د کوویډ-۱۹ په اړه ناسم معلومات
د کوویډ-۱۹ په اړه ناسم معلومات د کوویډ-۱۹ د اوبا په اړه هرې هغې موضوع ته راجع کېږي کوم چې د همدې اوبا د کچې، منشا، مخنیوي، تشخیص او درملنې په اړه د ناسمو معلومات او د توطیې په تیوري سره پای ته رسیدلي دي. غلط معلومات په نړیواله کچه د ناسمو معلوماتو په ګډون په ټولنیزو رسنیو، لیکلو پیغامونو او ډله ییزو رسنیو له لارې خپاره شول. دا ډول ناسم معلومات د نامتو کسانو (سیلیبریټيانو)، سیاست پوهانو او نورو مشهورو څیرو له خوا خپاره شول. ګڼو هېوادونو د «جعلي خبرونو» په اړه قوانین پاس کړل او په زرګونو خلک د کوویډ-۱۹ په اړه د ناسمو معلوماتو د خپراوي له کبله ونیول شول. د کوويډ-۱۹ په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو کې د حکومتونو ونډه هم د پام وړ وه. [۱]
سوداګریزو فریبکارو ادعا کوله چې د دې وېروس په اړه کولای شي تاسې په کور کې معاینه کړي، فرضي مخنیوی یې وکړي او په «معجزه ډول» تاسې ته له دې وېروس څخه شفا درکړي. ګڼو مذهبي ډلو ادعا درلوده چې د دوی ایمان کولای شي دوی له دې وېروس څخه وساتي. ځینو خلکو بیا پرته له کومو شواهدو دا ویل چې ګواکې دا وېروس یو بیولوژیکي وسله ده او له لابراتوار څخه په ناپامۍ یا قصدي توګه راوتلی، یا دا چې د وګړو د کنټرول لپاره یوه وسیله ده، د جاسوسۍ د عملیاتو پایله ده او یا هم دا چې په موبایلونو کې پر 5G باندې د انټرنېټ په اپګریډو سره دا ډول جانبي عوارض رامنځته شوي دي. [۲][۳][۴]
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د همدې وېروس په اړه ناسم معلومات چې د نړیوالې روغتیا لپاره خطرونه له ځانه سره لري، د «اینفډمیک» په نوم اعلان کړل. په داسې حال کې چې د تیوري د توطیې په اړه باور کومه نوې پدیده نه ده، خو د کوویډ-۱۹ د اوبا په اړه، دا بیا کېدای شي د ناسمو روغتیايي اغیزو لامل وګرځي. شناختي پلوي، لکه چټکه پایله اخیستنه او د تاییدي پلوي، ښايي د توطیو له باورونو سره اړوند وي. له روغتیايي اغیزو نه سربېره، د ناسمو معلوماتو له امله رامنځته کېدونکې زیانونه او د توطیې د تیوري منل د دې لامل ګرځي تر څو پر خبري اژانسونو او طبي چارواکو باندې بې باوري زیاته کړي او همداشان د سیاسي تفرقې لامل وګرځي.[۵][۶][۷]
عمومي کتنه[سمول]
د ۲۰۲۰ کال د جنوري په ۳۰مه بي بي سي د کوویډ-۱۹ په اړه د توطیې د تیوري او د روغتیا اړوند د درواغو مشورو د زیاتوالې په اړه رپوټ ورکړ. هغه مهال په دې اړه د غلطو روغتیايي مشورو بېلګې وي چې په ټولنیزو رسنیو او خصوصي چتونو کې شریک کېدي او همداشان د توطیې دا تیوري چې ګواکې د دې اوبا خپریدل د Pribright انستیتوت په ګډون پلان شوې وه. د جنوري په ۳۱مه د ګارډین ورځپاڼې د ناسمو معلوماتو په اړه اووه بېلګې ترتیب کړي وي، چې د بیولوژيکي وسلو په اړه یې د توطیې تیوري او له 5G تیکنالوژۍ سره یې د دې وېروس تړاو او ګڼې ناسمې روغتیايي مشورې یې ورسره اضافه کړي وي. [۸][۹][۱۰]
د څېړنو د شریکولو د بهیر د چټکوالي لپاره، زیاترو څېړونکو د arXiv، bioRxiv، medRxiv او SSRN په څېر له چاپ وړاندې سرورونو ته مخه کړې ده. دغو سرورونو ته مقالې پرته له دې چې د بل کس له خوا ولوستل شي یا هم د ایډیټ کوم پړاوونه د څېړنې د کیفیت د ډاډمنتیا له اړخه ووهي، پورته کېدي. ځینو همدغو مقالو د توطیي د تیوري له خپریدو سره مرسته وکړه. په دې کې تر ټولو مهمه قضیه د bioRxiv سرور ته پورته شوې نا لیدل شوې مقاله وه چې ادعا یې کړې وه چې دغه وېروس د HIV «ځینې برخې» لري. له اعتراضونو وروسته دغه مقاله بیا له دې سرور څخه پاکه شوه. د کوویډ-۱۹ په اړه له چاپ نه وړاندې مقالې په پراخه کچه سره په انلاین بڼه خپرې شوي دي او ځینې ارقام د دې وړاندیز کوي چې دا ډول مقالې د رسنیو له خوا په نورو موضوعګانو کې له ۱۰ ځلونو هم زیاتې خپرې شوي دي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ژورنالیزم د څېړنې په اړه د رویټرز د انستیتوت له خوا د خپرې شوې څېړنې له مخې، د کوويډ-۱۹ اړوند زیاتره ناسم معلومات «په بېلو ډولونو سره ترتیب شوي، چیرته چې موجود او زیاتره سم معلومات اړول شوې او را اړول شوي، مفهوم یې اوښتی یا هم پرې بیا بیا کر شوی دی» او لږ ناسم معلومات «په بشپړ ډول سره جعل شوي دي». دغې څېړنې همداشان وموندله چې «ناسم معلومات زیاتره له پورته څخه ښکته خوا ته یعنې له سیاست والو، مشهورو کسانو او نورو پیژندل شویو څیرو» له خوا خلکو ته انتقال شوي دي، په داسې حال کې چې دا لږکي په ټولنیزو رسنیو کې بې شمېره مخاطبین لري. د هغوی د ډلبندي له مخې، د ناسمو معلومات ستره برخه (۳۹سلنه) «د دولتي چارواکو او نړیوالو ادارو لکه د روغتیا د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو د کړنو او تګلارو په اړه ګمراکوونکې یا غلطې ادعاګانې وي».[۱۵]
له ټولنیزو رسنیو سربېره، ټلویزیون او راډیو هم د ناسمو معلوماتو د خپراوي د سرچینو په توګه پیژندل شوي دي. [۱۶][۱۷]
د وېروس د منشا په اړه شته فرضیې[سمول]
زیاتره وېروس پیژندونکې د همدې وېروس ډېره احتمالي سرچینه د SARS-CoV-2 وېروس بولي چې په زیات احتمال سره انسانانو ته یې هم له اسمان څکلکي څخه سرایت کړی دی، که څه هم دا خبره تر اوسه پورې له علمي اړخه نه ده ثابت شوي. زیاتره نوي عفوني ناروغۍ له همدې لارې پیلیږي او ژینومي شواهد ښیې چې دا ټول د اسمان څکلکو له یو اجدادي وېروس SARS-CoV-2 څخه سرچینه اخلي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
یوه بله فرضیه چې تر څېړنې لاندې ده او زیاتره وېروس پیژندونکې یې د شواهدو له کمښت سره مخ دي او له حقیقت څخه لري ګنل کېږي، هغه دا ده چې دا وېروس ښایي په ناڅاپي توګه د چین د ووهان د وېروس پېژندنې له موسسې څخه د څېړنو په مهال لیک شوی وي. د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې یوې سروې وښودله چې د امریکا ۵۲سلنه بالغ کسان په دې باور دي چې د کرونا وېروس له یوه لابراتوار څخه را وتلی دی. [۲۳][۲۴]
د همدې وېروس د خپریدو په مهال تر اوسه پورې یو لړ ګومانونو یا د توطیې تیوري ګانو محبوبیت موندلی دی. دغه د توطیې تیوري وايي چې دا وېروس په قصدي توګه د یوې بیولوژیکي وسلې په توګه او هم د هغه د واکسین د پلور له لاسه د مالي ګټې د تر لاسه کولو لپاره جوړ شوی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دې اړه د ژینومي تجزیې او تحلیل له لارې د ژینیتیکي لاسوهنې خبره رد شوې ده. په دې برخه کې نور روایتونه هم ویل شوي دي، چې له هغې ډلې کولای شو د سیاسي مخالفینو له خوا د دې وېروس خپرول او همداشان له موبایل ټلیفونونو سره د دې وېروس د خپریدو اوازې یاد کړو. د بېلګې په توګه د پیو څېړنيز مرکز دا موندلې چې له هر دریو امریکایانو څخه یوې په دې اند دی چې د کرونا وېروس په یوه لابراتوار کې جوړ شوی دی. همداشان له هرو څلورو کسانو څخه یو یې په دې اند دی چې دا کار په قصدي توګه تر سره شوی دی. د توطیې دا ډول تیوري ګانې د بې باورۍ او خصومت د رامنځته کولو او همداشان د سترو سیاسي موخو لپاره په تبلیغاتي کمپاینونو کې زیات کارول شوي دي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د ناسمو معلوماتو دودول د امریکا د ښې اړخو ډلو لکه QAnon او همداشان د ښې اړخو د خبرې ټلویزیون، فاکس نیوز او همداشان د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ او نورو جمهوري غوښتونکو سیاستوالو له خوا د چین ضد ویناوو له امله کارول شوي دي، چې په ترڅ کې یې په ټولنیزو رسنیو او ریښتیني ژوندانه کې د نړۍ په کچه د اسیايي خلکو په وړاندې فعالیتونو زور اخیستی. د دا ډول ناسمو معلوماتو او د توطیي د تیوریو خپرول د دې وړتیا لري چې د خلکو پر روغتیا باندې منفي اغیزه ولري او پر دولتونو او طبي کارپوهانو باندې اعتماد له منځه یوسي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
سرچينې او ياداښتونه[سمول]
- ↑ Murphy H, Di Stefano M, Manson K (20 March 2020). "Huge text message campaigns spread coronavirus fake news". Financial Times. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Office of Regulatory Affairs (4 January 2021). "Fraudulent Coronavirus Disease 2019 (COVID-19) Products". FDA. https://www.fda.gov/consumers/health-fraud-scams/fraudulent-coronavirus-disease-2019-covid-19-products.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Religion and Faith Perception in a Pandemic of COVID-19"]. Journal of Religion and Health 59 (6): 2671–2677. December 2020. doi:10.1007/s10943-020-01088-3. PMID 33044598.
- ↑ "COVID: Top 10 current conspiracy theories". Alliance for Science. د لاسرسينېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 25 March 2020 باندې). Disinformation and coronavirus. The Interpreter. Lowy Institute
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Coronavirus conspiracy beliefs in the German-speaking general population: endorsement rates and links to reasoning biases and paranoia"]. Psychological Medicine: 1–15. March 2021. doi:10.1017/S0033291721001124. PMID 33722315.
- ↑ Radford B (November–December 2020). "Conspiracy Theories Grow as COVID-19 Spreads". Skeptical Inquirer. Amherst, New York: Center for Inquiry. د کتاب پاڼې 5. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 30 January 2020 باندې). China coronavirus: Misinformation spreads online about origin and scale. BBC News.
- ↑ Shmerling RH (1 February 2020). "Be careful where you get your news about coronavirus". Harvard Health Blog. د لاسرسينېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 31 January 2020 باندې). Bat soup, dodgy cures and 'diseasology': the spread of coronavirus misinformation.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Early in the epidemic: impact of preprints on global discourse about COVID-19 transmissibility"]. The Lancet. Global Health 8 (5): e627–e630. May 2020. doi:10.1016/S2214-109X(20)30113-3. PMID 32220289.
- ↑ (په 3 February 2020 باندې). Quick retraction of a faulty coronavirus paper was a good moment for science. Stat.
- ↑ (په 31 January 2020 باندې). Coronavirus Research Is Moving at Top Speed – With a Catch. Wired.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Open science saves lives: lessons from the COVID-19 pandemic"]. BMC Medical Research Methodology 21 (1): 117. June 2021. doi:10.1186/s12874-021-01304-y. PMID 34090351.
- ↑ Brennen JS, Simon F, Howard PN, Nielsen RK (7 April 2020). "Types, sources, and claims of COVID-19 misinformation". Reuters Institute. د لاسرسينېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په March 13, 2020 باندې). How Fox News misled viewers about the coronavirus. CNN
- ↑ Motta, Matt. "How Right-Leaning Media Coverage of COVID-19 Facilitated the Spread of Misinformation in the Early Stages of the Pandemic". osf.io. د لاسرسينېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "[Comment] The COVID‑19 pandemic as a scientific and social challenge in the 21st century"]. Molecular Medicine Reports 22 (4): 3035–3048. October 2020. doi:10.3892/mmr.2020.11393. PMID 32945405. "The genomic and bioinformatic analyses of the aforementioned studies, as well as the results of previous studies, confirm that the virus originated in bats and this way put an end to all conspiracy theories regarding this issue.".
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Divisive COVID 'lab leak' debate prompts dire warnings from researchers"]. Nature 594 (7861): 15–16. June 2021. doi:10.1038/d41586-021-01383-3. PMID 34045757. Bibcode: 2021Natur.594...15M.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "SARS-CoV-2, Covid-19, and the debunking of conspiracy theories"]. Reviews in Medical Virology: e2222. February 2021. doi:10.1002/rmv.2222. PMID 33586302.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Natural selection versus creation: a review on the origin of SARS-COV-2"]. Le Infezioni in Medicina 28 (3): 302–311. September 2020. PMID 32920565.
- ↑ Osuchowski, Marcin F; Winkler, Martin S; Skirecki, Tomasz; Cajander, Sara; Shankar-Hari, Manu; Lachmann, Gunnar; Monneret, Guillaume; Venet, Fabienne et al. (6 May 2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The COVID-19 puzzle: deciphering pathophysiology and phenotypes of a new disease entity"]. The Lancet. Respiratory Medicine 9 (6): 622–642. doi:10.1016/S2213-2600(21)00218-6. ISSN 2213-2600. PMID 33965003. "The emergence of SARS-CoV-2 has resulted in a health crisis not witnessed since the 1918–19 Spanish influenza pandemic. The most plausible origin of SARS-CoV-2 is natural selection of the virus in an animal host followed by zoonotic transfer.".
- ↑ (په 16 July 2021 باندې). Senior Biden officials finding that Covid lab leak theory as credible as natural origins explanation. CNN.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Understanding the origin of COVID-19 requires to change the paradigm on zoonotic emergence from the spillover model to the viral circulation model"]. Infection, Genetics and Evolution: 104812. March 2021. doi:10.1016/j.meegid.2021.104812. PMID 33744401.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "No credible evidence supporting claims of the laboratory engineering of SARS-CoV-2"]. Emerging Microbes & Infections 9 (1): 505–507. 2020. doi:10.1080/22221751.2020.1733440. PMID 32102621.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "SARS-CoV-2, Covid-19, and the debunking of conspiracy theories"]. Reviews in Medical Virology: e2222. February 2021. doi:10.1002/rmv.2222. PMID 33586302.
- ↑ Van Beusekom M (12 May 2020). "Scientists: 'Exactly zero' evidence COVID-19 came from a lab". Center for Infectious Disease Research and Policy. University of Minnesota. د لاسرسينېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kinetz E (20 April 2021). "Anatomy of a conspiracy: With COVID, China took leading role". AP NEWS. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "In the Shadow of Biological Warfare: Conspiracy Theories on the Origins of COVID-19 and Enhancing Global Governance of Biosafety as a Matter of Urgency"]. Journal of Bioethical Inquiry 17 (4): 567–574. December 2020. doi:10.1007/s11673-020-10025-8. PMID 32840850.
- ↑ (په 20 November 2020 باندې). How Steve Bannon and a Chinese Billionaire Created a Right-Wing Coronavirus Media Sensation. The New York Times.
- ↑ Elliott P. "How Distrust of Donald Trump Muddled the COVID-19 'Lab Leak' Debate". Time. د لاسرسينېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kinetz E (20 April 2021). "Anatomy of a conspiracy: With COVID, China took leading role". AP NEWS. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 19 March 2021 باندې). How Anti-Asian Activity Online Set the Stage for Real-World Violence. The New York Times.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Attacks on Public Health Officials During COVID-19"]. JAMA 324 (8): 741–742. August 2020. doi:10.1001/jama.2020.14423. PMID 32777019.
- ↑ (په 27 October 2020 باندې). Winnipeg epidemiologist faces online threats, as concerns about COVID-19 misinformation deepen. Winnipeg.
- ↑ (په 20 April 2021 باندې). They were experts in viruses, and now in pitfalls of fame. AP NEWS.
- ↑ Ryan J. "How the coronavirus origin story is being rewritten by a guerrilla Twitter group". CNET. د لاسرسينېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱.
Bostickson has dubbed him a "Chinese puppet," and others have erroneously suggested that Holmes, with researchers working at the Wuhan Institute of Virology including Shi Zhengli, conspired to keep the origins of the pandemic a secret. Holmes has blocked many Drastic members on Twitter because member's tweets have descended into personal attacks. He vehemently denies Bostickson's baseless claims.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ . The Last–And Only–Foreign Scientist in the Wuhan Lab Speaks Out. www.bloomberg.com.
- ↑ (په 20 June 2021 باندې). Scientists battle over the ultimate origin story: Where did the coronavirus come from?. The Washington Post.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "COVID-19-Related Infodemic and Its Impact on Public Health: A Global Social Media Analysis"]. The American Journal of Tropical Medicine and Hygiene 103 (4): 1621–1629. October 2020. doi:10.4269/ajtmh.20-0812. PMID 32783794.