Jump to content

د ګاما وړانګه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګاما وړانګه (سمبول یې Y یا γ )، د برېښنایی مقناطیسي وړانګو یوه نفوذي بڼه ده چې د اتومي هستو د راډیو اکټیف له تجزیې څخه رامنځ ته کېږي. دا وړانګه د الکترو مقناطیسي څپو د موج تر ټولو لنډ طول لري، چې معمولاً د ایکس وړانګو په پرتله لنډې دی. دا وړانګې چې د ۳۰ اېګزاهړتز ((30 × 1018 Hz څخه لوړه فریکونسي لري، د فوټون ترټولو لوړه انرژي لېږدوي. فرانسوي کیمیا پوه او فزیک پوه، پاول ویلارډ په ۱۹۰۰ ز کال کې د ګاما وړانګې هغه مهال کشف کړې چې د ریډیم څخه د خپرېدونکې وړانګې څېړنه یې کوله. ارنسټ روترفورډ په ۱۹۰۳ ز کال کې دا وړانګې، په ماده باندې د یو څه ځواکمن نفوذ پربنسټ، د ګاما وړانګو په نوم یادې کړې، نوموړي په ۱۹۰۰ ز کال کې له دې وړاندې د تجزیې د وړانګو دوه کم نفوذه ډولونه (چې د هینري بیککریل له خوا کشف شوې وې) د نفوذ د ځواک په ترتیب سره د الفا وړانګې او بیټا وړانګې نومولې وې.

د راډیو اکټیفي تجزیې څخه د ګاما وړانګې د څو کیلو الیکټرونولټ (keV) څخه تر نږدې ۸ میګا الیکټرونولټ (~8 MeV) پورې، په هستو کې د مناسب اوږد عمر د عادي انرژي له کچې سره سم، د انرژي په انتروال کې دي. د ګاما د وړانګو د انرژي طیف د ګاما سپیکتروسکوپي (طیف لیدونکي) په کارولو سره د تجزیه کوونکي رادیونوکلیدونو (رادیو اکټیف اتومي ډولونه) د تشخیص لپاره کارول کېدای شي. د ډېرې لوړې انرژي د ګاما د وړانګې له ۱۰۰ – ۱۰۰۰ تېرا الکترونولټ لړۍ د سایګنوس اکس – ۳ (Cygnus X-3  ) مایکرو کاسر (وړو ځلانده ستورو) په څېر سرچینو څخه لیدل شوې دي.

په ځمکه کې د ګاما وړانګو طبیعي سرچینې زیاتره د رادیواکټیفي تجزیي او د فضایي وړانګو له ذراتو سره د اتموسفیري تعاملاتو له ثانوي وړانګو څخه را منځ ته کېږي. حال دا چې، نورې نادره طبیعي سرچینې، لکه د ځمکې د ګاما وړانګو څرکونه هم شته چې په هسته باندې د الکتروني اغېز څخه ګاما وړانګې تولیدوي. د ګاما وړانګو په مصنوعي سرچینو کې فشن (اتمي تجزیه)، لکه هغه څه چې په اټومي ریکټورونو کې را منځ ته کېږي او د فزیک د لوړې انرژي تجربې، لکه د خنثي پیون تجزیه او هستوي ترکیت (فیوژن) هم راځي.

ګاما وړانګې او ایکس وړانګې دواړه الکترو مقناطیسي وړانګې دي او له دې امله چې دوی په الکترومقناطیسي طیف کې یو ځای کېږي، دا اصطلاحات د ساینسي څانګو ترمنځ توپیر لري. د فزیک په ځینو برخو کې، دوی د خپلو سرچینو پر بنسټ توپیر کېږي: د ګاما وړانګې د هستوي تجزيي پر مټ رامنځ ته کېږي، حال دا چې ایکس وړانګې له هستي بهر رامنځ ته کېږي. په نجومي فزیک کې، ګاما وړانګې له ۱۰۰ keV څخه پورته د فوټون انرژي په توګه تعریف کېږي او د ګاما وړانګو د ستورپوهنې موضوع ده، په داسې حال کې چې د ۱۰۰ keV څخه ټيتې وړانګې د ایکس وړانګې ګڼل کېږي او د ایکس وړانګې د ستورپوهنې موضوع ده.

د ګاما وړانګې آیون کوونکې (ionizing) وړانګې دي او له دې امله د ژوند لپاره ګواښ ګڼل کېږي. د دوی د لوړ نفوذي ځواک له امله، کولای شي د هډوکي مغز او داخلي ارګانونو ته زیان ورسوي. ګاما وړانګې د الفا او بیتا وړانګو پر خلاف، په اسانۍ  سره له بدن نه تېرېږي او په دې توګه د وړانګو د خوندیتوب یو سخت ګواښ رامنځ ته کوي، چې غلیظو موادو، لکه: سرپو یا کانکریټ څخه جوړ شوي محافظ ته اړتیا لري. په ځمکه کې، مقناطیسي محافظ (مګنېتوسفیر) د ګاما وړانګو تر څنګ د زیاتره وژونکو ډوله نجمومي وړانګو څخه، کله چې دوی اتموسفیر ته ننوځي ژوند ساتي، چې د اتموسفیر د ۰.۵۳ موانعو له لوري جذب کېږي.

د ګاما وړانګې د شیشې له خوا نه منعکس کېږي او د دوی د طول څپې دومره کوچنۍ دي چې دوی د موج موندونکي د اتومونو ترمنځ تېرېږي.

د کشف تاریخچه

[سمول]

د ګاما وړانګو لومړنۍ کشف شوې سرچینه د راډیو اکټیفي تجزیې بهیر و چې د ګاما د تجزیې په نوم یادېږي. په دې ډول تجزیه کې، یوه پارېدې هسته له جوړېدو سره سم سملاسي د ګاما وړانګې خپروي. فرانسوي کیمیا پوه او فزیک پوه، پاول ویلارډ، په ۱۹۰۰ ز کال کې د ګاما وړانګې په داسې حال کې کشف کړې، چې له ریډیم څخه د خپرېدونکې وړانګې یې څېړلې. ویلارډ پوهېده چې له ریډیم څخه دا وړانګې د تېرو بیان شوو وړانګو په پرتله، چې د بیتا وړانګې وې او په لومړي ځل په ۱۹۸۶ ز کال کې یې د هینري بیککریل له خوا د "راډیو اکټيف" په توګه یادونه شوې وه او په ۱۸۹۹ ز کال د الفا وړانګې چې د روترفورډ له خوا د وړانګو د لږ نفوذي وړانګو په توګه کشف شوې وې، خورا ځواکمنې وې، خو ویلارډ دوی کوم بل بنسټیز ډول نه انګېرلې، خو وروسته په ۱۹۰۳ ز کال کې، د ارنسټ رودرفورډ له خوا د ویلارډ وړانګې د پخوانیو نومول شویو وړانګو څخه په بنسټیز ډول ځانګړې وګڼل شوې او د بیتا او الفا د وړانګو سره، چې رودرفورډ په ۱۸۹۹ ز کال کې توپیر کړې وې، د ورتوالي له امله یې هغوی ته د "ګاما وړانګې" نوم ورکړ. د راډیو اکټیف عناصرو له لوري خپرېدونکې "وړانګې" د یوناني الفبا د لومړیو درېو حروفو په کارولو سره د بېلابېلو موادو ته د نفوذ د ځواک پر بنسټ نومول شوې دي چې: الفا وړانګې تر ټولو لږ نفوذ کوې ، ورپسې د بیټا وړانګې دي، ورپسې د ګاما وړانګې دي چې ترټولو دېر نفوذ کوي. روترفورډ متوجه شو چې د ګاما وړانګې، د مقناطیسي ساحې له خوا نه منکسر کېږي (یا لږترلږه په اسانۍ سره انکسار نه کوي)، چې دا یې یوه بله ځانګړنه ده چې دوی د الفا او بیتا له وړانګو سره توپیر لري. [۱][۲][۳]

په لومړي ځل د ګاما وړانګې داسې انګېرل کېدې چې د الفا او بیتا وړانګو په څېر کتله لرونکې ذرات دي. په پیل کې رودرفورډ په دې باور و چې دوی ښایي خورا ګړندي بیتا ذرات وي، خو د دوی په انحراف کې د مقناطیسي ساحې پاتې راتللو دا په ګوته کړه چې دوی هېڅ چارج نه لري. په ۱۹۱۴ ز کال کې ولیدل شوې چې د ګاما وړانګې د کرسټالي سطحو له خوا منعکس کېږي، چې ثابته یې کړه، چې دوی الکترو مقناطیسي وړانګې ډي. رودرفورډ او د هغه همکار اډوارډ اندراډ د ریډیم څخه د ګاما وړانګو د څپو طولونه اندازه کړل، او ویې موندل چې دوی د ایکس وړانګو ته ورته دي، خو د موج لنډ طول لري او په دې توګه، لوړه فریکونسي لري. په پایله کې، کله چې وروستنۍ اصطلاح په عمومي ډول ومنل شوه، دا په ډاګه شوه چې دوی په هر فوټون کې ډېره انرژي لري. وروسته د ګاما د تجزیې په اړه داسې پوهاوی را منځ ته شو چې معمولاً د ګاما فوټون خپروي. [۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Villard, P. (1900). "Sur la réflexion et la réfraction des rayons cathodiques et des rayons déviables du radium". Comptes rendus. 130: 1010–1012. See also: Villard, P. (1900). "Sur le rayonnement du radium". Comptes rendus. 130: 1178–1179.
  2. Rutherford named γ rays on page 177 of: E. Rutherford (1903) "The magnetic and electric deviation of the easily absorbed rays from radium", Philosophical Magazine, Series 6, vol. 5, no. 26, pages 177–187.
  3. L'Annunziata, Michael F. (2007). Radioactivity: introduction and history. Amsterdam, Netherlands: Elsevier BV. pp. 55–58. ISBN 978-0-444-52715-8.
  4. "Rays and Particles". Galileo.phys.virginia.edu. بياځلي په 2013-08-27.