Jump to content

د ګالیله محاکمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګالیله قضیه (په ایټالوي: il processo a Galileo Galilei) د ۱۶۱۰ زکال په شاوخوا کې پیل شوه او په ۱۶۳۳ زکال کې د رومن کاتولیک عقایدو پر بنسټ د ګالیلیو ګالیله د محاکمې او محکومیت پر مټ خپل اوج ته ورسېده. ګالیله د لمر د مرکزیت (هیلیوسېنټرېزم) په نامه هغه نجومي موډل څخه په ملاتړ محاکمه شو چې ښووله یې لمر د کایناتو په مرکز کې ځای لري او د ځمکې په ګډون نورې سیارې د هغو پر شاوخوا څرخي. [۱]

په ۱۶۱۰ زکال کې ګالیله د ستوریز پیغام راوړونکي (Sidereus Nuncius) په نامه اثر خپور کړ چې په هغو کې یې خپل هغه مشاهدات تشرېح کړي و چې د خپل نوي او ډېر قوي تلسکوپ پر مټ یې ترسره کړي و؛ په دغو کې د مشتري سیارې سپوږمۍ هم شامله وه چې ګالیله یي سپوږمۍ بلل کېږي. د دغو مشاهداتو او د زهرې سیارې د پړاونو په څېر د ورپسې نورو اضافي مشاهداتو پر مټ هغه د نیکولاس کوپرنیک د لمر مرکزیت نظریه ترویج کړه چې په ۱۵۴۳ زکال کې یې د اسماني اجرامو د څرخېدو (De revolutionibus orbium coelestium) تر عنوان لاندې اثر کې وړاندې کړې وه. د ګالیله اکتشافات د کاتولیک کلیسا له مخالفتونو سره مخ شول او په ۱۶۱۶ زکال کې دغې کلیسا په رسمي ډول د هلیوسېنټریزم یا د لمر د مرکزیت اړوندو باورونو په برخه کې هر ګام بدعت اعلان کړ. له دې سره هم ګالیله په ۱۶۱۶ زکال کې د مد او جزر نظریه او په ۱۶۱۹ زکال کې یې د لکۍ لرونکو ستورو نظریه وړاندې کړه. هغه استدلال وکړ چې مد او جزر د ځمکې د حرکت شواهد دي.

په ۱۶۳۲ زکال کې ګالیله د نړۍ د دوه لویو نظامو اړوند د بحث (Dialogue Concerning the Two Chief World Systems) تر عنوان لاندې بل اثر خپور کړ چې په هغو کې یې د لمر مرکزیت څخه دفاع وکړه او پام وړ شهرت یې وموند. د الهیاتو، ستور پوهنې او فلسفې په برخه کې د مخ پر زیاتوالي بحثونو په رامنځته کېدو سره د رومن کاتولیک کلیسا د عقایدو د تفتیش څانګې په ۱۶۳۳ زکال کې نوموړی محاکمه کړ، دوی ګالیله «پیاوړی بدعت کوونکی» وباله او هغه یې په کورني بند محکوم کړ، له همدې امله په ۱۶۴۲ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله په کور کې بندي پاتې شو. دغه مهال ټول هغه کتابونه چې د لمر مرکزیت نظریه یې وړاندې کوله، ممنوع شول او ګالیله ته هم امر وشو چې له محاکمې وروسته د دغې نظریې اړوند د غونډو جوړولو، تدریس او یا هم د هغو له دفاع ډډه وکړي. [۲]

دغه قضیه ډېره پېچلې وه ځکه پاپ اتم اوربان په پیل کې د نوموړي ملاتړی و او هغه ته یې اجازه ورکړې وه چې کوپرنیکي نظریه تر هغه مهاله چې د یوې فرضیې په توګه ګڼل کېده خپره کړي، خو په ۱۶۳۲ زکال کې دغه ملاتړ د متعددو لاملونو له امله قطع شو. د علومو تاریخ پوهانو د دغې موضوع اړوند پریمانه ناسمې تبصرې اصلاح کړې دي. [۳][۴][۵][۶]

لومړني مخالفتونه

[سمول]

ګالیله د ۱۶۰۹ زکال په وروستیو کې خپل تلسکوپي مشاهدات پیل کړل او د ۱۶۱۰ زکال تر مارچ میاشتې پورې یې وکولای شول د ستوریز پیغام راوړونکي (Sidereus Nuncius) په نامه خپل کوچنی کتاب خپور کړي چې په هغو کې یې خپل یو شمېر اکتشافات خپاره کړي و: په سپوږمۍ کې غرونه، د مشتري په مدار کې کوچنۍ سپوږمۍ او د دې تفکیک چې انګېرل کېده په اسمان کې د وریځو ټولګې په یو شمېر ستورو (لکۍ داره ستورو) بدلېږي چې ډېر کم نوره دي او له تلسکوپ پرته نه شي لیدل کېدلای. ورپسې یې نور مشاهدات هم ترسره کړل چې په دغو کې د زهرې سیارې پړاونه او په لمر کې تور خالونه شامل و.

د ګالیله هڅو د دغه مهال طبیعي فیلسوفانو او الهیات پوهانو ته یو لړ ستونزې رامنځته کړې، له دې امله چې د هغه نظریات د ارسطو او بطلیموس له علمي او فلسفي افکارو سره چې د کاتولیک کلیسا له افکارو سره یې همغږي لرله په ټکر کې و. په ځانګړې توګه د زهرې له پړاونو څخه د هغه مشاهدات چې ښووله یې هغه د لمر په چاپېر څرخي او دا چې سپوږمۍ د مشتري په چاپېر څرخي؛ په داسې حال کې چې رومن کاتولیک کلیسا د ځمکې د مرکزیت اړوند د بطلیموس نظریه او خپله د ګالیله له خوا د کوپرنیکي ماډل پرمختللې بڼه منلې وه او له هغو یې ملاتړ کاوه. [۷][۸][۹]

یسوعي ستورپوهان او د کلیسايي علومو، ساینس او طبیعي فلسفې پوهان په پیل کې د نوو نظریاتو پر وړاندې بدبینه و او هغو ته یې په دښمنانه سترګو کتل. ورته مهال په راتلونکو یو یا دوه کلونو کې وروسته له هغه چې دوی پرمختللو تلسکوپونو ته لاسرسی وموند وه یې شو کولای دغه موارد په خپله مشاهده کړي. په ۱۶۱۱ زکال ګالیله په روم کې له رومانوم پوهنتون (Collegium Romanum) څخه لیدنه وکړه، چېرې چې یسوعي ستورپوهانو دغه مهال د هغه مشاهدات تکرار کړي و. د دغه پوهنتون یسوعي څېړونکي کریسټوف ګرینبرګر د ګالیله له نظریاتو سره همدردي لرله خو د یسوعیانو مشر کلودیو اکواویوا له هغه وغوښتل چې له ارسطویي نظریاتو دفاع وکړي. په دې توګه د ګالیله ټولې ادعاوې هېڅکله په بشپړه توګه وه نه منل شوې: د دغه مهال مخکښ ستورپوه کریسټوفر کلاویوس هېڅکله د ګالیله دغه نظریه وه نه منله چې ګویا په سپوږمۍ کې غرونه شتون لري، همدارنګه له پوهنتون بهر ډیری نورو پوهانو د ګالیله مشاهدات تر بحث لاندې ونیول. ګالیله د ۱۶۱۰ زکال په اګست میاشت کې کپلر ته لیک ولیکه او شکایت یې وکړ چې یو شمېر فیلسوفان د هغه له اکتشافاتو سره مخالف دي، حتی له دې ډډه کوي چې په تلسکوپ کې یوځل وګوري: [۱۰][۱۱]

زما ګرانه کپلره، ای کاش چې کولای مو شو د دغې معمولې ټولګې په حماقت مو خندلي وای. ته د دغې اکاډمۍ د اصلي فیلسوفانو په اړه، چې له شیطنت څخه ډک دي او نه غواړي سیارو، سپوږمیو او یا هم تلسکوپ ته وګوري، له دې سره چې ما په آزادنه او قصدي ډول هغوی ته زر ځله دغه فرصت وکړ؛ څه وایې؟ په رښتیا سره هماغه ډول چې آسپ خپل غوږونه بندوي دغه فیلسوفان هم د حقیقت پر رڼا سترګې پټوي.

د ځمکې د مرکزیت هغه پلویانو چې د ګالیله موندنې یې تائید او قبولې کړې د بطلیموسي موډل پر ځای یې د ځمکې د مرکزیت بل ځای نیونکی موډل (یا د ځمکې- لمر د مرکزیت موډل») یې درلود چې څو لسیزې وړاندې د ټیکو براهه له خوا وړاندې شوی و – هغه موډل چې په هغو کې د بېلګې په توګه زهره د لمر په چاپېر څرخي. براهه استدلال کړی و چې په کوپرنیک سیسټم کې تر ستورو پورې فاصله باید له لمر څخه د زهل له فاصلې ۷۰۰ چنده زیاته وي. سربېره پر دې یوازنی لار چې ستوري کولای شي تر دغې کچې لرې وي او همدارنګه په اسمان کې په دغه اندازه راڅرګند شي، داده چې آن په منځنۍ کچه ستوري کېدای شي ډېر لوی وي – حد اقل د ځمکې د مدار په کچه لوی وي او د لمر څخه خو بیخي لوی وي.

ګالیله د لمریزو داغونو په کشف کې د لومړیتوب پر سر له یسوعي کریسټوف شاینر سره ښکېل شو. ورته مهال هېڅ یو له دوی څخه لومړني هغه کسان نه و چې لمریز داغونه یې تشخیص کړی وو – چینایان له پېړیو راهیسې په دې پوهېدل چې په لمر کې داغونه شتون لري. [۱۲]

دغه مهال ګالیله د ارسطو د نظریاتو پر خلاف له ارشمیدوس سره په اوبو کې د اجسامو د غرق کېدو او یا هم د اوبو پر سر د پاتې کېدو اړوند په اختلاف کې ښکېل شو. د دوی ترمنځ بحث دوستانه نه و، ګالیله په دغه بحث کې له بې پردې او ځینې مهالونه له پیغور ورکوونکي سبک ګټنه کوله، په داسې حال کې چې دغه چاره د هغه وخت په علمي بحثونو کې کومه نوې ښکارنده نه وه، خو د دوی اختلاف په دښمنۍ واوښت. د دغه جنجال پر مهال د ګالیله یو نقاش ملګري، لوډوویکو کارډي ډا سیګولي هغه ته خبر ورکړ چې یو شمېر بد غوښتونکي مخالفین یې، چې وروسته یې په هغو باندې د کفترو د ډلې نوم کېښود (the Pigeon league) نوم کېښود، هڅه کوي د ځمکې د حرکت اړوند یا هر هغه څه څخه په کار اخیستو چې د موخې ګرځېدو وړ وي هغه ته پلان جوړ کړي. د سیګولي په خبره د دغه پلان یو طراح له یو کشیش څخه غوښتي د ګالیله نظریات د مذهبي منبر پر سر وغندي، خو ګالیله دغه خبره بابېزه وه ګڼله. خو درې کاله وروسته د توماسو کاسیني په نامه بل کشیش د ګالیله پر وړاندې دغه ته ورته ګام واخیست.[۱۳][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Blackwell (1991, p. 2). Blackwell (1991, p. 50) dates the start of the Galileo affair to 1610. Finocchiaro (1989, p. 1) puts it a few years later, in 1613.
  2. Finocchiaro, Maurice A. (2014). "Introduction". The Trial of Galileo : Essential Documents. Hackett Publishing Company, Incorporated. pp. 1–4. ISBN 978-1-62466-132-7. ..one of the most common myths widely held about the trial of Galileo, including several elements: that he "saw" the earth's motion (an observation still impossible to make even in the twenty-first century); that he was "imprisoned" by the Inquisition (whereas he was actually held under house arrest); and that his crime was to have discovered the truth. And since to condemn someone for this reason can result only from ignorance, prejudice, and narrow-mindedness, this is also the myth that alleges the incompatibility between science and religion.
  3. "Pope Urban VIII (Maffeo Barberini) (1568–1644)". The Galileo Project. Rice University. Upon Barberini's ascendance of the papal throne, in 1623, Galileo came to Rome and had six interviews with the new Pope. It was at these meetings that Galileo was given permission to write about the Copernican theory, as long as he treated it as a hypothesis. After the publication of Galileo' s Dialogue Concerning the Two Chief Systems of the World, in 1632, the patronage relationship was broken. It appears that the Pope never forgave Galileo for putting the argument of God's omnipotence (the argument he himself had put to Galileo in 1623) in the mouth of Simplicio, the staunch Aristotelian whose arguments had been systematically destroyed in the previous 400-odd pages. At any rate, the Pope resisted all efforts to have Galileo pardoned.
  4. Finocchiaro, Maurice A. (2014). "Introduction". The Trial of Galileo : Essential Documents. Hackett Publishing Company, Incorporated. pp. 1–4. ISBN 978-1-62466-132-7. ..one of the most common myths widely held about the trial of Galileo, including several elements: that he "saw" the earth's motion (an observation still impossible to make even in the twenty-first century); that he was "imprisoned" by the Inquisition (whereas he was actually held under house arrest); and that his crime was to have discovered the truth. And since to condemn someone for this reason can result only from ignorance, prejudice, and narrow-mindedness, this is also the myth that alleges the incompatibility between science and religion.
  5. Jules Speller (2008). Galileo's Inquisition Trial Revisited. Peter Lang. pp. 55–56. ISBN 978-3-631-56229-1. Inside the Catholic domain, the first difficulties worth mentioning begin to arise when, toward the end of 1610 or the beginning of 1611, appears the manuscript of an essary written by Lodovico (or Ludovico) delle Colombe Contro il moto della terra. The author is a fierce Aristotelian attacking almost everything coming from Galileo, himself known to be very critical of Aristotelians of his age and having criticized a book of delle Colombe in 1604 (Drake 1980, 50; Blackwell 1991, 59–61).
    ...
    Thus the whole "Galileo affair" starts as a conflict initiated by a secular Aristotelian philosopher, who, unable to silence Galileo by philosophical arguments, uses religion to achieve his aim.
  6. McMullin (2008)
  7. Ashmand, J. M. (1936). Ptolemy's Tetrabiblos; Or, Quadripartite Being Four Books of The influence of the Stars. Library of Alexandria. p. 1. ISBN 978-1-61310-429-3. Extract of page 1
  8. Kasting, James (2010). How to Find a Habitable Planet (illustrated ed.). Princeton University Press. p. 4. ISBN 978-0-691-13805-3. Extract of page 4
  9. Drake, Stillman (1999). Essays on Galileo and the History and Philosophy of Science, Volume 1. Toronto: University of Toronto Press. p. 292. ISBN 978-0-8020-7585-7.
  10. Drake (1978, p. 162), Sharratt (1994, p. 86), Favaro (1900, 10:421–423) Archived September 27, 2007, at the Wayback Machine. کينډۍ:In lang.
  11. Galileo did not name the philosophers concerned, but Galileo scholars have identified two of them as Cesare Cremonini and Giulio Libri (Drake, 1978, pp. 162, 165; Sharratt, 1994, p. 87). Claims of similar refusals by bishops and cardinals have sometimes been made, but there appears to be no evidence to support them.
  12. Sharratt (1994, p. 98).
  13. "La legha del Pippione" (Favaro, 1901, 11:476) کينډۍ:In lang. "The Pigeon" ("il Pippione") was Cigoli's derisive nickname for the presumed leader of the group, Lodovico delle Colombe (Sharratt, 1994, p. 95; Favaro, 1901, 11:176, 11:228–229, Archived February 21, 2009, at the Wayback Machine. 11:502). It is a pun on Colombe's surname, which is the feminine plural form of the Italian word for "Dove." "Pippione" is a now obsolete Italian word with a triple entendreکينډۍ:Sndbesides meaning "young pigeon", it was also a jocular colloquialism for a testicle, and a Tuscan dialect word for a fool.
  14. Drake (1978, p. 180), Favaro (1901) 11:241–242) Archived February 21, 2009, at the Wayback Machine. کينډۍ:In lang.