Jump to content

د کوچی کلام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوچی

په دې وطن کې به مونږ څه د ژوند مزې ګورو

بس خو وحشت ګورو او هم د مرګ قطعې ګورو

هغه فن کار دی او بې شکه چې ښايست هم لري

مونږ به کلام ته ګورو مونږه به معنې  ګورو

وايي خنجر باندې دې څيرو خو ته غږ مه کوه

وژنو دې نه مګر  قوت دې د سينې ګورو

زمونږ په سترګو کې به تور د ليمو څه پاتې شي

سرې سرې لمبې ګورو د وينو فوارې ګورو

نه د ظالم سره ولاړ يو نه مظلومه سره

مونږ داسې خلک يو چې خپلې حوصلې ګورو

کوچيه دا ماته بيړۍ نيژدې ساحل ته به وي

تته رڼا  ګورو  اثار د جزيرې ګورو

غنم رنګ کوچی