تر ټولو لومړۍ برخې، په احتمال سره له ۲ څخه تر ۱۱ څپرکي پورې، د فتحې داستان دی. دا څپرکي وروسته د یوشیا په لومړنۍ بڼه کې په زیات احتمال سره د یوشیا سلطنت په وروستیو کې (له ۶۴۰ تر ۶۰۹ زېږد وړاندې کلونه) لیکل شوي دي، خو دا کتاب په ۵۸۶ له میلاد نه مخکې کال کې د نیو-بابلي سترواکۍ په لاس د اورشلیم له سقوط وروسته بشپړ نه شو.[۴][۵]

جوړښت[سمول]

  • I. یوشع ته د مشرتوب لېږد (۱:۱-۱۸)
    • ا- یوشع ته د خدای ماموریت (۱:۱-۹)
    • ب- خلکو ته د یوشع امرونه (۱:۱۰-۱۸)
  • II. د کنعان فتحه او ور ننوتل
    • ا – کنعان ته ننوتل
      • ۱. د جریکو پېژندنه (۱: ۲-۲۴)
      • ۲. د اردون له سیند څخه تېریدل (۱: ۳-۱۷)
      • ۳. په ګیلګال کې ځان ته د پښو ځای جوړول ( ۵: ۱-۴: ۱)
      • ۴. سنتي او د فصح اختر (۲: ۵-۱۵)
    • ب. پر کنعان باندې کامیابېدل (۱: ۶-۲۴: ۱۲)
      • ۱. د اریحا له منځه وړل (۶)
      • ۲. ماتې او بریا په Ai کې (۷: ۱-۸ : ۲۹)
      • ۳. د ایبال په غره کې د ژمنې نوي کول (۳۰: ۸-۳۵)
      • ۴. د کنعان په مرکز کې نورې مبارزې. د ګابوني فریب (۱: ۹-۲۷)
      • ۵. په سویلي کنعان کې مبارزې (۱: ۱۰-۴۳)
      • ۶. په شمالي کنعان کې مبارزې (۱: ۱۱-۱۵)
      • ۷. د فتح شوو ځمکو لنډیز (۱۶: ۱۱-۲۳)
      • ۸. د ماتې خوړلو پاچاهانو لنډیز شوی لیکلړ (۱: ۱۲-۲۴)
  • III. د قبیلو تر منځ د ځمکو وېش (۱۳: ۱-۲۲ : ۳۴)
    • ا. یوشع ته د خدای امرونه (۱: ۷-۱۳)
    • ب. قبیله اې وېشونه (۸: ۱۳-۵۱: ۱۹)
      • ۱. ختیځې قبیلې (۸: ۱۳-۳۳)
      • ۲. لویدیځې قبیلې (۱: ۱۴-۵۱: ۱۹)
    • ج. د کډوالو ښارونه او لاوي ښارونه (۱: ۲۰-۴۲: ۱)
    • د. د فتحې لنډیز (۴۳: ۲۱-۴۵)
    • ر. د لویدیځو قبیلو له کاره اچول (۱: ۲۲-۳۴)
  • IV. پایله (۱: ۲۳-۳۳: ۲۴)
    • ا. د جاشوا د خدای په امانی وینا (۱: ۲۳-۱۶)
    • ب. په شکیم کې ژمنه (۱: ۲۴-۲۸)
    • ج. د یوشع او الازار مړینه. د یوسف د هډوکو ښخول (۲۹: ۲۴-۳۳)

حکایت[سمول]

یوشع ته د خدای امرونه (۱ څپرکی)[سمول]

۱ څپرکی د «موسی له مړینې وروسته» پیلیږي اواو د یوشع له دریو مهمو شېبو څخه لومړۍ شېبه وړاندې کوي چې د اصلي شخصیتونو اصلي ویناووي او تاملات په کې راغلي دي؛ دلته لومړی خدای او بیا وروسته یوشع د ژمنې شوي ځمکې د فتحې د موخې په اړه وینا کوي؛ په ۱۲ څپرکي کې، راوي بیا فتحې ته یوه کتنه کوي او په ۲۳ څپرکي کې یوشع خبرې کوي چې که اسراییل غواړي په ځمکه کې په سوله کې ژوند وکړي، نو باید څه وکړي. [۶][۷]

خدای یوشع ته امر کوي چې د ځمکې ملکیت پر غاړه واخلي او هغه ته خبرداری ورکوي چې د موسي پر عهد باندې ایمان ولري. د خدای خبرې د کتاب اصلي مضامین بیانوي: د اردون له سیند څخه تېریدل او د ځمکې فتح، د هغې وېشنه او له قانون څخه د پیروي کلکه اړتیا. له اسراییلي قوماندانانو او د اردون نه هغه غاړه کې پرتو قبیلو سره د جاشوا په ویناوو کې د هغه سمدلاسه اطاعت له ورایه ښکاري او د اردون نه هغه غاړه د نورو قبیلو له خوا د هغه تایید او منل په خپله د جاشوا د بریا ښکارندوی او د بریا لپاره د یهوه د تضمینونو استازیتوب کوي.[۸]

ځمکې ته ننوتل او فتح (۲-۱۲ څپرکي)[سمول]

رهاب، د انجیل یوه کنعاني ښځه، د اسراییلو له خوا کنعان ته ورننوتل په حرکت راولي. یوشع د دې لپاره چې وکولای شي د موسی د ناکامه پر له پسې هڅو مخه ونیسي نو د شمېرو په کتاب کې کنعان ته د بریالي ورننوتو د کچې د وړاندوینې لپاره چې د تکړه اسراییلي کسانو له خوا تر سره کېږي، دوو معمولي کسانو ته دنده ورکوي چې جریکو ته د جاسوسانو په توګه ور دننه شي. هغوی د رهاب کور ته رسیږي او شپه هلته تېروي. د جریکو پاچا چې د احتمالي اسراییلي جاسوسانو په اړه یې اوریدلي وه، له رهاب څخه غواړي چې دا دوه کسان پیدا کړي. هغه په ځواب کې ورته وايي چې زه یې د ځای په اړه معلومات نه لرم، خو په حقیقت کې هغې دا دواړه کسان د خپلې کور په چت کې تر کتان لاندې پټ کړي وو. د بلې ورځې په سهار، رهاب دغو کسانو تر مخ پر خدای باندې خپل ایمان اقراروي او پر دې باور باندې تصدیق کوي چې کنعان له لومړي سر څخه بني اسراییلو ته په پام کې نیول شوی و. د رهاب د همدې کار له امله، اسراییلو وکولای شول چې کنعان ته ننوځي.[۹]

بني اسراییل د خدای په معجزه ډول مرستې سره له خپل د ژمنې صندوق سره د اردون له سیند څخه تېریږي او په ګیبیت –هارالوث (چې د سنت کولو د غونډۍ په توګه ژباړل شوی) سنت کېږي چې د ګیلګال په نوم یادیږي. ګیلګال د ګالوتي په توګه غږ لري، «ما اېسته کړي دي»، خو زیاد احتمال شته چې د «ولاړو ډبرو د کړۍ» په توګه دې وژباړل شي. فتحه د جریکو په جګړې سره پیلیږي، بیا وروسته Ai (مرکزي کنعان)، له هغه وروسته یوشع د د شمالي کنعان د ایبال په غره کې د یهوه لپاره یوه قربانګاه جوړوي او هلته بیا د الهي ځمکې د ورکړې په مراسمو کې له ځینو غړو سره عهد تجدیدوي، دا له هغو مراسمو سره ورته ده چې په بین النهرین کې تر سره کېږي.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Khan, Geoffrey (2020). The Tiberian Pronunciation Tradition of Biblical Hebrew, Volume 1. Open Book Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78374-676-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. McNutt, Paula (1999). Reconstructing the Society of Ancient Israel. Westminster John Knox Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-22265-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Achtemeier, Paul J; Boraas, Roger S (1996). The Harper Collins Bible Dictionary. Harper San Francisco. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-060037-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Creach, Jerome F.D. (2003). Joshua. Westminster John Knox Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-23738-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Killebrew 2005، م. 152: "Almost without exception, scholars agree that the account in Joshua holds little historical value vis-à-vis early Israel and most likely reflects much later historical times.15"
  6. De Pury, Albert; Romer, Thomas (2000). "Deuteronomistic Historiography (DH): History of Research and Debated Issues". In de Pury, Albert; Romer, Thomas; Macchi, Jean-Daniel (سمونګران). Israel Constructs its History: Deuteronomistic Historiography in Recent Research. Sheffield Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-567-22415-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Joshua 1:1
  8. Younger, K. Lawson Jr (2003). "Joshua". In Dunn, James D.G.; Rogerson, John William (سمونګران). Eerdmans Commentary on the Bible. Eerdmans. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-3711-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Frymer-Kensky, Tikva Simone. (2002). Reading the women of the Bible (چاپ 1st). New York: Schocken Books. OCLC 49823086. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8052-4121-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Younger, K. Lawson Jr (2003). "Joshua". In Dunn, James D.G.; Rogerson, John William (سمونګران). Eerdmans Commentary on the Bible. Eerdmans. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-3711-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)