د ګرجستان دوولسم ګیورګي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دوولسم ګیورګي (په ګرجستاني: გიორგი XII؛ لاتیني بڼه: giorgi XII) چې ځینې وختونه دیارلسم ګیورګي هم بلل کېږي (زوکړه: د ۱۷۴۶ زکال د نومبر ۱۰مه – مړینه: د ۱۸۰۰ زکال د ډسمبر ۲۸مه) له ۱۷۹۸ زکال څخه په ۱۸۰۰ زکال کې د مړینې تر مهاله په ختیځ ګرجستان کې باګراتیوني لړۍ ته اړوند د کارتلي- کاختي پاچاهۍ دویم او وروستی پاچا و.

د پاچا دویم هراکلیوس د دریم زوی په توګه نوموړی په جګړو کې ښکېل هېواد کې را لوی شو چې هېواد یې له سویلي اړخه د فارسیانو او عثماني سترواکۍ او همدارنګه له شمال ختیځ لوري څخه د لزګین له دوامداره بریدونو سره مخ و؛ دې د خپلو دوه مشرانو وروڼو له مړینې وروسته د خپل پلار د پاچاهۍ د تاج او تخت وارث وټاکل شو. د شهزاده په توګه نوموړی په سلطنتي قلمروونو کې یو هڅاند والي و او هڅه یې کوله ګرجستان ته په اړوند ارمنستان کې ویجاړې شوې سیمې بېرته ورغوي. په داسې حال کې چې ده د خپل پلار په سلطنتي شورا کې هم ونډه لرله، خو دغې چارې د عثمانیانو د بریدونو پر وړاندې د ګرجستاني ځواکونو په رهبرۍ کې ورسره مرسته کوله او همدارنګه یې په لویدیځ کې د سولې د ټینګښت په موخه په دیپلماتیکو خبرو اترو کې د خپل پلار استازولي کوله. ورته مهال هغه د خپلې میرنۍ مور، ملکې دارجان او د هغې د زامنو له ځان غوښتنې سره مخ و چې بیا دغه چارې په ښکاره ننګونو واوښتې او له امله یې پاچا هراکلیوس په ۱۷۹۴ زکال کې د ځای ناستوب قانون بدل او د ګیورګي څخه وروسته یې د ده میرني وروڼه د پاچاهۍ د میراث اخیستونکو په کتار کې شامل کړل.

نوموړی په ۱۷۹۸ زکال کې د خپل پلار له مړینې وروسته د خپلې پاچاهۍ د تضمین په موخه له روسیې سره د غوره اړیکو جوړولو په هڅه کې و، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د ولیعهد په توګه یې د خپل زوی ډېوېډ له ټاکنې وروسته د ۱۷۹۴ زکال قرارداد لغو کړ. دغه چاره د کورنۍ جګړې لامل وګرځېده ځکه چې کوچنیو وروڼو یې پاڅون وکړ او روسیې هم په کارتلي- کاختي پاچاهۍ کې د سولې د ټینګښت په موخه په ۱۷۹۹ زکال کې هلته ځواکونه ولېږل. د یو ځیرک دیپلمات په توګه هغه د فارس او عثماني سترواکیو سره د اتحاد په لټه کې و او ورته مهال ورته ناپلیون هم د پوځي همکاریو وړاندیز وکړ، خو هغه اړ شو څو د خپلو سویلي ګاونډیانو له خوا د خپلې پاچاهۍ له لا زیانمن کېدو څخه د مخنیوي په موخه له روسي ځواک څخه ګټه واخلي.

نوموړی چې د ناروغۍ له امله کمزوری شوی و او د یو ماته خوړلي پاچا په توګه ګڼل کېده د پارانویا ناروغۍ له امله فلج و او نه یې شو کولای د خپلو وروڼو دوامداره پاڅونونو ته پای ټکی کېږدي. د دغه هېواد بد اقتصادي وضعیت د بروکراسۍ او د جرمونو د زیاتوالي لامل وګرځېد ورته مهال یې ونشو کولای هغه عمومي، مالي او روزنیز اصلاحات پلي کړي چې خپل زوی لیوان ته یې د هغو د ترسره کولو مشوره ورکړه. هغه د روسیې په سترواکۍ کې د خپلې پاچاهۍ د ادغام څخه د ملاتړ په موخه په روسي دیپلوماتانو په داسې حال کې باور وکړ چې دې ته یې پام نه و هغوی د ګرجستاني اشرافو ترمنځ په بې اتفاقۍ رامنځته کولو کې ونډه لري. ده په ۱۸۰۰ زکال کې له سترواک لومړي پاول څخه د خپلو غوښتنلیکونو تائید ترلاسه کړ چې له مخې یې ختیځ ګرجستان له روسیې سره د یوې خودمختارې پاچاهۍ په لرلو یوځای کېده، په داسې حال کې چې د هغو د تائید څخه له اطلاع ترلاسه کولو وړاندې ومړ. د هغه مړینې روسیې ته لار برابره کړه څو خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړي او ګرجستان په بشپړه توګه ځانته الحاق کړي.

بیوګرافي[سمول]

ځواني[سمول]

ګیورګي باګراتیوني د ۱۷۴۶ زکال د اکتوبر په ۹مه نېټه د کاختي د پاچا دویم هراکلیوس او د هغه د دویمې مېرمنې ملکې انا (په خپله د بانفوذه شهزاده زال اباشیدزه لور وه) د زوی په توګه وزیږېد. دی د دغې سلطنتي کورنۍ څلورم زوی و چې له ده څخه شهزادګان واختنګ او سولمون او شهزادګۍ روسودان مشران و چې وروستۍ یې د ماشومتوب پر مهال مړه شوه. جورج په یو کړکېچن حالت کې را لوی شو او په ډېرې سختۍ سره د ختیځ ګرجستان د ایالتونو د اتحاد شاهد و؛ پلار یې په کاختي حکومت کاوه او نیکه یې دویم تیموراز د کارتلي پاچاهۍ مشري کوله. نوموړی په سلطنتي دربار کې د خپل میرني ورور واختنګ په سیوري کې را لوی شو چې پلار یې د ۹ کلنۍ په عمر د اراګوي دوک ټاکلی و. [۱][۲]

دی د لویوالي پر مهال له څو کورنیو غمونو سره مخ شو. ملکه انا د ۱۷۴۹ زکال په ډسمبر کې هغه مهال مړه شوه چې ګیورګي یوازې درې کاله عمر درلود. د دویم هراکلیوس احتمالي وارث او د ډېرو پر باور په راتلونکي کې د ګرجستان د بیاځلي اتحاد منځته راوړونکی واختانګ د ۱۷۵۶ زکال په فبروري میاشت کې ومړ. د هغه دویم ورور سولمون هم په ۱۷۶۵ زکال کې ومړ. [۱]

په ۱۷۶۲ زکال کې د پاچا دویم تیموراز له مړینې وروسته، دویم هراکلیوس د ختیځ لیخي غره په لړۍ کې د ګرجستاني ایالاتونو د اتحاد ادعا وکړه او په متسختا کې یې د کارتلي- کاختي پاچا په توګه تاج پر سر کړ. له دې وروسته ځوان ګیورګي او د هغه سلطنتي کورنۍ په نوې پلازمېنه تفلیس کې ژوند کاوه، هغه مهال چې پاچا شهزاده ته د تلوي ماڼۍ بېرته رغاوله. [۳]

وراثت[سمول]

په ۱۷۶۵ زکال کې د شهزاده سولمون په مړینې سره نور نو ګیورګي د خپل پاچا پلار مشر زوی او همدارنګه د هغه د پاچاهۍ احتمالي وارث وګرځېد. یو کال وروسته دویم هراکلیوس د مخراني د شهزاده، پاتا باګراتیوني له ماتولو وروسته هوډ وکړ څو د خپلې لړۍ راتلونکې په رسمي ډول وټاکي. ګیورګي په هېواد کې د ننه د لا زیاتو چارو د ترسره کولو په موخه د ارمنستان د پامبک ایالت څوکۍ وغوښته، ځکه چې ده د دغې سیمې د بیاځلي رغاونې هوډ درلود چې د پېړیو جګړې له امله ویجاړه شوې وه. [۴][۵]

ګیورګي په رسمي ډول په ۱۷۶۶ زکال کې د دوه ګرجستانونو د تاج او تخت وارث وټاکل شو. د اپاناژ په توګه هغه ګاونډۍ فارس سیمې ته څېرمه په سویلي ګرجستان کې ګڼ شمېر قلمروونه خپل کړل چې ډیری وګړي یې ارمنان او ترکمنان و؛ همدارنګه یې د کساني، تیانتي، اغجا قلا، لوري او پامبک د لارډ لقب هم ترلاسه کړ. دغې چارې همدارنګه د هغې د میرنۍ مور ملکې دارجان پر وړاندې د هغه ځایګی تضیمن کړ او په سلطنتي دربار کې یې د خپلو زامنو په ګټه نفوذ پراختیا ومونده. له اولادونو څخه یې شهزاده لیوان د ارګوای د دوک له لقب ترلاسه کولو وروسته د ګرجستان په مرکز کې پریمانه قلمرو ترلاسه کړ. [۱][۶]

مړینه[سمول]

دولسم ګیورګي د ۱۸۰۰ زکال په دویمه نیمايي کې د ځان د پړسوب له امله په شدیده بڼه ناروغ شو. په عامه محضر کې د هغه نه شتون تر ډېره پورې د هغه د لاس لاندې وګړو کرکه راوپاروله. دغه مهال دولتي چارې تر ډېره پورې د روسي چارواکو په واک کې وې. پاچا د خپل ژوندانه وروستۍ میاشتې له هنرمند ګابریل سره یوځای د توشتي کلي د غره په لوړو څوکو د بوچورما په قلا کې د سېنټ جورج (یا ګئورګ) د مجسمې په جوړولو تېرې کړې. [۷][۸]

دوولسم ګیورګي په تفلیس کې په خپلې ماڼۍ کې جلا ژوند کاوه. په داسې حال کې چې هغه یوازې په خپلو زامنو؛ ډېوېډ، لیوان او باګرات باور درلود. هغه مهال چې ډېوېډ د ۱۸۰۰ زکال د جنوري په ۹مه نېټه د یو ارمنستاني سوداګر له لور النه اباملیک سره د خپل پلار له خوښې پرته واده وکړ هغه یې هم له ځانه جلا کړ. هغه د نومبر په ۲۰مه وروسته له هغه لیوان د پوځ وزیر وټاکه چې هڅه یې کوله خپله کوچني زامن تاج او تخت ته ورسوي. د هغه له ۲۳ ماشومانو څخه اووه یې د ده د سلطنت پر مهال مړه شول، همدا و چې پاچا له زړه خوړینۍ او اروايي ستړیا څخه رنځېده. نوموړی هېڅکله د لومړي پاول له خوا د هغه فرمان له لاسلیک کېدو خبر نه شو چې له مخې یې کارتلي- کاختي پاچاهي د روسیې له سترواکۍ سره الحاق کېده او د هغه پام وړ دیپلماتیکه لاسته راوړنه وه. ناروغ ګیورګي په بېهوده ډول د روسي طبابت او ډاکټر هیرزیوس له خوا د ښه کېدو په تمه و. [۹][۱۰]

د ۱۸۰۰ زکال د ډسمبر په ۲۸مه نېټه په داسې حال کې چې سفیران یې لا هم په شمالي قفقاز کې و او له روسي سند سره یو ځای تفلیس ته د حرکت پر مهال و، هغه د وروستي ځل لپاره د خپل ژباړن له لارې کنورېنګ ته خطاب وکړ او خپله پاچاهي یې هغه ته وسپارله، ده له کشیشانو وغوښتل چې د ډېوېډ پاچاهي تضیمن کړي. نوموړی همدغه ورځ په تفلیس کې د صدري درد یا آنژین څخه ومړ. د هغه تاج او لکڼه سنپترزبورګ ته واستول شول. دی د کارتلي- کاختي پاچاهۍ وروستی پاچا و او همدارنګه د ګرجستان وروستی حاکم و چې د سوتیتسخولي په لویه کلیسا کې خښ کړای شو. [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bendianashvili 1975، ص. 532.
  2. Salia 1980، ص. 438.
  3. "Batonis Tsikhe feudal complex in Georgia's east reopens with new museum". Agenda.ge. 2018-05-17. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lang 1957، ص. 158.
  5. Brosset 1857، ص. 239.
  6. Lang 1957، ص. 181.
  7. Allen 1932، ص. 215.
  8. Berzhe 1866، ص. 140.
  9. Rayfield 2012، ص. 261.
  10. Lang 1957، ص. 237.
  11. Dolidze 2014، ص. 75.
  12. Lang 1957، ص. 243.
  13. Salia 1980، ص. 380.