Jump to content

د کمونیستي مفکورو لیکلړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کارل مارکس او فریدریک انګلس له وختونو څخه  په کمونیستي مفکورو کې بدلونونه راوستل شوي دې او د دې زیار شوی چې د کمونیزم په بنسټ ولاړه یوه ټولنه رامینځ ته شي، سره له دې چې مختلفې کمونیستي مفکورې رامینځ  ته شوې او کېدای شي چې نورې فلسفي، ټولنیزې، سیاسي اواقتصادي  مفکورې او حرکتونه هم په کې  راوپنځېږي،  کېدای شي چې د کمونیزم نظریه په  درېو سترو ډلو یا کټګوریو ووېشل شي: د مارکسیزم پر بنسټ ولاړ غورځنګونه، د  لېنینیزم پر بنسټ ولاړ غورځنګونه یا حرکتونه او غیر مارکسیستې مفکورې، که څه  هم دا مختلفې نظریې سره ورته  بلل کېږي خو په ټولیزه  توګه دا مفکوره په څو برخو وېشلې ده . [۱][۲][۳]

مخینه

[سمول]

د تاریخ په اوږدو کې د  کمونیستي مفکورو څخه اغېزمنو نظریو هغه که ټولنیزي دي،سیاسي دي ،اقتصادي دي اویا هم ورته غورځنګونه ، د دوی وروستۍ موخه په ټولنه کې د کمونیستي نظام او ټولنې رامینځ  ته کول دي، یو سوسیالیستي اقتصادي نظام چې په هغه  کې د مشترک ملکیت مفکوره  حاکمه وي،هلته ټولنیزطبقات نه وي او تولیدات ،پیسې او دولت مشترک وګڼل شي. [۴][۵][۶][۷][۸]      

ځینوکمونیستو مفکرینو خپلې خپلې نظریې لرلې دي چې په هغو کې د  فردي آزادي کمونیزم پلویان(ځانځاني یا انارشیزم کمونیزم،د شورا کمونیزم)،مارکسیست کمیونیزم(کیڼ اړخی کمونیزم،د فردي آزادي پلوي کمونیزم،ماویزم، لېنینیزم،مارکسیزم ـلېنینیزم او تروتسکیزم)،غیرمارکسیزم کمیونیزم،مذهبي کمیونیزم(عیسوي کمیونیزم،یهودي کمیونیزم او...)شامل دي، خوپه ټوله کې دې ټولو نظریو د نولسمې زېږديزي پېړۍ جرمن فیلسوفانو کارل مارکس او  فریدریک انګلس له افکارو څخه  الهام اخیستی.[۹][۱۰][۱۱]

مارکسیست کمیونیزم په مختلفو څانګو اوفکري مکتبونو وېشل شوی چې په پایله کې یوه مشخصه او واحده مارکسیسته تیوري یا نظریه اوس نشته.

مختلف کمونیستي فکري مکتبونه په کلاسیکل مارکسیزم ډېر ټینګار کوي او  نورې نظریې یا خو ردوي او یا یې هم بدلې شوي بولي.ډېرو کمیونیستي فکري مکتبونو هڅه کړې چې مارکسیستي او غیرمارکسیستي نظریې سره  نژدې کړي چې له دې څخه یوه متغیره پایله راوتې ده.که څه هم،ټول دا مني چې  تاریخي ماتریالیزم یا مادیت او منطقي ماتریالیزم د مارکسیستي فلسفې مکتب بنسټ پاتې شوی دی.مارکسیزم لېنینیزم د کمیونیستي مفکورې یوه  ډېره پېژندل شوې څانګه ده او د شلمې زېږدېزي پېړۍ په نړیوالو اړیکو کې یې د یوې متحرکې قوې رول لوبولی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

مارکسیزم کمیونیزم

[سمول]

مارکسیزم

[سمول]

مارکسیزم د سوسیالیستي یا ټولنیزاقتصاد یو تحلیل دی چې په هغه کې طبقاتي اړیکې او ټولنیزتضادونه د مادې د تاریخي ارتقا یا پرمختګ د تیوري  یا نظریې له مخې د بشري ټولنو د تحول په اساس څېړل کېږي.یادې نظریې یا تیوري د نولسمي پېړۍ د جرمني فیلوسوفانو کارل مارکس اوفریدریک انګلس د مفکورو څخه سرچینه اخلي.کلاسیک مارکسیزم اقتصادي،فلسفي او ټولنیزي نظریې دي چې د مارکس اوانګلز لخوا څېړل شوي او په مارکسیزم کې د وروستیو پرمختګونو سره په ټکر کې واقع شوي ،په ځانګړې توګه له لېنینیزم او مارکسیزم لېنینیزم سره[۱۶][۱۷][۱۸][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د پانګوالي له چلند سره سم، د  لږه کي بورژوا طبقې(دټولنې منّځنۍ طبقې) چې د تولیداتو لویه برخه  په واک کې لري او د  لوی اکثریت(کارګرې طبقې)چې  تولیدات وړاندې کوي او زیار ګالي یوه مبارزه  رامینځ ته کېږي،د ګمان اوفرضیې په اساس د مختلفو طبقو د  کشمکش  لامله یو ټولنیز بدلون رامینځ  ته کېږي.په هغه ټولنه کې چې یو له بل سره  اجتماعي تضاد وي،یو مارکسیست دې پایلې ته رسېږي چې کپتالیزم یا پانګوالي کارګره  طبقه ځبېښي او ټکوي یې ،نو ځکه خو پانګوالي یوه کارګري انقلاب ته  لاره  هواروي.په یوه سوسیالیستي ټولنه کې، تولید   شخصي ملکیت د مشترک یا ګډ  تعاوني ملکیت بڼه خپلوي. په  سوسیالیستي اقتصاد کې تولید د یوه فرد د ګټې په توګه نه تولیدیږي بلکې د ټولو وګړو د اړتیاو په اساس تولیدېږي، په دې توګه  تولید باید نېغ په نېغه د خلګو خیر ښېګڼې او کارونې  لپاره وکارول  شي .لکه څنګه چې فریدریک انګلز  ویلي «د کپتالیزم یا پانګوالي له  چال چلند سره سم په سر کې تولید  خپل تولیدونکي مریی(غلام) کوي،بیا وروسته خپله ملکیت،ځایګی تخصیص ته پرېږدي چې دا د تولید  د معاصر چلښت سره همغږي لري، په دې توګه د متبادلې سوسیالیستي ټولنې  رامنځ ته  کېدو ته لاره پرانیستل کيږي....... [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د مارکس دنظریې لرونکو اقتصادپوهانو او پلویانو له نظره  کپتالیزم  یا پانګوالي له دې امله یوه متزلزله او ناپایداره اقتصادي چلښت دی چې د د ګټې وټې د تنزیل ،د ټولنیزو مرستوپه موخه او  نظامي تاړاکونو په وخت کې د کارګرانو له معاشونوڅخه خپل تاوان جبرانوي،سوسیالیستي نظام له انساني فطرت سره سم د یوه کارګري انقلاب له لارې د کپتالیزم ځای نیسي اوپه محصولاتو یا  تولیداتو خپله ولکه  ټینګوي.د مارکسیستانو د کړکېچ یا  بحران د تیوري سره سم،سوسیالیزم یوه حتمي پېښېدونکې واقعه نه ده،بلکې یوه اقتصادي اړتیا ده.[۲۸]

ارتودوکس یا اصلي مارکسیزم

[سمول]

ارتودوکس یا په اصطلاح سم مارکسیزم د مارکسیستی نظریې اصلي سټه ده چې د کارل مارکس له مړینې څخه وروسته رابرسېره شو او تر لومړۍ نړیوالې جګړې۱۹۱۴ز کال پورې د ټولو سوسیالیستي افکارو لرونکو خوځښتونولخوا د یوه فلسفي فکرپه توګه وړاندې شو.د ارتودوکس مارکسیزم موخه دا ده چې مارکسیستي تیوري او طریقې ساده او اسانه کړي،قانون ورته  وضع کړي او یوه قاعده ورته وټاکي اوپه  کلاسیک مارکسیزم کې  ابهامات او تضادونه روښانه او واضیح کړي،دارتودوکس مارکسیزم فلسفه پر دې راڅرخي چې مادي پرمختګ(د تولیدوونکې قوې تیکنالوژیک پرمختګ)د یوې ټولنې د جوړښت او انساني ټولنې د اړیکو د بدلون اصلي عامل دی،په دې سره ټولنیز سیستمونه او د دوی اړیکې(لکه فیوډالیزم،کپېټالیزم یا پانګوالي او داسې نور)د تولیدي قوې د ارتقا سره بو متضاد او ناپایداره حالت خپلوي،د دې تضادونو د پایلې په ځواب کې ځینې ټولنیز انقلابونه رامنځ ته کېږي،دا انقلابونه په ټولنه  کې د سترو بدلونونو لامل ګرځي چې په پای کې یو نوی اقتصادي سیستم را دبره کېږي.[۲۹]

د یوه شرط په توګه،ارتودوکس مارکسیزم د تاریخي او منطقي ماتریالیزم یا مادیت ته رجوع کوي نه اصولي او طبیعي جنبه لرونکې کلاسیکل(لرغونپالي) مارکسیزم ته،پرته له دې چې د مارکس تنګ فکري پورې ونښلي او یا یې د دلیل په توګه وړاندې کړي.د ارتودوکس مارکسیزم یو ډېر مهم څېړونکی چی په کي اطریشی مفکرکارل کاوتسکي و.[۳۰][۳۱]

د لېنینیزم پربنسټ ولاړې مفکورې

[سمول]

لېنینیزم

[سمول]

لېنینیزم د یوه انقلابي ګوند سیاسي نظریه او د سوسیالیستي نظام د رامینځ ته کولو لپاره د کارګري دیکتاتوری یوه پیلامه ده، د  روسي انقلابي ولادیمیرلېنین له خوا صیقل شوه او د نوموړې په نوم ونومول شوه، په لېنینیزم کې د ارتودوکس مارکسیزم  سیاسي او اقتصادي نظریو ته پراختیا ورکړل شوي اود لېنین مارکسیستي نظریې هم پکې د امپریالیزم د اصلي تیوریکي څېړنه  له تحلیل سره شوې، د ګوند اصول یا کړنلاره او د انقلاب له لارې وروسته د نویو اقتصادي کړنلارو یا پالیسیو اوسوسیالیزم پلې کول او د شلمې پېړۍ په  لومړیو کې په روسیه کې د سیاسي سوسیالیزم عملي کول د دې سیاسي نظریې برخې دي.[۳۲][۳۳][۳۴]

مارکسیزم لېنینیزم

[سمول]

مارکسیزم لېنینیزم یوه سیاسي نظریه  ده چې د جوزیف ستالین لخوا د مارکسیزم لېنینیزم  څخه د هغه د خپل تعبیر په بنسټ د۱۹۲۰ز کلونو په وروستیو کې پراختیا ورکړل شوه.دا نظریه  په ۱۹۲۴کال کې دلېنین له مړینې څخه وروسته د وخت د شوروي اتحاد دولتي او ګوندي اوهمدارنګه د نړیوال کمیونیزم کولو یا بلشویزېشن څخه وروسته  د کمیونیستي ګوندونو نظریه وه. ستالین د روسیې په کمیونیست ګوند (بلشویک) کې د نړیوال اصلي کمیونیزم بنسټ کېښود، شوروي اتحاد د نړیوالو کمیونیستانولپاره یوبېلګه ایزهیواد په څېر راڅرګند شو. د ۱۹۳۰ مو ز کلونو په وروستیو کې د ستالین د شوروي اتحاد د کمیونیست ګوند تاریخ په کمیونیستي او غیرکمیونیستي ټولنو کې د مارکسیزم او لېنینیزم د درسي کتاب په توګه مطرح شو. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Wolff, Richard; Resnick, Stephen (August 1987). Economics: Marxian versus Neoclassical. The Johns Hopkins University Press. p. 130. ISBN 978-0-8018-3480-6. The German Marxists extended the theory to groups and issues Marx had barely touched. Marxian analyses of the legal system, of the social role of women, of foreign trade, of international rivalries among capitalist nations, and the role of parliamentary democracy in the transition to socialism drew animated debates. [...] Marxian theory (singular) gave way to Marxian theories (plural).
  2. "Communism". International Encyclopedia of Political Science 2. (2011). SAGE Publications. 310–314. DOI:10.4135/9781412994163. ISBN 9781412959636. 
  3. "Communist Parties". International Encyclopedia of Political Science 2. (2011). SAGE Publications. 314–320. DOI:10.4135/9781412994163. ISBN 9781412959636. 
  4. Krupavičius 2011، م. 315.
  5. Engels, Friedrich (1847). "Section 18". Principles of Communism. Finally, when all capital, all production, all exchange have been brought together in the hands of the nation, private property will disappear of its own accord, money will become superfluous, and production will so expand and man so change that society will be able to slough off whatever of its old economic habits may remain
  6. Bukharin, Nikolai; Preobrazhensky, Yevgeni (1969) [1920]. "Section 20". The ABC of Communism. Penguin Books.
  7. Bukharin, Nikolai; Preobrazhensky, Yevgeni (1969) [1920]. "Section 21". The ABC of Communism. Penguin Books.
  8. Kurian, George Thomas, ed. (2011). "Withering Away of the State". The Encyclopedia of Political Science. CQ Press. doi:10.4135/9781608712434. ISBN 978-1-933116-44-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 September 2021. بياځلي په 3 January 2016.
  9. Wolff, Richard; Resnick, Stephen (August 1987). Economics: Marxian versus Neoclassical. The Johns Hopkins University Press. p. 130. ISBN 978-0-8018-3480-6. The German Marxists extended the theory to groups and issues Marx had barely touched. Marxian analyses of the legal system, of the social role of women, of foreign trade, of international rivalries among capitalist nations, and the role of parliamentary democracy in the transition to socialism drew animated debates. [...] Marxian theory (singular) gave way to Marxian theories (plural).
  10. Wilczynski 1981، م. 532، Socialism.
  11. Wilczynski 1981، م. 95، Communist Party.
  12. The Columbia Encyclopedia Communism.
  13. Lazar 2011، م. 310.
  14. Ermak, Gennady (2019). Communism: The Great Misunderstanding. ISBN 978-1797957388.
  15. Ermak, Gennady (2019). Communism: The Great Misunderstanding. ISBN 978-1797957388.
  16. Marx, Karl (1859). "Introduction". A Contribution to the Critique of Political Economy. At a certain stage of development, the material productive forces of society come into conflict with the existing relations of production or—this merely expresses the same thing in legal terms—with the property relations within the framework of which they have operated hitherto. From forms of development of the productive forces these relations turn into their fetters. Then begins an era of social revolution.
  17. Gregory, Paul R.; Stuart, Robert C. (2003). "Marx's Theory of Change". Comparing Economic Systems in the Twenty-First Century. South-Western College Publishing. p. 62. ISBN 0-618-26181-8.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Krupavičius 2011، م. 314–315.
  19. Krupavičius 2011، م. 314.
  20. Gluckstein, Donny (26 June 2014). "Classical Marxism and the question of reformism". International Socialism. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 August 2021. بياځلي په 19 December 2019.
  21. Guo 2011، م. 1495.
  22. Menand, Louis (3 October 2016). "Karl Marx, Yesterday and Today". The New Yorker. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 July 2021. بياځلي په 20 January 2022.
  23. Andrew, Edward (September 1975). "Marx's Theory of Classes: Science and Ideology". Canadian Journal of Political Science / Revue canadienne de science politique. 8 (3). Canadian Political Science Association: 454–466. doi:10.1017/S0008423900046084. JSTOR 3231070.
  24. Cohen, G. A.; Veryard, R.; Mellor, D. H.; Last, A. G. M.; Quirk, Randolph; Mason, John (8 September 1986). "Historical Inevitability and Human Agency in Marxism [and Discussion]". Proceedings of the Royal Society of London. Series A, Mathematical and Physical Sciences. 07 (1832). Royal Society: 65–87. JSTOR 2397783.
  25. Burkett, Paul (2012). "Marx's Vision of Sustainable Human Development". In Ollman, Bertell; Anderson, Kevin B. (eds.). Karl Marx (1st ed.). London: Routledge. ISBN 9781315251196.
  26. Simirnov, G. (July–December 1985). "Karl Marx on the Individual and the Conditions for His Freedom and Development". The Marxist. 3 (3–4). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 February 2021.
  27. Engels, Friedrich (1882). "three". Socialism: Utopian and Scientific.
  28. Marx, Karl (1852). The Eighteenth Brumaire of Louis Bonaparte. Men make their own history.
  29. Rees, John (July 1998). The Algebra of Revolution: The Dialectic and the Classical Marxist Tradition. Routledge. ISBN 978-0415198776.
  30. Kołakowski, Leszek (2005). Main Currents of Marxism. New York: W. W. Norton & Company.
  31. Lukács, Georg (1967) [1919]. "What is Orthodox Marxism?". History & Class Consciousness. Translated by Livingstone, Rodney. Merlin Press. Orthodox Marxism, therefore, does not imply the uncritical acceptance of the results of Marx's investigations. It is not the 'belief' in this or that thesis, nor the exegesis of a 'sacred' book. On the contrary, orthodoxy refers exclusively to method. {{cite book}}: |website= ignored (help)
  32. Guo 2011، م. 1500.
  33. Ball 2011، م. 285.
  34. Bullock او Trombley 1999، م. 476–477.
  35. "Marxism". Soviet Encyclopedic Dictionary. 00. 
  36. Bullock او Trombley 1999، م. 506.
  37. Lansford 2007، م. 17.
  38. Lisichkin 1989، م. 59.