د ګيلي پولي جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګاليپولي جګړه په لومړۍ نړیواله جګړه کې يوه پوځي مبازره وه، کومه چې د ۱۹۱۵ز کال د فبرورۍ مياشتې له اولسمې نېټې څخه د ۱۹۱۶ز کال د جنورۍ تر نهمې نېټې، د ګاليپولي په ټاپووزمه منځ ته راغلې وه (ګاليپولي په اوسنۍ ترکيه کې موقعيت لري). متحدو قواوو، برتانيې، فرانسې او روسيې هڅه وکړه چې د عثماني ابناګانو په نيولو سره عثماني سترواکي کمزورې کړي، کوم چې له مرکزي طاقتونو څخه يو و. په دې ډول به عثماني پلازمېنه قسطنطنيه د اتحادي جنګي الوتکو د بمبار په وړاندې لوڅه شي او په دې ډول به يې د سترواکۍ له اسيايي برخې سره اړيکه غوڅه کړي. کله چې ترکيې ته ماتې ورکړل شي، د سويس کانال به خوندي وي او د تور سمندرګي له لارې په روسیه کې د تودو اوبو بندرګاوو ته د ټول کال لپاره د اتحاديې د تمويل لاره پرانيستل شي.

د ۱۹۱۵ز کال د فبرورۍ په مياشت کې له دردنيل څخه د اتحادي سمندري بېړيو د تېرېدو هڅه ناکامه شوه او له دې وروسته د ۱۹۱۵ز کال په اپريل مياشت کې په ګاليپولي ټاپپوزمه کې په وچه او سمندر کې پلې شول. د ۱۹۱۶ز کال د جنورۍ په مياشت کې له دواړو خواوو څخه له شا اوخوا ۲۵۰۰۰۰ تنو مرګ ژبلې په ورکولو سره له اتو مياشتو جګړې وروسته ځمکنۍ جګړه پرېښودل شوه او بريد کوونکي ځواکونه و ايستل شول. دا د متحدو ځواکونو او عثماني سترواکۍ لپاره او تر څنګ يې د دې بريد د تمويل کوونکو په ځانګړي ډول د اميرالحري د لومړي لارډ (۱۹۱۱-۱۹۱۵) وينسټن چرچل لپاره يو ګران بيه ماموريت و. دا جګړه د عثمانيانو ستره بريا وبلل شوه. په ترکيه کې، دا جګړه د دولت په تاریخ کې يوه مهمه شېبه بلل کېږي، د عثماني سترواکۍ په شاتګ سره د مورنۍ ځمکې د دفاع لپاره يوه وروستۍ څپه وه. دې هلو ځلو د خپلواکۍ لپاره د ترکي جګړې او اته کاله وروسته د مصطفی کمال اتاترک په مټ د ترکيې جمهوريت د اعلان لپاره بنسټ کېښود، څوک چې د ګاليپولي د قوماندان په توګه د جمهوريت د بنسټګر او ولسمشر په توګه راڅرګند شو.

دا جګړه همدا راز د استراليا او نيوزيلانډ د ملي بيدارۍ لپاره يو پيل بلل کېږي؛ د اپريل پنځه ويشتمه، د پلې کېدو کليزه د «انزاک» ورځې په توګه پېژندل کېږي، کومه چې په دواړو هېوادونو کې د پوځي مرګ ژوبلې او پخوانيو پوځيانو تر ټولو مهم يادګار دی، په داسې حال کې چې يادګاري ورځ (د اوربند ورځ) څخه هم لومړيتوب لري.[۱][۲][۳]

شاليد[سمول]

د ۱۹۱۴ز کال د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه، دوه المانۍ پخوانۍ جنګي بېړيو، عثماني « Yavûz Sultân Selîm» او « Midilli» چې لا هم د الماني افسرانو تر امر لاندې وې، په تورسمندرګي بريد تر سره کړ، په کوم بريد کې چې دوی په روسي بندرګاه بمبار وکړ او ګڼې بېړۍ يې ډوبې کړې. د اکتوبر په يو دېرشمه نېټه، عثمانيان جګړې ته داخل شول او د روسانو پر ضد يې د قفقاز جګړه پيل کړه. انګريزانو په لنډ ډول د ګاليپولي په کلاوو بمباري وکړه، په بين النهرين يې بريد وکړ او په دردنيل کې د ځواکونو ځای پر ځای کولو شونتياوې يې مطالعه کړې.[۴][۵][۶]

د متحدينو تګلارې او دردنيل[سمول]

مخکې تر دې چې د دردنيل د عملياتو په اړه فکر وشي، انګريزانو په مديترانه کې د اليګزينډريټا سره نژدې د وچې او سمندر د يو بريد طرحه جوړه کړې وه، کوم اند چې اصلاً په ۱۹۱۴ز کال کې د «بوګوس نوبار» له خوا وړاندې شوی و. دا طرحه د جګړې وزير فيلډ مارشال «ارل کچنر» د سوريې، فلسطين او مصر څخه د پلازمېنې د جلا کولو لپاره جوړه کړې وه. اليګزينډرټا د مسيحيانو د استوګنې سيمه وه او د عثمانيانو د اورګاډي شبکې ستراتيژيک مرکز و – د دې نيول کېدو سره دا سترواکي په دوه برخو وېشل کېده. د شرق الهند د ځواکونو اعلی سرقوماندان مرستيال اميرالبحر سر ريچارډ پيريس د ۱۹۱۴ز کال د ديسمبر د مياشتې په ديارلسمه نېټه د « HMS Doris» کپتان فرانک لارکن ته حکم وکړ چې اليګزينډرټا ته ولاړ شي. روسي جنګي بېړۍ « Askold » او فرانسوي جنګي بېړۍ « Requin» هم هلته وې. کيچنر د ۱۹۱۵ز کال په مارچ مياشت کې په دې طرحه کار کاوه او دا د عرب بغاوت د راپورته کولو لپاره د برتانوي هڅې پيل و. د اليګزينډرتا پلې کېدل له دې امله پرېښودل شول چې له پوځي نظره د دې لپاره له هغو سرچينو زیاته اړتيا وه چې فرانسې ټاکلې شوې او له سياسي اړخه فرانسې نه غوښتل چې انګريزان د هغوی د اغېز به دايره کې فعاليت وکړي، دا هغه دريځ و چې برتانويانو ورسره په ۱۹۱۲ز کال کې موافقه کړې وه. [۷][۸]

د ۱۹۱۴ز کال تر وروستيو پورې، په لوېديځ محاذ کې، د «مارني» د لومړۍ جګړې فرانسوي-برتانوي ځوابي بريد پای ته رسېدلی و او په «فلنډرز» کې د Ypres په لومړۍ جګړه کې بلجيميانو، انګريزيانو او فرانسويانو ته زیاته مرګ ژوبله رسېدلې وه. د مانوريو جګړه پای ته رسېدلې وه او ځای يې د خندقونو جګړې نيولی و. الماني سترواکۍ او اتريشي-هنګري د برتانيې او فرانسې تر منځ په لوېديځ کې د برتانيې او فرانسې او په ختيځ کې د روسيې تر منځ سوداګريزې لارې تړلې وې. د «ارکټک» په شمال کې د سپين سمندر او لرې ختيځ کې د «اوخوتسک» سمندرګی په ژمي کې په وارو پټ او له ختيځ محاذ څخه لرې وې؛ د بالټک سمندرګی « Kaiserliche Marine» (الماني شاهي سمندري ځواک) بند کړی و او د دردنيل له لارې تور سمندرګي ته د داخلېدو لاره عثماني سترواکۍ تر واک لاندې وه. په داسې حال کې چې عثمانيان بې پرې پاتې و، د دردنيل له لارې بيا هم روسيې ته تمويل رسېدای شو، خو په جګړه کې د عثمانيانو له داخلېدو مخکې، دا ابناوې بندې شوې وې؛ د نومبر په مياشت کې عثمانيانو د ابو په لارو کې د ماينونو په اېښودلو پيل وکړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د فرانسې د عدليې وزير، «ارسټايډ براينډ» په نومبر کې پر عثماني سترواکۍ د بريد وړانديز وکړ، خو دا وړانديز رد شو او د انګريزانو دا هڅه هم ناکامه شوه چې عثمانيانو ته رشوت ورکړي او هغوی له متحدينو سره يو ځای شي. وروسته په همدې مياشت کې، د اميرالبحرۍ لومړي لارډ وينسټن چرچل د عثماني پوځ د ځواک د ناسمو معلوماتو پر بنسټ په دردنيل د سمندري ځواک د بريد وړانديز وکړ، چرچل غوښتل چې د دردنيل په عملياتو کې له زيات شمېر پرېښودل شويو جنګي بېړيو او تر څنګ يې د پوځ له خوا مهيا کړای شوي کوچني نيواکګر ځواک څخه ګټه واخلي، کومو چې د الماني لوړې کچې سمندري ځواک په وړاندې عمليات تر نه شول تر سره کولای. هيله کېده چې پر عثمانيانو بريد به بلغاريه او يونان (پخوانی عثماني ملکيت) د متحدينو په پلوۍ جګړې ته راکش کړي. د ۱۹۱۵ز کال د جنورۍ په دويمه نېټه، د روسيې ګرينډ ډيوک نيکولاس له برتانيې څخه د عثمانيانو پر ضد د مرستې غوښتنه وکړه، چا چې په قفقاز کې جګړې پر مخ وړلې. له قفقازيا څخه د عثماني ځواکونو د لرې کولو لپاره په دردنيل کې د سمندري ځواک ښودلو طرحه جوړول پيل شول.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ابناوو کې د ځواک ځای پر ځای کولو هڅې[سمول]

د ۱۹۱۵ز کال د فبرورۍ په اولسمه نېټه، د « HMS Ark Royal» يوې برتانوۍ سمندري الوتکې د ابنا دپاسه د جاسوسي بريد الوت وکړ. دوه ورځې وروسته، په دردنيل لومړی بريد هغه مهال پيل شو، کله چې د پياوړې HMS کوين اليزابيت سمندري جنګي بېړۍ په ګډون، يو پیاوړي انګريزي-فرانسوي هدفي ځواک، د عثماني ساحلي توپخانې په بېړيو د اوږدې لړۍ بمبار پيل کړ. انګريزانو نيت درلود چې د «ارک رايل» اته الوتکې په بمبار کې وکاروي، خو سختو شرايطو له دې اتو څخه له يوې پرته چې د لنډ ډول ۱۳۶ الوتکه وه، نورې ټولې بې کاره وګرځولې. ناسمې هوا تر يوې مودې لومړی پړاو کرار کړ، خو د فبرورۍ تر اته ويشتمې نېټې پورې، بهرنۍ کلاوۍ کمې شوې او داخلي دروازې له ځمکنيو ماينونو څخه پاکې کړای شوې. له دې وروسته، شاهي سمندري ځواکونه د ټوپکو د ويجاړولو لپاره په کم کلا او صدولبهير کې پلي کړای شول، په داسې حال کې چې سمندري بمباري کم کلا او کيفيز تر منځ توپخانې ته ولېږدول شوه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. McGibbon 2000، ص. 198.
  2. Lewis، Balderstone او Bowan 2006، ص. 110.
  3. Dennis 2008، صص. 32, 38.
  4. Baldwin 1962، ص. 40.
  5. Broadbent 2005، صص. 19–23.
  6. Fewster، Basarin او Basarin 2003، ص. 44.
  7. Tauber 1993، صص. 22–25.
  8. Erickson 2013، ص. 159.
  9. Carlyon 2001، ص. 34.
  10. Haythornthwaite 2004، ص. 6.
  11. Corbett 2009a، صص. 158, 166.
  12. Dennis 2008، ص. 224.
  13. Broadbent 2005، صص. 27–28.
  14. Tamworth Daily Observer 1915، ص. 2.
  15. Travers 2001، ص. 20.
  16. Strachan 2001، ص. 115.
  17. Broadbent 2005، ص. 40.
  18. Gilbert 2013، صص. 42–43.
  19. Hart 2013a، صص. 9–10.
  20. Hart 2013a، ص. 10.