د کواترنری انقراض پېښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کواترنري دوره (له نن څخه ۲.۵۵۸+۰.۰۰۵ میلیونه کاله وړاندې) په غالب ډول د لویو یا میګافوني ژوندیو موجوداتو د له منځه تلو شاهده وه، چې له امله یې د ځناورو تنوع او تراکم له منځه ولاړ او په ټوله نړۍ کې د کلیدي اکولوژیکي طبقو د له منځه تلو لامل وګرځېده.

د ژوندیو موجوداتو لومړني تلفات له میلاد څخه وړاندې ۱۳۰۰۰۰ کاله پخوا (د وروستي پلیستوسن په پیلېدو)، په اسټرالیا کې شاوخوا ۶۰ زره کاله وړاندې او په امریکا لویه وچه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې د لومړنیو انسانانو د کډوالۍ له امله رامنځته شول. له دې سره د دغو انقراضونو لوی اکثریت په افریقا – اوراسیا او امریکا لویه وچه کې هولوسن دورې ته د پلیستوسن دورې په اوښتو سره (له میلاد څخه وړاندې ۱۳۰۰۰ کال څخه له میلاد وړاندې ۸۰۰۰ کال پورې) رامنځته شوی. د دغو انقراضونو موج د پلیستوسن دورې په پای سره وه نه درېد، په ځانګړې توګه د انسانانو له امله دغه انقراضونو دوام وموند. په داسې حال کې چې ایا دغه چاره باید د یوې جلا پېښې او یا هم د یوې پېښې د برخې په توګه په پام کې ونیول شي بحثونه شتون لري.[۱][۲][۳]

د لرغون پوهانو له خوا د دغې چارې فرضي اصلي لاملونه په پراخه کچه د انسانانو د ظاهري بڼې بدلون او طبیعي اقلیمي بدلونونه بلل کېږي. د معاصرو انسانانو پام وړ موجودیت د لومړي ځل لپاره په منخنۍ پلیستوسن دوره کې په افریقا کې څرګند شو چې په دوام داره او دایمي توګه یې له میلاد وړاندې ۱۰۰ زره کلونو وړاندې څخه تر میلاد وړاندې ۶۳ زره کلونو پورې په اوراسیا او اسټرالیا او همداسې په نوبت سره له میلاد وړاندې ۲۲ زره کاله پخوا په امریکا کې د نفوسو زیاتوالي ته دوام ورکړ.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د اقلیمي تغیراتو فرضیې[سمول]

د نوولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پوهان د لومړي ځل لپاره دې ته متوجه شول چې یخي او منځنيو یخي دورو شتون درلود او هغه په یو ډول نه په یو ډول د حیواناتو له منځه تلو سره اړیکه لري؛ دوی دې پایلې ته ورسېدل چې د پلیستوسن د یخي دورې پای ته رسېدل کېدای شي د دغو انقراضونو توضیح کوونکی واوسي.

منتقدین اعتراض کوي چې د لویو ځناورو په تکاملي تاریخ کې د ګڼ شمېر یخي پرمختګونو او پر شا کېدو شتون د منلو وړ نه دی او یوازې د وروستي لوی یخبندان وروسته دغه ډول انقراضونه رامنځته شوي. له دې سره دغه ډول نیوکې د یوې وروستۍ څېړنې له مخې رد شوې چې ښيي د پلیستوسن په وروستیو کې د میګافوني ټولګو ترکیب کېدای شي په پام وړ توګه د یخچالي منځنیو موجودو دورو ترمنځ په ځانګړې توګه د پلیستوسن دورې په وروستیو کې د غرنیو غویانو زیاتوالي او جغرافیايي پراختیا ته د پام له امله توپیر ولري. دوی څرګندوي چې د پخوانیو منځینو یخي دورو پر مهال د لویو ځناور بقا د پلیستوسن دورې د انقراض له پېښې سره په اساسي ډول بې اړیکې ده، ځکه غرنیو غویانو په پخوانیو یخي دورو کې هېڅکله په دومره پریمانه کچه شتون نه درلود.[۱۸]

یو شمېر دغه شواهد د اقلیمي تغیراتو سره په برابره بڼه د معتبرې فرضیې په توګه په اسټرالیا کې د پلي کېدو وړ دي. ځکه ښيي د انقراض پر مهال موجود اقلیمي حالت د نن ورځې په څېر و او منقرض شوي حیوانات په شدید ډول له وچ اقلیم سره جوړ و. شواهد ښيي چې ټول دغه انقراضونه په هماغه لنډه مهالیزه دوره کې ترسره شوي، یعنې هغه مهال چې انسانان په طبیعت کې را پیدا شول. د انقراض اصلي میکانېزم احتمالا اور و (چې د انسانانو په واسطه پیل شو) چې هغه مهال له طبیعت سره ډېر لږ جوړ راتله. ایزوتیپي شواهد د هغو د پاتې شوو ډولونو په غذايي رژیم کې د ناڅاپي بدلونونو څرګندويي کوي چې کیدلای شي له هغو اندېښنو سره چې هغوی له انقراض وړاندې تجربه کړي مطابقت ولري.[۱۹][۲۰][۲۱]

د اروپا، اسټرالیا او امریکا لویو وچو پر خلاف په سویل ختیځه آسیا کې شواهد ښيي چې اقلیمي تغیرات او د سمندر د سطحې لوړوالی د بوټو خوړونکو یو شمېر ژوندیو موجوداتو په انقراض کې مهم رول لرلی.[۲۲]

د امریکا لویې وچې د لویو سواحلو له سیمې څخه د ماسټوډونونو د عاجونو له تحلیل او تجزیې څخه ترلاسه شوي شواهد بیا د اقلیمي تغیراتو د بدلون له فرضیې سره جوړ نه راځي. د هغوی له انقراض زرګونه کاله وړاندې د دغې سیمې ماسټوډونونو (فیلانو) د بلوغ پر مهال د عمر کمښت لرلی. دغه چاره د هغې برعکس ده چې د چاپېریالي شرایطو څخه د رامنځته شوو اندېښنو څخه یې تمه کېده، خو د ژوندیو موجوداتو ترمنځ د سیالۍ له فرضیې سره چې د انسانانو د ښکار په پایله کې یې هم شمېر راکم شو مطابقت لري.[۲۳]

د تودوخې زیاتوالی[سمول]

د یخي دورې له پای سره څرګند تړلی بدلون د تودوخې زیاتوالی دی. له نن څخه د وړاندې ۱۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ کلونو ترمنځ په کلنۍ کچه په ټوله نړۍ کې ۶ سانتي ګراد درجې تودوخه زیاته شوې. په ټولیز ډول همدا تصور کېږي چې دا کېدای شي د انقراض لامل وي.

د دغې فرضیې له مخې د ویسکانسین یخي پاڼې د ویلي کېدو لپاره په کافي کچه د تودوخې زیاتوالی کېدای شي له یخ سره د برابرو تي لرونکو حیواناتو لپاره حرارتي فشار راوړي څو د هغو د مړینې لامل وګرځي. د هغوی پر ځای پریمانه وړۍ چې په یخي سړو کې د هغوی د وجود له تودوخې سره مرسته کوي کېدای شي د اضافي تودوخې په صورت کې تویې شوې وي او د جل وهلو په صورت کې د هغوی د مړینې لامل ګرځېدلې وي.

یوه څېړنه چې ۵۶ زره کاله پخوا یې رانغاړلې، ښيي چې تر ۱۶ سانتي ګراد درجو (۲۹ فارنهایت درجو) پورې د تودوخې زیاتوالي د ژوندیو موجوداتو په انقراض کې مهم رول لرلی.[۲۴]

د تودوخې د فرضیې پر وړاندې استدلالونه[سمول]

څېړنې ښيي چې د اوسني یخبندان د تودوخې کلنی اوسط چې په تېرو لس زرو کلونو کې لیدل شوی د پخوانیو یخي دورو له تودوخې لوړ نه دی. له دې سره یو شمېر لویو تي لرونکو د ورته تودوخې له لوړوالي ژوندي راوتلي. له همدې امله ګرمه هوا په یوازې توګه نشي کولای د انقراض د توضیح لپاره کافي وي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

له دې سربېره په ورانګل ټاپو او سنت پل ټاپو کې متعدد ژوندي موجودات لکه ماموتونه له انسانانو څخه په خالي ځایونو کې د اقلیمي بدلونونو سربېره ژوندي پاتې شوي. نو دا د منلو وړ نه بلل کېږي چې اقلیمي بدلونونه د دغې چارې مسئول وي. د اکولوژیکي معمولي فرضیو له مخې د ټاپو ګانو نفوس کېدای شي د اقلیمي بدلونونو له امله مطلوبو اقلیمونو ته د کډوالۍ له امله له انقراض څخه په پریمانه کچه اغېزمن واوسي.[۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Martin, Paul S.; Klein, Richard G. (1989-01-01). Quaternary Extinctions: A Prehistoric Revolution (په انګلیسي ژبه کي). University of Arizona Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8165-1100-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Smith, Felisa A.; et al. (April 20, 2018). "Body size downgrading of mammals over the late Quaternary". Science. 360 (6386): 310–313. doi:10.1126/science.aao5987. PMID 29674591. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kolbert, Elizabeth (2014). The Sixth Extinction: An Unnatural History. Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780805092998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Koch, Paul L.; Barnosky, Anthony D. (2006-01-01). "Late Quaternary Extinctions: State of the Debate". Annual Review of Ecology, Evolution, and Systematics. 37 (1): 215–250. doi:10.1146/annurev.ecolsys.34.011802.132415. S2CID 16590668. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Callaway, Ewen (2015). "Teeth from China reveal early human trek out of Africa". Nature. doi:10.1038/nature.2015.18566. S2CID 181399291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. . Buried tools and pigments tell a new history of humans in Australia for 65,000 years. The Conversation.
  7. Stringer, Chris; Galway-Witham, Julia (2017). "Palaeoanthropology: On the origin of our species". Nature. 546 (7657): 212–214. Bibcode:2017Natur.546..212S. doi:10.1038/546212a. PMID 28593955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bourgeon, Lauriane; Burke, Ariane; Higham, Thomas (2017-01-06). "Earliest Human Presence in North America Dated to the Last Glacial Maximum: New Radiocarbon Dates from Bluefish Caves, Canada". PLOS ONE. 12 (1): e0169486. Bibcode:2017PLoSO..1269486B. doi:10.1371/journal.pone.0169486. ISSN 1932-6203. PMC 5218561. PMID 28060931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Curry, Andrew (2012-05-03). "Ancient migration: Coming to America". Nature. 485 (7396): 30–32. Bibcode:2012Natur.485...30C. doi:10.1038/485030a. PMID 22552076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2016-06-06 باندې). Humans didn't wait on melting ice to settle the Americas. Science | AAAS.
  11. Callaway, Ewen (2017-09-07). "Skeleton plundered from Mexican cave was one of the Americas' oldest". Nature. 549 (7670): 14–15. Bibcode:2017Natur.549...14C. doi:10.1038/nature.2017.22521. PMID 28880302. S2CID 4446815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sandom, Christopher; Faurby, Søren; Sandel, Brody; Svenning, Jens-Christian (4 June 2014). "Global late Quaternary megafauna extinctions linked to humans, not climate change". Proceedings of the Royal Society B. 281 (1787): 20133254. doi:10.1098/rspb.2013.3254. PMC 4071532. PMID 24898370. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Extinctions in Near Time. Pages 46–47. By R. D. E. MacPhee. Springer Press. 1999.
  14. Vignieri, S. (25 July 2014). "Vanishing fauna (Special issue)". Science. 345 (6195): 392–412. Bibcode:2014Sci...345..392V. doi:10.1126/science.345.6195.392. PMID 25061199. Although some debate persists, most of the evidence suggests that humans were responsible for extinction of this Pleistocene fauna, and we continue to drive animal extinctions today through the destruction of wild lands, consumption of animals as a resource or a luxury, and persecution of species we see as threats or competitors. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Smith, Felisa A.; et al. (April 20, 2018). "Body size downgrading of mammals over the late Quaternary". Science. 360 (6386): 310–313. doi:10.1126/science.aao5987. PMID 29674591. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Faurby, Søren; Svenning, Jens-Christian (2015). "Historic and prehistoric human‐driven extinctions have reshaped global mammal diversity patterns". Diversity and Distributions. 21 (10): 1155–1166. doi:10.1111/ddi.12369. hdl:10261/123512. S2CID 196689979. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dembitzer, Jacob; Barkai, Ran; Ben-Dor, Miki; Meiri, Shai (2022). "Levantine overkill: 1.5 million years of hunting down the body size distribution". Quaternary Science Reviews. 276: 107316. doi:10.1016/j.quascirev.2021.107316. S2CID 245236379 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه December 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Scott, E. (2010). "Extinctions, scenarios, and assumptions: Changes in latest Pleistocene large herbivore abundance and distribution in western North America". Quat. Int. 217 (1–2): 225–239. Bibcode:2010QuInt.217..225S. doi:10.1016/j.quaint.2009.11.003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Cite episode
  20. Prideaux GJ, Long JA, Ayliffe LK, et al. (January 2007). "An arid-adapted middle Pleistocene vertebrate fauna from south-central Australia". Nature. 445 (7126): 422–5. Bibcode:2007Natur.445..422P. doi:10.1038/nature05471. PMID 17251978. S2CID 4429899. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Roberts RG, Flannery TF, Ayliffe LK, et al. (June 2001). "New ages for the last Australian megafauna: continent-wide extinction about 46,000 years ago". Science. 292 (5523): 1888–92. Bibcode:2001Sci...292.1888R. doi:10.1126/science.1060264. PMID 11397939. S2CID 45643228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Louys, Julien; Curnoe, D.; Tong, H. (2007). "Characteristics of Pleistocene megafauna extinctions in Southeast Asia". Palaeogeography, Palaeoclimatology, Palaeoecology. 243 (1–2): 152–173. doi:10.1016/j.palaeo.2006.07.011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Fisher, Daniel C. (2009). "Paleobiology and Extinction of Proboscideans in the Great Lakes Region of North America". In Haynes, Gary (المحرر). American Megafaunal Extinctions at the End of the Pleistocene. Springer. د کتاب پاڼي 55–75. doi:10.1007/978-1-4020-8793-6_4. S2CID 21544285. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-8792-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Rabanus-Wallace, M. Timothy; Wooller, Matthew J.; Zazula, Grant D.; Shute, Elen; Jahren, A. Hope; Kosintsev, Pavel; Burns, James A.; Breen, James; Llamas, Bastien; Cooper, Alan (2017). "Megafaunal isotopes reveal role of increased moisture on rangeland during late Pleistocene extinctions". Nature Ecology & Evolution. 1 (5): 0125. doi:10.1038/s41559-017-0125. PMID 28812683. S2CID 4473573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. کينډۍ:Cite conference
  26. Ashworth, C.A. (1980). "Environmental implications of a beetle assemblage from the Gervais formation (Early Wisconsinian?), Minnesota". Quat. Res. 13 (2): 200–12. Bibcode:1980QuRes..13..200A. doi:10.1016/0033-5894(80)90029-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. کينډۍ:Cite conference
  28. Birks, H.J.B., Birks, H.H. (1980). Quaternary paleoecology. Baltimore: Univ. Park Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-930665-56-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  29. Bradley, R. S. (1985). Quaternary Paleoclimatology: Methods of Paleoclimatic Reconstruction. Winchester, MA: Allen & Unwin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-04-551068-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Davis, M. B. (1976). "Pleistocene biogeography of temperate deciduous forests". Geoscience and man: Ecology of the Pleistocene. 13. Baton Rouge: School of Geoscience, Louisiana State Univ. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Vartanyan, S.L., Arslanov, K.A., Tertychnaya, T.V. & Chernov, S.B. (1995). "Radiocarbon dating evidence for mammoths on Wrangel Island, Arctic Ocean, until 2000 BC". Radiocarbon. 37: 1–6. doi:10.1017/S0033822200014703. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)