د کلیسا مالي سرغړاوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مالي سركشي : كليسا په ديني اړخ كې خپل تعليمات او لارښودني پريښودلي وى همدارنگه یې په مالي اړخ كې هم پريښي او په كتابونو كې یې يوڅه راوړي او عمل یې په بل ډول وى ،سره ددي نه چې اوسني انجيلونه ټول سره محرف دي او په خپل حال نه دي پاتي خو بيا هم په دي كې د مال او مال ساتني څخه سخته منعه راغلي ده كومه چې د بل هېڅ شي څخه په دومره سخته اندازه كې منعه نه ده راغلي د مثال په ډول به د انجيلونو څخه هغه عبارت رانقل كړو كوم چې په هغي كې د مال ساتني په باره كې منعه راغلي ده :

انجيل متى- كې راغلي دي :[سمول]

تاسي د ځان سره سره زر سپين زر مس مه ساتي ، نه دخپلي لاري لپاره ځان سره څه توښه ، نه دوه جوړه جامي بوټان او امسا ، په - انجيل مرقص- كې راغلي : تيريدنه د اوښ دستني دسوري څخه ډېره اسانه ده له دينه چې يو مالدار كس د الله ملكوتو او رحمتونو ته داخل شي. ==په -انجيل لوقا- كې راغلي : ==

دخپل ژوند لپاره د خوراك اهتمام مه كوي، نه د بدن لپاره د جامو، ځكه د خوراك څخه ژوند غوره دي ، او بدن د جامو او كاليو څخه غوره دي ، فكر وكړي د كارغه په ژوند باندې ځكه دا نه كرل كوي او نه ريبل او نه ورسره د ساتني او حفاظت كوم ځای شته خو ددي سره سره یې هم الله ساتي او تاسي د مرغانو څخه څومره غوره یې. خو دبده مرغه په ورستيو پيړيو كې ددي تعليماتولارښودنو او ددوي د عملي او واقعي ژوند ترمينځ يو عجيب جلاوالي راغلي دى ، تر دي چې د مال جمعه كول او زياتوالي ددوي اخرني مقصد دي او د كليسا مشران خو د مال په جمعه كولو او په شهواتو او هر قسم خواهشاتو كې داسې ډوب شول چې خپل هرڅه یې خراب او دهلاكت كندي ته وغورځول ځكه ديني تعليمات یې يو څه وه او ددوي كار بل ډول وو، په لاندى نقطو كې به د كليسا د مالي سركشي يو څو نموني وړاندي كړو : ۱==- د ځمكو ملكېت لرل :== ديورانت وايي: كليسا داسې حد ته ورسيدله چې د ځمكې په سر تردوي بل غټ دځمكو څښتنان نورنه وه اوپه اروپا كې ترټولو زيات ملكېت د كليسا وو، او - دير فلدا-۱۵۰۰۰ وړي بنگلي درلودلي ، او - دير سانت جول - ۲۰۰۰ هكتاره ځمكه درلوده ، او - كوين فتور - يو له ديني كسانو د كليسا څخه وو د۲۰۰۰۰ هكتاره ځمكې څښتن وو، داځكه چې حاكم به پادريانو اديرو او داسې نورو به دكليسا د مشرانو سره په دي كار كې مرستي كولي او هم به یې په مختلفو لقبونو لكه دوق كونت او نور د ځمكو څښتنان په نومونو نومول، په دي سره كليسا د فيوډاليزم برخه وگرځيدله، او دغه مادي او فيوډالي نظام یې ددي سبب شولو چې صحيح مسيحي به د عار او شرم په سترگو ورته كتل د بهرنيو د لاسه او همدغه د ځمكو او مادياتو لانجه ددي سبب شول چې د ملكانو او پاپانوترمينځ یې كشمكشونه پيل كړل. ۲==- اوقاف : == اوقاف د وقف جمع ده څخه ده يعنې بعضي ځمكې اوځایونه د كليسا لپاره وقف شوي وه او عام خلك یې له گټي اخيستني څخه منعه وه يواځي به د كليسا په كارونواو دهغوی په امرونو كې مصرفيدله، كليسا زياتي زراعتي ځمكې لرلي په دي نوم چې دا دكليسا لپاره وقف شوي ځمكې دي او ددي ټوله گټه به كليسا ته راتلله په دي دعوي سره چې دغه پيسي او ددي ځمكو عايدات او لاس ته راغلي مالونه د اديرو په څښتنانو د كليسا په جوړوني او همدارنگه د صليبي جگړو په تياري مصرف كېږي، خو د كليسا مشرانو د زيات اسراف څخه كار واخستلو تر دي چې دغه داوقافو ملكېت او ځمكې په بعضي هيوادونو كې داسې اندازي ته ورسيدلي چې سړى یې تصديق كولي نه شي ، د- ويكلف – په نوم يو مصلح كنسي كوم چې دلومړنيو مصلحينو څخه شمېرل كېږي وويل :

كليسا په انگليستان كې ډېري زياتي ځمكې د وقف په نوم لري خو ددي سره سره يې د نورو څخه بيا هم ماليه اخيستله او ده د اوقافو د لغوه كېدلو فرمان او حكم صادر كړلو خو ديني كسانو او مشرانو د ا په دي تورن كړلو چې دا د قياصرو پيروان دي نه د الله . دوي خپلو تعليماتو ته نه كتل چې ددوي خپل مسيحي دين څه وايي او كوم ئې د قيصرو پيروان دي او كوم ئې د مسيحي دين ، خو چاچې ددوي په تاوان خبري كولى او يائې ددوي انحراف ښكاره كولو نو هماغه به یې ددين نه په وتلو تورن كړلو او ځانونه یې د دين پيروان او پابند وړاندي كړل ، ايا ددي نه به زياته سركشي څه وي؟

۳- عشور ( لسمه ) :[سمول]

كليسا په خپلو پيروانو د خپلي ځمكې لسمه برخه فرض كړه چې د خپلو حاصلاتو لسمه به كليسا ته وركوي همدارنگه یې په هغو كسانو هم دهغوی په مالونو كې لسمه برخه د كليسا لپاره وگرځوله چې نور كسبونه او كارونه به یې كول د ځمكې د كر څخه پرته ئې د هغوی د عايداتو او لاس ته راړنو څخه هم لسمه برخه د كليسا په نوم ټوله وله ، او په هيچا كې به دا توان او طاقت نه وو چې د كليسا ددي امر مخالفت وكړي او خپله لسمه برخه عايدات دي كليسا ته ورنه كړي بلكې هرچا به ددوي خبره منله ځكه پيروان یې د كليسا منونكې وه او د هغي د حكمونو څخه به نه شو وتلي او كه وتلي به وونو په مختلفو نومونو به تورن كېدل .

۴- د لومړي كال ماليه :[سمول]

د اوقافو او لسمه برخه په غونډولو سره د كليسا مړښت رانغللو بلكي ددي سربيره یې په خپلو پيروانو باندې نوري مالي او ټكسونه ولگول په ځانگړي ډول په غير عادي حالاتو كې لكه د صليبي جگړو په وخت ، د مقدسو او پاكو موسمونو او وختونو په نوم یې د خپلو پيروانو اوږي نوري هم په ټكسونو او ماليو درندي كړلي ، تر دي چې دويشتم پاپ حنا راغللو نو له ځان سره یې يو نوي بدعت هم راوړلو په نامه د لومړي كال ماليه او هغه به د ټول لومړي كال د وظيفي كه هغه ديني وي او كه د ځمكې د لاس ته راوړني به وه په اجباري شكل به یې كليسا ته وركوله نو په دي سره كليسا د ځان لپاره د پيسو يوه بله نوي لاره هم پيدا كړله چې په هغي سره د خپلو پيروانو څخه پيسي او ټكسونه واخلي.

۵- تحفي اود منښتو وركړي:[سمول]

ددي ټولو سره سره د كليسا خپله برخه په تحفو او منښتو كې هم وه كومه چې به د شتمنو او د ځمكو خاوندانو له خوا ورته وركول كېدله د چاپلوسي او رياكاري په خاطر او ځني نورو به د خيرات او صدقي په خاطر وركولي، دغه وركړه وروسته د هغي نه ډېره قوي او پرمخ لاړه كله چې د بخښني ټكټونو ونډه لږه را كمه شوله او هم د ديني مشرانو خپلي پانگي زياتي شولي . ددي په څنگ كې كليسا ته په مختلفو وختونو او مناسباتو كې وركړه هم د ياده نه شي ايستل كېدلي كومه به چې دوي په يو نوم او بل نوم د خپلو پلويانو او پيروانو څخه راټولولي د بيلگې په توگه په كال ۱۳۰۰ م كې (يوبيل) لپاره يوه غونډه په روما كې راغوښتل شوي وه او يو زيات شمېر حاجيان او نور پيروانو یې راغونډ شوي وه د غونډي په اخر كې دومره مال دوي د بطرس قبر خوا كې واچولو چې دوه كسانو راغوڼدولي نه شولو.

۶- وړيا كار كول :[سمول]

كليسا او ددوي ديني مشرانو په پورتنيو ماليو او شتمنيو بسيا ونه كړله او نه يې په هغو زرگونه جريبه ځمكو او زرهاو غلامانو بسنه وكړه ددي سره سره یې دا هم وكړل چې خپل پيروان یې په دي اړ كول ترڅو د دوي په ځمكو او نورو لاس ته راوړنو لارو كې وړيا كارونه وكړي ، او يا په ځانگړي ډول د كليسا په جوړونه او يا د زيارتونو او عبادتخانو په جوړونه كې، په خلكو یې لازمي گرځولي وه چې دمصلحت په بنياد وړيا كارونه وكړي او دغه به اكثر مهال د هفتي يوه ورځ وه . دپورتني انحرافات ديني او اجتماعي فساد او سركشي په سبب د كليسا اتباع او پيروان داسې اندازي ته رسيدلي وه چې نور نو د انسان د وس او طاقت نه وتلي وه چې ددوي ددغه محرف او غلطو اوامرو مننه وكړي مگراروپايي خلك دداسې دروغجنو او بيكاره ديني مشرانو په لاس دوكه كېدل اوهغه هم ددين په نوم ، تردي چې نور یې خلكو طاقت نه لرلوچې دوام وركړي هماغه ووچې مجبوراَ ئې داسې يوي مفكوري ته مخه كړه ترڅو وكولائې شې ددغه درانده او ظالمانه نظام څخه خلاص شي، همدا كليسا او دروغجن مشران یې وه چې خلك یې د كليسا څخه واړول او په بيلابيلو مفكورو او نظرياتو منلو ته ئې اړ كړل.

ج – سياسي سركشي :[سمول]

د ديني او مالي سركشي څخه پرته كليسا د سياسي سركشي مخكښه هم وه اوپدي ډگر كې دي اندازي ته د پاپ واك او اختيار ورسيدلو چې سياسي خلك هم یې د تاثير نه پاتي نه شول هغوی به هم دكليسا په خوښه چليدل خو كه دكليسا د امر مخالفت به یې وكړلو هغه چې په هكله يې هېڅ سوچ نه كېدلو نو ددي په ځواب كې به پاپ هغه د خپلي وظيفي نه لري كولوآن چې د دين څخه به يې هم ايستلو،او هم به يې ددغه كس پسي تلونكې هم د دين څخه محروم كړل تردي چې پاپ جريجوري اوم الماني امپراطورهنري څلورم محروم كړلو او د ده پيروان او كورنران یې دده مخالفت ته چمتو كړل هغوی دده مخالفت كولو تر دي چې بيا دده كورنرانو يوه غونډه وكړله او په هغي كې یې فيصله وكړله چې امپراطور بايد دپاپ څخه بخښنه وغواړي او كه بخښنه ورته ونه شوله نو تل ترتله به د امپراطوري د چوكې څخه محروم او بي برخي وي، دغه خواركې امپراطور مجبور شولو ترڅو خپله چوكې وساتي زيات کوښښ یې وكړلو چې پاپ راضي كړي هماغه وو چې په كال 1077 م كې یې په ډېره يخه يخني كې د غرونو سفر وكړلو تر څو پاپ ته ورشي او هلته ورته بيا په يخني او واورو كې دري ورځي د هغي د كلا په دروزاه كې ولاړ وو په تن یې د راهبانو كالي وه پښي یې لوڅي وي سر تور سر او د ظاهري شكل نه یې داسې ښكاريدله چې په خپلو كړو پښيمانه دي او توبه یې ايستلي د پاپ نه بخښنه غواړي په همداسې واورو كې په دغه بد حالت كې ولاړ وو ترڅو د پاپ له خوا نه ورته بخښنه وشوله او د هغه رضا یې حاصله كړله.

دغه یې په سياسي اړخ كې هم مداخلي وي چې خلك او پيروان یې ديته اړ كړل چې دين د حكم او دولته څخه لري كړي هر يوه  ته خپل خپل اندازي او حدود وټاكې او كليسا د ظلمونو ته چې په سياست كې یې هم داخليدله لاره بنده كړي.

سرچينې[سمول]

  • انجيل متى 10/10-11
  • انجيل مرقص 25/10
  • قصة الحضارة 14/425
  • تاريخ اروپا لفيشر 2/362-364