د یمن انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یمن انقلاب د تانزانیا د انقلاب له لومړیو پړاونو وروسته، په کال ۲۰۱۱ کې د مصر له انقلاب او په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د عربو د پسرلي اعتراضاتو سره هم مهاله رامنځ ته شو. د انقلاب په پیل کې په یمن کې اعتراضونه د بې کارۍ ، اقتصادي وضعیت او فساد په وړاندې و او تر څنګ یې د یمن د اساسي قانون د تعدیل په اړه د یمني حکومت وړاندیز له امله و. د اعتراض کوونکو غوښتنې هومره لوړې شوې چې هغوی د یمن د ولسمشر علی عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه. له پوځ او دعلي عبدالله له حکومت څخه تېښتې، په عملي توګه د هیواد ډېرې برخې د دولت له کنترول څخه بهر کړې او معترضانو هوډ وکړ چې دولت سره به جګړه وکړي.[۱][۲][۳][۴]

تر ټولو سترلاریون د کال ۲۰۱۱ د جنورۍ په ۲۷ د یمن په پلازمېنه صنعا کې تر سره شو چې ۱۶۰۰۰ وګړو پکې برخه اخیستې وه. د فبرورې په ۲ علي عبدالله اعلان وکړ چې هغه به د کال ۲۰۱۳ ټاکنو کې ځان نه کانديدوی او او خپل زوی ته به واک نه سپاري.د فبرورۍ په دریمه ۲۰۰۰۰ تنو خلکو  د دولته په وړاندې په صنعا کې په اعتراض لاس پورې کړ او نورو د عدن په ښار کې چې  سمندرې بندر ته څېرمه یو سویلي سرحدي ښار دی  لاریون وکړ.له غصې په یو ډکه ورځ کې چې توکل کرمان ( دا په یمن کې یو ژورنالسته، د بشري حقونو فعاله او په نړۍ کې د نوبل د جایزې دویمه مسلمانه وړونکې وه) عسکرو، د خلکو د عمومي کنګرې وسله والو غړو او نور اعتراض کوونکو د دولت په پلوۍ لاریون تر سره کړ.   له غصې په یوه ډکه جمعه کې د فبرورۍ په ۱۸، په لس هاوزرو یمنیانو د تیز، صنعا او عدن ښارونو کې د دولت په ضد لاریون وکړ. د مارچ په ۱۱، د(( بیرته نه ستنیدلو)) په  نامه جمعه کې په صنعا کې اعتراض کوونکو د علي عبدالله د لرې کېدو غوښتنه وکړه چې په لړ کې یې درې کسان ووژل شول. د موکالا په ګډون په نورو ښارونو کې هم لاریونونه وشول چې یو تن پکې ووژل شو. د مارچ په ۱۸ په صنعا کې په لاریون کوونکو ډزې وشوې چې له امله یې ۵۲ کسان مړه شول  چې په دې سره ډله ایزه  تېښتنه او استعفا ورکول اوج ته ورسیدل.  [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د اپریل په وروستیو کې، صالح د خلیج دهمکاریو د سازمان په منځګړیتوب درې ځله له یوه قرارداد سره موافقه وکړه خو د لاسلیک کولو لپاره د ټاکلې مهالوېش څخه وروسته درې ځله شاته لاړ. د مې په ۲۲، د خلیج د همکارۍ سازمان اعلان وکړ چې نور په یمن کې د منځګړې توب هڅې ځنډوي. د مې په ۲۳، له هغو وروسته چې صالح د قدرت د انتقال له لاسلیک څخه انکار وکړ، د هاشید قبیلوی فدرېشن  مشر شیخ صادق الاحمر چې په یمن کې خورا ځواکمنه قیبله و له اپوسیون سره د ملاتړ اعلان وکړ او د هغه وسله وال ملاتړي  په پلازمېنه صنعا کې  ددولت له وفادارو ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول. په سړکونو کې درنه جګړه پیل شوه چې له توپونو او هاوانونو څخه پکې ترې کار اخیتسل کېده. صالح او څونور هغه وخت ټپیان شول او کم له کمه ۵ تنه ووژل شول  چې ولسمشري ماڼۍ ته نژدې په یو جومات کې  چې لوړ رتبه دولتي چارواکو پکې عبادت کاوه چاودنه وشوه. را پورونه ضد ونقیض و چې دا اېښودل شوی بم و که د کومې بلې وسلې د ډزو له امله و. په سبا یې مرستیال ولسمشر عبدلرابو منصور هادي د سرپرست ولسمشر په توګه چارې لاس کې واخیستې او صالح سعودی لوری ته د درملنې لپاره لاړ. د خلکو ګڼه ګونې د صالح له خوا د قدرت انتقال نمانځنه وکړه خو د یمني چارواکو ټینګار کاوه چې د صالح غیابت د لنډ وخت لپاره ده او ژربه د خبلې دندې د پیل لپاره را ستون شي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د جولای په وروستیو کې،  دولت د اپوزیسونو غوښتنې ردکړې چې په هغو کې یوه سرپرست حکومت ته د واک د سپارلو لپاره د یوې انتقالي شورا جوړول و چې باید په یمن کې له لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو څخه څارنه وکړي. د رد ځواب په غبرګون کې اپوزیسونو د جولای په ۱۶ خپله ۱۷ کسیزه انتقالي شورا جوړه کړه ، که څه هم د ګوندونو ګډه ناسته  چې له ګڼو مخالفو ډلو څخه جوړه وه او د پاڅون په مهال یې یو چتر جوړ کړی اعلان وکړ چې دا ۱۷ کسیزه شورا له دوی څخه استاذولي نه کوي او د هیواد لپاره دهغوی له پلانونو سره مطابقت نه کوي.  [۲۰]

دنومبر په ۲۳، صالح د قدرت د لېږد هوګړه لیک په ریاض کې د خلیج د همکاریو دسازمان په منځګړیتوب لاسلیک کړ چې له مخې یې قدرت دهغه مرستیال منصور عبد الله ته  انتقالېده  اوهغه باید د ۳۰ ورځو په موده کې د فبرورۍ تر میاشتې قدرت د تعقیب څخه د خوندیتوب په بدل کې پرېږدي. که څه هم د د خلیج د همکارۍ سازمان معامله د ګوندونو د ګډې ناستې له خوا ومنل شوه خو د ډېری هوسې اعتراض کوونکو له خوا رد شوه. د کال ۲۰۱۲ د فبرورۍ په ۲۱ ولسمشریزه ټاکنې تر سره شوې او هادي پکې له مخالفت سره مخامخ نه شو. د یوه راپور له مخې، چې په ټاکنو کې ۶۵ سلنه خلکو برخه اخیستې وه او منصورهادې ۹۹.۸ سلنه رأیې ګټلې وې، هغه د کال ۲۰۱۲ د فبرورۍ په ۲۵ د یمن په پارلمان کې لوړه وکړه او په همدې ورځ صالح هیواد ته راستون شو چې د هادې د قدرت د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړي. له میاشتو اعراضونو وروسته صالح له ولسمشرۍ استعفا کړې وه او خپل ځای ناستي ته یې د چارو واګې وسپارلې چې په دې سره د هغه د ۳۳ کلونو واک دوره هم پای ته ورسېده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

مخینه[سمول]

یمن په عربې نړۍ کې له موریتانیا، جیبوتي او سودان څخه وروسته د پرمختګ څلورم ټيټ شاخص لري. دا هیواد  په عربې شبه جزیره کې د القاعدې له جګړې، د جنوبي جدايي غوښتونکو له یاغیتوب سره چې په جنوب کې یې د زاړه جنوبې یمن جوړېدو غوښتنه کوله مخامخ شوی دی. په دې هېواد کې د زیدی شیعه ګانو بغاوت چې هوسیانو په نامه یادېږي هم تیر شوی دی.سوله ایز لاریون د خوراکي توکو د لوړو بیو په پار د مارچ او اپرېل په میاشت کې تر سره شو چې یو تن پکې دتانک د ډزو له  امله ټپې او وورسته مړ شو. د کال ۲۰۰۷ د اکتوبر او دسمبر په میاشتو کې د مخالفت لاریونونه په ټول هېواد کې تر سره شول ا و د کال ۲۰۰۸ د نومبر او د کال ۲۰۰۹ د دسمبر د میاشتو په منځ کې  نوراعتراضیه لاریونونه  هم تر سره شول. [۲۷][۲۸]

له واک څخه تر ګوښه کېدو دمخه، علی عبدالله صالح له ۳۰ کلونو ډېر وخت لپاره د یمن ولسمشرو او ډېری خلک په دې باور و چې د ده زوی احمد صالح به د ده ځای ناستی شی. د یمن نیمايي خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له دې برخې خلکو یوه برخه یې له پخوانۍ لوږې کړېږي.  د شفافیت د نړیوال سازمان د کال ۲۰۱۰ څېړنې له مخې یمن  یوسل شپږ څلوېښتم فاسد دولت و ، په ۲۰۱۲ کې اتم دولت شو او د ۲۰۱۲ شاخص له مخې دوه پوړه نور هم پورته لاړ او شپږم فاسد دولت شو. د اپوزیسیونو د مخالفت سره سره د یمن د اساسی قانون د تعدیل مسوده تر بحث لاندي وه. دا تعدیل په دې لټه کې و چې صالح  اجازه ورکړي چې د  ولسمشر په توګه د ټول عمر لپاره په قدرت کې پاتې شی.  هغه اپوزیسونو ته ټینګار کاوه چې د اپرېل ۲۷ ټاکنو کې ګډون وکړي تر څو د سیاسي ځان وژنې څخه مخنیوی وشي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

داوسني پارلملن موده دهغه هوکړه لیک په اساس چې په کال ۲۰۰۹ کې د خلکو د عمومې کنګرې له خوا تر سره شو تمدید شوه او د اپوزیسونو ګوندونه په دې لټه کې شول چې د سیاسي دیالوګ له لارې سیاسی سمونونه رامنځ ته کړي لکه: له ولسمشریز نظام څخه تناسبی استاذولي پارلماني سیستم ته د سیاسي نظام لېږد او د غیر متمرکز حکومت را منځ ته کول، خو په پورته مواردو کې هېڅ اقدام پلی نه شو. [۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. Fattah, Khaled (2011). "Yemen: A Social Intifada in a Republic of Sheikhs". Middle East Policy. 18 (3): 79–85. doi:10.1111/j.1475-4967.2011.00499.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 27 January 2011 باندې). Yemen Protests: Thousands Call on President to Leave. BBC News.
  3. (په 20 January 2011 باندې). Update 1 – Protests Erupt in Yemen, President Offers Reform. Reuters.
  4. (په 27 January 2011 باندې). Yemen Protests: 'People Are Fed Up with Corruption'. BBC News.
  5. (په 27 January 2011 باندې). Yemenis in Anti-President Protest.
  6. (په 3 February 2011 باندې). Tens of Thousands Turn Out for Rival Rallies in Yemen. Los Angeles Times.
  7. (په 29 January 2011 باندې). Yemen Protests: 20,000 Call for President Saleh To Go. BBC News.
  8. "Opposing Protesters Rally in Yemen". Al Jazeera. 3 February 2011. مؤرشف من الأصل في ۰۴ فبروري ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 29 January 2011 باندې). New Protests Erupt in Yemen. Al Jazeera
  10. (په 3 February 2011 باندې). Saleh Partisans Take Over Yemen Protest Site. OneIndia.
  11. "Yemen president Saleh fights to keep grip on power" Archived 16 July 2012 at the Wayback Machine.. The Star (Malaysia).
  12. (په 22 May 2011 باندې). Yemen transition deal collapses. Al Jazeera
  13. . Yemen's president vows to resist 'failed state' as tribes press offensive against regime.
  14. Tribal fighters occupy government buildings in Yemen Archived 10 November 2012 at the Wayback Machine.. CNN.
  15. Fighting grips Yemeni capital as Saleh orders arrests Archived 18 June 2011 at the Wayback Machine.. Alternet.org.
  16. Yemen palace shelled; sheikh, guards killed, president, PM hurt Archived 4 June 2011 at the Wayback Machine.. CNN.
  17. (په 10 June 2011 باندې). 40% من جسم صالح مصاب. Al Jazeera
  18. Al-Hadi acting President of Yemen Archived 27 November 2011 at the Wayback Machine.. Al Jazeera.net (4 June 2011).
  19. Yemeni crowds celebrate after president transfers power, flies to Saudi Arabia Archived 19 October 2017 at the Wayback Machine.. The Washington Post. (5 June 2011).
  20. (په 16 July 2011 باندې). Yemen protesters set up transitional council. Reuters.
  21. "AFP: Yemen's Saleh formally steps down after 33 years". 27 February 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 25 February 2012 باندې). Yemen Swears in New President to the Sound of Applause, and Violence. The New York Times.
  23. "Process of withdrawing troops and armed tribesmen started for enhancing peace and normalizing life in Yemen". Yobserver.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Fars News Agency :: Houthis' Leader: US, Allies Plot to Spark Sectarian Rift in Yemen". English.farsnews.ir. 20 December 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Yemen's Saleh signs deal to quit power Archived 20 July 2013 at the Wayback Machine.. Daily Star (Lebanon) (23 November 2011).
  26. Yemen leader signs power-transfer deal Archived 20 July 2013 at the Wayback Machine.. Al Jazeera.
  27. "Human Development Index and its components" (PDF). Hdr.undp.org. January 2010. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 18 January 2011 باندې). Al-Qaida Gunmen Assassinate Top Security Officer in South Yemen.
  29. (په 27 January 2011 باندې). Yemen Protests: Thousands Call on President to Leave. BBC News.
  30. Fielding-Smith, Abigail (په 27 January 2011 باندې). Yemenis Call for an End to Saleh Regime. Financial Times.
  31. (په 23 June 2014 باندې). The World Factbook: Yemen. The World Factbook.
  32. Finn, Tom (په 27 January 2011 باندې). Yemenis Take to the Streets Calling for President Saleh To Step Down. The Guardian.
  33. "2010 Corruption Perceptions Index". Transparency International. 2010. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اگسټ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "The Failed States Index 2012". Foreign Policy. 20 June 2011. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Failed States Index Scores 2010". Fund for Peace. 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "New protests erupt in Yemen". Al Jazeera. 29 January 2011. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جنوري ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)