Jump to content

د کمپيوټر ډولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ليکنه: محمود فهيم


کله مو فکر کړی دی چې  په کمپیوټرونو کښې Core i5, Core i3 او Core i7 څه معنا لري؟

ولې ځینې خلک د لوړ Core لکه Core i7 CPU  والا کمپیوټر رانیسي او Core i3 یا Core i5 نه رانیسي؟

راشئ چې دلته یې ولولو!

مخکې له دې چې د کمپیوټرونو پر Cores بحث وکړو، لومړئ باید د کمپیوټرونو د کوډ نومونو   او د جوړښت   په اړه وپوهیږو. د Intel شرکت هر کال نوي، چابک او قوی پروسسرونه تولیدوي.

اوسني پروسسرونه د Canyon Chips  Devil’s له کورنۍ څخه دي. نر Canyon Chips مخکې  Ivy Bridge او Sandy Bridge پروسسرونو کورنۍ وه. او هر نوی پروسسر چې بازار ته راوځي تر پخواني چټک، قوي او لږ برق مصرفوي.

د هر کمپیوټر Architecture جوړښت د کمپیوټر پر شا د Codename یا د کوډ د نوم څخه معلومیږي.

د بیلګې په ډول!

هغه پروسسرونه چې د  Devil’s Canyon او Haswell له کورنۍ څخه دي لومړني توري یې په 4 شروع کیږي. د بیلګې په ډول 4DXRE………

د lvy Bridge پروسسرونه په a3 کوډ سره شروع کیږي. د بیلګې په ډول a3RXC…….

او د Sandy Bridge پروسسرونه په a2 کوډ سره شروع کیږي. a2RCD……

که تاسې غواړئ چې له پورته پروسسرونو څخه یو رانیسئ باید Motherboard په نظر کښې ونیسئ په خاص ډول که تاسې غواړئ چې خپل Desktop کمپیوټر جوړ کړئ ځکه د هرې کورنۍ پروسسرونه خپل ځانګړی Motherboard غواړي.

د Core i3 ، Core i5 او Core i7 پروسسرونو تر منځ فرق د هغوی په ځینو ځانګړتیاوو کښې دی چې هره ځانګړنه یې بېله بېله تشریح کوم.

لومړئ.  Number of Cores چشي دی او څه معنا لري؟

دوهم: Hyper-Threading   چشي دی او څه معنا لري؟

دریم: Turbo Boost چشي دی او څه معنا لري؟

څلورم: K Model چشي دی او څه معنا لري؟

لومړئ به د Core i3 ، Core i5 او Core i7 تر منځ توپیر ولیکو او بیا به یې تشریح کړو.

Model                   Core i3                Core i5                      Core i7

cores                 vvvv   2                              4                               4

Hyper-threading      Yes                         No                            Yes

Turbo Boost              No                        Yes                           Yes

K Model                      No                        Yes                           Yes

ځینې Core i7 کمپیوټرونه 6 یا 8  Cores لري.

لومړئ: Core چشی دی؟

د Core معنا یو ځانګړی پروسسر یعنې په CPU کښې دننه د CPU ساکټ پر څو برخو وېشل سوی وي چې هرې برخې ته یې یو Core  وايي.

یو Dual Core کمپیوټر دوه ځانګړي پروسسرونه لري، یو Quad Core کمپیوټر څلور ځانګړي پروسسرونه لري.  چې څومره یې Cores زیات وي په همغه اندازه په یو ځل ډېر کارونه سر ته رسولای سي چې په انګلیسي اصطلاح کښې Multitasking ورته وایي.

ځینې اپلیکېشنونه لکه Video Editing Software چې څومره ډېر Cores وي ژر خلاصیږي او هر پروسسر ته خپل کار سپارل کیږي بیا چې څو پروسسرونه پر یوه اپلیکېشن کار وکړي دېر چابک یې ختموي.  

ځینې اپلیکېشنونه چې Single Thread وي لکه Microsoft Office، په دغسې صورت کښې بیا یوازې یو پروسسر کار کوي نور پر خپل ځای ارام ولاړ وي. نو که مو ډېر واړه واړه کارونه وي او کمپیوټر ته ضرورت لرئ بیا د لوړې بیې کمپیوټرونه مه رانیسئ.

دویم: Hyper-Threading چشي دی؟

د Multi-threading ټکنالوجي په لومړي ځل د Intel شرکت بازار ته وړاندې کړې ده. هدف یې دا دی چې په هر فزیکي پروسسر کښې بیا دننه خیالي پروسسرونه جوړ سوي دي یعني فزیکي شتون نه لري. که تاسې د Dual Core کمپیوټر لرئ او ستاسې کمپیوټر Multi-Threading ولري تاسې ته ستاسې د کمپیوټر Operating System څلور Core ښیي خو هغه په اصل کښې دوه وي، د Intel  شرکت بیا هر Core پر دوه خیالي برخو ویشلی دی چې په یوه پروسسر کښې بیا دوه نور پروسسرونه شتون لري خو که یې خلاص کړی فزیکي وجود نه لري.  په دغسې رقم ستاسې د کمپیوټر قوت دوه برابره کیږي.

د Hyper-threading په شتون کښې Multitasking یا په اصطلاح د څو کارونو په یوه وخت کښې سر ته رسول ډېر چابک وي خو دومره نه وي لکه یو ځانګړی Core چې  قزیکي شتون ولري.

دغه ټکنالوجي یواځې په Core i3 او Core i7 کمپیوټرونو کښې سته او Core i5 یې نه لري.

دریم: Clock Speed

د Processor Clock Speed عموما په MHz  میګاهرتز  یا GHz ګیګاهرتز لیکلی وي. چې څومره یې Clock Speed زیات وي په همغه اندازه یو Core  چابک وي. د بیلګې په ډول د Haswell Core i3 پروسسر Clock Speed 3.8 GHz دی یعنې هر Core په 3.8 GHz باندې چلیږي او دا هغه وخت چابک دی چې یو Single Thread Application چالان وي او د Core i5 -4590 پروسسر د Clock Speed   3.2 GHz دی خو دا په دې معنا نه دی چې Core i3 تر Core i5 چابک دی ځکه چې Core i3 دوه Cores لري او Multi-threading هم لري بیا هم Core i5 ډېر پر چابک دی ځکه په Core i5 کښې څلور فزیکي Cores لري او په Core i3 کښې یوازې دوه Cores  دي او Multi-Threading.

څلورم: Turbo Boost

دغه ځانګړنه هم د Intel شرکت ټکنالوجي ده. کله چې کمپیوټر په یوه کار اخته وي بیا د دې لپاره چې کار ژر خلاص کړي خپل Clock Speed تغیروي او لوړوي یې چې دا کار په اتومات ډول سر ته رسیږي. او په عین وخت کښې خپل حرارت هم په نظر کښې نیسي. کله چې CPU ډېره ګرمه سي بیا بېرته Overclocking بندوي او نورمال حالت ته راګرځي. او Core i3 کمپیوټرونه یې نه لري.

پنځم: K Model

هره هغه CPU چې په Model Number یې په K  ختمیږي هغه خلاصه Unlocked وي معنا یې دا ده چې تاسې کولای سئ د Bios په Settings کښې یې Clock Speed  بدل کړئ. د Clock Speed تغیرولو ته Overclocking  وايي او Core i3 یې نه لري. یا په بله اصطلاح تاسې کولای سئ چې خپل کمپیوټر د نورمال حالت دوه برابره چابک کړئ. (باید د کمپیوټر حرارت ته مو فکر وي).

شپږم: Graphics Chip

ټول Intel پروسسرونه پخپل ځان کښې Graphics Chips لري چې د ویډیو کتلو او ځینو وړو وړو ګېمونو د پاره کار کوي. په اوسني پروسسرونو کښې د HD 4600 ګرافیکس وي خو د اوسني ګېمونو لپاره هیڅ کار نه کوي که تاسې غواړئ چې لوی ګېمونه وکړئ بیا ځان ته جلا Graphics Card واخلئ.

هغه کمپیوټرونه چې ماډل یې په T، TE یا S ختمیږي مه رانیسئ ځکه دا د Intel تر ټولو ارزانه او د بیخي وړوکو کارونو د پاره دي لکه ځیني اوسني Core i5 کمپیوټرونه.

د بیلګې په ډول Core i5-4570T دوه Cores  لري او Hyper-threading هم لري خو بې انتها کمزوري دي او آن د Microsoft Office فایلونه لا ډېر ورو ورو کار کوي.

اوس تاسې خپله پرېکړه وکړئ چې کوم کمپیوټر رانیسئ.

محمود فهیم