د یمن په کورنۍ جګړه کې بهرنۍ ښکېلتيا (2014-تر اوسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د يمن د کورنۍ جګړې په بهير کې، سعودي عربستان په نړيواله کچه په رسميت پېژندل شوي، سعودي پلوي يمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د اقتصادي او سياسي شکايتونو له امله د حوثيانو د خوځښت په مټ له واکه لېرې کولو او سعودي ته له تېښتې وروسته، د پوځي ملاتړ د غوښتنې په ځواب کې د منځني ختيځ له نهو هېوادونو او افريقا له ځينو برخو جوړ یو ايتلاف مشري وکړه.[۱][۲]

د انګلستان او متحده ايالاتو په څېر هېوادونه په بنسټيز ډول د وسلو د پلور او تخنيکي مرستې په مټ یمن کې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې مداخلې ملاتړ کوي. فرانسې هم په وروستيو کې په سعودي عربستان پوځي وسايل پلورلي دي. د MSF بېړني همغږي کونکي « Karline Kleijer» متحده ايالات، فرانسه او انګلستان د سعودي په مشرۍ د ايتلاف برخه بللي دي، چا چې وسله وال بنديزونه پلي کړي، او ټولې هغه بېړۍ يې بندې کړي، چې يمن ته له مرستو سره داخلېږي. د بشري حقوقو ډلو د وسلو پر چمتو کونکو هېوادونو نیوکې کړي دي، او ايتلاف يې د کلستر (خوشه يي) وسلو په کارولو تورن کړي دي، کوم چې په ډېرو هېوادونو کې بند دي. اکسفام يادونه کړې، چې المان، ايران او روسيې هم د راپورونو پر اساس پر جګړه مارو ځواکونو وسلې پلورلي دي. په يمن کې د اکسفام رئيس طارق ريبل ويلي، "ستونزمنه ده په دې اړه بحث وشي چې پر سعودي پلورل شوې وسلې به په کوم ډول، په یمن کې ونه کارول شي"، يا "که دا په يمن کې ونه کارول شي، بيا هم ياد هېواد ته وړتيا ورکوي چې په يمن کې نورې وسلې وکاروي". د بښنې نړيوال سازمان په متحده ايالاتو او انګلستان فشار راوړی چې سعودي عربستان او د سعودي په مشرۍ ايتلاف ته د وسلو چمتو کول بند کړي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د متحده ايالاتو او انګلستان په ګډون يې، په نړيوالې ټولنې هم غږ کړی چې د یمن په شخړه کې کارېدونکو وسلو چمتو کول بند کړي. د 2019ز کال د اګست په درېيمه نېټه، د ملګرو ملتونو يو راپور وويل چې متحده ايالات، انګلستان او فرانسه په یمن کې د جنګي جنايتونو په تر سره کولو کې د وسلو د پلور او سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ايتلاف ته مرستې وړاندې کولای شي، کوم چې په قصدي ډول له لوږې څخه مړينه د جګړې د يوې حربې په توګه کاروي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

عرب ايتلاف[سمول]

د ايران د ښکېلتيا ادعاوې[سمول]

ايتلاف پر ايران د حوثيانو د پوځي او مالي ملاتړ تور پورې کړی. د اپريل په نهمه نېټه، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير «جان کيري» وويل دا روښانه ده چې له ايران څخه تجهيزات راځي، دا تجهيزات هره اونۍ په يو شمېر الوتکو کې رسېږي، او ايران ته يې خبرداری ورکړ تر څو د حوثيانو له څرګند ملاتړ لاس واخلي. ايران دا ادعاوې رد کړې.[۱۶][۱۷][۱۸]

له عدن څخه دفاع کونکې د حوثيانو مخالف جنګيالي ادعا کوي چې دوی د اپريل په يوولسمه نېټه د ايران د قدس ځواکونو دوه افسران نيولي دي، چې ادعا کېږي په ښار کې يې د حوثي وسله والو د پوځي سلاکارانو په توګه کار کاوه. دا ادعا بيا تکرار نه شوه. ايران د هر ډول ايراني پوځي ځواک شتون رد کړ.[۱۹][۲۰]

د يمن د چارو يو کارپوه « Michael Horton» په وينا، دا نظر بې معنا دی چې ګوندې حوثيان د ايران نيابتيان دي.[۲۱]

د فرانسې د خبري ادارې په وينا، د 2015ز کال د اپريل په مياشت کې د امنيت شورا کې د ايران د بنديزونو کميټې ته يو محرم راپور وړاندې شوی و، په کوم کې چې ادعا شوې وه چې ايران حوثي ياغيانو ته 2009  او 2013ز کلونو تر منځ وسلې استولي. دې پلاوي همدا راز ويلي چې له 2013ز کال وروسته د کوم ډول وسلو د استولو راپورونه نه شته.[۲۲][۲۳]

د مۍ په دويمه نېټه، عبداللهيان وويل ايران به سيمه ييزو قوتونو ته اجازه ورنه کړي چې د ايران امنيتي ګټې له ګواښ سره مخ کړي.[۲۴]

د امريکايی چارواکو په وينا، ايران د 2014ز کال په وروستيو کې د حوثي ياغيانو له خوا د يمن د پلازمېنې د نيولو مخه نيولې وه، او په دې ډول يې په دې ادعاوو کې نور شکونه پيدا کړل چې دا ياغي ځواکونه د ايران په نيابت جګړه پر مخ وړي. د متحده ايالاتو د امنيت شورا يو وياند وويل چې دا د دې شورا يوه ارزونه ده، چې ايران په يمن کې په حوثیانو واک او مشري نه لري.[۲۵]

د مۍ په شپږمه نېټه، د ايران معظم رهبر ايت الله علي خامنه يی وويل، "متحده ايالات په بې شرمۍ سره د يمنيانو د وژلو ملاتړ کوي، خو دوی ايران په ياد هېواد کې په لاسوهنه او وسلو استولو تورنوي، په داسې حال کې چې ايران يوازې د روغتيايي او خوراکي توکو مرستې استوي"'.[۲۶]

د 2015ز کال د سپتمبر په شپږ وېشتمه نېټه، سعودي عربستان ادعا وکړه چې د راکټونو او ټانک ضد توغنديو په ګډون په وسلو بار د کب نيونې يوه ايرانۍ بېړۍ، د عرب ايتلاف ځواکونو له خوا د عمان د سلاله بندر څخه 240 کيلو متره (150 ميله) سويل ختيځ لور ته په عرب سمندر کې ودروله او ونيوله. د 2019ز کال د مۍ په مياشت کې، حوثي مليشو د عرستان د ارامکو سازمان له خوا په اداره کېدونکو د تيلو دوه مرکزونو دوه توغندي وويشتل. د تيلو يو ماهر انس الحاجي وويل چې د دې ډول بريد طرحه، يادو پايپ لیکو ته زيان رسولو لپاره جوړه شوې وه، ځکه چې دا د هرمز تنګي د تيلو د لېږد لارو ځای نيسي.[۲۷][۲۸]

متحده ايالات[سمول]

د 2015ز کال د مارچ په مياشت کې، ولسمشر بارک اوباما اعلا وکړ چې هغه د متحده ايالاتو ځواکونو ته واک ورکړی، څو سعودي عربستان په يمن کې د پوځي مداخلې په برخه کې لوژستيکي او استخباراتي ملاتړ وړاندې کړي، او په دې ډول يې له سعودي عربستان سره د پلان جوړولو يوه شريکه اداره جوړه کړې. په دې کې ايتلافي الوتکو ته په يمن کې د زیات وخت تېرولو لپاره مرستې کولو په موخه په هوا کې د تيلو ورکول، او يو شمېر ايتلافي غړيو سعودي عربستان ته د لېږدولو پر ځای د خپل هېواد مرکز ته د تګ مرسته کول شامل دي.[۲۹][۳۰]

د رسنيو د راپور پر اساس، د متحده ايالاتو په SOCOM کې ډېر په څرګند ډول د حوثيانو ملاتړ کوي، ځکه چې دوی د القاعده او په ووستيو کې د داعش پر ضد مبازه کې اغېزناک ثابت شوي دي، "هغه څه چې د امريکا د ډرون سلګونه بريدونه او د يمن د پوځ سلاکاران يې په لاسته راوړلو کې ناکام شوي دي". د CENTCOM د لوړپوړي قوماندان په وينا، "د سعوديانو له خوا د خپلو پلانونو څخه زموږ د نه خبرولو لامل دا دی چې هغوی پوهېدل موږ به ورته کټ مټ هغه څه ويلي وای، کوم څه چې موږ فکر کاوه – چې دا ناسم نظر دی". لکه چې د یمن د چارو کارپوه « Michael Horton» وايي، متحده ايالات په عراق کې د ايران هوايي ځواک او په يمن کې د القاعده هوايي ځواک و. د الجزېرې د يو راپور پر بنسټ، د متحده ايالاتو د ملاتړ یو لامل د ايراني هستوي تړون د ملاتړ په مټ د سعودي عربستان مخالفت ختمولو لپاره سفارتي منطق کېدای شي. یو شمېر امریکايی پوځي قوماندانان په بل اند دي، او هغه دا چې د ايران سره مقابله کول د القاعدې او داعش سره د مقابلې په وړاندې يو ستراتژيک لومړيتوب دی.[۳۱][۳۲]

د جون په دېرشمه نېټه، د HRW يو راپور کې وويل شول چې د امريکا جوړ بمونه د ملکيانو په بې توپيره ډول په نښه کولو او جنګي اصولو څخه سرغړونې لپاره کارول کېږي. په راپور کې له هوا څخه غورځول شوي MK-83 1000 پاونډه بمب انځور خپور شوی و، چې په متحده ايالاتو کې جوړ شوی.[۳۳]

د متحده ايالاتو استازي « Ted Lieu» په يمن کې د سعودي په مشرۍ د جګړې لپاره د امريکا ملاتړ په وړاندې په ولسي کچه اندېښنې څرګندوي. د 2016ز کال د مارچ په مياشت کې، نوموړي د بهرنيو چارو وزير «جان کيري» او دفاع وزير «ايش کارټر» ته يو ليک استولی و. هغه په دې لیک کې ليکلي و چې "په يمن کې په ملکي اهدافو په څرګند ډول بې توپيره هوايي بريدونو څخه داسې بريښي چې يا خو ايتلافي ځواکونه د خپلو اهدافو په نښه کولو کې په بشپړ ډول بې پروايي کوي، یا په قصدي ډول بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي". په يمن کې د سعودي په مشرۍ جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د امریکا له اندېښنې وروسته، د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو او روغتونونو په نښه کولو له امله، د متحده ايالاتو پوځي ښکېلتيا تر ډېره بريده بې اغېز ده.[۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په 26 March 2015 باندې). Yemeni leader Hadi leaves country as Saudi Arabia keeps up air strikes. Reuters.
  2. Buchanan, Patrick J. (12 October 2018). "With Friends Like the Saudis". The American Conservative. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 8 October 2015 باندې). Amnesty International urges Britain to stop supplying arms to Saudi Arabia – Airstrikes in Yemen have killed thousands of civilians. The Independent.
  4. (په 11 September 2015 باندې). Inside Yemen's forgotten war. BBC News.
  5. "UK arms sales fuelling Yemen crisis in potential breach of law says Oxfam". Oxfam UK. 11 September 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 22 December 2015 باندې). U.N. blames Saudi-led coalition for most attacks on Yemeni civilians. Reuters UK.
  7. "US: Reject Bomb Sales to Saudi Arabia – Coalition Failure to Investigate Civilian Deaths in Airstrikes on Yemen". Human Rights Watch. 18 November 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 11 September 2015 باندې). Inside Yemen's forgotten war. BBC News.
  9. (په September 3, 2019 باندې). UK, US and France may be complicit in Yemen war crimes – UN report. The Guardian.
  10. "UN Report on Yemen: US, UK Accomplices to Atrocities, While Inaction Continues". The Real News. 4 September 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 28 August 2018 باندې). UN experts call on UK to stop giving Saudi Arabia bombs to use in Yemen. The Telegraph.
  12. (په 28 August 2018 باندې). All sides in Yemen may be responsible for war crimes, say UN experts. The Guardian.
  13. (په 28 August 2018 باندې). UN details possible war crimes in Yemen. BBC News.
  14. (په 28 August 2018 باندې). All sides in Yemen conflict could be guilty of war crimes, says UN. CNN
  15. (په 28 August 2018 باندې). War Crimes Report Accuses Saudi Arabia and U.A.E. in Yemen. The New York Times.
  16. (په 26 March 2015 باندې). Yemen crisis: Who is fighting whom?. BBC News.
  17. (په 15 December 2014 باندې). Iranian support seen crucial for Yemen's Houthis. Reuters.
  18. (په 9 April 2015 باندې). Yemen crisis: Kerry warns Iran over Houthi rebel 'support'. BBC News.
  19. (په 12 April 2015 باندې). Iran denies military advisors captured in Yemen. Reuters.
  20. (په 11 April 2015 باندې). Yemeni Militiamen Claim Capture of Iranian Military Officers. Newsweek.
  21. . US generals: Saudi intervention in Yemen 'a bad idea.
  22. (په 30 April 2015 باندې). Iran arming Yemen's Huthi rebels since 2009: UN report. Yahoo! News
  23. (په 2 May 2015 باندې). UPDATE 3-Iran pledges to protect shared security interests with Yemen. Reuters.
  24. (په 2 May 2015 باندې). UPDATE 3-Iran pledges to protect shared security interests with Yemen. Reuters.
  25. (په 20 April 2015 باندې). Iran Warned Houthis Against Yemen Takeover. HuffPost.
  26. . Iran leader says US backing 'immense crimes' in Yemen. Yahoo! News
  27. (په 30 September 2015 باندې). Yemen conflict: Iranian boat 'carrying weapons' seized. BBC News.
  28. "Attacks on Saudi Arabia, UAE energy facilities likely coordinated, analysts say". Arab News. 2019-05-15. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 25 March 2015 باندې). Saudi Arabia launches air attacks in Yemen.
  30. Akbar Shahid Ahmed (په 10 August 2016 باندې). Obama Could End The Slaughter in Yemen Within Hours. HuffPost.
  31. Mark Perry (په 17 April 2015 باندې). US generals: Saudi intervention in Yemen 'a bad idea'. Al Jazeera
  32. Mark Perry (په 17 April 2015 باندې). US generals: Saudi intervention in Yemen 'a bad idea'. Al Jazeera
  33. . Saudi airstrikes in Yemen violate laws of war, rights group says. The McClatchy Company
  34. Steve Visser (په 21 August 2016 باندې). US military distances itself from Saudi-led war in Yemen. CNN
  35. (په 17 March 2016 باندې). 'Look like war crimes to me': Congressman raises concerns over U.S. support for Saudi war in Yemen. Salon.
  36. (په 3 May 2018 باندې). Army Special Forces Secretly Help Saudis Combat Threat From Yemen Rebels. The New York Times.