د کولمبیا کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کولمبیا د کلتور زیاتره اړخونه د اسپانیې د ۱۶مې پېړۍ له لومړني کلتور او د کولمبیا له اصلي تمدنونو سره یې د ټکر په برخه کې تعقیبېږي(میوسکا، ټایروینا وګورئ). کاتولیکي اسپانیایانو؛ فیوډالي انکمینډ او کاسټ سیسټمونه رامنځته کړل، چې په اروپا کې د زېږېدلو سپین پوستو په ګټه تمام شول.

کله چې له اسپانیې نه خپلواکي ترلاسه شوه، له هغه وروسته کریولوس د دې لپاره زیار ووېست، چې د محافظه کارو او لیبرال ایډیالوژیو ترمنځ یو څو اړخیز سیاسي سیسټم جوړ کړي. محافظه کارانو د دې ملاتړ وکړ چې په دولت کې دې کاتولیک کلیسا ښکېله وي، خو لیبرال یې د جلا کولو ملاتړی و. محافظه کارانو کاتولیک کلیسا ته د عمومي زده کړو د سپارنې چارې تنظیمولې او کلیسا د ډېرو کلونو لپاره د هېواد ښوونیز سیسټم کنټرول کړ. دواړه خواوې په څو کورنیو جګړو کې لاس لري، چې له امله یې د هېواد پرمختګ له ځنډ سره مخ شو او د ۱۹مې پېړۍ تر پایه له سیمې نه د انزوا په حالت کې پاتې شو. توکمیزو ډلو د خپل پلرني میراث کلتور ساتلی؛ سربېره پر دې چې د ګډو افریقایي یا بومي نسلونو د نامشروع ماشومانو شمېر په ډېرېدو و، خو بیا هم سپین پوستو د خپلو ځانونو د ساتلو هڅه وکړه. دا خلک له هر ډول تشریحي نومونو لکه میستیزو، مولاټو او مورینو سره په نښه شوي، چې د کاسټا له سیسټم نه ترلاسه شوي دي. د کولمبیا تورپوستي او بومي وګړي هم د زامبوس د رامنځته کولو په موخه یوځای شوي دي، څو په ټولنه کې د توکم یوه نوې ډله رامنځته کړي. له دغه ګډونه د کلتورونو یو بل ترکیب جوړ شو؛ د بېلګې په توګه: کارنیوال د ټولو صنفونو او رنګونو لپاره دا فرصت رامنځته کړ چې پرته له کوم تعصبه سره یوځای شي. دا چې د نارینه وو د حقونو او د غلامۍ د له منځه وړلو قانون (۱۸۵۱ز) معرفي شو؛ نو دا چاره د دې لامل شوه، چې د توکمونو ترمنځ د بېلوالي تاوتریخوالی راکم کړي.[۱][۲]

اغېزې[سمول]

اسپانویانو د کولمبیا د بومي اوسېدونکو بېلابېل کلتورونه له منځه وړي دي. نن ورځ یوازې ۳٫۵ سلنه کولمبیایان ځانونه بومي ګڼي او ژوند کوي. پر دې ټولو سربېره د کولمبیا په خوړو، موسیقۍ، فولکلور او ژبه کې اوس هم د بومي کلتور ډېر توکي تر سترګو کېږي.

څو کلتوري عناصر[سمول]

په عام ډول لږ یا ډېر شمېر روما د دوی د نژادي توهین «جپسي» پر مټ پېژندل شوي او په ټول هېواد کې خپاره شوي دي. په څو لویو ښارونو کې د سیفرډیک او اشکنازی یهودیان شته. بوګوتا پنځه عبادتخونې لري. د بوکرامنګا په ګډون المانیانو د سانتاندر په برخو کې مېشت شوي دي. ویلډوپر ته یې اکارډین هم راوړی، چې د ویلناټو د موسیقۍ په ډېر مشهور ژانر کې به یوه کلیدي وسیله شي.[۳]

جغرافیه، اقلیم او کډوالي[سمول]

د نړۍ تر ټولو بډایه هایدروګرافي د کولمبیا ده. مګدالینا، کاکا، ګوویر او کاکیتا یې اصلي سیندونه دي. ارام سمندر، کارابین، د اورینوکو حوزې او امازون حوزې د کولمبیا د اوبو اېستلو څلور اصلي سیسټمونه دي. د اورینوکو او امازون سیندونه په ترتیب سره د کولمبیا تر وینزویلا او پیرو پورې محدودېږي.[۴]

په اورښت او تودخه کې د پام وړ بدلون د ارتفاع له توپیره رامنځته کېږي. په لوړو ارتفاعاتو کې د تودوخې درجه د سمندر په سطحه کې له ډېرې ګرمۍ نه تر یخ پورې اړونده وي، خو له موسم سره لږ توپیر لري. په عام ډول د سمندر له سطحې نه د تودوخې درجه په هر ۱۰۰۰ فوټه (۳۰۰ متره) لوړوالي کې ۳٫۵ فارنهایت (۲ سانتي ګرېد) کمېږي، چې په ګرمو سیندونو درو او حوزو کې تلپاتې واورینې څوکې ښکاروي. باران پر دوو مرطوبو موسمونو متمرکز دی ( کابو د پسرلي او مني له معتدلو عرض البلدونو سره برابر دی)، خو د موقعیت له مخې د پام وړ توپیر لري. د کولمبیا د ارام سمندر په ساحل کې د نړۍ د لوړې کچې باران اورې، سویل ختیځ تر ډېره له ۲۰۰ نه په ډېر (۵۰۰ سانتي متره) کلني باران کې ډوب وي. له بلې خوا د ګواجیرا ټاپووزمې په برخو کې ډېر کم کلنی باران اوري، چې اندازه یې له ۳۰ انچ (۷۵ سانتي متره) نه لوړه وي. د هېواد په نورو برخو کې باران د دې دوو توپیرونو ترمنځ اوري.

په دودیز ډول د کولمبیا اوسېدونکي خپل هېواد د اقلیمي زونونو پر اساس تشرېح کوي. د ټیرا کلینټ (ګرمه ځمکه) د ۹۰۰ مترو (۲۹۵۳ فټ) په لوړوالی کې ده، په دې سیمه کې د تودوخې د درجې توپیر د ۲۴ او ۳۸ سانتي ګرېد درجو (۷۵٫۲ او ۱۰۰٫۴ فارنهایت) ترمنځ دی. ټیرا ټیمپلاډا تر ټولو تولیدي ځمکه ده او د نفوس ډېره برخه په کې اوسېږي (معتدله ځمکه ده چې د ۹۰۰ او ۱۹۸۰ مترو «۲۹۵۳ او ۶۴۹۶ فوټ») ترمنځ  لوړوالی لري، د هېواد د چای او ټایررا فریا کروندګرو ته غوره شرایط برابروي ( یخه ځمکه ده، چې د ۱۹۸۰ او ۳۵۰۰ مترو (۶۴۹۶ او ۱۱۴۸۳ فوټ) تر منځ لوړوالی لري) دلته غنم او کچالو برلاسي محصولات دي. په ټیرا فریا کې د تودوخې اوسط درجه د ۱۰ او ۱۹ سانتي ګراد (۵۰٫۰ او ۶۶٫۲ فوټه) ترمنځ ده. له ټایررا فریا هاخوا د زونا ځنګله (ځنګلي سیمه) د الپین شرایط او ورپسې له ۴٫۵۰۰ مترو (۱۴٫۷۶۴ فوټ) پورته د پاراموس بې‌ ونو واښه لرونکې ځمکې دي، چې هلته د تودوخې درجه له یخېدو ښکته ده، په دې زون کې تل واوره او یخ وي او ټيرا هیلدا ده.

کورنۍ[سمول]

د رومن کاتولیک کلیسا د دودیزو زده کړو د لیکنو پر اساس، د کولمبیایانو لپاره کورنۍ خورا مهم بنسټ دی. د لویې کورنۍ غړي سره نږدې وي او ماشومان له خپلو مېندو او پلرونو نه ډېر کم لرې ځي. دلته د کورنۍ د مسؤلیت ژور احساس شته چې د ډېرو نسلونو له لارې یې جریان پیدا کړی دی.

نارینه به معمولا د کورنۍ مشر و، په داسې حال کې چې د ښځو مسؤلیت په دودیز ډول پخلی، د کور کار او د ماشومانو پالنه وه، خو نارینه‌ وو د کورنۍ د ډېر عاید د ترلاسه کولو دنده لرله. په هر حال د نړۍ په ډېرو کلتورونو کې د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې ښځې ډېرې پیاوړې شوې او په ۱۹۵۰ز کال کې د دیکتاتور ګوستاوو روزاس پینیلا د واکمنۍ پرمهال ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړل شو. د ۱۹۹۱ز کال اساسي قانون ښځو ته یو لوی فرصت ورکړ، دا چې د کورنۍ  د ساتنې لپاره عاید ته اړتیا وي؛ نو نن ورځ ډېرې کورنۍ (اقتصادي طبقې ته له پاملرنې پرته) دوه کارکوونکي، یعنې مور و پلار لري.

سیاسي چلند[سمول]

د کولمبیا سیاست د ډیموکراټیک جمهوري ریاست د نمایندګۍ په چوکاټ کې مخ ته ځي، چې د کولمبیا ولسمشر په کې هم د دولت مشر او هم د حکومت مشر دی او دا څو ګوندي سیسټم دی. اجرایوي واک د حکومت په واک کې دی. مقننه ځواک هم حکومت او هم د کانګریس دوه خونو؛ مشرانو جرګې او د کولمبیا د استازو جرګې ته سپارل شوی دی. قضایه قوه له اجرائیه او مقننه قوې نه خپلواکه ده.

فلم[سمول]

په لاتینې امریکا کې د کارټاګینا د فلم فیسټیوال د سینما تر ټولو زړه پېښه ده، چې مرکزي تمرکز یې د ابیرو-امریکا پر فلمونو دی. په کولمبیا کې د فلم د تولید لېوالتیا په ځنډ رامنځته شوه. ویسینزو او فرانسیسکو دی ډومینیکو د فلمونو په تولید کې تر نورو مخکې وو او دوی په اصل کې د ایټالیا وو. دوی په ۱۹۱۲ز کال کې په کولمبیا کې د سالون اولمپیا لومړۍ سینما پرانیسته چې د درې زره کسانو ظرفیت یې درلود. سرجیو کابریرا، فیلیپ الجور، لوئس اوسپینا، ویکتور ګویریا، او کارلوس میوولو د دغه فلم د تولید تر ټولو غوره ډایرېکټران دي. موږ په ډېرو وروستیو وړاندیزونو کې د «ال فاینل ډیل ایسپیکټرو» فلم ډایرېکټر انډی بایز او جوآن فیلیپ اوروزکو موندلی شو. د داګو ګارسیا او روډریګو ټریانا کار په یوه سوداګریزه لیکه کې دی.

سرچينې[سمول]

  1. Viveros Vigoya, Mara (26 October 2015). "Social Mobility, Whiteness, and Whitening in Colombia". The Journal of Latin American and Caribbean Anthropology: 796–512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Vergara-Figueroa, Aurora. "En la Sucursal del Cielo (In the Branch of Paradise)" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "COLOMBIA SYNAGOGUES בתי כנסת בקולומביה". Kosherdelight.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Biblioteca Luis Ángel Arango. Lablaa.org (13 July 2005). Retrieved on 14 May 2012.