د یورو اتلانتیک شراکت شورا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یورو-اتلانټیک شراکت شورا (EAPC) له سړې جګړې وروسته د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (NATO) اداره ده. EAPC هغه څو اړخیزه شورا ده چې په اروپا او منځنۍ اسیا کې د ناټو او غیر ناټو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره رامنځته شوی. همدارنګه غړي هېوادونه په سیاسي او امنیتي مسلو د همکارۍ او خبرو اترو لپاره سره یوځای کیږي، چې دا شورا د ۱۹۹۷ز کال د مې په ۲۹مه د وزیرانو په غونډه کې د پرتګال په سینترا کې د شمالي اتلانتیک همکارۍ شورا (NACC) پر ځای چې په ۱۹۹۱ز کال کې جوړه شوې وه رامنځته شوه.[۱]

EAPC د ناټو د همکارۍ لپاره له خپلو ملګرو هېوادونو سره د یورو اتلانتیک سیمه کې ټولیز سیاسي چوکاټ چمتو کوي او دا شورا د سولې لپاره د شراکت سازمان (PfP) سره یوځای کار کوي، کوم چې په ۱۹۹۴ ز کال په جنورۍ کې تاسیس شوی، چې یاده شورا ۵۰ غړي لري د ناټو ټول ۳۰ غړو هېوادونه په ګډون د سولې لپاره د شراکت سازمان (PfP) ۲۰ غړي هم په کې شامل دي. دغه راز د دې شورا د غړو په منځ کې متحده ایالاتو د پام وړ رول لوبولی دی. همدارنګه له سړې جګړې نه وروسته متحده ایالاتو د EAPC د کلیدي غړي په توګه له روسیې سره چې د EAPC یو ملګری هېواد دی د ښکیلتیا لپاره هڅو ته دوام ورکړی.[۲]

شالید[سمول]

NACC او PfP [سمول]

EAPC د NACC پر ځای چې په ۱۹۹۱ز کال کې رامنځته شوې وه د ځایناستي په توګه کار کوي. NACC د یو سازمان په توګه د ناټو له پخوانیو وارسا تړون مخالفینو سره د خبرو اترو او همکارۍ لپاره رامنځته شوی و. سربیره پردې، NACC په ۱۹۹۴ز کال کې د PfP رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړه. دغه راز ناټو په ساده توګه د سولې خبرو اترو کې د ښکیلتیا پر ځای PfP چې د سولې لپاره ریښتنی شراکت و پیل کړ، چې د PfP موخه په ټوله اروپا کې د سیاسي او نظامي همکارۍ پراخول او پیاوړي کول، ثبات زیاتول، سولې لپاره د ګواښونه له منځه وړل او د اړیکو جوړول وو، خو PfP د دې موخو لاس ته راوړلو لپاره د بل سازمان لکه EAPC مرستې ته اړتیا درلوده.[۳][۴]

په ۱۹۹۷ز کال کې د NACC ښکېلو متحدینو د یوې امنیتي ټولنې جوړولو ته چې د لوېدیځې اروپا نور ملګري هم په کې ګډون کولې شو لیوالتیا څرګنده کره . نو ځکه له ناټو سره یې ژورې همکارۍ پیل کړې او د دفاعي اصالحاتو او ډیموکراسۍ ته د لېږد ملاتړ مخ په زیاتېدو و، خو دوی داسې یوې ټولنې ته اړتیا درلوده چې لوی او د ډېرو پیچلو اړیکو لپاره مناسب وي، چې له همدې امله EAPC په ۱۹۹۷ز کال کې د NACC پر ځای رامنځته شو.[۵]

ونډه او جوړښت[سمول]

د همکارۍ لپاره د ټولیز سیاسي چوکاټ چمتو کولو برسیره، EAPC د ناټو او انفرادي شریک هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره د VPf P پروګرام لاندې هم چوکاټ چمتو کوي، چې د EAPC کړنې د دوه کلن پلانونو پر بنسټ دي او په پراخه کچه سیاسي او امنیتي مسلو باندې پر مشورې او همکارۍ تمرکز کوي. دغه راز د EAPC سفیران میاشتنۍ او د بهرنیو او دفاع وزیران یې هر کال غونډې تر سره کوي. د شورا دنده د اوږدې مودې مشورې او همکارۍ ساتل؛ د ناورینونو مدیریت او د سولې ملاتړ عملیات ترسره کول؛ د سیمه اېزو مسلو حل کول؛ د وسلو کنټرول؛ د وسلو د خپرېدو او ډله ایزو وژنو مسلې؛ او نړیوال تروریزم ده.همدارنګه په دفاعي کچه EAPC د پلان جوړونې، بودیجې، تګلارې او سټراټیژۍ، ملکي بیړني پلان جوړونې، د ناورین چمتو کولو، اټومي خوندیتوب او علمي سپړنې مسولیت لري. برسېره پردې، EAPC د عملي همکارۍ هڅولو او همغږي کولو او په مهمو برخو کې د متخصصینو تبادله لکه د تروریزم سره مبارزه، د سرحدونو امنیت، او د ډله ایزو ویجاړولو وسلو او کوچنیو وسلو پراختیا برخه کې هم دنده لري. دغه راز د ناټو او EAPC تګلارو موافقه کړې چې د ښځو، سولې او امنیت او د انساني قاچاق سره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پریکړه لیک پورې اړوند نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي. [۶][۷]

امنیتي غونډه[سمول]

د ۲۰۰۵ز کال د مې په ۲۴مه او ۲۵مه  EAPC خپل لومړی امنیتي غونډه د سویډن په آری ښار کې ترسره کړه، چې په دې غونډه کې د ناټو او ملګرو هېوادونو وزیران، لوړ پوړي پریکړه کونکي او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و. دغه راز د دې غونډې موخه دا وه تر څو له مدني ټولنې سره اړیکه ونیسي او د ناټو په اجنډا کې د نادولتی موسسو رول د سولې جوړونې او بیارغونې په اړه په ځانګړې توګه د بالکان او افغانستان په سیمو کې وپېژنی. همدارنګه ناتو یادونه وکړه چې استازو د وزیرانو د منظمو غونډو په پرتله د یورو - اتلانتیک مسلو په اړه د ډېرو ژورو بحثونو فرصت درلود.[۸]

د ٢٠٠٧ ز کال جون مياشت کې د مقدونيا جمهوريت د اوهريد ښار کې دویمه غونډه جوړه شوه. د دې غونډې تمرکز په افغانستان، انرژۍ، امنیت او د یورو اتلانتیک په جوړښت کې د بالکانونو یو ځای کېدو لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې موندل وو. په دې غونډه کې وزیرانو، لوړ پوړو چارواکو، د پارلمان غړو، علماوو، غیر دولتي موسسو او خبریالانو ګډون کړی و. د ناټو عمومي منشي جاپ دي هوپ شیفر وویل چې دوی یو لړ مسلکي مخینه لرونکي ګډون کوونکی غواړي تر څو نظرونو وړاندې کړي، پرانیستې خبرې ولری او په بېلابېلو لیدلوری وپوهیږی. [۹]

په EAPC کې د متحده ایالاتو ښکیلتیا[سمول]

متحده ایالاتو د ۱۹۹۱ز کال ډسمبر کې د NACC د بنسټ ایښودونکو غړو په توګه دنده ترسره کوله، چې د NACC له ړنګېدو او د PfP او EAPC له یوځای کېدو وروسته متحده ایالاتو د یو مهم غړي په توګه په EAPC کې خدمت ته دوام ورکړ.[۱۰][۱۱]

له سړې جګړې نه وروسته د متحده ایالاتو موخه دا وه چې له ناورینونو او ننګونو سره د مبارزې لپاره د لا زیاتو نړیوالو ګټو څرګندونه وکړي. دغه راز امریکايي چارواکو هیله ښودلې چې له روسیې سره به همکاري هم شوني  وي، چې د سړې جګړې وروسته د متحده ایالاتو موخه په EAPC کې د روسیې شاملول د متحده ایالاتو او د یورو اتلانتیک سیمه کې د پخلاینې او ثبات راوستلو و.[۱۲]

د ډیموکراسۍ او بازار اقتصاد ته وده ورکول او له یو باثباته اټلانټیک سره یو ځای کېدل د متحده ایالاتو لپاره په EAPC کې د ګډون کولو لپاره یو له سترو هڅونو نه و.[۱۳]

د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو[سمول]

د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د ناټو متحدینو د یورو اتلانتیک شراکت کې د مسکو ښکیلتیا لپاره څو ګامونه پورته کړل. دوی غوښتل چې د یورو اتلانتیک سیمه کې په ځانګړې توګه له سړې جګړې وروسته روسیې سره ډیموکراټیک او اقتصادي اصلاحاتو ته پراختیا ورکړي او روسیه په EAPC کې د شریک هېواد په توګه کار کوي، چې د دوی ښکیلتیا د ۱۹۹۱ز کال د ډسمبر په ۲۰مه د شمالي اتلانتیک د همکارۍ شورا په لومړۍ غونډه کې وه. دغه راز دا غونډه د ناټو، د ختیځې اروپا هېوادونو او د شوروي اتحاد په حضور کې جوړه شوې وه. د دې غونډې په پای کې د شوروي سفیر پیغام ترلاسه کړ چې د غونډې په ترسره کولو سره به شوروي اتحاد بله ورځ شتون ونه لري، خو د شوروي سفیر په دې وخت کې اشاره وکړه چې هغه به یوازې د روسیې فدراسیون استازیتوب کوي او نور د شوروي اتحاد استازیتوب نه کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۹۹۴ز کال کې روسیه د سولې لپاره شراکت سازمان (PfP) سره یوځای شوه او په دې توګه د روسیې او ناټو ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې، چې د PfP او NACC له ادغام وروسته روسیه په اتوماتيک ډول په ۱۹۹۷ز کال کې د EAPC غړی شو. په همدې کال کې د ناټو او روسیې د تاسیس قانون هم لاسلیک شو، چې له سړې جګړې وروسته د دوی تر منځ د همکاریو څرګندوينه کوي. همدارنګه روسیې په ۱۹۹۰ لسیزه کې له ناټو سره یو شمېر شراکتونه لکه د ناټو او روسیه د شراکت کمیسیون (NRC) لاسلیک کړ چې په ۱۹۹۷ز کال کې د ناټو او روسیې دایمي ګډ کمیسیون باندې بدل شو.[۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. NATO (June 22, 2021). "Euro-Atlantic Partnership". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Euro-Atlantic Partnership Council (EAPC)". The Nuclear Threat Initiative (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. NATO. "NATO - North Atlantic Cooperation Council (NACC) (Archived)". NATO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. de Dardel, Jean-Jacques (2008). "PfP, EAPC, and the PfP Consortium: Key Elements of the Euro-Atlantic Security Community". Connections. 7 (3): 1–14. doi:10.11610/Connections.07.3.01. ISSN 1812-1098. JSTOR 26323345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. NATO. "NATO - North Atlantic Cooperation Council (NACC) (Archived)". NATO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Euro-Atlantic Partnership Council (EAPC)". The Nuclear Threat Initiative (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. NATO. "Euro-Atlantic Partnership Council (EAPC)". NATO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "NATO Update: Security issues in focus at 46-nation forum - 24-25 May 2002". www.nato.int. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "NATO news: Ohrid forum discusses way ahead for Afghanistan, Balkans and energy security - 28-29 June 2007". www.nato.int. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. NATO. "NATO - North Atlantic Cooperation Council (NACC) (Archived)". NATO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lundestad, Ingrid (2016). "Turning Foe to Friend? US Objectives in Including Russia in Post-Cold War Euro-Atlantic Security Co-operation". The International History Review. 38:4 (4): 694–718. doi:10.1080/07075332.2015.1096806. S2CID 155652233. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lundestad, Ingrid (2016). "Turning Foe to Friend? US Objectives in Including Russia in Post-Cold War Euro-Atlantic Security Co-operation". The International History Review. 38:4 (4): 694–718. doi:10.1080/07075332.2015.1096806. S2CID 155652233. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Marrone, Alessandro, and Karolina, Muti (2020). "NATOʹs Future: Euro-Atlantic Alliance in a Peacetime War". Istituto Affari Internazionali (IAI). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  14. Ratti, Luca (2013). "Resetting' NATO–Russia Relations: A Realist Appraisal Two Decades after the USSR". The Journal of Slavic Military Studies. 26:2 (2): 141–161. doi:10.1080/13518046.2013.779845. S2CID 145351757. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lundestad, Ingrid (2016). "Turning Foe to Friend? US Objectives in Including Russia in Post-Cold War Euro-Atlantic Security Co-operation". The International History Review. 38:4 (4): 694–718. doi:10.1080/07075332.2015.1096806. S2CID 155652233. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Dissolution of the Soviet Union Announced at NATO Meeting". NORTH ATLANTIC TREATY ORGANIZATION. January 1, 1991. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ratti, Luca (2013). "Resetting' NATO–Russia Relations: A Realist Appraisal Two Decades after the USSR". The Journal of Slavic Military Studies. 26:2 (2): 141–161. doi:10.1080/13518046.2013.779845. S2CID 145351757. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Baranovsky, Vladimir (2010-06-01). "Russia's Approach to Security Building in the Euro–Atlantic Zone". The International Spectator. 45 (2): 41–53. doi:10.1080/03932721003790704. ISSN 0393-2729. S2CID 154780391. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)