د کوویډ-۱۹ فایزر – بیو اېنټېک واکسین
د کوویډ-۱۹ فایزر – بیو اېنټېک واکسین چې غیر اختصاصي نړیوال نوم یې توزینامران (tozinameran) دی او د کمیرنېټي (Comirnaty) په سوداګریز نامه پلورل کېږي، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره یو mRNA واکسین دی چې د بیوټکنالوژۍ جرمني شرکت بیو اېنټېک (BioNTech) جوړ کړی دی. بیو اېنټېک شرکت د دغه واکسین د پراختیا لپاره په کلینیکي ازمېښتونو، تدارکاتو او تولید کې له امریکايي شرکت فایزر (Pfizer) سره ګډ کار وکړ. د دغه واکسین استفاده په ځینو هېوادونو کې له پنځو کلونو پورته اشخاصو ته، په ځینو هېوادونو کې له دوولس کلونو پورته اشخاصو ته او په ځینو هېوادونو کې هم تر شپاړس کلونو پورته اشخاصو ته مجاز ده تر څو د کوویډ-۱۹ په مقابل کې خوندي شي چې د SARS-CoV-2 ویروس له سرایت څخه را پیدا کېږي. دا واکسین د عضلاتو له لارې تزریق کېږي. د نوکلیوزیډ په مرسته له اصلاح شوي mRNA څخه جوړ دي چې د SARS-CoV-2 ویروس د بشپړ سپایک پروتین بدله شوې بڼه کود کوي. لومړنۍ سپارښتنې ښیي چې دا واکسیناسیون دوو ډوزونو ته اړتیا لري چې په خپلو کې د ۲۱ ورځو په واټن تزریق کېږي، خو وروسته دا واټن په متحدو ایالتونو کې تر ۴۲ ورځو او په کاناډا کې تر څلورو میاشتو پورې ډېر شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
کلینیکي ازمېښتونه یې د ۲۰۲۰ ز کال په اپرېل میاشت کې پیل شول. د ۲۰۲۰ ز کال تر نومبر میاشت پورې واکسین د کلینکي ازمېښتونو درېیم پړاو ته دننه شو او څه باندې ۴۰۰۰۰ کسانو برخه په کې واخیسته. د ډېټا د څېړنې یوه لنډمهالي تحلیل وښوده چې دغه واکسین تر دویم ډوز اووه ورځې وروسته د عفونت یا سرایت په مخنیوي کې ۹۱.۳ سلنه بالقوه اغېز درلود او هېڅ کومه جدي روغتیايي اندېښنه هم ورسره نه وه. ډېری جانبي عوارض یې خفیف یا متوسط دي او د څو ورځو په جریان کې له منځه ځي. تر ټولو معمول یې د تزریق په ځای کې یو خفیف درد، ستړیا او د سر درد دي. د حساسیت په څېر لوی جانبي عوارض يې ډېر کم پېښ شوي او د هېڅ اوږدمهالې ستونزې راپور هم نه دی ورکړل شوی. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
دا واکسین د کوویډ-۱۹ لومړنی واکسین دی چې یوې دقیقې نظارتي مرجع يې د بیړنۍ استفادې اجازه صادره کړه او د منظمې استفادې لپاره هم لومړنی واکسین دی. د ۲۰۲۰ ز کال په ډسمبر میاشت کې بریتانیا لومړنی هېواد و چې په بیړنیو شرایطو کې یې د دغه واکسین استفادې ته اجازه ورکړه. دا واکسین په ډېرو هېوادونو کې د بېلابېلو کچو لپاره د کارولو اجازه لري. د ۲۰۲۱ ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۳مه نېټه د کوویډ-۱۹ لومړنی واکسین شو چې د امریکا د خوړو او درملو د سازمان (FDA) لهخوا تر شپاړس کلونو د پورته اشخاصو لپاره تایید شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د ۲۰۲۱ ز کال تر سپټمبر میاشت پورې د دغه شرکت لهخوا د کوویډ-۱۹ څه باندې ۱.۵ میلیارد ډوزه واکسین نړۍ ته لېږل شوی دی. د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ میاشتې له ۳۰مې نېټې را وروسته فایزر او بیو اېنټېک شرکتونو غوښتل چې په ۲۰۲۱ ز کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډوزه تولید کړي.وېش او زېرمه کول یې یو لوجېستيکي ګواښ دی، ځکه چې واکسین باید په ډېره ټيټه تودوخه کې ذخیره شي. بیو اېنټېک او فایزر شرکتونه یې دا مهال د یوې داسې کنګل بڼې د ازمېښت په حال کې دي چې تر یخ په ښکته حالت کې ذخیرې ته اړتیا ونهلري.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
طبي استفادې[سمول]
د کوویډ-۱۹ فایزر-بیو اېنټېک واکسین له SARS-CoV-2 ویروس څخه د راپیدا شوي کوویډ-۱۹ په مقابل کې د خوندیتوب لپاره کارول کېږي چې S انټيجن ته خوندي غبرګون رامنځته کوي. دا واکسین د کوویډ-۱۹ له امله د مړینو او عوارضو د راکمولو لپاره کارول کېږي.
دا واکسین په یوه داسې ګڼډوزه بوتلګي کې وړاندې کېږي چې بشپړ سپین دی، سټریل شوی دی او منجمد او ساتونکي مواد نهلري. تر ترزیق وړاندې باید د کوټې په تودوخه کې ګرم شي یعنې له کنګل حالت څخه وایستل شي.[۳۸]
په لومړۍ دوره کې یې دوه ډوزونه دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) سپارښتنه کوي چې د ډوزونو تر منځ باید له درېیو تر څلورو اونیو واټن وي. که دویم ډوز تر دوولسمې اونۍ پورې وځنډول شي، په عمر خوړلیو کسانو کې د ټولو اندېښمنوونکو بڼو په مقابل کې خوندیتوب ډېروي. د پيچ څېړنیزه ډله په دې باور ده چې د ډلتا بڼې په مقابل کې مناسب واټن اته اونۍ دی، که واټنونه تر دې ډېر شي، ښايي واکسین اخیستونکي کسان زیانمنونکي شي.[۳۹]
په ځینو هېوادونو کې کېدای شي درېیم او څلورم ډوز هم ور زیات شي.[۴۰][۴۱][۴۲]
منفي اغېزې[سمول]
د واکسین د ازمېښتونو په درېیم لوی پړاو کې د هېڅ کومې جدي روغتیايي ستونزې راپور نه دی ورکړی شوی او مهم جانبي عوارض ډېر کم لیدل شوي دي.[۴۳][۴۴]
د کوویډ-۱۰ فایزر-بیو اېنټېک واکسین جانبي عوارض خفیف او متوسط دي او په څو ورځو کې له منځه ځي. د لویانو د نورو واکسینونو جانبي عوارضو ته ورته دي او هغه طبیعي نښې دي چې بدن د ویروس په مقابل کې خوندیتوب رامنځته کوي. د کلینيکي ازمېښتونو په جریان کې هغه جانبي عوارض چې په هرو لسو کسانو کې تر یوه ډېر کسان اغېزمنوي دا دي: د تزریق په ځای کې درد، ستړیا، سر دردي، د بدن د غړیو درد، لړزه، د مفاصلو درد او تبه. تبه د دویم ډوز تر اخیستو وروسته ډېره معموله ده.[۴۵][۴۶]
د اروپا طبي مرکز (EMA) په منظم ډول د دغه واکسین د خوندیتابه اړوند اطلاعات څېړي. د خوندیتابه هغه راپور چې دغه مرکز د ۲۰۲۱ ز کال د سپټمبر میاشتې په ۸مه نېټه خپور کړی، په اروپايي اتحادیه کې د څه باندې ۳۹۲ میلیون ډوزونو پر بنسټ ولاړ دی. د اروپا طبي مرکز وايي چې "د دغه واکسین ښېګڼې د کوویډ-۱۹ په مخنیوي کې تر هر ډول خطر زیاتې دي او د کارولو لپاره یې په سپارښتنه کې هېڅ ډول بدلون نهشته." هغه کم جانبي عوارض (چې ښايي په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې ۱ کس اغېزمن کړي) د مخ یوې خوا ته کږېدل او د مخ د پړسوب په څېر حساسیتي غبرګونونه دي.
حساسیت[سمول]
د پوليتیلن ګلیکول (polyethylene glycol) پر وړاندې سخت حساسیت د کوویډ-۱۹ فایزر واکسین د استفادې د ممنوعیت په توګه یاد شوی دی. د تجویز شوي واکسین په هرو یو میلیون ډوزونو کې کابو ۱۱ سخت حساسیتونه لیدل شوي دي. د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز د راپور له مخې ۷۱ سلنه دغه حساسیتونه د واکسین تر تطبیق ۱۵ دقیقې وروسته پېښ شوي او تر ډېره (۸۱ سلنه) په هغو اشخاصو کې لیدل شوي چې د حساسیت مخینه یې لرله. د بریتانیا د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم مرکز د ۲۰۲۰ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۹مه نېټه سپارښتنه وکړه چې حساسیت لرونکي اشخاص باید د کوویډ-۱۹ فایزر واکسین ونهکړي. د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د کاناډا د تنظیم ادارې هم دې ته ورته اقدام وکړ او ویې ویل: "په بریتانیا کې دواړو اشخاصو د سخت حساسیت مخینه لرله چې د دواړو درملنه وشوه او روغ شول."[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
د زړه د عضلاتو پړسوب[سمول]
د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې د اسرائیلو د روغتیا وزارت وویل چې: په ځینو ۱۶ تر ۳۰ کلنو نرانو کې احتمالاً د دغه واکسین دویم ډوز د زړه د عضلاتو پړسوب (myocarditis) رامنځته کولی شي. د ۲۰۲۰ز کال د ډسمبر او د ۲۰۲۱ ز کال د مې میاشتو تر منځ د هر یو میلیون واکسین شویو کسانو له ډلې په ۵۵ کسانو کې د زړه د عضلاتو د التهاب پېښې ثبت شوې وې چې ۹۵ سلنه یې خفیفې وبلل شوې. د ۲۰۲۱ ز کال له اپرېل میاشتې راهیسې په متحدو ایالتونو کې د زړه د عضلاتو د الهتاب (myocarditis) او د زړه د عضلاتو د خارجي پړسوب (pericarditis) پېښې ثبت شوې دي چې په هر یو میلیون ځوانانو کې شاوخوا ۱۳ کسان دي، تر ډېره نارینه دي او عمرونه یې له ۱۶ کلونو پورته دي چې د فایزر واکسین تر تطبیق وروسته یې پېښې ثبت شوې دي. په دې کې ډېری ناروغ کسان د درملنې او کافي استراحت په مرسته ډېر ژر بېرته رغېدلي دي.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]
سرچينې[سمول]
- ↑ "Comirnaty EPAR". European Medicines Agency (EMA). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسينېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "FDA Approves First COVID-19 Vaccine" (Press release). U.S. Food and Drug Administration (FDA). 23 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 11 November 2020 باندې). What you need to know about BioNTech – the European company behind Pfizer's Covid-19 vaccine. CNBC
- ↑ (په 9 November 2020 باندې). Pfizer's early data shows vaccine is more than 90% effective. The New York Times.
- ↑ "CDC Recommends Pediatric COVID-19 Vaccine for Children 5 to 11 Years". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC) (Press release). 2 November 2021. د لاسرسينېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Regulatory Decision Summary - Pfizer-BioNTech COVID-19 Vaccine". Health Canada. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "First COVID-19 vaccine approved for children aged 12 to 15 in EU". European Medicines Agency (EMA) (Press release). 28 May 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Information for UK recipients on Pfizer/BioNTech COVID-19 vaccine". Medicines and Healthcare products Regulatory Agency (MHRA). 8 December 2020. مؤرشف من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Safety and Immunogenicity of Two RNA-Based Covid-19 Vaccine Candidates"]. The New England Journal of Medicine 383 (25): 2439–50. October 2020. doi:10.1056/NEJMoa2027906. PMID 33053279.
- ↑ Study to Describe the Safety, Tolerability, Immunogenicity, and Efficacy of RNA Vaccine Candidates Against COVID-19 in Healthy Individuals. 30 April 2020. https://clinicaltrials.gov/ct2/show/NCT04368728. Retrieved 5 August 2021.
- ↑ (په 9 November 2020 باندې). Pfizer says experimental COVID-19 vaccine is more than 90% effective. NPR
- ↑ Herper M (9 November 2020). "Covid-19 vaccine from Pfizer and BioNTech is strongly effective, early data from large trial indicate". Stat News. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 4 March 2021 باندې). Canada vaccine panel recommends 4 months between COVID doses.
- ↑ کينډۍ:Cite report
- ↑ Ellis R. "CDC: Gap Between Vaccine Doses Could Be 6 Weeks". WebMD. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مې ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Study to Describe the Safety, Tolerability, Immunogenicity, and Efficacy of RNA Vaccine Candidates Against COVID-19 in Healthy Individuals. 30 April 2020. https://clinicaltrials.gov/ct2/show/NCT04368728. Retrieved 5 August 2021.
- ↑ "Update on our COVID-19 vaccine development program with BNT162b2" (PDF) (Press release). BioNTech. 2 December 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Herper M (9 November 2020). "Covid-19 vaccine from Pfizer and BioNTech is strongly effective, early data from large trial indicate". Stat News. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pfizer and BioNTech Confirm High Efficacy and No Serious Safety Concerns Through Up to Six Months Following Second Dose in Updated Topline Analysis of Landmark COVID-19 Vaccine Study". BioNTech (Press release). 1 April 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pfizer-BioNTech COVID-19 Vaccine (also known as Comirnaty) Overview and Safety". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). 19 November 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Safety and Efficacy of the BNT162b2 mRNA Covid-19 Vaccine"]. N Engl J Med 383 (27): 2603–15. December 2020. doi:10.1056/NEJMoa2034577. PMID 33301246.
- ↑ "Questions and Answers About Pfizer–BioNTech COVID-19 Vaccine". Pfizer. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Coronavirus vaccine". National Health Service. 7 December 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "UK medicines regulator gives approval for first UK COVID-19 vaccine" (Press release). Medicines and Healthcare products Regulatory Agency (MHRA). 2 December 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2 December 2020 باندې). UK approves Pfizer/BioNTech Covid vaccine for rollout next week. The Guardian.
- ↑ "COVID-19 Vaccine Tracker: Pfizer/BioNTech: BNT162b2". McGill University. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pfizer–BioNTech COVID-19 Vaccine". U.S. Food and Drug Administration (FDA). 3 February 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Thomas K (20 November 2020). "F.D.A. Clears Pfizer Vaccine, and Millions of Doses Will Be Shipped Right Away". The New York Times. مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Australian Government Department of Health (24 January 2021). "About the Pfizer/BioNTech COVID-19 vaccine". Australian Government Department of Health. مؤرشف من الأصل في ۲۳ مې ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۳۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Comirnaty". U.S. Food and Drug Administration (FDA). 23 August 2021. STN: 125742. مؤرشف من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 23 August 2021 باندې). FDA grants full approval to Pfizer/BioNTech Covid-19 vaccine, opening door to more vaccine mandates. CNN.
- ↑ "Pfizer and BioNTech expand collaboration with U.S. to provide 500 million additional COVID-19 vaccine doses at not-for-profit price for donation to poorest countries". 22 September 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pfizer and BioNTech to Supply the European Union with 200 Million Additional Doses of Comirnaty" (Press release). BioNTech. 17 February 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 30 March 2021 باندې). BioNTech Raises Covid Vaccine Target to 2.5 Billion Doses.
- ↑ Rosales-Mendoza, Sergio; Wong-Arse, Alejandro; de Lourdes.Betancourt-Mendiola, Maria (2021). "8. RNA based vaccines against SARS COV-2". In Rosales-Mendoza, Sergio; Comas-García, Mauricio; González-Ortega, Omar (المحررون). Biomedical Innovations to Combat COVID-19 (په انګلیسي ژبه کي). London: Academic Press. د کتاب پاڼي 129–152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-323-90248-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 30 March 2021 باندې). Pfizer to Test Covid-19 Vaccine That Doesn't Need Ultracold Storage.
- ↑ کينډۍ:Cite report کينډۍ:PD-notice
- ↑ (په 23 July 2021 باندې). Pfizer vaccine second dose has 'sweet spot' after eight weeks, UK scientists say.
- ↑ "Coronavirus (COVID-19) Update: FDA Authorizes Additional Vaccine Dose for Certain Immunocompromised Individuals". U.S. Food and Drug Administration (FDA) (Press release). 12 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "COVID-19 Vaccines for Moderately or Severely Immunocompromised People". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). 13 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Comirnaty and Spikevax: EMA recommendations on extra doses and boosters". European Medicines Agency (EMA). 4 October 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Herper M (9 November 2020). "Covid-19 vaccine from Pfizer and BioNTech is strongly effective, early data from large trial indicate". Stat News. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pfizer and BioNTech Confirm High Efficacy and No Serious Safety Concerns Through Up to Six Months Following Second Dose in Updated Topline Analysis of Landmark COVID-19 Vaccine Study". BioNTech (Press release). 1 April 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Pfizer-BioNTech COVID-19 Vaccine (also known as Comirnaty) Overview and Safety". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). 19 November 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ کينډۍ:Cite report
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Adverse reactions to COVID-19 vaccines: A practical approach"]. Clinical and Experimental Allergy 51 (6): 770–777. June 2021. doi:10.1111/cea.13880. PMID 33813758.
- ↑ CDC COVID-19 Response Team (January 2021). "Allergic Reactions Including Anaphylaxis After Receipt of the First Dose of Pfizer-BioNTech COVID-19 Vaccine - United States, December 14-23, 2020". MMWR. Morbidity and Mortality Weekly Report 70 (2): 46–51. doi:10.15585/mmwr.mm7002e1. PMID 33444297. PMC 7808711. https://www.cdc.gov/mmwr/volumes/70/wr/pdfs/mm7002e1-H.pdf.
- ↑ "COVID-19 vaccine safety update: Comirnaty" (PDF). European Medicines Agency (EMA). 28 January 2021. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bostock N (9 December 2020). "MHRA warning after allergic reactions in NHS staff given COVID-19 vaccine". GP. مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 9 December 2020 باندې). Britain warns against Pfizer vaccine for people with history of 'significant' allergic reactions.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Allergic reactions to the first COVID-19 vaccine: A potential role of polyethylene glycol?"]. Allergy 76 (6): 1617–1618. June 2021. doi:10.1111/all.14711. PMID 33320974.
- ↑ "Pfizer–BioNTech COVID-19 vaccine: Health Canada recommendations for people with serious allergies". Health Canada. 12 December 2020. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2 June 2021 باندې). Israel sees probable link between Pfizer vaccine and myocarditis cases. Reuters.
- ↑ National Center for Immunization and Respiratory Diseases (23 June 2021). "Myocarditis and Pericarditis Following mRNA COVID-19 Vaccination". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). مؤرشف من الأصل في ۰۳ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Clinical Considerations: Myocarditis after mRNA COVID-19 Vaccines". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Myocarditis Cases Reported After mRNA-Based COVID-19 Vaccination in the US From December 2020 to August 2021"]. JAMA 327 (4): 331–340. January 2022. doi:10.1001/jama.2021.24110. PMID 35076665.