د کلئوپاترا مړینه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بطلیموسي مصر وروستۍ واکمنه اوومه کلئوپاترا د ۳۹ کلونو په عمر له میلاد وړاندې ۳۰ کال د اګست په ۱۰مه یا ۱۲مه نېټه په الکسندریې کې مړه شوه. د عامه باورونو پر بنست کلئوپاترا ځانته د مار (مصري کبرا مار) په خوشي کولو ځان وژنه وکړه، خو د رومي دورې لیکوالان سټرابون، پلوتارک او کاسیوس ډیو بیا څرګندوي چې هغې د زهرو په کارولو یا د سنجاق په څېر وسیلې څخه په ګټنې د زهرو په تزریق کولو ځان وژنه کړې. معاصرو څېړونکو د دغو لرغونو راپورنو اړوند بحثونه کړي چې آیا هغه د مارچیچلو له امله مړه شوې او یا هم وژل شوې ده. یو شمېر پوهان بیا پخلی کوي چې د هغې رومي سیاسي سیال، اکتاویان هغه اړ کړه څو هر ډول یې چې خوښه وي ځان وژنه وکړي. د کلئوپاترا د خښېدو ځای معلوم نه دی. خو ثبت شوې ده چې اکتاویان اجازه ورکړه څو دا او د هغې مېړه مارک آنتوني چې رومي جنرال او سیاستوال و او په خپل خنجر یې ځان وواژه، د یو بل په خوا کې په سمه توګه دفن کړای شي.

د کلئوپاترا مړینې په اغېزمنه بڼه دروم د درې کسیزه جمهوریت جګړې ته پای ټکی کېښود چې د هغو د پاتې غړو اکتاویان او آنتوني ترمنځ یې دوام درلود، په دغه جګړه کې کلئوپاترا د خپلو دریو ماشومانو د پلار، آنتوني اړخ ونیو. انتوني او کلئوپاترا له میلاد وړاندې ۳۱م کال پر مهال په رومي یونان کې د اکتاویم جګړې په ترڅ کې له ماتې خوړلو وروسته مصر ته وتښتېدل چې له دغو وروسته اکتاویان په مصر برید وکړ او د هغوی لښکرو ته یې ماته ورکړه. د نوموړې ځان وژنې مرسته وکړه چې هغه د اکتاویان د پوځي بریا په پرېټ کې د یوې بندي په توګه وه نه ګرځول شي، اکتاویان له میلاد وړاندې ۲۷ کال کې لومړنی رومي سترواک شو او له دې وروسته د اګستوس په نوم پېژندل کېده. اکتاویان د کلئوپاترا زوی سزاریون (د پنځلسم بطلیموس په نوم پېژندل کېده) چې د ده د سیال ژولیوس سزار وارث و په مصر کې وواژه خو د هغې نور زامن یې روم ته راوړل. د کلئوپاترا مړینه د هلنېستي دورې او پر مصر باندې د بطلیموسي حکومت پای و چې په دې سره د رومي مصر دوره پیل شوه او مصر د روم د سترواکۍ ایالت وګرځېد.

د کلئوپاترا مړینه د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو هنري اثارو کې انځور شوې ده. په دغو کې تجسمي، ادبي او نمایشي هنرونه شامل دي چې له مجسمو او نقاشیو رانیولې تر اشعارو، ډرامو او معاصرو فلمونو پورې هنري چارې رانغاړي. کلئوپاترا په لرغونو لاتیني نثري او شعري ادبیاتو کې پام وړ ځایګی درلود. په داسې حال کې چې د لرغوني روم په پاتې شوو اثارو کې د نوموړې اړوند تجسمي هنرونه ډېر لږ دي، خو د منځنۍ پېړۍ، رنسانس ، باروک او معاصرې دورې په اثارو کې یې شمېر په پام وړ کچه زیات دی. د اسکیلین زهرې (Esquiline Venus) او ویدې آریادنه (Sleeping Ariadne) په نومونو د لرغونو مجسمو په څېر لرغونې یوناني – رومي مجسمې وروسته د هغو هنري اثارو الهام بخښونکې شوې چې د کلئوپاترا مړینه یې انځور کړې او تر ډېره پورې د مار چیچنې له امله د هغې مړینه انځور کوي. د کلئوپاترا مړینې په ځانګړې ډول په ویکټوریايي دوره کې د ایروټېکېزم او جنسي تمایلاتو مضامینو ته لار برابره کړې چې په هغو کې نقاشۍ، ډرامې او فلمونه شامل دي. په هغو معاصرو اثارو کې چې د کلئوپاترا مړینه انځور کوي نئوکلاسیک مجسمه جوړونه، ختیځ پېژندونکې نقاشۍ او سینما شاملېږي.

له مړینې وړاندې موارد[سمول]

له لومړني درې ګوني حکومت او همدارنګه له میلاد وړاندې ۴۴ کال کې د ژولیوس سزار له وژنې وروسته رومي چارواکي هر یو، اکتاویان، مارک آنتوني او امیلیوس لپیدوس د دویم درې ګوني حکومت د غړو په توګه وټاکل شول څو د ژولیوس سزار قاتلین عدالت ته وسپاري. د حکومت له جوړېدو وروسته اکتاویان لپیدوس افریقا ته په لېږلو څنډې ته کړ او بالاخره یې هغه په کورني بند کې بندي کړ؛ دوه پاتې واکمنانو د رومي نړۍ کنټرول په خپل منځ کې د ختیځ یونان او لاتیني لویدیځ په بڼه ووېشه چې په دغو کې لومړنی یې آنتوني او دویم یې اکتاویان ته ورسېد. د بطلیموسي مصر فرعونه واکمنه اوومه کلئوپاترا چې مقدونیايي یوناني ریښه یې لرله او له سکندریې څخه یې واک چلاوه له ژولیوس سزار سره یې اړیکه لرله چې د دغې اړیکې له امله د هغوی زوی سزاریون وزیږېد چې بالاخره بطلیموسي واکمن شو. د سزار له مړینې وروسته کلئوپاترا له آنتوني سره اړیکه جوړه کړه.

د کلئوپاترا په هڅونې، انتوني په رسمي ډول د اکتاویان له خور، اکتاویا مېنور څخه له میلاد وړاندې ۳۲ کال کې طلاق واخیست. احتمال دا دی چې آنتوني له کلئوپاترا سره له میلاد وړاندې ۳۴ کال کې واده کړی و او هغې هم ورته سکندریه ښار په ډالۍ کې ورکړ. آنتوني له اوکتاویا څخه طلاق واخیست، له دې سره هغه مهال چې اکتاویان د آنتونی هغه لیک افشا کړ چې د سکندریې د مالي مرستو پر مټ یې په رومي قلمرو کې د کلئوپاترا د جاه طلبیو څرګندویي کوله او همدارنګه د آنتونی دغه چاره چې د یوه انتخابي منصب نه لرونکې رومي وګړې څخه یې غیر قانوني ملاتړ کاوه، د روم سنا جرګه چې دغه مهال د اوکتاویان په کنټرول کې وه دې ته اړ شوه څو د کلئوپاترا پر وړاندې د جګړې اعلان وکړي.

له میلاد وړاندې ۳۱ کال کې د یونان په امبراکیان خلیج کې د اکتیوم جګړې پر مهال له ماتې خوړولو وروسته کلئوپاترا او آنتوني مصر ته شاتګ وکړ څو بېرته پر پښو ودرېږي او د اکتاویان د لوی پوځ بل برید ته چمتو شي ځکه چې د انتوني ګڼ شمېر افسران او سرتېري ورته په یونان کې تسلیم شوي وو. د یو لړ ناکامو خبرو اترو وروسته د اکتاویان ځواکونو له میلاد وړاندې ۳۰ کال کې په مصر برید وکړ. په داسې حال کې چې د اکتاویان ځواکونو د بطلیموسي مصر ختیځو پولو ته څېرمه پلوزیوم ښار ونیو؛ د هغه افسر کورنلیوس ګالوس له سیرنه څخه لښکرې راوویستې او په لویدیځ لوري کې یې د مرسي مطروح په نامه ښار ونیو. په داسې حال کې چې انتوني له میلاد وړاندې ۳۰ کال د اګست په لومړۍ نېټه د الکسندریې هیپوردم ته په نږدې کېدو د اکتاویان په ستړو شوو سرتېرو باندې کوچنۍ بریا خپله کړه خو د اوکتاویان سمندري بېړۍ او سواره پوځونه ډېر ژر راورسېدل او له امله یې د انتوني سرتېري وتښتېدل.

له مړینې وروسته[سمول]

کلئوپاترا د خپل ژوندانه په وروستیو ورځو کې سزاریون د مصر پورتنۍ برخې ته ولېږه او شاید له دې امله یې لېږلی و، څو له دې ځایه نوبه سیمې، ایتوپیا او یا هم هند ته وتښتي او په تبعید کې ژوند وکړي. سزاریون یوازې د ۱۸ ورځو لپاره د پنځلسم بطلیموس په توګه واکمني وکړه، هغه د اکتاویان په امر له میلاد وړاندې ۳۰ کال د اګست په ۲۹مه ونیول شو او اعدام کړای شو. دغه چاره په سکندریې کې د یوناني فیلسوف اریوس دیدیموس په مشوره ترسره شوه چې خبرداری یې ورکړ، د ژولیوس سزار دوه سیال وارثین نه شي کولای نړۍ په خپلو کې ووېشي.

د کلئوپاترا او سزاریون مړینې په مصر باندې د بطلیموسي لړۍ واکمنۍ ته پای ټکی کېښود او هلینستي دوره یې پای ته ورسوله چې د لوی الکساندر له مهاله (واکمني: له میلاد وړاندې ۳۳۶ کال – ۳۲۳ کال) یې دوام درلود. مصر د روم د نوې رامنځته شوې سترواکۍ ایالت وګرځېد او اکتاویان هم له میلاد وړاندې ۲۷ کال کې ځانته د روم د لومړي سترواک په توګه د اګستوس نوم وټاکه چې د روم د جمهوریت په دغې نوې بڼې باندې یې واکمني کوله.

د مړینې نېټه[سمول]

داسې هېڅ کومه سرچینه نشته چې د کلیوپاترا د مړینې دقیقه نېټه په کې ذکر شوې وي. تیودور کرېسي سکیټ د ثابتو پېښو نومهالو لیکنو او د تاریخي سرچینو متقابلې کتنې پر بنسټ د هغې د مړینې نېټه د ۳۰ق‌م کال د اګوسټ د میاشتې ۱۲مه نېټه ښودلې ده. ستانلي م. بورستاین، جېمز ګروت، آیدن دادسن او دیان هېلتون د هغه د فرضیې ملاتړ کوي، خو وروستي دوه بیا په احتیاطي توګه وایي چې غوره ده د مړینې نېټه یې شاوخوا د اګوسټ ۱۲مه ولیکل شي. د ۳۰ق‌م کال د اګوسټ ۱۰مه نېټه د نورو پوهانو، لکه دوان و. رولر، جوان فلېچر او جېني اندرسن له‌خوا سمه ګڼل کېږي.

د مړینې لامل[سمول]

اولمپوس د کلیوپاترا شخصي طبیب، د پلوتارک په حواله، نه د مړینې لامل او نه د کوچني کبرا یا مصري کپچه‌مار چیچنه ذکر کړې ده. سترابو، چې لومړنی پېژندل شوی تاریخي سند وړاندې کوي، باور درلود چې کلیوپاترا ځان په کبرا مار چیچلی یا د زهري ملهم په وهلو یې ځان وژلی دی. پلوتارک بیا وایي چې کوچنی کبرا مار هغې ته د اېنځرو په یوې ټوکرۍ کې راوړل شوی ؤ، خو بیا هم د مړینې په هکله یې نورې بدیلې کیسې هم ذکر کوي، د بېلګې په توګه د یوې خیالي وسیلې کارونه، چې ګواکې کلیوپاترا د یوې ستنې په واسطه خپل پوستکی توږلی دی او له‌دې لارې یې ځان مسموم کړ. د کاسیوس دیو په وینا، د کوچنیو سوریو ټپونه د کلیوپاترا پر مټو موندل شوي وو، خو د پلوتارک په څېر یې ادعا وکړه چې هېڅوک د هغې د مړینې پر واقعي لامل نه‌پوهېږي. دیو د کوچني کبرا مار ادعا ذکر کوي او ان د یوې کوچنۍ ستنې بحث یې هم مطرح کړی دی او په‌دې سره داسې برېښي چې د پلوتارک خیالي کیسه یې تایید کړې ده. د فلوروس او ولیوس پاترکولوس په څېر نومهاله مورخان د مار چیچنې نظریې ملاتړ کوي. رومي طبیب جالینوس د مار چیچلو کیسه ذکر کوي، خو لږ څه په توپیر سره وایي چې کلیوپاترا پر خپلې مټې باندې خوله ولګوله او ځان ته یې هغه زهر تېر کړل چې په یوه لوښي کې ورته راوړل شوي وو. سویتونیوس د کوچني کبرا مار کیسه نقل کړې، خو د موثق‌والي په هکله یې شک څرګند کړ.

په نومهالو لومړیو څېړنو کې د کلیوپاترا د مړینې لامل په هکله ډېر لږ بحث شوی دی. ټوماس برَون، د دایرةالمعارف لیکوال د خپل ۱۶۴۶ز کال په اثر «سیودودکسیا اپیدمیکا» (متداولې تېروتنې) کې بیانوي چې د کلیوپاترا د مړینې څرنګوالی معلوم نه‌دی او په هغو هنري انځورونو کې، چې ښیي هغه د یوه کوچني مار په واسطه ځان چیچي، د «ځمکني کبرا مار» لویه اندازه په سمه توګه نه‌څرګندوي. په ۱۷۱۷ز کال کې اناټومېست جووانی باتیستا مورګاني له پاپي طبیب جوواني ماریا لانسیسي سره د ملکې د مړینې لامل په هکله لنډه تفنني ادبي مکاتبه ترسره کړه، څرنګه چې د مورګاني د ۱۷۶۱ز کال په اثر «De Sedibus» کې ذکر شوې ده او د ادبي مکتوبونو د یوې لړۍ په توګه د هغه د ۱۷۶۴ز کال په اثر «Opera omnia» کې خپره شوه. مورګاني استدلال وکړ چې کلیوپاترا په اغلب احتمال سره د  مار چیچلو له‌امله مړه شوې ده او د لانسیسي فرضیه یې، چې د زهرو لګول لا موجه او معقول دلیل برېښي، رد کړه او ویې ویل چې هېڅ یوناني-رومي لیکوال په خپلو لیکنو کې د زهر څښاک په هکله یادونه نه‌ده کړې. لانسیسي د هغه خبر د داسې استدلال له‌لارې رد کړه چې ګڼې د رومي شاعرانو څرګندونې باوري او رښتینې نه‌دي، ځکه هغوی د پېښو په بیانولو کې ډېره مبالغه او اغراق کوي. د هغه په ادبي خاطراتو کې، چې په ۱۷۷۷ز کال کې خپاره شول، ډاکتر جان ګولین د مورګاني استدلال ملاتړ کوي او بیانوي چې د مار چیچل د مړینې لا احتمالي او طبیعي لامل برېښي.

سرچينې[سمول]