Jump to content

د کلتوري مارکسېزم د توطئې نظریه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کلتوري مارکسېزم اصطلاح د توطئې هغې ښي اړخې افراطي یهودیت ضد نظریې ته اشاره لري چې په غلط ډول د فرانکفورت مکتب د معاصرو مترقي خوځښتونو، هویتي سیاستونو او سیاسي سمونونو د مسئول په توګه معرفي کوي. د توطئې دغه نظریه څرګندوي چې د یوې پلان شوې کلتوري جګړې پر مټ د لویدیځې ټولنې د له منځه وړو په موخه دوامداره قصدي علمي او فکري هڅې شتون لري څو سنتي عیسوي محافظه کار ارزښتونه کمزوري او پر ځای یې لیبرال کلتوري ارزښتونه رامنځته کړي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د نازیانو د تبلیغاتي اصطلاح «کلتوري بلشوېزم» معاصره بڼه د توطئې د تیوري په نامه د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال په متحده ایالاتو کې رامنځته شوه. دغې اصطلاح په پیل کې یوازې د ښي اړخو سخت دریځو سیاستونو په څنډه کې ځای درلود، خو له ۲۰۱۰مې لسیزې راهیسې یې اصلي بحثونو ته لار ومونده او اوس په نړیواله بڼه شتون لري. د مارکسېزم د کلتوري جګړې د توطئې نظریه د ښي اړخو سیاستوالو، بنسټ پالو مذهبي مشرانو، په مهمو چاپې، غږیزو او انځوریزو رسنیو کې د سیاسي مبصرینو او برتري غوښتونکو سپین پوستو ترهګرو له خوا ترویج کیږي چې «د الټرناټیو ښي اړخ پالنې د نړیوال لیدلوري بنسټیز عنصر» ګڼل کیږي. د توطئې د تیوري علمي تحلیل بیا دا پایله وړاندې کوي چې دغه نظریه په واقعیت کې هېڅ بنسټ نه لري. [۶][۷][۸][۹]

اړخونه[سمول]

د توطئې نظریه څرګندوی چې د مارکسېزم مخکښ نظریه ورکوونکي او د فرانکفورت د مکتب روڼ اندي لویدیځه ټولنه په بل مخ کوي. ورته مهال د فرانکفورت د مکتب هېڅ غړی د لویدیځ تمدن د له منځه وړو په موخه د هېڅ ډول نړیوالې توطئې غړی نه و او سربېره پر دې هورکهایمر د دغه مکتب غړي په کلکه سره د متحده ایالاتو په سیاسي چارو کې له ونډې اخیستو منع کول. د مارک توترز په خبره، «د دغو ادبیاتو پر مټ د وړاندې شوي مارکسېزم تحلیل هېڅکله د یادې موضوع د کوم پام وړ تاریخ لیکونکي د کره څېړنې مخه نه شي نیولی». د توطئې په برخه کې تیوري جوړونکي په پرینسټون راډیويي پروژه کې د تئودور آدورنو چارې ناسمې بولي، ځکه چې آدورنو په خلکو باندې د اغېز په موخه د ټولیزو رسنیو د وړتیاوو د درک په لټه کې و؛ هغه چاره چې د ده په نظر د ګواښ د کمښت په موخه وه، نه د هغې طرحې په توګه چې باید پلې شوې وای. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د توطئې په برخه کې نظریه ورکوونکي ځانونه د «لویدیځ تمدن» د مدافعینو په توګه معرفي کوي او د داسې یو لامبووهونکي استدلال په توګه عمل کوي چې تر ډېره پورې په کپیټلېزم او د بیان په ازادۍ تمرکز لري. د توطئې نظریه د سیاسي سمونونو افراطي ارزونه ده چې وروستي څېړونکي یې د عیسویت، ملت پالنې او هستوي کورنۍ د له منځه وړو په موخه پروژه بولي. د فرانکفورت مکتب ته اړوند څېړونکي د پلار سالارۍ او د کپیټلېزم د استثمار پر خلاف په خبرداري ورکولو سره د غوره ټولنې د جوړولو په لټه کې وو، هغه موخې چې کېدلای شي د اوسني وضعیت له ساتنې سره د لیوالتیا لرونکو لپاره ګواښوونکې ښکاره شي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د توطئې نظریه د فرانکفورت د مکتب په اغېز کې مبالغه کوي؛ ستورات جفریس د هغو اړوند «په واقعي نړۍ کې ډېر لږ اغېز» ته اشاره کوي. د جوآن براون په خبره کلتوري مارکسېزم په هغې معنی هېڅکله شتون نه دی لرلی چې د توطئې نظریه جوړونکو ورته اشاره کړې او ورته مهال هم د هېڅ تاریخي مکتب سره ورته والی نه لري. دا همدارنګه څرګندوي چې د فرانکفورت د مکتب پوهان «د انتقادي نظریه ورکوونکو» په توګه یادېږي، نه د کلتوري مارکسېستانو په توګه. دې زیاته کړې چې د توطئې د نظریه ورکوونکو د ادعا پر خلاف وروسته معاصریت یا پوسټ موډرنېزم د مارکسېزم په پرتله ډېره محتاطانه او یا هم مغرضانه بڼه لري او په دغو کې هغه لوی روایات شامل دي چې په معمول ډول د انتقادي نظریې له خوا یې ملاتړ کیږي. [۲۳][۲۴]

یهود ستېزي[سمول]

لیکوال مټیو روز لیکي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکايي نوي نازي، فرانسېس پارکر یوکي له خوا وړاندې شوي استدلالونه د توطئې د نظریې لومړۍ بڼه وه. [۲۵]

یو ځل هم ویلیام لېنډ د هلوکاسټ څخه د انکار په کنفرانس کې دغو ته ورته خپلې نظریې وړاندې کړې. [۲۶]

سپنسر سن شاین چې د سیاسي څېړنو د همکار بنسټ یو له همکارانو څخه و څرګنده کړې چې «د فرانکفورت په مکتب باندې د ښي اړخو تمرکز، د هغو د ذاتي یهودیتوب څرګندويي کوي». [۲۷]

د ساموئل موین په خبره، «نن ورځ د کلتوري مارکسېزم اړوند پراخه بحث په هېڅ ډول د نوي عصر لپاره د یهودي بلشویزم له اپډېټ شوې افسانې سره ورته والی نه لري». ماکسیم ډافور هم په همدې ترتیب څرګندوي چې کلتوري مارکسېزم د نازیانو د «کلتوري بلشوېزم» د مفهوم په څېر د یهودیت ضد توطئو د نظریاتو معاصره بڼه ده او په مستقیم ډول له «یهودي بلشوېزم» سره اړوند دی. د فیلسوف سلاوي ژیژک په خبره د کلتوري مارکسېزم اصطلاح په یهود ستېزۍ کې د «یهودي توطئې» ساختاري رول لوبوي: دا زموږ د  ټولنیز- اقتصادي ژوند داخلي تضاد په یو بیروني علت پورې تړي (یا په سمه توګه په هغو یې اړوي): په هغه څه باندې چې محافظه کاره الټرناټیو ښي اړخي بیا هغه د ژوندانه د اخلاقي ویجاړۍ په توګه بولي (فیمینېزم، په نارینه سالارۍ برید، سیاسي اصلاحات او نور) او هغه د بهرني علت لرونکي بولي – ځکه چې هغوی نشي کولای زموږ د ټولنو له تضادونو او ستونزو څخه ووزي. [۲۸][۲۹][۳۰]

اندریو ووډز د «کلتوري مارکسېزم او جامعه کلیسا: د انتقادي نظریې اړوند دوه ښي اړخي لیدلوري» تر عنوان لاندې خپله مقاله کې له کلتوري بلشوېزم سره د هغو پرتله تائید کوي، خو د دغه نظر مخالف دی چې د توطئې معاصرو نظریو له نازي تبلیغاتو سرچینه اخیستې. د دې پر ځای هغه لیکي چې یهود ستېزي «عملا امریکايي» سرچینه لري. ووډز په کمون مجله کې د توطئې د تیوري شجره شرح کړې چې پیل یې هم د لاروش خوځښت څخه کیږي. [۳۱][۳۲][۳۳]

سیاسي تاوتریخوالي[سمول]

اندرس برویک د ۲۰۱۱ زکال د ناروې د بریدونو په ترڅ کې د ۲۰۱۱ زکال د جولای په ۲۲مه نېټه ۷۷ کسان ووژل. د دغې پېښې له ترسره کېدو شاوخوا ۹۰ دقیقې وړاندې ده «د اروپا د خپلواکۍ اعلامیه او د سیاسي اصلاحاتو نسخه: د یوې ایډیالوژي لنډه تاریخچه» تر عنوان لاندې خپل مانیفېست (آرمان) ۱۰۰۳ کسانو ته په برېښنالیک سره ولېږه. د برویک د مانیفېست اصلي موضوع کلتوري مارکسېزم و. برویک لیکلي و چې «په لویدیځه اروپا کې د لېږدېدونکو جنسي ناروغیو وبا د کلتوري مارکسېزم له امله ده»، په داسې حال کې چې «کلتوري مارکسېزم مسلمانان، فیمینېستې ښځې، همجنسګرایان او یو شمېر نورې لږکۍ ډلې د فضیلت لرونکو په توګه تعریف کوي او اروپايي عیسویان د شر اچوونکو په توګه بولي». ده همدارنګه زیاته کړې وه چې په ستراسبورګ کې د بشري حقونو اروپايي محکمه د کلتوري مارکسېزم تر ولکې لاندې یو سیاسي بنسټ دی. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

یو شمېر نورو ښي اړخو سخت دریځو ترهګرو هم د توطئې له نظریې ملاتړ کړی. په ماشومانو باندې نیو نازي تیري کوونکی جګ رنشاو کارګر ګوند ته د اړوند پارلماني غړي روزي کوپر د ترور د پلان جوړونې له امله مجرم وبلل شو؛ ځکه چې ده د بریتانیا ملي ګوند ته د یوې ویډیو په جوړولو د توطئې د نظریې ترویج ته کار کړی و. د ۲۰۱۹ زکال پر مهال په پووي کنیسه کې برید کوونکي جان ټي ارنسټ د سپینو ملت پالو له ایډیالوژۍ څخه الهام اخیستی و. هغه په یوه انلاین وینا کې ویلي و چې باوري دی «هر یهودي د کلتوري مارکسېزم او کمونېزم د ترویج له امله د اروپايي نژاد د نسل وژنې مسئول دی». [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. Jay, Martin (Fall 2010). "Dialectic of Counter-Enlightenment: The Frankfurt School as Scapegoat of the Lunatic Fringe". Salmagundi. ټوک. 168/169. مخونه 30–40. ISSN 0036-3529. JSTOR 41638676. د اصلي آرشيف څخه پر November 24, 2011 باندې – په وسيله cms.Skidmore.edu. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Jamin, Jérôme (2014). "Cultural Marxism and the Radical Right". In Shekhovtsov, Anton; Jackson, Paul (سمونګران). The Post-War Anglo-American Far Right: A Special Relationship of Hate. London, England: Palgrave Macmillan. مخونه 84–103. doi:10.1057/9781137396211.0009. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-39619-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Richardson, John E. (2015). "'Cultural-Marxism' and the British National Party: A transnational discourse". In Copsey, Nigel; Richardson, John E. (سمونګران). Cultures of Post-War British Fascism. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-53937-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Page needed
  4. Jeffries, Stuart (2016). Grand Hotel Abyss: The Lives of the Frankfurt School. London, England: Verso Books. مخونه 6–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78478-568-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Braune, Joan (2019). "Who's Afraid of the Frankfurt School? 'Cultural Marxism' as an Antisemitic Conspiracy Theory" (PDF). Journal of Social Justice. 9. خونديځ (PDF) د اصلي څخه July 16, 2020. لاسرسي‌نېټه September 11, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Busbridge, Rachel; Moffitt, Benjamin; Thorburn, Joshua (June 2020). "Cultural Marxism: Far-Right Conspiracy Theory in Australia's Culture Wars". Social Identities. London, England: Taylor & Francis. 26 (6): 722–738. doi:10.1080/13504630.2020.1787822. ISSN 1350-4630. S2CID 225713131. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Mirrlees, Tanner (2018). "The Alt-right's Discourse on 'Cultural Marxism': A Political Instrument of Intersectional Hate". Atlantis: Critical Studies in Gender, Culture & Social Justice. 39 (1): 49–69. ISSN 1715-0698. خونديځ د اصلي څخه December 1, 2020. لاسرسي‌نېټه November 5, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Elley, Ben (2021). ""The rebirth of the West begins with you!"—Self-improvement as radicalisation on 4chan". Humanities and Social Sciences Communications. 8 (1): 1–10. doi:10.1057/s41599-021-00732-x. ISSN 2662-9992. S2CID 232164033 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Jamin, Jérôme (2018). "Cultural Marxism: A survey". Religion Compass. 12 (1–2): e12258. doi:10.1111/REC3.12258. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Tuters, M. (2018). "Cultural Marxism". Krisis: Journal for Contemporary Philosophy. 2018 (2): 32–34. hdl:11245.1/7b72bcec-9ad2-4dc4-8395-35b4eeae0e9e. The concept of Cultural Marxism seeks to introduce readers unfamiliar with – and presumably completely uninterested in – Western Marxist thought to its key thinkers, as well as some of their ideas, as part of an insidious story of secret operations of mind-control ... منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. مخونه 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-18753-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lütticken, Sven (August 24, 2018). "Cultural Marxists Like Us". Afterall: A Journal of Art, Context and Enquiry. 46: 66–75. doi:10.1086/700248. hdl:1871.1/5d0f407a-3b77-4c45-85eb-cacbe50c240d. ISSN 1465-4253. S2CID 150160559. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Gordon, Peter Eli; Hammer, Espen; Honneth, Axel, سمونګران (2020). The Routledge companion to the Frankfurt school. (چاپ First issued in paperback). New York London: Routledge, Taylor & Francis Group. مخونه 194. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-138-33324-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Neiwert, David (January 23, 2019). "How the 'cultural Marxism' hoax began, and why it's spreading into mainstream". Daily Kos. خونديځ د اصلي څخه December 1, 2020. لاسرسي‌نېټه October 24, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Jay, Martin (Fall 2010). "Dialectic of Counter-Enlightenment: The Frankfurt School as Scapegoat of the Lunatic Fringe". Salmagundi. ټوک. 168/169. مخونه 30–40. ISSN 0036-3529. JSTOR 41638676. د اصلي آرشيف څخه پر November 24, 2011 باندې – په وسيله cms.Skidmore.edu. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. مخونه 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-18753-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Jamin, Jérôme (2018). "Cultural Marxism: A survey". Religion Compass. 12 (1–2): e12258. doi:10.1111/REC3.12258. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. مخونه 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-18753-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Hammond, Guy B. (1978). "Transformations of the Father Image". Soundings. Penn State University Press. 61 (2): 145–167. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Giroux, Henry. "Culture and Rationality in Frankfurt School Thought". Theory and Research in Social Education. Routledge. 9 (4): 17–55. doi:10.1080/00933104.1982.10506119. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Kellner, Douglas (2005). "Introduction". Herbert Marcuse: The New Left and the 1960s. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8153-7167-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Busbridge, Rachel; Moffitt, Benjamin; Thorburn, Joshua (June 2020). "Cultural Marxism: Far-Right Conspiracy Theory in Australia's Culture Wars". Social Identities. London, England: Taylor & Francis. 26 (6): 722–738. doi:10.1080/13504630.2020.1787822. ISSN 1350-4630. S2CID 225713131. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Braune, Joan (2019). "Who's Afraid of the Frankfurt School? 'Cultural Marxism' as an Antisemitic Conspiracy Theory" (PDF). Journal of Social Justice. 9. خونديځ (PDF) د اصلي څخه July 16, 2020. لاسرسي‌نېټه September 11, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. (په August 18, 2021 باندې). Why Theodor Adorno and the Frankfurt School failed to change the world. New Statesman.
  25. Rose, Matthew (2021). A World after Liberalism: Philosophers of the Radical Right. Yale University Press. مخونه 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-26308-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Berkowitz, Bill. "Ally of Christian Right Heavyweight Paul Weyrich Addresses Holocaust Denial Conference". Southern Poverty Law Center. SPLC 2003. خونديځ د اصلي څخه April 28, 2016. لاسرسي‌نېټه April 19, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Paul, Ari (June 4, 2019). "'Cultural Marxism': The Mainstreaming of a Nazi Trope". Fairness & Accuracy in Reporting. خونديځ د اصلي څخه October 22, 2020. لاسرسي‌نېټه October 24, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Dafaure, Maxime (April 1, 2020). "The 'Great Meme War:' the Alt-Right and its Multifarious Enemies". Angles. New Perspectives on the Anglophone World (10). doi:10.4000/angles.369. ISSN 2274-2042. خونديځ د اصلي څخه September 27, 2020. لاسرسي‌نېټه November 4, 2020. The Cultural Marxism narrative has particularly telling ancestors, since it is a mere contemporary update of Nazi Germany's concept of "Cultural Bolshevism" used to foster anti-Soviet fears (not unlike the American anti-communist hysterias of the Red Scares). Maybe even more telling is its direct association with the like-minded "Jewish Bolshevism" concept, which professes the whimsical claim that a Jewish cabal is responsible for the creation and spread of communism, and more broadly for the "degeneracy" of traditional Western values, an infamous term which also surfaces in recent far-right arguments. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Paul, Ari (June 4, 2019). "'Cultural Marxism': The Mainstreaming of a Nazi Trope". Fairness & Accuracy in Reporting. خونديځ د اصلي څخه October 22, 2020. لاسرسي‌نېټه October 24, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Burgis, Ben; Hamilton, Conrad Bongard; McManus, Matthew; Trejo, Marion (2020). Myth and Mayhem: A Leftist Critique of Jordan Peterson. London, England: John Hunt Publishing. مخونه 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-7890-4554-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Woods, Andrew (March 20, 2019). "The American Roots of a Right-wing Conspiracy". Commune. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Woods, Andrew (2019). "Cultural Marxism and the Cathedral: Two Alt-Right Perspectives on Critical Theory". Critical Theory and the Humanities in the Age of the Alt-Right. New York: Springer International Publishing. مخونه 39–59. doi:10.1007/978-3-030-18753-8_3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-18753-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Jay, Martin (2020). "Dialectic of Counter-Enlightenment: The Frankfurt School as Scapegoat of the Lunatic Fringe". Splinters in Your Eye: Essays on the Frankfurt School. Verso Books. مخونه 151–172. OCLC 1163441655. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78873-603-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Page range too broad
  34. Trilling, Daniel (April 18, 2012). "Who are Breivik's Fellow Travellers?". New Statesman. خونديځ د اصلي څخه July 22, 2015. لاسرسي‌نېټه July 18, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Buruma, Ian (August 11, 2011). "Breivik's Call to Arms". Qantara.de. German Federal Agency for Civic Education & Deutsche Welle. خونديځ د اصلي څخه July 25, 2015. لاسرسي‌نېټه July 25, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په July 24, 2011 باندې). 'Breivik Manifesto' Details Chilling Attack Preparation. BBC News.
  37. Khosravinik, Majid; Mral, Brigitte; Wodak, Ruth, سمونګران (2013). Right-wing populism in Europe: Politics and discourse. London: Bloomsbury Academic. مخونه 96, 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-7809-3245-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. van Gerven Oei, Vincent W. J. (September 22, 2011). "Anders Breivik: On Copying the Obscure". Continent. 1 (3): 213–223. ISSN 2159-9920. د اصلي آرشيف څخه پر July 16, 2020 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Shanafelt, Robert; Pino, Nathan W. (2014). Rethinking Serial Murder, Spree Killing, and Atrocities: Beyond the Usual Distinctions. Abingdon, England: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-56467-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. (په June 12, 2018 باندې). MP's murder was to be 'white jihad'. BBC News.
  41. "The story of Jack Renshaw: The ex-Manchester student and paedophile who plotted a murder". The Tab. May 24, 2019. خونديځ د اصلي څخه June 12, 2020. لاسرسي‌نېټه September 24, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. "How did Jack Renshaw, star of the creepy BNP Youth video, end up attempting to murder an MP?". The Tab. June 15, 2018. خونديځ د اصلي څخه June 12, 2020. لاسرسي‌نېټه September 24, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Lorber, Ben (May 1, 2019). "The Resurgence of Right-Wing Anti-Semitic Conspiracism Endangers All Justice Movements". Rewire News Group. خونديځ د اصلي څخه October 25, 2020. لاسرسي‌نېټه October 25, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)