د کوویډ-۱۹ د درملو پراختیا
د کوویډ-۱۹ د درملو پراختیا د مخنیوي لپاره د هغو تجویزي درملو د جوړولو څېړنیزه پروسه ده چې د کرونا ویروس ۲۰۱۹ ز کال (کوویډ-۱۹) ناروغۍ شدت را کموي. د ۲۰۲۰ ز کال له لومړیو څخه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې د درملو او بیوټکنالوژۍ سلګونه شرکتونه، پوهنتوني څېړنیزې ډلې او روغتیايي سازمانونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د کاندیدو درملو د پراختیا په حال کې وو چې د څېړنو بېلابېل مخکې کلینیکي او وروسته کلینکي پړاوونه یې بشپړ کړي وو (د ۲۰۲۱ ز کال په اپرېل میاشت کې د نوماندو(کاندیدو) درملو شمېر ۵۰۶ و) او تر همدې میاشتې پورې د کوویډ-۱۹ د بالقوه درملو شمېر ۴۱۹ و.[۱]
د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د اروپا د درملو مرکز (EMA)، د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو سازمان (FDA) او د چین دولت او درمل تولیدوونکي د دې لپاره له پوهنتوني او صنعتي څېړونکو سره د همغږۍ په حال کې وو چې د واکسینونو او ویروس ضد درملو پراختیا چټکه کړي. د روغتیا د نړیوال سازمان د کلینیکي ازمېښتونو د ثبت نړیوال پلټفارم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر سرایت وروسته د درملو د پراختیا لپاره ۵۳۶ کلینیکي څېړنې ثبت کړې دي او د نورو هغو سرایتونو د درملنې لپاره ګڼ ویروس ضد ترکیبات تر کار لاندې دي چې د کلینیکي څېړنو په حال کې دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د ۲۰۲۰ ز کال په مارچ میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان "د پیوستون ازمېښت" په لسو هېوادونو کې پیل کړ او په کوویډ-۱۹ اخته زرګونه کسان یې د شته ویروس ضد څلورو ترکیبونو د درملیزو اغېزو د ارزونې لپاره ثبت کړل. د ۲۰۲۰ ز کال په اپرېل میاشت کې یوه بله سیستماتیکه څېړنه وشوه، د دې څېړنې موخه دا وه چې د کوویډ-۱۹ د کاندیدو واکسینونو او درملو لپاره د ثبت شويو کلینیکي ازمېښتونو د پرمختګ کچه معلومه کړي.[۱۶]
د درملو پراختیا یوه څو پړاویزه پروسه ده چې معمولاً د نوي ترکیب له کارندوالي او خوندیتوب څخه د ډاډمنېدو لپاره تر پنځو کلونو زیات وخت ته اړتیا لري. د اروپا د درملو مرکز (EMA) او د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو سازمان (FDA) ته ورته ګڼو ملي نظارتي مرکزونو د کلینیکي ازمېښتونو د چټکتیا لپاره ځینې پروسیجرونه تایید کړي دي. د ۲۰۲۱ ز کال تر جون میاشتې پورې لسګونه بالقوه درمل د انساني ازمېښت په وروستي پړاو کې وو. د جفریز ډلې د وروستي اټکل له مخې، د کوویډ-۱۹ د اغېزناکو درملو پلور ښايي په کلني ډول څه باندې ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مخینه
[سمول]د درملو پراختیا د درملو د کشفي پروسې له لارې د یوه مهم ترکیب تر پېژندلو وروسته د ساري ناروغیو لپاره د نویو درملو یا واکسینو د وړاندې کولو پروسه ده. په دې کې لابراتواري څېړنې شاملېږي چې پر مایکرو ارګانېزمونو او حیواناتو کېږي، د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو د سازمان په څېر ادارو لهخوا نظارت پرې کېږي او پر انسان د کلینیکي ازمېښتونو د پیل لپاره یې څېړنې کېږي، ښايي د نظارتي تایید یو پړاو یا د درملو لپاره د مارکېټېګ یو پروګرام هم په کې شامل وي. ټوله پروسه له پیله را وروسته تر کلینکي ازمېښتونو پورې معمولاً څه باندې یوه لسیزه وخت نیسي.[۲۱][۲۲][۲۳]
د نوې انټي باډي درمل
[سمول]له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو پلازما
[سمول]له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو د پلازما په مرسته غیر فعال خوندیتوب د کوویډ-۱۹ لپاره د یوه بالقوه درمل په توګه وړاندیز شوی دی. د ۲۰۲۱ ز کال له مې میاشتې را وروسته قوي شواهد موجود دي چې ښيي له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو پلازما په شدیده یا متوسطه ناروغۍ د اخته کسانو لپاره له کلینیکي ښهوالي سره تړاو نهلري او د مړینې خطر نه را کموي. له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو د پلازما جانبي عوارض څرګند نه دي.[۲۴]
په متحدو ایالتونو کې د دغه هېواد د خوړو او درملو سازمان (FDA) له ناروغۍ څخه د جوړو شویو کسانو پلازما (د هغو کسانو د وینې پلازما چې له کوویډ-۱۹ څخه رغېدلي او د سارس کوویډ ۲ ویروس ضد انټي باډي لري) ته د تجربوي درملو په توګه په داسې مواردو کې لنډمهالې اجازه ورکړې ده چې د شخص ژوند له بیړني یا جدي ګواښ سره مخامخ وي. د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې راهیسې د دغه ډول پلازما د اغېزناکتیا په اړه لږ تر لږه ۱۲ ازمېښتونه په بېلابېلو طبي مجلو کې څېړل شوي او خپاره شوي دي. پر دې سربېره د ۲۰۲۱ ز کال تر مې میاشتې پورې ۱۰۰ نور ازمېښتونه هم د کېدو په حال کې وو او ۳۳ څېړنې شوې وې چې لا خپرې شوې نه وې.[۲۵]
پلان جوړونه او همغږي
[سمول]لومړنۍ پلان جوړونه
[سمول]د ۲۰۲۰ ز کال تر مارچ میاشتې پورې د وبا د چمتووالي د نوښتونو لپاره نړیوال ائتلاف ژمنه وکړه چې په ګڼو هېوادونو کې به پر څېړنو ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د دې تر څنګ یې د واکسین د پراختیا لپاره د دوو میلیاردو ډالرو پانګونې د راټولولو بیړنۍ غوښتنه هم وکړه. د کوویډ-۱۹ د درملو هڅې په مارچ میاشت کې «د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ» په مشرۍ د شریکانو په ۱۲۵ میلیون ډالرو پانګونې او له روغتیا نړیوال سازمان په همغږۍ پیل شوې او د درملو د پراختیا له څېړونکو سره یې مرسته وکړه چې بالقوه درمل وپېژني، ویې ارزوي، پراخ او ډېر یې کړي. د کوویډ-۱۹ د کلینیکي څېړنو ائتلاف تر سرایت په وروسته هیلهمنوونکو درملو له شویو نړیوالو کلینیکي ازمېښتونو څخه د ترلاسه شویو پایلو د همغږۍ لپاره رامنځته شو. د ۲۰۲۰ ز کال په لومړیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د کمولو لپاره د کلنیکي څېړنو په هڅو کې د نورو ساري ناروغیو لپاره هم ګڼ ویروس ضد ترکیبات پراخ شول.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ میاشتې په جریان کې د وبا د چمتووالي د نوښتونو لپاره نړیوال ائتلاف د کوویډ-۱۹ واکسین د پراختیا یو نړیوال صندوق رامنځته کړ تر څو د واکسین د پراختیا او څېړنې لپاره دوه میلیارده ډالره راټول کړي او د دې تر څنګ یې په ګڼو هېوادونو کې د واکسین د پراختیا لپاره د ۱۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ژمنه هم وکړه. د کاناډا دولت د کوويډ-۱۹ پر وړاندې د طبي اقداماتو په برخه کې د ۹۶ څېړنیزو پروژو لپاره ۲۷۵ میلیون ډالره بودیجه او د کوویډ-۱۹ د بیاځلي خپرېدو په صورت کې د نویو واکسینونو له ډلې "د واکسین د بانک" جوړولو لپاره پروګرامونه اعلان کړل. د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ په اپرېل میاشت کې د کوویډ-۱۹ د واکسینونو جوړولو، تشخیص او درملنې لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ "COVID-19 vaccine and therapeutics tracker". BioRender. 5 April 2021. بياځلي په 21 June 2021.
- ↑ Kupferschmidt K, Cohen J (22 March 2020). "WHO launches global megatrial of the four most promising coronavirus treatments". Science Magazine. doi:10.1126/science.abb8497. S2CID 216325781. بياځلي په 27 March 2020.
- ↑ "First regulatory workshop on COVID-19 facilitates global collaboration on vaccine development". European Medicines Agency. 18 March 2020. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ "Coronavirus (COVID-19) Update: FDA Continues to Facilitate Development of Treatments" (Press release). U.S. Food and Drug Administration (FDA). 19 March 2020. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ "China approves first anti-viral drug against coronavirus Covid-19". Clinical Trials Arena. 18 February 2020. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ "Chinese Vaccine Approved for Human Testing at Virus Epicenter". Bloomberg News. 19 March 2020. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ Dhama K, Sharun K, Tiwari R, Dadar M, Malik YS, Singh KP, Chaicumpa W (June 2020). "COVID-19, an emerging coronavirus infection: advances and prospects in designing and developing vaccines, immunotherapeutics, and therapeutics". Human Vaccines & Immunotherapeutics. 16 (6): 1232–1238. doi:10.1080/21645515.2020.1735227. PMC 7103671. PMID 32186952.
- ↑ Zhang L, Liu Y (May 2020). "Potential interventions for novel coronavirus in China: A systematic review". Journal of Medical Virology. 92 (5): 479–490. doi:10.1002/jmv.25707. PMC 7166986. PMID 32052466.
- ↑ Fox M (19 March 2020). "Drug makers are racing to develop immune therapies for Covid-19. Will they be ready in time?". Stat. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ Chan M (19 March 2020). "Chinese military scientists ordered to win global race to develop coronavirus vaccine". South China Morning Post. بياځلي په 22 March 2020.
- ↑ COVID-19 Clinical Research Coalition (April 2020). "Global coalition to accelerate COVID-19 clinical research in resource-limited settings". Lancet. 395 (10233): 1322–1325. doi:10.1016/s0140-6736(20)30798-4. PMC 7270833. PMID 32247324.
{{cite journal}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Maguire BJ, Guérin PJ (2 April 2020). "A living systematic review protocol for COVID-19 clinical trial registrations". Wellcome Open Research. 5: 60. doi:10.12688/wellcomeopenres.15821.1. PMC 7141164. PMID 32292826.
- ↑ Li G, De Clercq E (March 2020). "Therapeutic options for the 2019 novel coronavirus (2019-nCoV)". Nature Reviews. Drug Discovery. 19 (3): 149–150. doi:10.1038/d41573-020-00016-0. PMID 32127666.
- ↑ Dong L, Hu S, Gao J (29 February 2020). "Discovering drugs to treat coronavirus disease 2019 (COVID-19)". Drug Discoveries & Therapeutics. 14 (1): 58–60. doi:10.5582/ddt.2020.01012. PMID 32147628.
- ↑ Harrison C (April 2020). "Coronavirus puts drug repurposing on the fast track". Nature Biotechnology. 38 (4): 379–381. doi:10.1038/d41587-020-00003-1. PMID 32205870.
- ↑ Cheng MP, Lee TC, Tan DH, Murthy S (April 2020). "Generating randomized trial evidence to optimize treatment in the COVID-19 pandemic". CMAJ. 192 (15): E405–E407. doi:10.1503/cmaj.200438. PMC 7162442. PMID 32336678.
- ↑ "Call to pool research resources into large multi-centre, multi-arm clinical trials to generate sound evidence on COVID-19 treatments". European Medicines Agency. 19 March 2020. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ Beasley, Deena (28 September 2021). "COVID-19 pill developers aim to top Merck, Pfizer efforts". Reuters (in انګليسي). Reuters.
- ↑ "COVID-19 vaccine and treatments tracker (Choose vaccines or treatments tab, apply filters to view select data)". Milken Institute. 21 June 2021. بياځلي په 11 June 2021.
- ↑ "The Drug Development Process". U.S. Food and Drug Administration (FDA). 4 January 2018. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ "The Drug Development Process". U.S. Food and Drug Administration (FDA). 4 January 2018. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ Strovel J, Sittampalam S, Coussens NP, Hughes M, Inglese J, Kurtz A, et al. (1 July 2016). "Early Drug Discovery and Development Guidelines: For Academic Researchers, Collaborators, and Start-up Companies". Assay Guidance Manual. Eli Lilly & Company and the National Center for Advancing Translational Sciences. PMID 22553881.
- ↑ Taylor D (2015). "The Pharmaceutical Industry and the Future of Drug Development". Issues in Environmental Science and Technology. Royal Society of Chemistry: 1–33. doi:10.1039/9781782622345-00001. ISBN 978-1-78262-189-8.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Identifiers at line 153: attempt to compare two nil values.
- ↑ "FDA now allows treatment of life-threatening COVID-19 cases using blood from patients who have recovered". TechCrunch. بياځلي په 9 April 2020.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Kelland K (10 March 2020). "Epidemic response group ups coronavirus vaccine funding to $23.7 million". Reuters. بياځلي په 21 March 2020.
- ↑ "CEPI's response to COVID-19". Coalition for Epidemic Preparedness Innovation, Oslo, Norway. 1 March 2020. بياځلي په 25 March 2020.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "COVID-19 Therapeutics Accelerator: Bill & Melinda Gates Foundation, Wellcome, and Mastercard Launch Initiative to Speed Development and Access to Therapies for COVID-19". Bill and Melinda Gates Foundation. 10 March 2020. بياځلي په 4 April 2020.
- ↑ Dhama K, Sharun K, Tiwari R, Dadar M, Malik YS, Singh KP, Chaicumpa W (June 2020). "COVID-19, an emerging coronavirus infection: advances and prospects in designing and developing vaccines, immunotherapeutics, and therapeutics". Human Vaccines & Immunotherapeutics. 16 (6): 1232–1238. doi:10.1080/21645515.2020.1735227. PMC 7103671. PMID 32186952.
- ↑ Li G, De Clercq E (March 2020). "Therapeutic options for the 2019 novel coronavirus (2019-nCoV)". Nature Reviews. Drug Discovery. 19 (3): 149–150. doi:10.1038/d41573-020-00016-0. PMID 32127666.
- ↑ "COVID-19 vaccine and treatments tracker (Choose vaccines or treatments tab, apply filters to view select data)". Milken Institute. 21 June 2021. بياځلي په 11 June 2021.
- ↑ "CEPI welcomes UK Government's funding and highlights need for $2 billion to develop a vaccine against COVID-19". Coalition for Epidemic Preparedness Innovations, Oslo, Norway. 6 March 2020. بياځلي په 23 March 2020.
- ↑ "Government of Canada funds 49 additional COVID-19 research projects – Details of the funded projects". Government of Canada. 23 March 2020. بياځلي په 23 March 2020.
- ↑ Abedi M (23 March 2020). "Canada to spend $192M on developing COVID-19 vaccine". Global News. بياځلي په 24 March 2020.
- ↑ "Gates Foundation Expands Commitment to COVID-19 Response, Calls for International Collaboration". Bill & Melinda Gates Foundation. 15 April 2020. بياځلي په 27 April 2020.
- ↑ O'Brien C (31 March 2020). "Vaccine watch: These are the efforts being made around the world". CTV News. خوندي شوی له the original on 24 September 2020. بياځلي په 1 April 2020.