د ګېني-بېساو د ۲۰۱۲ کال کودتا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په ۱۲مه د کارلوس ګومز جونیر او کومبا ایلا تر منځ د ولسمشرۍ ټاکنو تر دويم پړاو نږدې دوه اونۍ مخکې د وسله‌والو پوځي عناصرو له‌خوا په ګېني-بیساو کې یوه کودتا وشوه. کودتا ماښام مهال پیل شوه او پوځي تجهیزات او پرسونل سړکونو ته ووتل او ورپسې دولتي رسنۍ غلې/خاموشې شوې. [۱]

په لومړیو کې هم برحال ولسمشر او هم د دویم دور نوماندان د پوځي حکومت له‌خوا ونیول شول. د پوځي شورا غړو چې د اپرېل په ۱۵مه د ملي انتقالي شورا تر رامنځته کېدو پورې هېواد اداره کاوه، وویل چې د کودتا له لاملونو څخه یو د پوځ د سمونې/اصلاح لپاره د اوسني غیرنظامي دولت له‌خوا له انګولا څخه د مرستې غوښتنه وه. د نظامي حکومت د مشرانو پر ضد تر نړیوالو غندونو او بندیزونو وروسته یو پرېکړه‌لیک لاسلیک شو چې د درېیم موقف لرونکي نوماند د ټاکنې لامل شو، مانوئیل سریفو نامادجو د موقت/لنډمهالي ولسمشر په توګه وټاکل شو. ولسمشریزې ټاکنې لغوه شوې او لږ تر لږه د راتولونکو دوو کلونو لپاره وځنډېدلې او موقتې ادارې تر یو وخت پورې د ګېني- بیسائو اداره پر غاړه واخیسته.  

مخینه[سمول]

رسنیو او نړیوالو فکري-خونو د هېواد بې ثباتي مخکښه کړه او هغه يې يو مخدر دولت ونوماوه. دا هېواد د خپلواکۍ له پیل راهیسې په پرلپسې ډول په مدني اداره کې له پوځي لاس‌وهنې سره مخ و. په دې توګه هغه پېښې چې د ۲۰۱۲ کال د کودتا لامل شوې د ۲۰۱۰ کال پوځي ناکرارۍ او د ۲۰۱۱ کال نابریالۍ کودتا وه چې د هېواد د سمندري ځواک او پوځ تر منځ د کورنۍ جګړې لامل شوه. له لاتینې امريکا څخه اروپا ته د مخدره موادو د خپراوي د ترازیت ټکي په توګه د کېني-بیساو بې ثباتي لا زیاته شوه او ادعا کېږي چې د دولت وزیرانو او پوځي پرسونل ته رشوت ورکول کېده تر څو چوپه خوله وي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ۲۰۱۲ کال د جنوري په ۹مه د ولسمشر مالم باکای سنها تر مړینې وروسته، تکل دا و چې له اساسي قانون سره سم په ۹۰ ورځو کې نوې ټاکنې ترسره شي. د یو سوله‌ییز کمپاین سره سره د احتمالي تاوتریخوالي یا کودتا بهرنۍ وېره شته وه. په همدې برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوله‌ییزو، منظمو او رڼو ټاکنو غوښتونکی شو. یوازې تر برید لږ مخکې د ولسمشرۍ نوماند کومبا اېلا ادعا کوله چې له خپلې بالانتا قومي ډلې سره چې په پوځ کې ترټولو لوی قومیت و په اړیکه کې دی، د ټاکنو د دويم پړاو لپاره د کمپاین په حالت کې يې خبرداری ورکړ ځکه د ټاکنو په لومړي پړاو کې د درغلۍ اړوند د هغه ادعا بې‌ځوابه پاتې وه. د لومړي پړاو پایلې له ۹ نوماندانو څخه د پنځه له‌خوا رد شوې. تکل دا و چې د ټاکنو دویم پړاو د اپرېل په ۱۳مه پيل شي خو تر هغه وخته د کودتا په پایله کې له اختلاف سره مخ شو.    [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

تر کودتا څو ورځې مخکې پورتګالي‌ژبی هېواد انګولا د اروپايي ټولنې د ورته ناکامو هڅو په دوام د ملګروملتونو د سولې‌رغونې او اتحاد سازمان (UNIOGBIS) د یوې برخې په توګه اعلان وکړ چې پوځ به یې په ګېني-بیساو کې د انګولا دوه کلن پوځي ماموریت (MISSANG) ته د پای ټکی کېږدي. د انګولا دولتي خبري اژانس (ANGOP) وویل چې انګولايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د وسله‌والو ځواکونو د اصلاح لپاره د دوه‌اړخيز پوځي پرېکړه‌لیک پر بنسټ ګېني-بیساو ته ولېږل شول. د اپرېل په ۱۶ د ګېني –بیساو د دفاع وزیر حورحه تولنتینو ارایوحو غوښتل چې انګولا ته ورسي او له خپل سیال کاندیدو پریرا دوس سانتوس ون دونم او د پوځ رییس جرالدو ساچیچنګو نوندا سره وويني. هغه همدارنګه تمه لرله چې د جګړې له عالي ښوونځي (ESG) او د پوځي زده‌کړو له مسلکي مؤسسې (ISTM) څخه هم لیدنه وکړي. په هم‌هغه د کودتا په ورځ دوه لوزوفون (پورتګالي‌ژبي هېوادونه) انګولا او کيپ‌وېرد هوکړه وکړه چې د خپلو همکاریو تړونونه وارزوي. د ولسمشرۍ نوماند او پخواني لومړي وزیر کارلوس ګومز جونیر هم د دې بنسټ د سمون/اصلاح لپاره د خپلو هڅو له امله د پوځ د خوښې‌وړ کس نه و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

بنسټ اېښونه/انګېزه[سمول]

د سېک‌ناټېش په نوم د پورتګالي تلویزیوني شبکې د راپور پر بنسټ تر کودتا یوه ورځ مخکې یو ناپېژانده پوځي قوماندان ادعا وکړه چې ګومز جونیر په هېواد کې انګولایی سرتېرو ته دننه کېدو اجازه ورکوي. هغه همدارنګه ادعا وکړه چې سرتېري پټ اسناد لري چې د ګېني بیساو دولت ته اجازه ورکوي چې د ګېني بیساو پر پوځ د انګولا د برید پخلی وکړي. د پوځي حکومت مشرانو نه‌لاس‌لیک شوې بیانیه خپره کړه. چې په هغه کې لیکل شوي وو هغوی «د واک جاه‌طلبي نه‌لري» او کودتا له انګولا سره د هوکړې د ادعا پر وړاندې غبرګون و ځکه ۲۰۰ پوځي روزونکي به د ګېني بیساو وسله‌وال پوځ له منځه یوسي. د پوځي حکومت ویاند دویم بریدمل-ډګروال داهابانا والنا چې تر کودتا وروسته يې واک ترلاسه کړ، وروسته وويل چې ګومز جونیر او پرېرا د ټاکنو په اړه د وسله‌وال پوځ د ناررضایتي له امله ګوښه شوي دي، دا هغه احساسات وو چې د ديپلوماتانو له‌خوا منعکس شول. د الېکس واینز په وینا د [1]چاتمن هاوز (Chatham House) مدیر ګومز جونیر هم په ټاکنو کې د انګولا د نوماند په توګه په پام کې ونیول شو. هغه همدارنګه وویل چې هغه میاشتې چې د دغو پېښو لامل شوې د انګولا پر وړاندې د دوښمنۍ سره مل رسانه‌يي تبصرې وې. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

کودتا[سمول]

د اپرېل په ۱۲مه یاغي ځواکونو د بیساو د پلازمېنې پر مرکز دکنترول ترلاسه کولو هڅه وکړه تر څو دولت نسکور کړي، نږدې د ۱۹: ۰۰ تر ۲۱:۰۰ بجو شاوخوا د ډزو غږونه اورېدل کېدل. په هېواد کې د ديپلوماتانو له‌خوا خپاره شوي راپورنه وايي چې د ولسمشرۍ نوماند ګومز جونیر او موقت ولسمشر رایموندو پرېرا ورک شوي دي. یاغیانو د ګېني او کيپ د خپلواکۍ لپاره د افریقايي ګوند د دفترونو (PAIGC) او رادیويي چينلونو کنترول ترلاسه کړ. هغوی همدارنګه د دولت له وفادارو پوځيانو سره جګړه وکړه او تر ار.پي.جي (RPGs) ډزو وروسته یې شاتګ ته اړ کړل. سرتېرو پلامينې ښار ته دننه کېدلو او له ښار څخه د وتلو ټولې لارې وتړلې او ملي رادیو تلویزون په ۲۰:۰۰ بجو غلی/خاموش شو. [۲۴][۲۵][۲۶]

د کودتا لاملونو د ګومز جونیر استوګنځی موخه وګرځاوه چې د ځواکونو له‌خوا محاصره او له لاسي بمونو سره يې پرې برید وکړ، لکه څنګه چې د ډزو غږونه ډېر نږدې اورېدل کېدل. خبریالانو ته هم اجازه نه ورکول کېده چې د پېښې ځای ته نږدې شي. کامیلو لیما داکوستا د ار. ډي پي افریقا په نوم یوې رادیویي رسنۍ ته چې لا هم خپرونې لري وویل چې یاغیانو د دوی کور چور کړی و خو مور او پلار يې دواړه روغ رمټ وو. سرتېرو تر یرغل لاندې هغه نور کورنه هم لوټ او چور کړل. سرتېرو همدارنګه له بهرنیو ديپلوملتانو سره د دولت د غړو له تېښتې او پټېدلو څخه د مخنیوي په موخه سفارتونه وتړل. پوځ د شپې له‌خوا څو ناپېژانده سیاستوال ونیول. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]


[1] د نړیوالو چارو سلطنتي مؤسسه، ژباړن. 

  1. "Military: Guinea-Bissau prime minister arrested". Yahoo!. مؤرشف من الأصل في ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Guinea-Bissau detains journalist amid unrest". KTAR.com. د اصلي آرشيف څخه پر 14 اکتوبر 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 15 اپریل 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "West Africa's 'cocaine coast'". Iiss.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . Military Seizes Guinea-Bissau's Capital, Possible Coup; Leader's Whereabouts Unknown. The Nigerian Voice.
  5. Birgit Embalo. "Civil–military relations and political order in Guinea-Bissau". Journals.cambridge.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Country profile: Guinea-Bissau". Al Jazeera English. 4 October 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . Military Seizes Guinea-Bissau's Capital, Possible Coup; Leader's Whereabouts Unknown. The Nigerian Voice.
  8. Geoffrey York (په 10 September 2012 باندې). Coup in Guinea-Bissau shines a light on powerful West African drug trade. The Globe and Mail.
  9. "Guinea-Bissau leader Malam Bacai Sanha dies in Paris". 9 جنوري 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Guinea-Bissau wraps up poll campaign". News24. 16 March 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Alberto Dabo (په 13 April 2012 باندې). Bissau soldiers control capital in apparent coup. Reuters.
  12. "Special report of the Secretary-General on the situation in Guinea-Bissau". United Nations. 30 اپریل 2012. د اصلي آرشيف څخه پر 4 مارچ 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه 19 جنوري 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Guinea-Bissau second round vote delayed to 29 April". مؤرشف من الأصل في ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Adam Nossiter (په 13 April 2012 باندې). Guinea-Bissau Coup Removes Presidential Front-Runner. The New York Times.
  15. Alberto Dabo (په 13 April 2012 باندې). Bissau soldiers control capital in apparent coup. Reuters.
  16. "Military: Guinea-Bissau prime minister arrested". Yahoo! News. مؤرشف من الأصل في ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Angola and Cape Verde agree to review cooperation in defence sphere". Angola Press. 15 March 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Guinea Bissau Defence minister expected Monday in Luanda". Angola Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 14 April 2012 باندې). Bissau army hold president, former premier in coup. Reuters.
  20. "Guinea Bissau Soldiers Acted to Stop Angola Aggression, SIC Says". Businessweek. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Guinea-Bissau coup leaders consolidate power". Al Jazeera English. 4 October 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Anne Look (19 March 2012). "Guinea Bissau Soldiers Launch Coup Attempt". Voanews.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Military: Guinea-Bissau prime minister arrested". Yahoo!. مؤرشف من الأصل في ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Alberto Dabo (په 13 April 2012 باندې). Bissau soldiers attack home of poll front-runner. Reuters.
  25. . Military Seizes Guinea-Bissau's Capital, Possible Coup; Leader's Whereabouts Unknown. The Nigerian Voice.
  26. "Military: Guinea-Bissau prime minister arrested". Yahoo!. مؤرشف من الأصل في ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Guinea-Bissau: Home of Prime Minister Carlos Gomes Júnior attacked in coup attempt". GlobalPost. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 14 April 2012 باندې). Guinea-Bissau prime minister arrested by soldiers. San Francisco Chronicle.
  29. (په 12 April 2012 باندې). Heavy weapons fire heard in Guinea-Bissau capital. Reuters.
  30. "'Attempted coup' in Guinea-Bissau". Al Jazeera English. 4 October 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 14 April 2012 باندې). Bissau army hold president, former premier in coup. Reuters.