د ګلابونو جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګلابونو جګړې (پیل ۱۴۵۵- پای ۱۴۸۷)، چې په‌خپل وخت کې په همدې نوم او تر یوې پېړۍ ډېر وروسته د کورنیو جګړو په نوم پېژندل کېدې، د ۱۵مې پېړۍ له نیمایي څخه تر پای پورې د انګلیس د تاج او تخت د واک پر سر د کورنیو جګړو یوه لړۍ وه. یادې جګړې د پلانتاژنېت د شاهي کورنۍ د کاډت څانګې د انګلیس د دوو سیالانو لنکسټر او یورک د ملاتړو تر منځ پېښې شوې. جګړو د لنکستر کورنۍ د نارینه‌وو کرښه ختمه کړه چې له امله یې ټوډور کورنۍ د لنکستریانو د تاج او تخت د ارث ادعا وکړه. تر جګړې او جبري واده وروسته د لنکستر او یورک کورنۍ سره متحدې شوې چې یوه نوې سلطنتي کورنۍ يې رامنځته کړه او په پایله کې يې د خپل سیال ادعاوې حل کړه.

د ګلابونو جګړې د سل کلنې جګړې په ويښتیا کې خپلې ریښې غزولې وې. له فرانسې سره د انګلیس تر څو وسله‌والو نښتو وروسته د رامنځته شویو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله د انګلستان پاچاهۍ حیثیت کمزوری شو. دغې کمزوري حیثیت له کم‌اصل/حرامزاده فیوډالیزم (یو سیستم چې د ځواکمنو دوک‌ مېشته شتمنو په واسطه د درېیم اېډوارډ له‌خوا رامنځته شوی و) سره موجودې جوړښتي ستونزې رابرسېره کړې. یادو ساختماني ستونزو او د پاچا شپږم هنري ذهني کمزورتیا او کمزوې واکمنۍ د تاج او تخت لپاره د یورکیستي ریچارډ یورک ادعا راژوندۍ کړه. تاریخ پوهان په دې تړاو اختلاف لري چې له دې لاملونو څخه کوم یو د جګړو اصلي سازمانوونکی لامل و. همدارنګه د فرانسې او بورګوندي ایالت تر منځ د نیابتي جګړې په توګه هم کارول کېدې.  [۱][۲]

جګړې په ۱۴۴۵ کال کې پیل شوې، کله چې د یورک کورنۍ ریچارډ د سېنټ البانز په لومړۍ جګړه کې هنري اسیر کړ او د پارلمان له‌خوا ساتندوی لارډ (د دولت رییس) وټاکل شو چې د ناکراره سولې لامل شو. یورکیستان وروسته د واروېک ۱۶م ارل، ریچارډ نوېل په مشرۍ چې تر ډېره د پاچاهۍ جوړونکي واروېک په نوم پېژندل کېده؛ بېرته هنري د نورث همپټون په جګړه کې ونیوه. د یورک کورنۍ ریچارډ د تاج او تخت د ولکه کولو هڅه وکړه خو راوګرځول شو او وروسته د وکفېلډ په جګړه کې ووژل شو. د هغه زوی اېډوارد دا ادعا په میراث یوړه. یوروکیستانو د سېنټ البانز تر دویمې جګړې وروسته د هېنري سرپرستي له لاسه ورکړه، خو د ټاوټون په جګړه کې یې د لنکستریانو پوځ پوپنا کړ. درې میاشتې وروسته د ۱۴۶۱ز کال په جون کې په رسمي ډول تاج د اېډوارډ پر سر کېښول شو. د اېډوارډ د واکمنۍ پر وړاندې مقاومت دوام وکړ خو په ۱۴۶۴ کال د هیکسام په جګړه کې یاد مقاومت مات او د نسبي سولې لامل شو.  [۳][۴][۵]

اېډوارډ په ۱۴۶۴ کال کې د لنکسټریانو له یوې درنې کونډې الیزابیت ووډوېل سره واده وکړ او د هغې له کورنۍ سره یې خپله مینه ښکاره کړه. هغه همدارنګه واروېک پالیسي چې له فرانسې سره د نږدې اړیکو په لټه کې وه شاته کړه. واروېک خوابدۍ، ګوښه او د اېډوارډ پر وړاندې ودرېد. په ۱۴۶۹ کال کې د هغه ملاتړو د ادکوټ په جګړه کې د یوروکستانو یو لښکر ته ماته ورکړه. هغه څه موده وروسته اېډوارد ونیوه او بندي يې کړ. که څه هم هغه هڅه وکړه چې د اېډوارډ ځای له خپل کشر ورور جورج کلارنس سره ډک کړي خو د هغه له‌خوا یې هېڅ ملاتړ تر لاسه نه کړ او اېډوارډ پرېښودل شو چې خپله واکمني بیا پيل کړي، په ظاهري توګه له واروېک سره پخلا شوی و. اېډوارډ په یو کال کې واروېک او کلارنس په تازه خیانت تورن او تېښتې ته يې اړ کړل. واروېک په فزانسه کې د انژو د مارګاریت له پوځ سره یوځای شو او پر انګلستان د یرغل مشري يې وکړه. کله چې د واروېک کشر ورور جان نوېل، اېډوارډ پرېښود اېډوارډ هم په‌خپل وار فلاندر ته تېښتې ته اړ شو. واروېک شپږم هنري بېرته پاچاهۍ ته راستون کړ.

په هر حال د هنري نوې پیل شوې واکمني لنډ-مهاله وه. اېډوارډ د بورګوندي په مرسته ځوابي برید وکړ. هنري زندان ته ولېږل شو او اېډوارډ واروېک ته د بارنټ په جګړه کې ماته ورکړه او ویې واژه. هغه وروسته د ټوکسبري په جګړه د لنکستریانو لښکر ته ماته ورکړه. د هنري وارث اېډوارډ ویست‌مېنسټر ووژل شو. خپله هنري هم تر هغه لږ وروسته ومړ یا د اېډوارډ په امر ترور شو. اېډوارډ په‌خپله له مخالفت پرته واکمني وکړه او ۱۲ کاله وروسته په ۱۴۸۳ کال کې د هغه تر مړینې وروسته انګلستان له نسبي سولې څخه برخه‌من و. [۶]

د اېډوارد ۱۲ کلن زوی ۷۸ ورځې د پنځم اېډوارډ په توګه واکمني وکړه تر هغه چې د خپل تره درېیم ریچارډ له‌خوا له واک څخه وپرزول شو. ريچارډ تاج او تخت د لانجې او بحث د ورېځې لاندې ترلاسه کړ، په ځانګړې توګه د څلوروم اېډوارډ د دوو زامنو نادرکه کېدلو، لنډمهالی خو لوی بغاوت راپورته کړی و چې له امله یې د لنکستریانو لور ته د مخکښو یورکیستانو د یوې څپې لېږد راوپاروه. د ګډوډۍ په منځ کې د شپږم هنري د میرني ورور زوی هنري ټودرو چې د مور له طرفه د درېيم اېډوارډ له لمسیانو څخه و له انګلیسي، فرانسوي او برتاني سرتېرو له پوځ سره د تبعید/جلاوطنۍ راستون شو. هنري په ۱۴۸۵ کال کې د بزورث فېلډ په جګړه کې ریچارډ ته ماته ورکړه او ویې واژه، د اووم هنري په توګه یې تاج او تخت ترلاسه کړ او د څلورم اېډوارډ له مشرې لور او یواځينۍ وارثې الیزابیت یورک سره واده وکړ او په دې توګه یې سیالې ادعاوې سره متحدې کړې. [۷]

د لینکلن لومړی ارل، جان ډي لاپول وروسته لمبرټ سیمنل اېډوارډ پلانتاژنېت د یو غولوونکي شخص په توګه د تاج او تخت د بالقوه مدعي په توګه معرفي کړ. د لینکلن پوځ ماته وخوړه او خپله لینکلن په ۱۴۸۷ کال کې په سټوک فېلډ کې ومړ او جګړې یې پای ته ورسولې. هنرې نور هېڅ‌کله د خپلې واکمنۍ لپاره له کورنیو پوځي تهدیدونو سره مخ نه شو. په ۱۴۹۰ کال کې پرکېن واربک ادعا وکړه چې  د شروزبري د ریچارډ څلورم اېډوارډ دویم زوی او د تاج او تخت سیال مدعي دی، خو د هر ډول بلوا له پيل څخه مخکې اعدام شو. [۸]

د ټوډور کورنۍ تر ۱۶۰۳ کال پورې پر انګلستان واکمني وکړه. د ټوډور کرړې واکمني د انګلیس پاچاهۍ د ځواک او باور د پياوړتیا شاهده وه، په ځانګړې ډول د اتم هنري او لومړۍ الیزابیت پر مهال او همدارنګه د منځنیو پېړیو د دورې پای چې په ترڅ کې یې انګلستان په پرلپسې توګه د انګلستان د رنسانس شاهد و. تاریخ‌پوه جون ګای داسې استدلال کوي چې د رومیانو له‌خوا د بریتانیا د اشغال راهیسې انګلستان د ټو‌ډوریانو د واکمنۍ پر مهال تر بل هر وخت له اقتصادي پلوه رغېدلی، پرمختللی او خوش‌بین و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نوم اېښودلو سیستم او سمبولیزم[سمول]

د «ګلابونو د جګړې» نوم د هرالډيک په نښانونو پورې اړه لري چې د پلانتاژنېت شاهي کورنۍ دوو سیالو څانګو ته اشاره کوي چې د انګلیس پر تاج او تخت د واکمنۍ لپاره له یو بل سره جنګېدل؛ سپین ګلاب د یورک او سره ګلاب د لنکستر اشرافي نښان و. د دغې اصطلاح جنیني بڼه په ۱۷۲۷ کال کې د بوېل هېګون په‌واسطه چې د دوو ګلابونو پرتله‌ییزه تشرېح وه وکارول شوه او د انګلیس په تاريخ کې (۱۷۵۴-۱۷۶۱)  ډېوېډ هوم وکاروله. [۱۳]

د خپلو عواطفو په منځ کې وېشل شويو خلکو، د ګوند بېلابېل نښانونه خپل کړل: د لنکسټر کورنۍ پارتیزانو سور ګلاب د خپلې بېلېدونکې نښې په توګه وټاکه. د یورک لپاره سپین ګلاب وټاکل شو او له دې امله د دوی تر منځ کورنۍ جګړې په ټوله اروپا کې د دوو ګلابونو تر منځ جګړې په نوم یاديږي. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Pollard, A. J. (2001), Pollard, A. J. (المحرر), "The Causes of the Wars", The Wars of the Roses, (په انګلیسي ژبه کي), London: Macmillan Education UK, د کتاب پاڼي 41–67, doi:10.1007/978-1-137-10515-8_4, OL 6794297M, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-10515-8, د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Grummitt 2012، صص. xviii–xxi.
  3. Ross 1997، صص. 37–38.
  4. Carpenter 1997، ص. 149.
  5. Hicks 2008، ص. 114.
  6. Wolffe 1981، ص. 347.
  7. Hicks 2008، صص. 209–210.
  8. Chrimes 1999، صص. 69–70.
  9. Wagner او Schmid 2011.
  10. Guy 1988.
  11. McCaffrey 1984.
  12. Guy 1988، ص. 32.
  13. Higgons, Bevil (1727). A Short View of the English History:: With Reflections Political, Historical, Civil, Physical, and Moral; on the Reigns of the Kings; Their Characters, and Manners; Their Successions to the Throne, and All Other Remarkable Incidents to the Revolution 1688. : Drawn from Authentic Memoirs and Manuscripts. T. Johnston. د کتاب پاڼې 165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hume, David. "EDWARD IV". The History of England in Three Volumes. I.B. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)