د کورینتیانو جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کورنتیانو جګړه (له میلاد وړاندې ۳۹۵ کال – ۳۸۷ کال) په لرغوني یونان کې هغه جګړه وه چې سپارت یې د تبس، آتن، کورینت او آرګوس د ښاري دولتونو د ائتلاف پر وړاندې ودراوه او ملاتړ یې هم هخامنشي سترواکۍ کاوه. دغې جګړې له پلوپونز جګړې (له میلاد وړاندې ۴۳۱ کال – ۴۰۴ کال) وروسته د ماته خوړلي آتن او د هغه د پخوانیو متحدینو کورنت او تبس له ناخوښیو سرچینه اخیسته چې وروستیو دوو مناسب مکافات په کې نه و ترلاسه کړي. تبس، آتن، کورت او آرګوس له دغه واقعیت څخه په ګټنې چې سپارتي پاچا دویم آژیلاوس په آسیا کې د هخامنشي سترواکۍ په وړاندې ولاړ و، په یونان باندې یې د سپارتیانو د واکمنۍ د پای ته رسولو په موخه ائتلاف جوړ کړ. د دغو متحدینو د جګړې شورا په کورینت کې وه او له همدغې څخه یې د جګړې نوم هم اخیستل شوی دی. د جګړې په پای کې متحدینو ځواکونو په یونان باندې د سپارت د واکمنۍ په پای ته رسولو کې ماته وخوړه، په داسې حال کې چې سپارت هم د جګړې له امله کمزوری شوی و.

په پیل کې سپارتیانو په یو په یو جګړو (په نیمیا او کورنیا کې) کې ګڼ شمېر بریاوو ته لاسرسی وموند، خو د کیندوس په سمندري جګړه کې د فارسي ځواکونو پر وړاندې د هغوی د بېړیو ماته لامل وګرځېده دوی خپله برلاسي له لاسه ورکړي او په عملي بڼه یې هغو هڅو ته پای ټکی کېښود چې په یو سمندریز ځواک باندې یې د سپارت د بدلېدو په برخه کې لرلې. له همدې امله د جګړې په وروستیو کې آتن څو سمندري لښکرکشۍ وکړې او ټول هغه ټاپوګان یې ونیول چې له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ پر مهال د دلیان اصلي اتحاد ته اړوند وو. فارسیان چې د آتن له دغې بریا څخه اندېښمن شوي و، د متحدینو له ملاتړ څخه یې لاس واخیست او د سپارتیانو ملاتړ ته یې مخه کړه. دغې چارې متحد ځواکونه د سولې خبرو ته اړ کړل.

د پاچا سوله چې د انتالسیداس د سولې په نوم هم شهرت لري، له میلاد وړاندې ۳۸۷ کال کې یې د هخامنشي پاچا دویم اردشیر له خوا ملاتړ وشو او له امله یې جګړه پای ته ورسېده. د دغې هوکړې پر بنسټ فارس ټوله ایونیا سیمه کنټرول کوله او نور یوناني دولتونه یې کور واکي اعلان کړل؛ په واقعیت کې دغې چارې دوی ټول د اتحادیو یا ائتلافونو له جوړولو څخه منع کول. سپارت چې د سولې د ساتلو مسئولیت ور ترغاړې و، باید دومره ځواک یې درلودلای چې د هغو بندونه یې تطبیق کولای شوای. له همدې امله، د جګړې اغېز دا و چې فارس وکولای شي د یونان په سیاست کې په بریالۍ توګه مداخله وکړي، یوناني ښاري دولتونه له یو بل جلا او پر ځان یې متمرکز کړي او همدارنګه د یونان په سیاسي نظام باندې د سپارت د واکمنۍ ځایګی تائید وړ وګرځوي. تبس د جګړې اصلي بایلونکی و ځکه چې بوئوتیا اتحادیه وپاشل شوه او د هغو ښارونه هم د سپارتیانو په سنګرونو بدل شول. دغې سولې ډېر دوام ونکړ؛ د سپارت او پارېدلي تبس ترمنځ نښته یوځل بیا له میلاد وړاندې ۳۷۸ کال کې پیل شوه چې بالاخره له میلاد وړاندې ۳۷۱ کال کې د لیوکترا د جګړې له امله په دغه سیمه باندې د سپارت واکمني هم پای ته ورسېده. [۱][۲]

د جګړې رامنځته کوونکې پېښې[سمول]

د پلوپونز په جګړه کې چې له میلاد وړاندې ۴۰۴ کال کې پای ته رسېدلې وه، سپارت نږدې د ټولو یوناني ښاري دولتونو او همدارنګه د فارس د سترواکۍ له ملاتړ څخه برخمن و، همدا و چې له جګړې وروسته میاشتو او کلونو کې یې د اژه سمندرګي ګڼ شمېر ټاپو وزمه ولایتونه تر کنټرول لاندې راوړل. ورته مهال یې له جګړې وروسته کلونو کې بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړ او پاشل شو. د دغې بریا د مشارکتي ماهیت سربېره سپارت له ماتې خوړولو دولتونو څخه ترلاسه کړي غنایم یوازې خپله برخه وګرځول او همدارنګه یې د یونان له پخوانۍ سترواکۍ څخه هم باج ترلاسه کاوه. د سپارت متحدین چې د پلوپونز له جګړې راهیسې په سپارتیانو غصه وو، هغه مهال چې له میلاد وړاندې ۴۰۲ کال کې سپارت د پلوپونز د اتحادیې په غړي الیس باندې برید وکړ له سپارت څخه یې لا زیاته فاصله واخیسته. ورته مهال کورینت او تبس د الیس پر وړاندې لښکرکشۍ کې د مرستې په موخه د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړه. [۳][۴]

تبس، کورینت او آتن له میلاد وړاندې ۳۹۸ کال کې په ایونیا باندې د سپارتیانو په لښکرکشۍ کې هم له مرستې کولو ډډه وکړه؛ په دې سره د دوی ترمنځ مخالفتونه دومره زیات شول چې آن هغه قرباني یې مختل کړه چې سپارتي پاچا اژیلاوس هڅه کوله له تګ وړاندې یې د هغوی په قلمروونو کې ترسره کړي. د دغو دولتونو د غیابت سربېره، آژیلاوس په اغېزمنه بڼه په لیدیا کې د فارسي ځواکونو پر وړاندې لښکرکشي وکړه او تر ساردیس پورې مخکې ولاړ. والي ټیسافرنس، د آژیلاوس او د هغه د ځای ناستي تیتراوستس په مهار کولو کې د پاتې راتلو له امله اعدام کړای شو؛ تیتراوستس سپارتیانو ته بډې ورکړې څو د شمال په لوري کې د هلسپونټین فریګیه د واکمن دویم فارناباز په لور حرکت وکړي. اګسیلوس دغه چاره ترسره کړه، خو ورته مهال یې د پام وړ سمندریز ځواک جوړولو ته هم مخه کړه. [۵][۶]

فارناباز چې د اژیلاوس د پوځ د ماتولو وس نه درلود، پرېکړه یې وکړه چې په یونان کې د خپل ځان لپاره په ځای جوړولو سره اژیلاوس شاتګ ته اړ کړي. هغه د آسیایي یونان وګړی، د رودوس تیموکرات ولېږه څو د اصلي سیمې په یو شمېر مهمو ښارونو کې د طلا په زرګونو سکې وویشي او هغوی د سپارتیانو پر وړاندې اقداماتو ته وهڅوي. نوموړی آتن، تبس، کورینت او آرګوس ته لاړ؛ دی بریالی شو چې د دغو ښارونو پیاوړې ډلې متقاعدې کړي څو د سپارتیانو ضد اقدامات ترسره کړي. د پلوتارک په خبره، د سپآرت پاچا د آسیا د پرېښودو پر مهال وویل: «زه ۱۰۰۰ فارسي غشي لرونکو وشړلم»، ده د «غشي لرونکو» کلمه هغو طلایي سکو ته وکاروله چې د ده پر ضد د آتن او تبس په سیاستوالو وېشل شوې وې څو د سپارت پر ضد جګړه وکړي. تبانیانو چې وړاندې یې د سپارت پر ضد خپل دریځ څرګند کړی و؛ د جګړې کولو ته ژمن وو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

لومړنۍ پېښې (له میلاد وړاندې ۳۹۵ کال)[سمول]

پیلنۍ جګړه: د هالیارتوس جګړه (له میلاد وړاندې ۳۹۵ کال)[سمول]

ګزنفون ادعا کړې چې، تبانیانو نه غوښتل په مستقیم ډول ځان له سپارتا سره په کړکېچ کې واچوي، پر ځای یې هغه خپل متحدین، لوکریان وهڅول څو د لوکریس او فوکیس تر ادعا لاندې قلمروونو کې د مالیاتو په راغونډولو سره جګړې ته چټکتیا وبخښي. په ځواب کې یې فوکیانو په لوکریس برید وکړ او د لوکریانو قلمرو یې لوټ کړ. لوکریانو له تبس څخه مرسته وغوښته او تبانیانو هم د فوکیا په قلمرو برید وکړ. فوکیانو هم په خپل نوبت سره له خپل متحد سپارت څخه مرسته وغوښته، سپارتیان چې د تبیان وګړو د منضبط کولو په موخه د داسې پلمې تر لاسه کولو ته خوښ و د عمومي تحرک/ بسیج اعلان یې وکړ. تبیانو د آتن د ملاتړ غوښتلو په موخه خپل استازي ولېږل؛ آتنیانو له تبس سره د مرستې په ګټه رایه ورکړه او په دې سره د اتن او بوئوتیا کنفدراسیون ترمنځ دایمي اتحاد رامنځته شو. [۱۲][۱۳]

د هالیارتوس په بوئوتیا ښار باندې د برید په موخه د سپارت په طرحه کې دوه پوځونه شامل و چې د یوه رهبري لیساندر او د بل هم پاوسانیاس کوله. لیساندر چې له پاوسانیاس وړاندې سیمې ته ورسېد، په بریالیتوب سره یې اورکومنوس ښار دې ته متقاعد کړ چې د بوئوتیا کنفدراسیون پر وړاندې پاڅون وکړي او په دې سره هغه د خپلو سرتېرو او همدارنګه د هالیارتوس له سرتېرو سره تر اورکومنیان پورې مخکې ولاړ. هلته په هالیارتوس جګړه کې وروسته له هغه چې خپل ځواکونه یې د ښار دیوالونو ته نږدې کړل ووژل شو. جګړه په بې پایلې توګه پای ته ورسېده او سپارتیانو لومړني زیانونه ومنل، خو وروسته یې د تبانیانو هغې ډلې ته ماته ورکړه چې په ناهموارو ځمکو کې یې سپارتي ځواکونه تعقیب کول. پاوسانیاس چې یوه ورځ وروسته ورسېد؛ سپارتي مړي یې د اوربند پر مهال له مخالف لوري څخه ترلاسه کړل او بېرته سپارت ته وګرځېد. هلته لیساندر ته د نه رسېدو او همدارنګه په ټاکلي مهال کې له لیساندر څخه د ملاتړ نه کولو له امله محاکمه شو چې جزا یې عمر قید کېدله، خو وړاندې له دې چې هغه په خپله جزا محکوم شي تجیا ته وتښتېد. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Fine, The Ancient Greeks, 556–9
  2. Ruzicka 2012، ص. 81.
  3. Fine, The Ancient Greeks, 547
  4. Xenophon, Hellenica 3.2.25
  5. Xenophon, Hellenica 3.4.25–29
  6. Pausanias, Description of Greece 3.9.2–4
  7. Xenophon, at 3.5.2, claims that no money was accepted in Athens; the Hellenica Oxyrhynchia says otherwise. George Cawkwell, in his notes to Rex Warner's translation of Xenophon, speculates that Xenophon may be denying that money was accepted at Athens because of his sympathy for Thrasybulus (p. 174).
  8. Xenophon (3.5.1) states that Tithraustes, not Pharnabazus, sent Timocrates, but the Hellenica Oxyrhynchia states that Pharnabazus sent him. For chronological reasons, this account is to be preferred. See Fine, The Ancient Greeks, 548
  9. "Persian coins were stamped with the figure of an archer, and Agesilaus said, as he was breaking camp, that the King was driving him out of Asia with ten thousand "archers"; for so much money had been sent to Athens and Thebes and distributed among the popular leaders there, and as a consequence those people made war upon the Spartans" Plutarch 15-1-6 in Delphi Complete Works of Plutarch (Illustrated) (په انګلیسي ژبه کي). Delphi Classics. 2013. د کتاب پاڼي 1031, Plutarch 15–1–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781909496620. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Snodgrass, Mary Ellen (2015). Coins and Currency: An Historical Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). McFarland. د کتاب پاڼې 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781476611204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Schwartzwald, Jack L. (2014). The Ancient Near East, Greece and Rome: A Brief History (په انګلیسي ژبه کي). McFarland. د کتاب پاڼې 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781476613079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Xenophon, Hellenica 3.5.3–5
  13. Fine, The Ancient Greeks, 548–9
  14. Xenophon, Hellenica 3.5.6–7
  15. Xenophon, Hellenica 3.5.17–25