د ګلخانه يي ګازونو سوداګري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګلخانه یي ګازونو سوداګري د هوا د ککړتیا د کنټرول په موخه د اقتصادي انګېزو په وړاندې کولو سره د هوا ککړونکو ګازونو له خپرېدو څخه د مخنیوي په لار کې د بازار پر بنسټ کړنلارې ته ویل کېږي. دغه مفهوم همدارنګه د سرپوښ او سوداګرۍ (cap and trade) او د ګازونو د خپرېدو د سوداګرۍ د طرحې (emissions trading scheme) په توګه پېژندل کېږي. د کاربن ډای اکساید او نورو ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د کاربن د خپرېدو سوداګري په چین، اروپايي اتحادیې او نورو هېوادونو کې د اقلیمي بدلونونو څخه د مخنیوي په برخه کې د کلیدي حل لارې په توګه معرفي شوې. په نورو طرحو کې یې سلفر ډای اکسایډ او نور ککړونکي شاملېږي. [۱]

د ګلخانه یي ګازونو د سوداګرۍ د طرحې له مخې یو مرکزی چارواکی یا هم یوه دولتي اداره په یوه ځانګړې مهالیزه دوره کې په ټاکل شوې کچه د ککړونکو ګازونو د خپرولو اجازه یو بنسټ ته ورکوي او یا یې هم پر هغو پلوري. دغه بنسټونه موظف دي چې د خپل جواز سره برابر ګازونه په هوا کې خپاره کړي. هغه شرکتونه چې غواړي په هوا کې د ګلخانه یي ګازونو د خپرولو کچه زیاته کړي باید له هغو شرکتونو څخه چې د خپل دغه ډول جواز د پلور لیوالتیا لري جواز وپېري. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د ګلخانه یي ګازونو سوداګري د انعطاف منونکو چاپېریالي مقرراتو ډول دی چې سازمانونو او بازارونو ته د دې اجازه ورکوي څو پرېکړه وکړي چې څه ډول په تر ټولو غوره توګه د اقلیمي بدلونونو څخه د مخنیوي د پالیسۍ موخو ته ورسېږي. دغه چاره د قوماندې او کنټرول په بڼه د چاپېریالي قواعدو لکه د غورې لاسرسي وړ ټکنالوژۍ (BAT) د معیارونو او دولتي مالي همکاریو پر خلاف ده. [۸]

معرفي[سمول]

ککړتیا د بازار د جانبي اغېزو څرګنده نمونه ده. یو جانبي اغېز پر یو سوداګریز واحد (لکه یو کس) باندې د یو شمېر فعالیتونو هغه اغېز دی چې د اړوند فعالیت د بازار د معاملې اړخ ته اړوند نه دی او له مالي پلوه د هغو پر تولید کوونکي نه اچول کېږي او یا یې هم نه دی ترلاسه کړی. ککړتیا د یو منفي جانبي اغېز څرګندويي کوي، په دې معنی چې دغه اغېز د ژوندانه د چاپېریال لپاره مضر دی. له همدې امله د هوا د ککړتیا د کمښت په موخه یو سیسټم رامنځته شوی چې په بریالۍ توګه د انسانانو د روغتیا او د چاپېریال د ساتنې په برخه کې ترې ګټنه شوې ده. د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو سوداګري د بازار پر بنسټ له ککړتیا سره د مبارزې کړنلار ده. د ګلخانه یي ګازونو د سوداګرۍ د طرحې ټولیزه موخه دا ده چې د دغه ډول ګازونو د خپرولو لپاره د ټاکل شوې موخې لګښت تر ټولو ټیټې کچې ته را ورسوي. [۹][۱۰]

د ګلخانه يي ګازونو د سوداګرۍ په یوه سیسټم کې دولت د دغه ډول ګازونو خپرېدو ته یو ټولیز محدودیت ټاکي او هغو ته اړوند جوازونه (چې هغو ته مالي مرستې هم ویل کېږي) یا د ګازونو د خپرولو محدود جوازونه ورکوي څو د ګازونو د خپرېدو ټولیزه کچه وټاکي. دولت کېدای شي دغه ډول جوازونه وپلوري، خو په ډېری موجودو طرحو کې ګډونوالو (تنظیم شوو ککړونکو) ته د هر ګډون کوونکي د لږ کچې خپرواي سره برابر د ګازونو د خپرولو جواز ورکوي. د انطباق د څرګندولو په موخه، یو ګډون کوونکي باید لږ تر لږه د دومره کچې هوا د ککړولو جواز لري چې په یوه ټاکل شوې مهالیزه دوره کې ورته اجازه ورکړل شوې وي. که چېرې هر ګډون کوونکی دا رعایت کړي، ټوله خپره شوې ککړتیا به د فردي حدودو له اکثریت کچې سره برابره وي. له دې امله چې دغه ډول جوازونه د پلور او پېر وړ دي، ګډون کوونکي کولای شي (د خپراوي د کچې په کمښت) له خپل جواز سره مطابق ککړونکي ګازونه په هوا کې خپاره کړي او یا هم له هغو کم خپاره کړي او د پاتې اجازه وپلوري. یا هم دا چې له خپلې کچې زیات هوا ککړونکي ګازونه خپاره کړي او له نورو ګډون کوونکو څخه جوازونه وپېري. په دې توګه پېرودونکی د ککړتیا لګښت ورکوي، په داسې حال کې چې پلورونکی د لږ ګلخانه یي ګازونو د تولید له امله ګټه ترلاسه کوي. [۱۱][۱۲][۱۳]

اوس مهال د هوا د څو ډوله ککړونکو اړوند فعاله سوداګریز پروګرامونه شتون لري. له دغې چارې څخه یو له لومړنیو ګټنو د متحده ایالاتو په ملي بازار کې د اسیدي باران د کمښت په برخه کې وه. (دا د سرپوښ او سوداګرۍ د سیسټم لومړنۍ بریالۍ نمونه وه چې په شمالي امریکا کې یې د متحده ایالاتو د اسیدي باران د پروګرام په اډانه کې د سلفر ډای اکساید خپراوی په نښه کړ). متحده ایالات اوس مهال د نایتروجن اوکساید په برخه کې یو شمېر سیمه ییز مارکېټونه لري. د ګلخانه یي ګازونو په برخه کې چې د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځي، په اروپايي اتحادیه، چین، بریتانیا، اسټرالیا، نیوزلنډ د کالیفورنیا او د شمال ختیځو ایالتونو د ټولګې په ګډون د متحده ایالاتو په یو شمېر ایالتونو او همدارنګه نورو هېوادونو کې د کاربن د خپراوي سوداګري معرفي شوې ده.[۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخچه[سمول]

هغه موثریت چې وروسته د هوا د ککړتیا د کمښت په موخه د «سرپوښ او سوداګرۍ» د کړنلارې په نوم ونومول شو، د لومړي ځل لپاره له ۱۹۶۷ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې د هوا د ککړتیا د کنټرول کوونکې ملي ادارې (د متحده ایالاتو د چاپېریال ساتنې په اداره کې د هوا او تشعشعاتو د ادارې مخکښ دفتر) لپاره د مایکرو اقتصادي کمپیوټري ورته والي توب د څېړنو پر مهال د ایلیسون برټون او ویلیام سنجور له خوا وړاندې شو. په دغو څېړنو کې د ګڼ شمېر ښارونو او د هغوی د هوا ککړونکو منابعو له ریاضیکي موډلونو ګټنه وشوه څو د بېلابېلو کنټرول کوونکو ستراتیژیو موثریت او لګښت پرتله کړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د کمښت هره ستراتیژي د کمپیوټري پروګرام پر مټ د تولید شوې «کم لګښته حل لارې» سره پرتله شوه څو د کمښت موخې ته د رسېدو په لار کې تر ټولو لږ لګښتمنه لار وموندل شي. په هر مورد کې وموندل شوه چې دغه حل لارې په پام وړ توګه د کمښت د هرې دود ستراتیژۍ پر مټ د ککړکتیا د کمښت له کچې ارزانه پرېوزي. برټون او وروسته بیا سنجور له اډوارډ اچ پچان سره په ګډه دغو کمپیوټري موډلونو ته د ودې ورکولو په موخه د متحده ایالاتو د چاپېریال ساتنې په نوې رامنځته شوې اداره کې کار ته دوام ورکړ. دغې ادارې د لږ لګښت لرونکو ستراتیژیو (لکه د ګلخانه يي ګازونو سوداګري) اړوند د کمپیوټري ماډلونو مفهوم د پاکې هوا د لګښت په برخه کې په ۱۹۷۲ زکال کې کانګرس ته د خپل کلني راپور په ترڅ کې وړاندې کړ. دغه چاره د «سرپوښ او سوداګرۍ» د مفهوم د رامنځته کېدو لامل وګرځېده چې د ککړتیا د کمښت ټاکلې کچې ته د رسېدو په موخه «لږ لګښت لرونکې حل لار» وبلل شوه.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Stavins, Robert N. (November 2001). "Experience with Market-Based Environmental Policy Instruments" (PDF). Discussion Paper 01-58. Washington, D.C.: Resources for the Future. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۰. Market-based instruments are regulations that encourage behavior through market signals rather than through explicit directives regarding pollution control levels or methods الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  2. "Cap and Trade: Key Terms Glossary" (PDF). Climate Change 101. Center for Climate and Energy Solutions. January 2011. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stavins, Robert N. (November 2001). "Experience with Market-Based Environmental Policy Instruments" (PDF). Discussion Paper 01-58. Washington, D.C.: Resources for the Future. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۰. Market-based instruments are regulations that encourage behavior through market signals rather than through explicit directives regarding pollution control levels or methods الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  4. "Allowance Trading". U.S. Environment Protection Agency. مؤرشف من الأصل في November 9, 2014. د لاسرسي‌نېټه Oct 21, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Judson Jaffe; Matthew Ranson; Robert N. Stavins (2009). "Linking Tradable Permit Systems: A Key Element of Emerging International Climate Policy Architecture" (PDF). Ecology Law Quarterly. 36 (789). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  6. Tietenberg, Tom (2003). "The Tradable-Permits Approach to Protecting the Commons: Lessons for Climate Change". Oxford Review of Economic Policy. 19 (3): 400–419. doi:10.1093/oxrep/19.3.400. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Stavins, Robert N. (November 2001). "Experience with Market-Based Environmental Policy Instruments" (PDF). Washington, D.C.: Resources for the Future. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  8. Teeter, Preston; Sandberg, Jorgen (2016). "Constraining or Enabling Green Capability Development? How Policy Uncertainty Affects Organizational Responses to Flexible Environmental Regulations" (PDF). British Journal of Management. 28 (4): 649–665. doi:10.1111/1467-8551.12188. S2CID 157986703. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cap and Trade 101 Archived 2012-04-24 at the Wayback Machine., Center for American Progress, January 16, 2008.
  10. Boswall, J. and Lee, R. (2002). Economics, ethics and the environment. London: Cavendish. pp.62–66.
  11. "Emissions trading schemes around the world" Archived 2020-01-10 at the Wayback Machine., Parliament of Australia, 2013.
  12. "Emissions trading schemes around the world" Archived 2020-01-10 at the Wayback Machine., Parliament of Australia, 2013.
  13. "Cap and Trade 101". United States Environmental Protection Agency. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. O'Sullivan, Arthur, and Steven M. Sheffrin. Economics: Principles in Action. Upper Saddle River, New Jersey, 2003. کينډۍ:ISBN
  15. Cap and Trade 101 Archived 2012-04-24 at the Wayback Machine., Center for American Progress, January 16, 2008.
  16. "USEPA's Clean Air Markets web site". US EPA. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Burton, Ellison, and William Sanjour (1967) An Economic Analysis of the Control of Sulphur Oxides Air Pollution DHEW Program Analysis Report No. 1967-69 Washington, D.C.: Ernst and Ernst.
  18. Burton, Ellison, and William Sanjour. (1968). A Cost-Effectiveness Study of Particulate and کينډۍ:Chem Emission Control in the New York Metropolitan Area. NTIS: PB-227 121/1. Contract Number: PH-86-68-37. Washington, D.C.: Ernst and Ernst.
  19. Burton, Ellison, and William Sanjour. (1969). A Cost-Effectiveness Study of Air Pollution Abatement in the Greater Kansas City Area. NTIS: PB-227 116/1. Washington, D.C.: Ernst and Ernst.
  20. Burton, Ellison, and William Sanjour. (1969). A Cost-effectiveness Study of Air Pollution Abatement in the National Capital Area. NAPCA Contract No. PH 86-68-37, NTIS: PB227110. Washington, D.C.: Ernst and Ernst.
  21. Burton, Ellison, and William Sanjour. (1970). Applications of Cost-Effectiveness Analysis to Air Pollution Control. DHEW Contract No. CPA 22-69-17. Washington, D.C.: Ernst and Ernst.
  22. Burton, E. S.; Sanjour, William (1970). "A Simulation Approach to Air Pollution Abatement Program Planning". Socio-Economic Planning Sciences. 4: 147–150. doi:10.1016/0038-0121(70)90036-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Burton, Ellison S., Edward H. Pechan III, and William Sanjour. (1973). A Survey of Air Pollution Control Models. Rolf A. Deininger, ed. Ann Arbor: Ann Arbor Science Publishers.
  24. Burton, Ellison S.; Edward, H. Pechan III; Sanjour, William (1973). "Solving the Air Pollution Control Puzzle". Environmental Science and Technology. 7 (5): 412–5. Bibcode:1973EnST....7..412B. doi:10.1021/es60077a011. PMID 22283532. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. U.S. Environmental Protection Agency. (1972). The Economics of Clean Air, Annual Report of the Environmental Protection Agency to the Congress of the United States. Washington, D.C.: U.S. Government Printing Office.
  26. Voss, Jan-Peter (2007). "Innovation processes in governance: the development of emissions trading as a new policy instrument". Science and Public Policy. 34 (5): 329–343. doi:10.3152/030234207x228584. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)