د کيوبا تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کيوبا تاريخ د باندنيو قدرتونو هسپانيې، متحده ايالتونو او د شوروي د سوسياليست جمهوريتونو د اتحاد “USSR” له مخې مشخص شوی دی. د کيوبا ټاپو کې په ۱۴۹۲ زکال د ژنوايي سپړونکي کرسټف کولمب له رسېدنې څخه وړاندې، بېلابېل امريکايي الاصله هندي کلتورونه اوسېدلي وو. د هسپانيې له لورې په يو جنګي سفر د نوموړي له رسېدنې څخه وروسته، هسپانيې کيوبا ونيوله او د حکومت کولو په موخه يې هاوانا “Havana” کې هسپانوي واليان وګومارل. په هېسپانيولا کې د کيوبا حکومتي مديران د نوې هسپانيې د والي يا نايب السلطنت او سيمه ييزو چارواکو تر لاس لاندې وو. په ۱۷۶۲ او ۶۳ زکالونو کې هاوانا د لنډې مودې لپاره د برتانيې له لورې ونيول شوه او وروسته د فلورېدا په بدل کې بېرته هسپانيې ته وسپارل شوه. د ۱۸۶۸ او ۱۸۹۸ز کالونو تر منځ يو لړ پاڅونونه چې مشري يې دومينيکي جنرال ماکزيمو ګوميز “Mazimo Gomez” کوله، د هسپانوي واکمنۍ په پای ته رسولو کې ناکام شول او د کيوبا د سلګونو زرو وګړو ژوند يې واخيست. که څه هم د هسپانيې او امريکا تر منځ جګړه “Spanish-American War” په ۱۸۹۸ز کال کې له ټاپو وزمې څخه د هسپانيې د شاتګ لامل شوه او په پای کې د متحده ايالتونو د درې نيم کالونو فوځي واکمنۍ څخه وروسته، کيوبا په ۱۹۰۲ ز کال رسمي خپلواکي تر لاسه کړه. [۱][۲]

د هېواد له خپلواکۍ څخه په وروسته کالونو کې، د کيوبا جمهوريت د پام وړ اقتصادي پرمختګ سربېره د سياسي فساد او د ظالمانه مشرانو د پرله پسې راتګ شاهد و، چې د ۱۹۵۳ – ۱۹۵۹ زکالونو د کيوبا اوښتون “Cuban Revolution” پر مهال د فيډل کاسټرو په مشرۍ د جولای خوځښت د ۲۶ “26th of July Movement” په واسطه د مستبد يا ديکتاتور فلګينسيو باټيسټا “Fulgencio Batista” په ړنګېدلو سره خورا زيات شو. نوی حکومت له شوروي اتحاد سره يو ځای شو او کمونيزم ته يې غېږ پرانېسته. د ۱۹۶۰ ز لسيزې په لومړيو کې د کاسټرو نظام د ۱۹۶۱ زکال د اپرېل بريد پر وړاندې ودرېد، د ۱۹۶۲ز کال اکتوبر کې شاتګ له وروستۍ ذروي مبارزې سره مخامخ شو او د ۱۹۶۰ ز کال اکتوبر کې يې کورنۍ جګړه تېره کړه، چې د نظام د مخالفينو لپاره يې دومينيکي ملاتړ راونغاړه. په ۱۹۶۸ زکال په چکسلواکيا باندې د واسا تړون له بريد څخه وروسته، کاسټرو په ښکاره او عام ډول د کيوبا ملاتړ اعلان کړ. د نوموړي وينا لويديځ ډله هېوادونو يا لويديځ بلاک ته د کيوبا د بشپړې اوښتنې پيل په نښه کړ. د ۱۹۷۰ز لسيزې په نيمايي کې د کيوبا خورا لږ سياسي يا اقتصادي نظام پاتې و. د سړې جګړې پر مهال کيوبا په افغانستان، پولېنډ، انګولا، ايتوپيا، نيکاراګوا او السلوادور کې د شوروي د سياست يا تګلارې ملاتړ وکړ. انګولا کې د شوروي او کيوبا ګډې لاسوهنې په ۱۹۹۰ز کال د جنوبي افريقا له توکمپال واکمنۍ څخه د ناميبيا د خپلواکۍ اخېستلو کې مرسته وکړه. [۳][۴][۵][۶]

د دې هېواد اقتصاد يوازې د شوروي په مرستو ولاړ و. په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي د سوسياليستي جمهوريتونو د اتحاد “USSR” په ړنګېدلو سره، مرستې ورکې شوې او کيوبا د ځانګړې دورې “Special Period” په نوم سخت اقتصادي کړکېچ کې ډوبه شوه، چې په ۲۰۰۰ زکال هغه مهال پای ته ورسېده، چې وينزويلا دې هېواد ته د مرسته شويو تېلو چمتو کول پيل کړل. په ۲۰۱۹ز کال کې مېګويل ډياز کانيل “Miguel Diaz-Canel” د ملي جرګې له لورې د کيوبا ولسمشر وټاکل شو. دا هېواد له اوښتون راهيسې د متحده ايالتونو له لورې په سياسي او اقتصادي ډول بېل يا ګوښه شوی هېواد دی، مګر په پرله پسې ډول يې بهرنۍ سوداګرۍ او سفر کولو ته لاسرسی ځکه تر لاسه کړی دی، چې د ديپلوماتيکو اړيکو د عادي کولو په موخه هڅو يې پرمختګ کړی دی. کورني اقتصادي سمونونو هم د هغه شته اقتصادي ستونزو حل کول پيل کړل، چې له ځانګړې دورې څخه وروسته موده کې او د بېلګې په ډول د پيسو د دوه ګوني واحد سيستم په وړاندې کولو سره راپورته شوې وې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له کولميبيا څخه مخکې تاريخ (تر ۱۵۰۰ز کال پورې)[سمول]

د کيوبا تر ټولو لومړنيو انساني اوسېدونکو دا ټاپو له ميلاد څخه مخکې ۴ زريزه کې مستعمره کړه. د دې هېواد د تر ټولو لرغونې سيمې ليوېسا تاريخ له ميلاد څخه مخکې نږدې ۳۱۰۰ کال ته رسېږي. د سيمو د يو څه پراخه وېش نېټه له ميلاد څخه مخکې له ۲۰۰۰ کال څخه وروسته وختونو ته رسېږي، چې د لويديځې کيوبا د کايو ريډونډو او ګوايابو بلنکو نومي کلتورونو په واسطه په ځانګړي ډول وړاندې کېږي. د ډبرې د نوې دورې يا نيولېتيک دې کلتورونو د خنجر ته ورته ګلاديولايتونو په ګډون، له ځمکنيو ډبرو او د صدف له توکو او ګاڼو څخه ګټه پورته کوله، چې د باورونو له مخې دوديز ارزښت يې درلود. کايو ريډونډو او ګوايادو بلانکو کلتورونو د کب نيونې، ښکار کولو او وحشي بوټو د راټولولو پر بنسټ، د پايښت ژوند وکړ. [۱۳][۱۴][۱۵]

سيمې ته د کولمبيايانو له رسېدلو څخه وړاندې اصلي ګواناجاتابي “Guanajatabey” وګړي، چې له پېړيو راهيسې کيوبا کې اوسېدلې وو، د ټاينو او سيبوني په ګډون د کډوالو د وروستيو څپو د رارسېدلو له امله د ټاپو وزمې لرې ختيځ ته ولېږدول شول. دا خلک د کارابين د ټاپو وزمې لړۍ په اوږدو کې شمال لور ته کډوال شوي وو.

ټاينو او سېبوني د اراواک نومي کلتوري ډلې برخه وو، چې سويلي امريکا ته د اروپايانو له رسېدلو څخه مخکې د دې سيمې په شمال لويديځو برخو کې يې استوګنه غوره کړې وه. دوی په لومړيو کې د کيوبا په ختيځو څنډو کې مېشت شول او وروسته د ټاپو وزمې په اوږدوو کې ختيځ لور ته وغځېدل. هسپانوي دومنيکي روحاني او ليکوال بارتولومي دی لاس کاساس “Bartolome de las Casas” اټکل کړی دی، چې کيوبا کې د ټاينو وګړو ګڼه د ۱۵ پېړۍ په پای کې ۳۵۰۰۰۰ تنو ته رسېدلې وه. دې خلکو يو ډول سپين ګل لرونکي بوټي وکرل، د هغوی حاصل يې راټول کړ او د نشايستې د ډوډۍ جوړولو په موخه يې پاخه کړل. دوی پنبه او تمباکو هم وکرل او له جوار او خواږو الوګانو څخه يې د خواړو په توګه ګټه واخېسته. د هندوانو د تاريخ له مخې دوی «د ژوند لپاره هر څه درلودل؛ دوی زياتې غلې دانې درلودلې، چې په ښه ډول منظم شوې وې».  [۱۶]

هسپانوي بريا او د استعمار لومړي کالونه (۱۴۹۲ – ۱۸۰۰ز)[سمول]

کرسټف کولمب په ۱۴۹۲ز کال کې امريکا ته د هسپانيې په ملاتړ خپل لومړي سمندري سفر کې، د کيوبا د شمال ختيځ ساحل او د هسپانيولا د شمالي ساحل د څېړلو په موخه له نني باهاماس څخه جنوب لور ته روان شو. کولمب چې هند ته د لار موندلو په لټه کې و، په دې باور و چې دا ټاپو د اسيا د اصلي خاورې يوه ټاپو وزمه وه. د هسپانوي بېړۍ لومړنی څرک [کتنه] د اټکل له مخې د ټاپو په ختيځه څنډه کې د هولګوېن ولايت باريا سيمې ته، د ۱۴۹۲ ز کال د اکتوبر په ۲۷ نېټه ټاپو ته ورسېد. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۴۹۴ز کال کې د دويم سفر پر مهال کولمب د ټاپو د جنوبي ساحل په اوږدو کې تېر شو او د راتلونکي ګوانتانامو خليج په ګډون، بېلابېلو تړانګو کې ښکته شو. د شپږم پاپ الکساندر د ۱۴۹۳ز کال په ليک سره هسپانيې ته امر وشو، چې د نوې نړۍ بې دينه وګړي ونيسي، تر خپل استعمار لاندې يې راولي او کاتوليک مذهبه يې کړي. کولمب سيمې ته په رسېدنې سره د ټاينو کلتور استوګنځي وکتل او په اړه يې وويل، چې «لکه په يو پنډغالي کې د خېمو په څېر ښکاري. ټول استوګنځي د کجورې له څانګو څخه په ښکلي ډول جوړ شوي وو». [۲۰][۲۱]

کارابين ته د کولمب له رسېدلو څخه سمدستې وروسته، هسپانيې د کيوبا د ختيځ په هېسپانيولا ټاپو کې د تل پاتې استوګنځايونو جوړول پيل کړل، مګر د کيوبا ساحل تر ۱۵۰۸ ز کال پورې د اروپايانو له لورې بشپړ نقشه شوی نه و او په همدې وختونو کې سيباسټين ډي اوکامپو “Sebastian de Ocampo” دا کار تر سره او د ښار نقشه بشپړه کړه. په ۱۵۱۱ زکال کې ډيګو ويلازکويز ډي کيولر “Diego Velazquez de Cuellar” کيوبا کې د لومړنۍ هسپانوي استوګنې د جوړولو او د ټاپو د نيولو يا فتحه کولو په موخه له هسپانوي اوامرو سره له هېسپانيولا څخه سېمې ته لاړ. نوموړی او ډله يې په باراکوا سيمه کې مېشت شو، مګر د ټاينو د ځايي وګړو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. ټاينويان په لومړيو کې د هاټوي “Hatuey” نومي مشر له خوا تنظيم شوي وو، چې نوموړی په خپله هم په هېسپانيولا ټاپو کې د هسپانوي حکومت له ظلمونو څخه د تښتېدلو په موخه له ټاپو څخه ځايه راکډه شوی و. له يوې اوږدمهاله چريکي جګړې څخه وروسته، هاټوي او ورپسې نورو مشران ونيول او ژوندي وسوځول شول او په درې کالونو کې دننه، هسپانيې د ټاپو واک تر لاسه کړی و. په ۱۵۱۴ زکال راتلونکې هاوانا سيمه کې يوه بله استوګنه هم پيل يا رامنځته شوې وه. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. "CIA World Factbook: Cuba: Introduction: Background". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "A guide to the United States' history of recognition, diplomatic, and consular relations, by country, since 1776: Cuba". US State Department – Office of the Historian. مؤرشف من الأصل في ۲۱ فبروري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rumbaut, Luis E.; Rumbaut, Rubén G. (2009). "Cuba: The Cuban Revolution at 50". Latin American Perspectives. 36 (1): 84–98. doi:10.1177/0094582x08329137. JSTOR 27648162. S2CID 154491534. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. George, Edward (2004). The Cuban Intervention in Angola, 1965-1991: From Che Guevara to Cuito Cuanavale. Routledge. د کتاب پاڼې 42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cuban Communism. Transaction Publishers. 1995. د کتاب پاڼې 167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cuban Identity and the Angolan Experience. Palgrave Macmillan. 2012. د کتاب پاڼې 179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Live: Miguel Diaz-Canel Bermudez elected as President of the Republic". en.granma.cu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Cuba receives first US shipment in 50 years". Al Jazeera. 14 July 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جولای ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "US welcomes Cuba decision to end foreign travel permits". BBC. 16 October 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 17 December 2014 باندې). Obama hails 'new chapter' in US-Cuba ties. BBC News.
  11. "Cuba's love for Obama swells: Bay of Pigs veterans reflect on the 'inconceivable'". The Guardian. 17 April 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 15 August 2015 باندې). US flag raised over reopened Cuba embassy in Havana. BBC News.
  13. Allaire, p. 678
  14. Allaire, p. 686
  15. Allaire, p. 688
  16. Historia de las Indias (vol. 3). Biblioteca Ayacucho: Caracas (1986). pp. 81–101.
  17. Gott, Richard (2004). Cuba: A new history. Yale University Press. Chapter 5.
  18. Carla Rahn Phillips (1993). The Worlds of Christopher Columbus (الطبعة reprint, illustrated). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 205. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-44652-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Thomas Suarez (1999). Early Mapping of Southeast Asia. Tuttle Publishing. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-962-593-470-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bakewell, Peter. A History of Latin America. Blackwell Publishers. pp. 129–130.
  21. Willis Fletcher Johnson (1920). The History of Cuba (Volume 1). New York. p. 228.
  22. "Historia de la Construcción Naval en Cuba". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)