د یهودانو او روم لومړنۍ جګړه
د یهودانو او روم لومړنۍ جګړه (۶۶ – ۷۴ زکال) چې ځینې مهالونه د لوی یهودي پاڅون یا د یهودي جګړې په نومونو هم یادېږي، دروم تر کنټرول لاندې یهودیه کې د روم د سترواکۍ پر وړاندې د یهودانو له دریو لویو پاڅونونو څخه لومړی پاڅون و چې له امله یې د یهودانو ښارونه ونړول شول، د هغو ځمکې د رومیانو د پوځونو له خوا وکارول شوې، یهودي معبد په کې ړنګ او حکومت یې راوپرځول شو.
دغه پاڅون له میلاد وروسته ۶۶ کال کې د نرون د واکمنۍ د ۱۲م کال پر مهال وشو چې د رومي حاکمانو له ظالمانه حکومت، د بډایه اشرافو او تر ظلم لاندې وګړو ترمنځ یې د مخ پر زیاتوالي درځ او همدارنګه د رومیانو او یهودانو ترمنځ له مذهبي ستونزو څخه سرچینه اخیسته. یاد کړکېچ د مالیاتو پر ضد د اعتراضاتو او همدارنګه په مختلطو ښارونو کې د یهودانو او رومیانو ترمنځ د شدیدو نښتو له امله زور واخیست. رومي والي، ګسیوس فلوروس د دویم معبد خزانه ضبط کړه او ګڼ شمېر مخکښ یهودي وګړي یې ونیول. دغه چارې په اورشلیم کې د پراخه پاڅون لامل وګرځېدې چې د روم تر ملاتړ لاندې پاچا، هرود دویم اګریپا او رومي چارواکو په تېښتې او همدارنګه د یاغیانو له خوا د رومیانو د ځایونو په نیولو سره پای ته ورسېد. د نارامیو د کرار کولو په موخه سوریايي واکمن، سستیوس ګالوس د رومي سترواکۍ د دولسم پوځ او نورو مرستندویه ځواکونو څخه جوړ د سوریې پوځ ولېږه. د لومړنیو لاسته راوړونو او د یوفا له فتح کولو سربېره سوریايي ځواکونو په بث هورون جګړه کې د یهودي یاغیانو پر وړاندې د ۶۰۰۰ رومي سرتېرو او آکیلا په له لاسه ورکولو سره ماته وخوړه. د ۶۶ زکال پر مهال په اورشلیم کې یو لنډ مهالی یهودي دولت د لوی کاهن انانوس بن انانوس، ژوزف بن ګوریون او یوشع بن ګاملا په مشرۍ جوړ شو. یوسف بن ماتیاهو (یوسیفوس) په الجلیل او العازار بن حنانیه په اډوم کې د پاڅون کوونکو د قومندانانو په توګه وټاکل شول. وروسته بیا په اورشلیم کې د سیکاريانو د ډلې د رهبر مناهم بن یهودا په مشرۍ د ښار د کنټرول د خپلولو په موخه هڅې ماته وخوړه. هغه اعدام شو او پاتې نور سیکاریان له ښاره وشړل شول. ورته مهال د بزګرانو رهبر سیمون بارګیورا هم د نوي دولت له خوا وشړل شو. [۱][۲][۳]
رومي جنرال وسپاسیان ته د سترواک نیرو له خوا د څلورو لښکرو په ورکولو سره دنده وسپارل شوه څو پاڅون له منځه یوسي. وسپاسیان د پاچا دویم اګریپا د ځواکونو په مرسته په ۶۷ زکال کې په الجلیل برید وکړ او د څو میاشتو په ترڅ کې یې د الجلیل د یهودانو اصلي سنګرونه، یودفت او تاریشیا ونیول. پارېدلي پاڅون کوونکي او د الجلیل څخه په زرګونو بې ځایه شوي وګړي اورشلیم ته ورسېدل چې له امله یې د اورشلیم د وګړو تر ډېره د صدوقي ډلې او همدارنګه یاغي زیلوټ ډلې ترمنځ کړکېچونه رامنځته او ډېر ژر په کورنیو جګړو واوښتل. په ۶۹ زکال کې وسپاسیان روم ته وغوښتل شو او سترواک شو؛ هغه خپل زوی په ۷۰ زکال کې د اورشلیم د کلابندۍ مسئول وټاکه. د اورشلیم وحشیانه اووه میاشتنۍ کلابندي او همدارنګه د زیلوټیانو داخلي جګړه لامل وګرځېده چې د ښار دننه د خوراکي توکو ټولې زیرمې پای ته ورسېږي؛ بالاخره رومیانو د ۷۰ زکال په اوړي کې د دغه ښار دفاعي کرښې ماتې کړې. د اورشلیم له سقوط وروسته تیتوس روم ته ولاړ خو د رومي ځواکونو لسم پوځ یې هلته د یهودانو د پاتې نورو سنګرونو له دې ډلې د هیرودیون او مکاور قلا د ماتولو په موخه پرېښود. د رومي ځواکونو عملیات له ۷۲ زکال څخه تر ۷۴ زکال پورې د ماسادا په کلابندۍ کې د دوی په بریا سره پای ته ورسېدل. [۴]
د رومیانو له خوا د یهویانو د پاڅون ځپلو په سیمه ییزو وګړو پام وړ اغېز درلود، په داسې توګه چې ډیری پاڅون کوونکي ووژل شول، بې کوره شول او یا هم په غلامۍ وپلورل شول. د اورشلیم معبد او د ښار ډیره برخه وسوزول شوه؛ همدارنګه یهودي ټولنه د خپلې مذهبي او سیاسي ویجاړۍ له امله د ډوبېدو لور ته یووړل شوه.
مخینه
[سمول]پاچا هرود له میلاد وړاندې ۳۷ کال څخه له میلاد وړاندې ۴ کال پورې د رومي سترواکۍ د لاس پوڅي په توګه د روم د سنا له خوا په یهودانو پاچاهي وکړه. لوی هرود ظالم بلل کېده، ځکه ټول هغه کسان یې ووژل چې د پاچاهۍ دعوا یې کولای شوه. سربېره پر دې نوموړي د پخوانۍ هاموني لړۍ ټول غړي اعدام کړل. په دغو کې د پاچا هاشمونین مېرمن، لور او د کورنۍ نور ټول غړي شامل و. ده نوې اشرافي لړۍ له هغو کسانو څخه جوړه کړه چې ده ته وفادار و او بیا د هرودیانو په نوم پېژندل کېده. ده لوی کشیشان له هغو کورنیو څخه وټاکل چې پخوانۍ لړۍ ته اړوندې نه وې. د هرود له مړینې وروسته د هغه یو شمېر خپلوانو د سیمې اړوند یو لړ ادعاوې وکړې چې له هرودي څلورسالارۍ څخه یې سرچینه اخیسته. [۵]
د هرود څخه پاتې بل میراث هم اقتصادي ستونزې وې. هغه کارګران چې د هرود په لویو ودانیزو پروژو کې ګمارل شوي و، لا پسې بېوزله شول. د هرود له مړینې وروسته کمزوری اقتصاد د پاڅون لامل وګرځېد او په سیمه کې د مشرۍ د نشتون له امله د پاڅون کوونکو تاوتریخوالي کنټرول نه شول. د هرود د رهبرۍ تشې سیمه د پاڅونونو پر وړاندې زیان منونکې کړه چې له امله یې کولای شو هغه په راتلونکي کې د لوی پاڅون رامنځته کوونکی عامل وبولو. [۶]
په ختیځه مدیترانه باندې د روم د واکمنۍ په پراختیا سره، د هرودین نیمه خپلواکه لړۍ رسما له میلاد وروسته شپږم کال پر مهال په رومي سترواکۍ کې ادغام شوه. په یوه رومي ولایت باندې د دغې تر لاس لاندې پاچاهۍ بدلون پام وړ کړکېچونه راوپارول چې د الجلیل د یهودانو پاڅون هم د کویرینیوس د سرشمېرنې په غبرګون کې وشو.
د لوی هرود له مړینې او د هرود ارکلائوس له ګوښه کېدو وروسته رومیانو په یهودانو باندې د حکومت په موخه د سرپرستۍ سیسټم رامنځته کړ (له تخنیکي پلوه دا له میلاد وروسته ۴۱ کال کې د ښاروالۍ/ بخشدارۍ له سیسټم سره برابر و). په پیل کې رومي څارونکو د یهودو دودونو او قوانینو ته درناوی کاوه، هغوی ته یې اجازه ورکوله څو د سبت په ورځ استراحت وکړي، دوی یې بتانو ته له درناوي څخه معاف کړي و او آن تر دې چې له انځور پرته سکې یې ضرب کولې، په داسې حال کې چې په نورو ټولو ځایونو کې یې سکو انځورونه لرل. هغه مهال چې یهودانو ته داسې یو مشر ولېږل شو چې د دوی قوانینو او دودونو ته یې درناوی نه کاوه، د سوریې له والي څخه یې وغوښتل دغه چارواکی ګوښه کړي، ځکه چې رومي یهودیه د سوریې تر کنټرول لاندې وه. [۷][۸]
له میلاد وروسته ۷ کال څخه تر ۲۶ کال پورې دوره نسبتا آرامه وه، خو له ۳۷ کال وروسته دغه ښار یو ځل بیا د سترواک کالیګولا لپاره په سرخوږي واوښت. د سترواکۍ په ختیځ کې د کړکېچونو لاملونه پېچلي و چې په دغو کې د یوناني کلتور پراختیا، رومي قوانین او د یهودو حقونه شامل وو. کالیګولا د مصر په کنټرول کوونکي، اولوس آویلیوس فلاکوس باور نه درلود. ځکه چې هغه تیبیریوس ته وفاداره و او د کالیګولا د مور پر وړاندې یې توطئه کړې وه؛ همدارنګه یې له مصري جلا غوښتونکو سره هم اړیکه لرله. کالیګولا په ۳۸ زکال کې له کومې اطلاع پرته اګریپا سکندریې ته ولېږه څو د فلاکوس چارې و ارزوي. د فیلو په خبره دغه لیدنه په یونانیانو باندې د ملنډو په توګه وبلل شوه ځکه چې هغوی اګریپا ته د یونانیانو د پاچا په سترګه کتل. ورته مهال فلاکوس هڅه وکړه چې په یهودي کنیسو کې د سترواک د مجسمو په اېښودو سره به هم یوناني وګړي او هم کالیګولا له ځانه خوښ وساتي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په پایله کې په دغه ښار کې پراخ مذهبي پاڅونونه رامنځته شول. کالیګولا دغې چارې ته غبرګون د فلاکوس په ګوښه کولو او اعدام سره وښود. په ۳۹ کال کې اګریپا د الجیل او پیریه واکمن، هیرود انتیپاس د پارتیا په مرسته د رومي واکمن پر وړاندې د پاڅون په تنظیم کولو تورن کړ. هرود په خپلې دغې چارې باندې اعتراف وکړ او کالیګولا هم تبعید کړ. ورته مهال اګریپا ته د خپلو چارو له امله ګڼ شمېر قلمروونه په جایزه کې ورکړل شول. [۱۶][۱۷][۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Grant, R. G. (2017). 1001 Battles That Changed the Course of History. Book Sales. pp. 85–. ISBN 978-0-7858-3553-0.
- ↑ שטרן, מנחם (1984). ההיסטוריה של ארץ ישראל: התקופה הרומית-ביזנטית – שלטון רומי מהכיבוש ועד מלחמת בן כוסבה (63 לפני הספירה – 135 לספירה) (په عبراني). בית הוצאה כתר – ירושלים; יד יצחק בן צבי. p. 297.
- ↑ کينډۍ:Cite Josephusکينډۍ:Cite Josephusکينډۍ:Cite Josephusکينډۍ:Cite Josephus.
- ↑ Josephus, De Bello Judaico (Wars of the Jews), book iv, chapter i, § 1
- ↑ Cohen, Shaye. "Roman Domination: The Jewish Revolt and the Destruction of the Second Temple" in Ancient Israel: From Abraham to the Roman Destruction of the Temple, ed. Hershel Shanks (Prentice Hall, Biblical Archeology Society), 269.
- ↑ Cohen, Shaye. "Roman Domination: The Jewish Revolt and the Destruction of the Second Temple" in Ancient Israel: From Abraham to the Roman Destruction of the Temple, ed. Hershel Shanks (Prentice Hall, Biblical Archeology Society), 273
- ↑ Cohen, Shaye. "Roman Domination: The Jewish Revolt and the Destruction of the Second Temple" in Ancient Israel: From Abraham to the Roman Destruction of the Temple, ed. Hershel Shanks (Prentice Hall, Biblical Archeology Society), 286.
- ↑ H.H. Ben-Sasson, A History of the Jewish People, pp. 247–248: "Consequently, the province of Judea may be regarded as a satellite of Syria, though, in view of the measure of independence left to its governor in domestic affairs, it would be wrong to say that in the Julio-Claudian era Judea was legally part of the province of Syria."
- ↑ Philo of Alexandria, Flaccus III.8, IV.21.
- ↑ Philo of Alexandria, Flaccus V.26–28.
- ↑ Philo of Alexandria, Flaccus V.29.
- ↑ Dan Urman; Paul Virgil McCracken Flesher (1998). Ancient Synagogues: Historical Analysis and Archaeological Discovery. Brill. pp. 219–. ISBN 90-04-11254-5.
- ↑ Philo of Alexandria, Flaccus VI.43.
- ↑ Emil Schürer; Fergus Millar; Geza Vermes (2014). The History of the Jewish People in the Age of Jesus Christ. A&C Black. pp. 390–. ISBN 978-1-4725-5827-5.
- ↑ Philo (of Alexandria) (2003). Philo's Flaccus: The First Pogrom. Brill. pp. 134–. ISBN 90-04-13118-3.
- ↑ Philo of Alexandria, Flaccus VII.45.
- ↑ Philo of Alexandria, Flaccus XXI.185.
- ↑ کينډۍ:Cite Josephus.