د کلیوپاترا توکم
د مصر بطلیموسي پاچاهۍ وروستۍ هېلنیسټي مقدوني واکمنې «کلیوپاترا» توکم او ټبر په ځینو برخو کې لانجمن بحث ګرځېدلی دی. د پوهانو ترمنځ یو عمومي توافق شته چې نوموړې په ډېر احتمال سره د مقدونیې یونانی نسب او په لږ احتمال سره ایرانی (سغدي او فارسي) اصل او نسب لري. د یوشمېر پوهانو او عادي وګړو په شمول، ځینې نور بیا فکر کوي چې کېدای شي کلیوپاترا نور اضافي نسبونه هم لري.[۱]
د بېلګې په توګه: د «ایا کلیوپاترا توره وه؟» تر سرلیک لاندې مقاله په Ebony مجله کې په ۲۰۰۲ز کال کې خپره شوه. په وېلېزلي کالج کې د کلاسیکو مطالعاتو پروفیسوره او وتلې څېره «ماري لفکوویتز» د کلیوپاترا تور توکم ادعا ریښې «د نړۍ ستر رنګینپوسته شخصیتونه» تر سرلیک لاندې د ج. الف. روجرز په کتاب (۱۹۴۶ز) کې موندلې دي او وایي چې د کلیوپاترا تور توکم لرلو د ادعا مخینه لږ تر لږه ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ ته ورګرځي. لفکوویتز د روجرز فرضیه د بېلابېلو علمي دلایلو پر بنسټ ردوي. د کلیوپاترا تور توکم لرلو ادعا ته د هنتر کالج د افریقا تاریخ څانګې مشر او افریقامحورپاله لیکوال «جان هنریک کلارک» لهخوا «د افریقا جنګیالۍ ملکې» تر سرلیک لاندې مقاله کې لا زیات رنګ او بڼه ورکړل شوه. لفکوویتز بیانوي چې په دغې مقاله کې د هغه ادعا هم راغلې ده چې کلیوپاترا د نوي عهد «د رسولانو اعمال» په کتاب کې ځان تورپوستې معرفي کوي ــ په داسې حال کې چې کلیوپاترا په واقعیت کې ۶۰ کاله د مسیح عیسی تر مړینې مخکې مړه شوې وه. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې ځینې څېړونکي پر دې باور وو چې کلیوپاترا نیمه یهودۍ وه، خو د شلمې پېړۍ تر وروستیو پورې په تاریخلیکنه کې دغې فرضیې نور دوام ونهموند.[۲][۳]
په ټولیزه توګه، پوهان کلیوپاترا په اصل کې د یوناني نسب لرونکې پېژني او وایي چې کېدای شي ځېنو فارسي او سغدي نسبونو پورې هم تړاو ولري او دغه څرګندونه د هغه واقعیت پر بنسټ ده چې د هغې مقدونۍ یوناني کورنۍ (بطلیموسي ټبر) او سیلوکي کورنۍ د خپل ترمنځ ودونه کړي وو او یو بل ته یې لوڼې ورکولې. د کلیوپاترا رسمي ضرب شوې سکې (چې هغې به هم تایید کړې وي) او د پوهانو له نظره د هغې نیمایي تنې درې معتبرې مجسمې (چې له سکو سره یې سمون لري) کلیوپاترا د یوې یونانې ښځې په توګه انځوروي؛ سره لهدې، د ډېري پوهانو په باور د چرچیل موزیم نیمایي مجسمه د کلیوپاترا لور «دوهیمې کلیوپاترا سېلین» پورې اړه لري. فرانسیسکو پینا پولو لیکي چې د کلیوپاترا ضرب شوې سکې د هغې انځور په څرګنده توګه ښیي او ادعا کوي چې په برلین موزیم کې د کلیوپاترا توږل شوې مجسمه ورته ځانګړنې لري. د ورته څېرې ځانګړنو او د پرتلېوړ شاهي آیکنوګرافي پر بنسټ، په پومپي او هرکولانیوم کې رومي دېوالي انځورګري د واتیکان او برلین مرمري مجسمو په څېر د ملکې احتمالي انځورونه ښیي.
په ۲۰۰۹ز کال کې، د بيبيسي په یوه خپور شوي مستند کې ګومان پر دې ؤ چې کلیوپاترا د شمالي افریقا نیمایي نسب ولري. دغه مستند تر ډېره د یوې ښځینه ماشوم پر بېسَره سکلېټ باندې د ازمایښتونو پر بنسټ جوړ شوی ؤ؛ نوموړی سکلېټ په افسوس (اوسنۍ ترکیه) کې د ۲۰قم کال په یوې مقبرې کې موندل شوی؛ په مستند کې زاړه یادښتونه او د ورکې شوې کوپړۍ انځورونه هم کارول شوي وو. د اټکل او فرضیو لهمخې دغه سکلېټ د کلیوپاترا ناسکه خور «څلورمې آرسینوی» پورې اړه لري او د ناموثقو سرچینو پر بنسټ اټکلونه او ګومانونه ښیي چې دغه سکلېټ یوې انجلۍ پورې اړه لري چې ګوندې د «شمالي افریقا» له «توکمه» ده. دغه ادعا د پوهانو لهخوا د څوګونو دلیلونو پر بنسټ رد شوې ده: د پاتې سکلېټ د پېژندلو امکان شتون نهلري چې ګوندې د «آرسینوی» دې وي؛ په ټوله کې د پاتې سکلېټ لهمخې د توکم پېژندنه ناشونې ده؛ کېدای شي پاتې سکلېټ د آرسینوی نه بلکې د یوې کشرۍ بلې ماشومې وي؛ سمه ده د آرسینوی او کلیوپاترا پلار یو دی، خو کېدای شي له یوې مور څخه نهوي.[۴][۵][۶][۷][۸]
مخینه
[سمول]د مصر بطلیموسي پاچاهۍ وروستۍ هېلنیسټي مقدوني واکمنې «اوومې کلیوپاترا» توکم او پوستکي رنګ ځینې لانجمن بحثونه راپارولي دي، خو په ټولیزه توګه دغه بحثونه لږ تر لږه په علمي سرچینو او اخځلیکونو کې شتون نهلري. د بېلګې په توګه: د «ایا کلیوپاترا توره وه؟» مقاله په Ebony مجله کې په ۲۰۰۲ز کال کې خپره شوه او د افریقامحورپالنې په هکله په یوې مقاله کې د St. Louis Post-Dispatch ورځپاڼې لهخوا هم ورته پوښتنه ذکر شوې ده.[۹][۱۰][۱۱]
په وېزلېزلي کالج کط د کلاسیکو مطالعاتو پروفیسوره ماري لفکوویتز د کلیوپاترا تور توکم لرلو ادعاوو ریښې «د نړۍ ستر رنګینپوسته شخصیتونه» تر سرلیک لاندې د ج. الف. روجرز په کتاب (۱۹۴۶ز) کط موندلې دي او وایي چې د کلیوپاترا تور توکم د ادعا مخینه لږ تر لږه ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ ته ورګرځي. لفکوویتز د روجرز فرضیه ردوي. هغه وایي چې روجزر آن نهدی توانېدلی چې کلیوپاترا د کورنۍ غړو شمېر او نومونه په سمه توګه ذکر کړي (د بېلګې په توګه: له دیارلسم بطلیموس تیوس فیلوپاتور څخه د کلیوپاترا د پلار په توګه نوم اخلي، په داسې حال کې چې د ورور نوم یې دولسم بطلیموس اولیتس ؤ او همدا راز له یوولسم بطلیموس دوهیم سکندر څخه د دولسم بطلیموس د پلار په توګه نوم اخلي، په داسې حال کې چې پلار یې نهم بطلیموس سوتر نومېده). نوموړې زیاتوي چې روجرز د ویلیام شکسپیر له «انتوني او کلیوپاترا اثر څخه (چې د کلیوپاترا له مړینې څخه ۱،۵۰۰ کاله وروسته لیکل شوی دی) د ناسم تفسیر له مخې د اصلي اخځلیک او سرچینې په ډول کار اخېستی او همدا راز په ناسمه توګه د بریتانیکا پوهنغونډ (دایرةالمعارف) د اخځلیک په توګه ذکر کوي (په داسې حال کې چې د دغه پوهنغونډ په هېڅ لیکه کې د کلیوپاترا د تور توکم ادعا نهده شوې). په پای کې لفکوویتز زیاتوي: د روجرز دغه فرضیه چې د کلیوپاترا پلرنۍ انا یوه توره افریقایي مریي وه، تر ډېره «د لا نږدې تېر مهال پر بنسټ ولاړه ده».[۱۲]
څلورمه آرسینوی
[سمول]په ۲۰۰۹ز کال کې، د بيبيسي په یوه خپور شوي مستند کې ګومان پر دې ؤ چې د اوومې کلیوپاترا ناسکه خور «د مصر څلورمه آرسینوی» د شمالي افریقا له نسبه وي او په اټکلي توګه کېدای شي د کلیوپاترا مور او په پایله کې په خپله کلیوپاترا شمالي افریقا پورې اړه ولري. دغه اټکلونه تر ډېره د اتریش علومو اکاډمۍ غړي هیلکه تور د ادعاوو پر بنسټ وو؛ نوموړي په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د یوې ښځینه ماشومې بېسَره سکلېټ وازمایه چې په افسوس (اوسنۍ ترکیه) کې د ۲۰قم کال اړوند مقبرې کې موندل شوی ؤ؛ په مستند کې زاړه یادښتونه او د ورکې شوې کوپړۍ انځورونه هم کارول شوي وو. د فرض او ګومان لهمخې دغه سکلېټ آرسینوی پورې اړه لري.[۱۳][۱۴]
آرسینوی او کلیوپاترا له یوه پلاره (دولسم بطلیموس اولیتس) وې، خو کېدای شي د مور لهخوا ناسکه وي او تور وایي چې د افریقایي نسب ادعا د سکلېټ خاوند د مور په هکله شوې ده. سره لهدې، کلارېنس او ملګرو یې وښودله چې د کوپړۍ څېړنې د توکم پېژندنې لپاره باوري شاخص کېدلای نهشي او دغه څېړنې په ۱۹۲۰ز کال کې د نومهالي عدلي طب تر رامنځته کېدو مخکې ترسره شوې دي. تر ننه په پرېکنده توګه جوته شوې نهده چې دغه سکلېټ دې د څلورمې آرسینوی وي. د یوه ماشوم د پېژندګلوي لپاره د DNA په یوه ترسره شوي ازمایښت کې، د دقیقو ارقامو ترلاسه کول ناشوني وو، ځکه چې هډوکي څو څو ځلي لاس په لاس شوي او د جسد کوپړۍ په آلمان کې د دوهیمې نړیوالې جګړې پر مهال ورکه شوې وه. سربېره پر دې، د توکم پېژندنې په موخه، د تور لهخوا کارول شوې کرانیومتري د علمي توکمپالنې پر بنسټ رامنځته شوې ده چې اوسمهال په ټولیزه توګه د یوه ناموثقه کاذب علم په توګه پېژندل کېږي، چې په څرګنده توګه د توکمپالنې لهلارو د توکم پېژندنې لپاره اوږده مخینه لري.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
ماري بیرد د دغو څرګندونو پر خلاف مقاله ولیکله او په هغې کې یې نوموړې موندې تر کلکو نیوکو لاندې راوستلې دې او بیانوي چې: ۱) پر کبرونو باندې هېڅ نوم پاتې شوی نهدی او دغه ادعا چې مقبره د فاروس سمندري پانوس بڼه لري، «منطقي نهبرېښي»؛ ۲) کوپړۍ جوړه پاتې نهده او سکلېټ د یوه ماشوم دی او د آرسینوی په پرتله ډېر وړوکي ماشوم پورې اړه لري (ویل کېږي چې هډوکي د یوه ۱۵-۱۸ کلن ماشوم دي، په داسې حال کې آرسینوی د مړینې پر مهال له شلو کلونو څخه اوښتې وه او شاوخوا ۲۴-۲۶ کلنه وه)؛ ۳) له هغه ځایه چې معلومه نهده کلیوپاترا او آرسینوی دې له یوې مور څخه وي، «دغه توکمپاله ادعا تر ډېره د منطق له ډګره وځي».[۱۹]
تر ننه پورې د بطلیموسي واکمنانو هېڅ کومه تایید شوې مقبره موندل شوې نهده. نو په پایله کې، د بطلیموسي واکمنانو پر پاتې سکلېټ باندې جنتیکي ازمایښتونه ناشوني دي.[۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Hugh B. Price, "Was Cleopatra Black?". The Baltimore Sun. September 26, 1991. خوندي شوی له اصلي څخه په December 11, 2011. ترلاسهکېدو نېټه May 28, 2012.
- ↑ Whitaker, Charles (February 2002). "Was Cleopatra Black?". Ebony. خوندي شوی له the original on 11 August 2004. ترلاسهکېدو نېټه 28 September 2021. The author cites a few examples of the claim, one of which is a chapter titled "Black Warrior Queens", published in 1984 in Black Women in Antiquity, part of The Journal of African Civilization series. It draws heavily on the work of J.A. Rogers.
- ↑ World's Great Men of Color, Volume I, By J.A. Rogers; Simon and Schuster, 2011; ISBN 9781451650549
- ↑ Foggo, Daniel (2009-03-15). "Found the sister Cleopatra killed". The Times. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 2011-06-29. ترلاسهکېدو نېټه 2010-04-15.
- ↑ "Also in the news | Cleopatra's mother 'was African'". BBC News. 2009-03-16. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-01-25. ترلاسهکېدو نېټه 2016-06-02.
- ↑ The Lives of Cleopatra and Octavia, By Sarah Fielding, Christopher D. Johnson, p. 154, Bucknell University Press, ISBN 978-0-8387-5257-9
- ↑ "Have Bones of Cleopatra's Murdered Sister Been Found?". Live Science. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-01-16. ترلاسهکېدو نېټه 2017-04-07.
- ↑ "The skeleton of Cleopatra's sister? Steady on". The Times Literary Supplement. March 15, 2009. خوندي شوی له the original on 2009-03-17. ترلاسهکېدو نېټه 2018-06-12.
- ↑ Hugh B. Price, "Was Cleopatra Black?". The Baltimore Sun. September 26, 1991. خوندي شوی له اصلي څخه په December 11, 2011. ترلاسهکېدو نېټه May 28, 2012.
- ↑ Whitaker, Charles (February 2002). "Was Cleopatra Black?". Ebony. خوندي شوی له the original on 11 August 2004. ترلاسهکېدو نېټه 28 September 2021. The author cites a few examples of the claim, one of which is a chapter titled "Black Warrior Queens", published in 1984 in Black Women in Antiquity, part of The Journal of African Civilization series. It draws heavily on the work of J.A. Rogers.
- ↑ Mona Charen, "Afrocentric View Distorts History and Achievement by Blacks". St. Louis Post-Dispatch. February 14, 1994. خوندي شوی له اصلي څخه په September 30, 2012. ترلاسهکېدو نېټه May 29, 2012.
- ↑ World's Great Men of Color, Volume I, By J.A. Rogers; Simon and Schuster, 2011; ISBN 9781451650549
- ↑ Foggo, Daniel (2009-03-15). "Found the sister Cleopatra killed". The Times. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 2011-06-29. ترلاسهکېدو نېټه 2010-04-15.
- ↑ "Also in the news | Cleopatra's mother 'was African'". BBC News. 2009-03-16. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-01-25. ترلاسهکېدو نېټه 2016-06-02.
- ↑ The Lives of Cleopatra and Octavia, By Sarah Fielding, Christopher D. Johnson, p. 154, Bucknell University Press, ISBN 978-0-8387-5257-9
- ↑ Clarence C. Gravlee, H. Russell Bernard, and William R. Leonard. "Heredity, Environment, and Cranial Form: A Re-Analysis of Boas's Immigrant Data" American Anthropologist 105[1]:123–136, 2003.
- ↑ rogueclassicist, David Meadows ~ (2009-03-15). "Cleopatra, Arsinoe, and the Implications". rogueclassicism. خوندي شوی له اصلي څخه په 2009-03-22. ترلاسهکېدو نېټه 2017-04-14.
- ↑ "Have Bones of Cleopatra's Murdered Sister Been Found?". Live Science. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-01-16. ترلاسهکېدو نېټه 2017-04-07.
- ↑ "The skeleton of Cleopatra's sister? Steady on". The Times Literary Supplement. March 15, 2009. خوندي شوی له the original on 2009-03-17. ترلاسهکېدو نېټه 2018-06-12.
- ↑ Why the discovery of Cleopatra's tomb would rewrite history, The Conversation, 15 November 2022, ترلاسهکېدو نېټه 29 April 2023.