د ګارګرانو ځان-مدیریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کارګرانو ځان-مدیریت، چې د کار مدیریت او اداري ځان-مدیریت هم بلل کېږي، د اداري مدیریت یوه بڼه ده چې د یوې ادارې د کاري ځواک په برخه کې د ځان-لارښوونکي کاري بهیر پر بنسټ ولاړ دی. ځان-مدیریت کول د سوسیالیزم یوه مشخصه ځانګړنه ده، چې د ځان-مدیریت لپاره وړاندیزونه د سوسیالیستي خوځښت په تاریخ کې څو ځله څرګند شوي او د ډیموکرات، فردي آزادي پلوو او د مارکېټ پلوه سوسیالیستانو او همدارنګه انارشیستانو او کمونستانو له خوا په بېلابېلو ډولونو ملاتړ شوي. [۱]

د ځان-مدیریت زیات ډولونه شته. په ځینو ډولونو کې، ټول کارګر غړي د ټولنو له لارې په مستقیم ډول سازمان اداره کوي پداسې حال کې چې په نورو ډولونو کې په غیر مستقیم ډول کارګران د متخصصو مدیرانو د ټاکنې له لارې مدیریتي دندې پر مخ وړي. په ځان-مدیریت کې کېدای شي د کارکونکو څارنه او د ټاکل شوو پلاوو له خوا د یوې ادارې نظارت، د متخصصو مدیرانو ټاکنه، یا پرته له متخصصو مدیرانو څخه، ځان-لارښوونکی مدیریت ګډون ولري. د ځان-مدیریت موخې کارګرانو ته د دوی په ورځنیو چارو کې د لویې خپلواکۍ په ورکولو سره د کړنو ښوالی، مورال لوړول، د بیګانکۍ د احساس کمول او د کارکوونکو د مالکیت له احساس سره یوځای د استثمار له منځه وړل دي.  [۲][۳]

هغه شرکتونه چې ځان-مدیریت یا په خپله مدیریت کېږي، د کارګرانو له لوري د اداره شوي شرکت په نوم یادېږي. ځان-مدیریت په تولیدي سازمان کې د حقوقو د کنټرول په معنی دی چې د مالکیت له موضوعاتو څخه او دا چې سازمان د کوم اقتصادي نظام پر بنسټ چارې مخ ته وړي، توپیر لري. د یوې ادارې ځان-مدیریت ښایي د هغې د کارمندانو له مالکیت سره سمون ولري، خو ځان-مدیریت د عامه ملکیت د سازمانونو په چاپېریال کې، او همدارنګه په محدوده کچه په خصوصي شرکتونو کې د همغږۍ په بڼه او په هیئت مدیره کې د کارکونکو د استازیتوب په بڼه کې هم شتون درلودلای شي. [۴]

اقتصادي تیوري[سمول]

یو اقتصادي نظام چې د ځان-مدیریت شوو تصدیو څخه را منځ ته شوی وي، ځینې وختونه د اشتراکي اقتصاد، ځان-مدیریت شوي اقتصاد، یا د کوپراتیف اقتصاد په نوم بلل کېږي. دا اقتصادي ماډل د مارکیټ سوسیالیزم او غیر متمرکز پلان شوي اقتصاد یوه لویه نسخه ده، او له داسې اند څخه سرچینه اخلي چې خلک باید د هغو پریکړو په بهیر کې د ګډون وړتیا ولري چې د دوی هوساینه اغېزمنه کوي. په شلمه پېړۍ کې د ځان-مدیریت شوي مارکیټ سوسیالیزم لوی پلویان اقتصاد پوهان لکه بنیامین وارډ، جاروسلاو وانیک او برانکو هوروات وو. هوروات وايي چې یوازې اشتراک د پام وړ نه دی، بلکه د دودیزو اداري تشکیلاتو او ټولواکه مدیریت په پرتله له اقتصادي پلوه خورا ګټور دی لکه څنګه چې د اقتصادي سنجشونو پر مټ ښودل شوي چې په پرېکړه کې پراخ ګډون د مثمریت د زیاتوالی لامل کېږي. هوروات چې د ۱۹۸۰ کلونو په لومړیو کې یې د سوسیالیستي یوګوسلاویا له لیدلوري لیکنه وکړه، وړاندیز وکړ چې لویه نړۍ هم د یو ځان-مدیریته سوسیالیستي سازمان په لور روانه ده.[۵][۶]

د کاري ځواک له خوا مدیریت شوی شرکت[سمول]

د کاري ځواک له خوا د مدیریت شرکت تیوري د ځان-مدیریت شوو اداري بڼو چلند، فعالیت او ماهیت تشرېح کوي. که څه هم ځان-مدیریت شوي (یا د کاري ځواک له خوا مدیریت شوي) شرکتونه ښایي د کارګر مالکیت (د کارکوونکي مالکیت) سره سمون ولري، دا دواړه جلا مفکورې دي او یوه یې په بله دلالت نه کوي.  

نوی کلاسیک اقتصاد[سمول]

د دودیزې نوي کلاسیک اقتصادي تیورۍ پر بنسټ، د رقابتي بازار په اقتصادي نظام کې د کارګر (د یوه نمونه شرکت کاري ځواک) د پانګې د شتمنۍ مالکیت باید د شرکت په فعالیت باندې د ژوره اغېزه ونلري. [۷]

په نوي کلاسیک دود کې د کاري ځواک له خوا د مدیریت شوو شرکتونو په اړه زیاتې څېړنې د دې شرکتونو په فرض شوې اعظمي کچه (د فعالیت تابع یا د ګټې او تاوان تابع) د موضو په شاخوا (د بیلګې په توګه د دې پوښتنې ته ځواب چې "د کاري ځواک له خوا مدیریت شوي شرکتونه څه شی اعظمي کوي؟"، د بېلګې په توګه د هر کارګر پر سر عاید یا ګټه) او د هغې د اغېزو په شاوخوا را څرخېږي. په دې دود کې د کاري ځواک له لوري د مدیریت شوي شرکت لومړی ماډل په ۱۹۵۸ کال کې د امریکایی اقتصاد پوه بنیامین وارډ له خوا چې د یوګوسلاو شرکتونو شننې ته لېواله و، وړاندیز شو. د وارډ په وینا، د دودیز پانګوال شرکت د فعالیت د برعکس چې د بهرنیو مالکینو ګټې اعظمي کوي، د کاري ځواک له خوا مدیریت شوی شرکت هڅه کوي د هر کارګر عاید اعظمي کړي. د دې فرضیې پر بنسټ، وارډ یوه شننه وړاندې کړ چې د کاري ځواک له خوا مدیریت شوو شرکتونو باندې یې نیوکه درلوده. په ځانګړې توګه، نوموړي استدلال وکړ چې د کاري ځواک له خوا د مدیریت شوی شرکت د عرضي منحني منفي میلان لري: یعنې د کاري ځواک له خوا د مدیریت شوي شرکت له لوري د تولید شوو محصولاتو د بازار په نرخ کې زیاتوالی به و نشي کړای چې تولید زیات کړي او نوي غړي استخدام کړي. ورپسې دا جوته شوه چې یو اقتصادي سیستم چې د کارګرانو له خوا له مدیریت شوو شرکتونو څخه را منځ ته شوی وي، کېدای شي له کاري ځواک د نامطلوبې ګټې او د بیکارۍ د لوړې کچې په لور تمایل ولري. د وارډ ماډل د اوسې ډومر له لوري نور هم پراخ شو او د جاروسلاو وانیک په لاس عمومي شوی. [۸][۹][۱۰]

دا خالصې تیوریکې شننې په ۱۹۷۱ کال کې د یوګوسلاوي اقتصاد پوه برانکو هوروات له لوري، چې په حقیقت کې د کاري ځواک له خوا د موجوده مدیریت شوو یوګوسلاوي شرکتونو او د دوی د غړو له خوا د کارول شوو کړنلارو د تجربوي تحلیل لپاره یې استدلال وکړ، تر نیوکو لاندې راغلې. په ځانګړې توګه، هغه یادونه وکړه چې د کال په پیل کې کارګران خپل عاید ثابت ټاکي او بیا یې د شرکت د عاید پر بنسټ عیاروي. هغه وایي چې د چلند دا قاعده، که د تیوریک ماډل یوه برخه وګڼل شي، پدې دلالت کوي چې د کاري ځواک له خوا د مدیریت شوي شرکت د مارکېټ چلند د "دودیز" شرکت، چې موخه یې د ګټي اعظمي کول دي، له فرضي چلند سره ډیر ورتوالی لري او د وارډ او د هغه د پیروانو له تیورویو سره په ټکر کې دی.  [۱۱]

معاصر کاناډایي اقتصاد پوه ګریګوري ډاو یوه څېړنه چې د تجربوي مطالعاتو په یوه لویه برخه ولاړه وه، له نوي کلاسیک لیدلوري څخه یې د کاري ځواک له خو د مدیریت شرکتونو په اړه پراخه تیوریکي څېړنه ترسره کړې، چې د پانګې پر بنسټ د مدیریت شوو شرکتونو په پرتله یې د کاري ځواک له خوا د مدیریت شوو شرکتونو د کمښت په تشریح کولو تمرکز وکړ. [۱۲]

کلاسیک اقتصاد[سمول]

په نولسمه پېړۍ کې، د ځان-مدیریت شوي اقتصاد اند په لومړي ځل د انارشیست فیلسوف او اقتصاد پوه پییر جوزف پروډون له لوري په بشپړه توګه وړاندې شو. دا اقتصادي ماډل دوه اړخیز پاله ونومول شو ترڅو پدې نظام کې د وګړو ترمنځ دوړه اړخیزه اړیکې او په آزاد بازار کې د ښکېلو کوپراتیفونو کړنې  روښانه کړي. [۱۳]

کلاسیک لیبرال فیلسوف او اقتصاد پوه جان سټوارټ مېل په دې باور و چې د کارګر له خوا تاسیس شوي او د هغوی تر ملکیت لاندې کوپراتیفونه به بالاخره د دوی د لوړ مثمریت او ځواکمن هڅوونکي جوړښت له امله د رقابتي بازار په اقتصادي نظام کې دودیزو پانګوالو (د پانګې پر بنسټ مدیریت شوي) شرکتونو ځای و نیسي. په داسې حال کې چې مېل او کارل مارکس دواړه په دې اند وو چې د کارګر ډیموکراتیک مدیریت به په اوږد مهال کې د سلسله مراتب (تشکیلاتي) مدیریت په پرتله ډېر اغېزمن وي، مارکس د بازار په اقتصاد کې د دودیزو پانګوالو شرکتونو د ځایناسۍ لپاره د کاري ځواک له خوا د مدیریت شوو یا د هغوی تر ملکیت لاندې شرکتونو د لیدلوري په اړه هیله مند نه و. په مثمریت کې د دوی د مزیت او برلاسۍ تر څنګ، د لوېدیځ د بازار په اقتصادي نظامونو کې د کارګرانو له خوا مدیریت شوی شرکت په نسبي توګه په ندریت لیدل کېږي.  [۱۴][۱۵]

د کمونیستي ټولنې د یوې ځانګړنې په توګه، کارل مارکس د تولیدونکو د آزادې ټولنې نظریه وړاندې کړه، چې په کې د ځان-مدیریت پروسې د مرکزي دولت دودیز لیدلوري ځای نیسي. دا مفکوره د مارکسیستي مفکورې سره تړاو لري چې د ځان-بیګانګي له تیوري څخه مخکښه کېږي.  [۱۶]

شوروي ډوله اقتصادي پلان جوړونه[سمول]

شوروي ډوله اقتصادي ماډل لکه څنګه چې په پخواني شوروي اتحاد او ختیځ بلاک کې عملي شو، د سوسیالیستانو له خو په شرکتونو کې د کارګرانو په برخه کې د پراخه ځان-مدیریت او مدیریتي عامل د نشتوالي له امله تر نیوکه لاندې ونیول شو.  [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Steele, David (1992). From Marx to Mises: Post-Capitalist Society and the Challenge of Economic Calculation. Open Court Publishing Company. د کتاب پاڼې 323. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0875484495. The proposal that all the workers in a workplace should be in charge of the management of that workplace has appeared in various forms throughout the history of socialism. [...] [A]mong the labels attached to this form of organization are 'self-management', 'labor management', 'workers' control', 'workplace democracy', 'industrial democracy' and 'producers' cooperatives'. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Steele, David (1992). From Marx to Mises: Post-Capitalist Society and the Challenge of Economic Calculation. Open Court Publishing Company. د کتاب پاڼې 323. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0875484495. The self-management idea has many variants. All the workers may manage together directly, by means of an assembly, or indirectly by electing a supervisory board. They may manage in co-operation with a group of specialized managers or they may do without them. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. O'Hara, Phillip (2003). Encyclopedia of Political Economy, Volume 2. Routledge. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-24187-8. In eliminating the domination of capital over labour, firms run by workers eliminate capitalist exploitation and reduce alienation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Prychito, David L. (2002). Markets, Planning, and Democracy: Essays After the Collapse of Communism. Edward Elgar Pub. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1840645194. The labor-managed firm is a productive organization whose ultimate decision making rights rest in the workers of the firm...In this sense workers’ self-management – as a basic principle – is about establishing control rights within a productive organization, while it leaves open the issue of de jure ownership (that is, who enjoys legal title to the physical and financial assets of the firm) and the type of economic system in which the firm is operating. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gregory and Stuart, Paul and Robert (2004). Comparing Economic Systems in the Twenty-First Century, Seventh Edition. George Hoffman. د کتاب پاڼي 145–146. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-26181-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Horvat, Branko (1983). The Political Economy of Socialism: A Marxist Social Theory. M.E Sharpe Inc. د کتاب پاڼې 173. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0873322560. Participation is not only more desirable, it is also economically more viable than traditional authoritarian management. Econometric measurements indicate that efficiency increases with participation...There is little doubt that the world is moving toward a socialist, self-governing society at an accelerated pace. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Paul Samuelson, Wages and Interest: A Modern Dissection of Marxian Economic Models, 47 Am.Econ.Rev. 884, 894 (1957): "In a perfectly competitive market it really doesn’t matter who hires whom: so have labor hire ‘capital’...”)
  8. Nuti, Mario (1996). "Efficiency, equality and enterprise democracy.". In Pagano, Ugo; Rowthorn, RObert (المحررون). Democracy and Efficiency in the Economic Enterprise. London: Routledge. د کتاب پاڼي 184–206. A massive body of literature from Ward’s seminal model of the “Illyria” firm (1958) and its generalization by Vanek (1970) to date, probably larger than for any other single economic issue, has accumulated on the economic implications of the presumed maximand of self-managed enterprises. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Horvat, Branko (1971). "Yugoslav Economic Policy in the Post-War Period: Problems, Ideas, Institutional Developments". The American Economic Review. 61 (3). Theoretical analysis of the behavior of the Yugoslav firm has only begun. Oddly or understandably enough, the pioneering work was done by a foreigner, B. Ward of the University of California at Berkeley. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Horvat, Branko (1971). "Yugoslav Economic Policy in the Post-War Period: Problems, Ideas, Institutional Developments". The American Economic Review. 61 (3). In a similar analysis eight years later, Domar showed that by generalizing the production function to include several products and several factors and by introducing the demand curve for labor the results are changed and begin to resemble the traditional conclusions about the behavior of the firm (Domar, 1966). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Horvat, Branko (1971). "Yugoslav Economic Policy in the Post-War Period: Problems, Ideas, Institutional Developments". The American Economic Review. 61 (3). Instead of postulating what should be rational, the present author observes the actual practice of Yugoslav enterprises which fix wages in advance for the current year, and at least once a year make corrections (positive or negative) depending on the income earned. If this behavioral rule is used in the analysis, the results are again the same as in the traditional theory of the firm. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Greg Dow - Research". مؤرشف من الأصل في ۲۰ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Proudhon, Pierre-Joseph (1866–1876). 'Oeuvres Complètes', volume 17. Paris: Lacroix. د کتاب پاڼي 188–189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Where Did Mill Go Wrong?: Why the Capital-Managed Firm Rather than the Labor-Managed Enterprise Is the Predominant Organizational Form in Market Economies, by Schwartz, Justin. 2011. Ohio State Law Journal, vol. 73, no. 2, 2012: "Why, then, is the predominant form of industrial organization in market societies the traditional capital-owned and managed firm (the capitalist firm) rather than the labor-managed enterprise owned and managed by the workers (the cooperative)? This is exactly the opposite of the result predicted by John Stuart Mill over 150 years ago. He thought that such worker-run cooperative associations would eventually crowd capitalist firms out of the market because of their superior efficiency and other advantages for workers."
  15. Where Did Mill Go Wrong?: Why the Capital-Managed Firm Rather than the Labor-Managed Enterprise Is the Predominant Organizational Form in Market Economies, by Schwartz, Justin. 2011. Ohio State Law Journal, vol. 73, no. 2, 2012: "Mill was mistaken, and Marx correct, at least about the tendency for labor-managed firms to displace capital-managed firms in the ordinary operation of the market."
  16. O'Hara, Phillip (2003). Encyclopedia of Political Economy, Volume 2. Routledge. د کتاب پاڼې 836. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-24187-8. it influenced Marx to champion the ideas of a "free association of producers" and of self-management replacing the centralized state. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ellman, Michael (1989). Socialist Planning. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 312. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-35866-8. In general, it seems reasonable to say that the state socialist countries have made no progress whatsoever towards organizing the labour process so as to end the division between the scientist and the process workers. This is scarcely surprising, both in view of the Bolshevik attitude toward Taylorism and in view of Marx’s own thesis that a society in which the labour process has been transformed would be one in which technical progress had eliminated dreary, repetitive, work. Such a state of affairs has not yet been reached in even the most advanced countries. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)