Jump to content

د کرېټیسوس – پالئوجېن ورکېدو پېښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کرېټیسوس – پالئوجین (K-Pg) ورکېدو پېښه (چې همدارنګه د کرېټیسوس – دریمې ورکېدنې (K-T) په توګه هم پېژندل کېږي) کابو ۶۶ میلیون کاله پخوا، د نړۍ د درې پر څلورو ځناورو او بوټو ډولونو ټولیزه ناڅاپي ورکېدنه وه. د ځینو ګرم مجازه ډولونو په استثنا لکه سمندري کېشپونه او کروکوډېلان، له ۲۵ کیلوګرامو (۵۵ پونډو) زیات وزن لرونکی هیڅ ځناور ژوندی پاتې نشو. دا د کرېټیسوس د دورې او ورسره یوځای د مېزوزوئیک دورې پای څرګندوي او په عین حال کې د سېنوزوئیک دورې پیل چې تر نن ورځې پورې دوام لري، څرګندوي.[۱][۲][۳][۴]

د ځمک‌پېژندنې په ریکارډ کې، د K-Pg پېښه د رسوب نازکې طبقې سره د K-Pg سرحد له خوا په نښه کېږي چې په ټوله نړۍ کې په سمندري او ځمکني ډبرو کې پیدا کېږي. سرحدي خاوره د ایریډیوم وسپنې لوړه کچه ښکاروي چې په آسټرویډونو کې د ځمکې له پوستکي څخه ډېر لیدل کېږي.[۵]

لکه څرنګه چې د ۱۹۸۰م کال په لومړیو کې د لوئیس آلوارز او د هغه زوی والټر په مشرۍ د ساینس پوهانو ډلې له خوا سپارښتنه وشوه، اوس په ټولیز ډول اټکل کېږي چې د K-Pg ورکېدل، کابو ۶۶ میلیون کاله پخوا، په ۱۰ تر ۱۵ کیلومټرۍ (۶ تر ۹ مایله) کې د یو لوی لکۍ داره ستوري یا اسټروییډ د برخورد له امله رامنځته شوې، چې نړیوال چاپېریال یې ویجاړ کړ، په عمده ډول د اغیزناک اوږد ژمي له لوري چې په بوټو او پلانکټونونو کې یې فوټوسنټېز ودراوه. د برخورد فرضیه چې د آلوارز فرضیې په توګه هم پېژندل کېږي، د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د مکسیکو خلیج په یوکاټان ټاپو کې د ۱۸۰ کیلومټري (۱۱۲ مایلي) Chicxulub کندې کشف سره پیاوړې شوه، چې قاطع شواهد یې وړاندې کړل چې د K-Pg سرحدي خاوره د اسټروییډ برخورد څخه پاتې شوني په ډاګه کوي. دا حقیقت چې ورکېدنې ټولې په ورته وخت کې ترسره شوې دي، کلک شواهد ښکاروي چې هغوی د یو آسټروییډ له خوا رامنځته شوي دي. په ۲۰۱۶م کال کې د Chicxulub لوړې حلقې د کیندنې یوې پروژې تایید کړه چې د قلې حلقه کې ګرانیټ شامل دي چې د څو دقیقو په ترڅ کې د ځمکې له تل څخه باندې راغورځېږي، خو د ګچ شتون په کې ډېر کم دی، په سیمه کې معمولي سلفېټ – لرونکې سمندر تل ډبرې څېړنه کې ښکاره شول چې: ګچ کېدای شي بخار شي او د آئروسل په توګه اټموسفیر (فضا) ته د ننه کېږي چې دا کار په اقلیم او خوراکي زنځیر باندې اوږدمهاله اغیزه پرېږدي. د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر کې، څېړونکو رپوټ خپور کړ چې دې پېښې په چټکۍ سره سمندرونه اسیدي کړل او د ایکولوژیکي ویجاړنې لامل شوه او په دې ترتیب سره یې په اقلیم باندې اوږدمهاله اغیزه پرېښوده او په دې اساس د کرېټیسوس په پای کې د ټولیزې ورکېدنې اصلي لامل وو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ورکېدنه کې نور اغیزناک یا مرسته کوونکي لاملونه کېدای شي د ډکان لومې او نور آتشفشاني چاودونه، د اقلیم بدلون او د سیندیزې کچې بدلون وي. په همدې حال کې، د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې، ساینس پوهانو رپوټ ورکړ چې د ورکېدو پېښه اقلیمي بدلون پورې تړل، د آسټروییډ برخورد په ګټه ده نه د آتشفشان.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په پراخه کچه ډولونه د K-Pg ورکېدو پېښه کې له منځه لاړل چې ترټولو ډېر پېژندل شوي په کې نه الوتونکي ډایناسوران دي. همدارنګه ډېری نور ځمکني ژوندي موجودات له هغې جملې څخه تی لرونکي، مرغان، مارمولکان، حشرات، بوټي او ټول پټروسوران یې له منځه یوړل. د K-Pg ورکېدو پېښې په سمندرونو کې پلزیوساران او موزاسوران له منځه یوړل او هډوکي لرونکي کبان، شارک، مولوسکان (په ځانګړې توګه آمونیټان، چې له منځه لاړل) او د پلانکټون ډېری بڼې یې له منځه یوړې. اټکل کېږي چې د نړۍ په سر ټولو ډولونو څخه ۷۵ سلنه یا له هغه څخه ډېر ورک شوي دي. په همدې حال کې دې ورکېدنې تکاملي فرصتونه هم رامنځته کړل: له هغه وروسته، ډېری ډلې د پام وړ تطابقي وړانګو اغیز لاندې راغلې – په ایکولوژیکي خالي شویو او ویجاړو شویو طاقونو کې نویو بڼو او ډولونو ته ناڅاپي او ګټور انحراف. تی لرونکي په ځانګړې توګه په پالئوجېن کې تنوع وکړه او نوې بڼې لکه اس، نهنګ، شوپړک او پرایمیټانو ته یې تکامل ورکړ. له ډایناسورانو څخه پاتې ډلې مرغان، ځمکني او سمندري الوتونکي وو چې د مډرنه مرغانو په ټولو ډولونو کې یې وړانګې لیدل کېږي. هډوکي لرونکي کبانو او په لوړ ګومان مارمولکانو کې یې هم وړانګې لیدل کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ورکېدو نمونې

[سمول]

د K-Pg ورکېدو پېښه شدیده، نړیواله، چټګه او ټاکنیزه وه او ډېری ډولونه یې له منځه یوړل. د سمندري فوسیلونو په اساس، اټکل کېږي چې د ټولو ډولونو ۷۵ سلنه یا له هغه څخه زیات له منځه تللي دي.[۳۰]

داسې ښکاري چې دې پېښې ټول براعظمونه په ورته وخت کې تر اغیزې لاندې نیولي دي. د بېلګې په توګه، نه الوتونکي ډایناسوران د شمالي امریکا له ماسټریشتیان، اروپا، آسیا، افریقا، سویلي امریکا او انټرکټیکا څخه پېژندل شوي دي، خو د سېنوزوئیک دورې څخه را په دې خوا ټوله نړۍ کې ناپېژانده دي. په ورته ډول، فوسیلي خاوره د بوټو ټولنو له منځه تلل په لرې پرتو سیمو لکه نوې مکسیکو، آلاسکا، چین او نوي زیلانډ کې ښکاروي.[۳۱][۳۲]

د دې پېښې شدت سربېره، په بېلابېلو کلادونو کې د ننه د له منځه تللو د پام وړ تنوع شتون درلود. هغه ډولونه چې فوټوسنټیز پورې تړلي وو کم شول یا ورک شول ځکه چې د اټموسفیر ذرات د لمر نور بندوي او لمریزه انرژي چې ځمکې ته رسېږي هغه کموي. د بوټو دا ورکېدنه د غالبو بوټو ډولونو د بدلون لامل شو. ټول خوړونکي، حشره خوړونکي او لاش خوړونکي د ورکېدو له دې پېښې څخه ژوندي ووتل، کېدای شي لامل به یې خوراکي سرچېنو ته د هغوی د لاسرسي زیاتوالی وي. داسې ښکاري چې هیڅ داسې تی لرونکی به ژوندی نه وي پاتې چې یوازې بوټی خوړونکی یا یوازې غوښه خوړونکی وي. بلکې پاتې تی لرونکو او مرغانو د حشراتو، چېنجیو او حلزونونو له پاتې شونو څخه تغذیه کوله چې په خپل وار سره یې نور کوچني موجودات (د بوټو او څارویو مړه مواد) تغذیه کول.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په سیندیزو ټولنو کې، د ځناورو کمې ډلې له منځه لاړې، ځکه چې داسې ټولنې په مستقیم ډول د ژوندي بوټو خوړو باندې کمه تکیه لري او د وچې څخه مینځل شویو کوچنیو موجوداتو باندې ډېره تکیه کوي چې هغوی له ورکېدو څخه ساتي. په سمندرونو کې دې ته ورته خو ډېرې پېچلې بېلګې موندل شوې دي. دا ورکېدنه په هغو حیواناتو کې چې د اوبو په ستون کې یې ژوند کاوه لا شدیده وه د هغو په پرتله چې په سمندر یا سمندر په تل کې یې ژوند کاوه. د اوبو ستون حیوانات په ټولیزه توګه د ژوندیو فیتوپلانکټونونو لومړني تولید پورې تړلي دي، په داسې حال کې چې د سمندر د تل حیوانات تل یا هم ډېرې وخت له کوچنیو موجوداتو څخه تغذیه کوي. کوکولیتوفوریډان او مولوسکان (له هغې جملې څخه آمونیټان، روډیسټان، د خوږو اوبو حلزونان او صدفان) او هغه موجودات چې د هغو خوراکي زنځیر کې دا صدف جوړوونکي شامل وو، له منځه لاړل یا هم له درانه زیان سره مخامخ شول. د بېلګې په توګه، اټکل کېږي چې آمونیټان د موزاسورانو، د سمندري لویو خزندګانو یوه ډله چې د ورکېدو په سرحد کې دي، اصلي خواړه دي. له دې پېښې ژغورل شوي ترټولو لوی حیوانات چې له هوا څخه یې تنفس کاوه، تمساح ګانې او شامپسوسوران وو، چې نیمه اوبیز وو او کوچني موجوداتو ته یې لاسرسی درلود. نننۍ تمساح ګانې کولی شي د لاش خور په توګه ژوند وکړي او په میاشتو له خوړو پرته هم ژوندۍ پاتې شي، د هغوی ماشومان هم واړه دي، ډېر ورو وده کوي او د ژوند په څو لومړیو کلونو کې په عمده ډول له بې ستون فقراته او مړه موجوداتو څخه تغذیه کوي. دا ځانګړنې د کرېټیسوس دورې پای کې د کروکوډیلانو ژغورنې پورې تړاو لري.[۳۷][۳۸][۳۹]

د K-Pg ورکېدو پېښې وروسته، د ډېرو ایکولوژیکي خالي طاقونو سربېره، د بېرته راګرځېدو لپاره د ژوند تنوع د پام وړ وخت ته اړتیا درلودله.[۴۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "International Chronostratigraphic Chart". International Commission on Stratigraphy. 2015. Archived from the original on May 30, 2014. نه اخيستل شوی 29 April 2015.
  2. Renne, Paul R.; Deino, Alan L.; Hilgen, Frederik J.; Kuiper, Klaudia F.; Mark, Darren F.; Mitchell, William S.; Morgan, Leah E.; Mundil, Roland; Smit, Jan (7 February 2013). "Time scales of critical events around the Cretaceous-Paleogene boundary" (PDF). Science. 339 (6120): 684–687. Bibcode:2013Sci...339..684R. doi:10.1126/science.1230492. PMID 23393261. S2CID 6112274. Archived (PDF) from the original on 7 February 2017. نه اخيستل شوی 1 December 2017.
  3. Fortey, Richard (1999). Life: A natural history of the first four billion years of life on Earth. Vintage. pp. 238–260. ISBN 978-0-375-70261-7.
  4. Muench, David; Muench, Marc; Gilders, Michelle A. (2000). Primal Forces. Portland, Oregon: Graphic Arts Center Publishing. p. 20. ISBN 978-1-55868-522-2.
  5. Schulte, Peter (5 March 2010). "The Chicxulub Asteroid Impact and Mass Extinction at the Cretaceous-Paleogene Boundary" (PDF). Science. 327 (5970): 1214–1218. Bibcode:2010Sci...327.1214S. doi:10.1126/science.1177265. JSTOR 40544375. PMID 20203042. S2CID 2659741.
  6. Alvarez, Luis (10 March 1981). "The Asteroid and the Dinosaur (Nova S08E08, 1981)". IMDB. PBS-WGBH/Nova. نه اخيستل شوی 12 June 2020.
  7. Sleep, Norman H.; Lowe, Donald R. (9 April 2014). "Scientists reconstruct ancient impact that dwarfs dinosaur-extinction blast". American Geophysical Union. Archived from the original on 1 January 2017. نه اخيستل شوی 30 December 2016.
  8. Amos, Jonathan (15 May 2017). "Dinosaur asteroid hit 'worst possible place'". BBC News Online. Archived from the original on 18 March 2018. نه اخيستل شوی 16 March 2018.
  9. Alvarez, L W; Alvarez, W; Asaro, F; Michel, H V (1980). "Extraterrestrial cause for the Cretaceous–Tertiary extinction" (PDF). Science. 208 (4448): 1095–1108. Bibcode:1980Sci...208.1095A. doi:10.1126/science.208.4448.1095. PMID 17783054. S2CID 16017767. Archived from the original (PDF) on 2019-08-24.
  10. Vellekoop, J.; Sluijs, A.; Smit, J.; et al. (May 2014). "Rapid short-term cooling following the Chicxulub impact at the Cretaceous-Paleogene boundary". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 111 (21): 7537–41. Bibcode:2014PNAS..111.7537V. doi:10.1073/pnas.1319253111. PMC 4040585. PMID 24821785.
  11. Hildebrand, A. R.; Penfield, G. T.; et al. (1991). "Chicxulub crater: a possible Cretaceous/Tertiary boundary impact crater on the Yucatán peninsula, Mexico". Geology. 19 (9): 867–871. Bibcode:1991Geo....19..867H. doi:10.1130/0091-7613(1991)019<0867:ccapct>2.3.co;2.
  12. Schulte, P.; et al. (5 March 2010). "The Chicxulub Asteroid Impact and Mass Extinction at the Cretaceous-Paleogene Boundary" (PDF). Science. 327 (5970): 1214–1218. Bibcode:2010Sci...327.1214S. doi:10.1126/science.1177265. PMID 20203042. S2CID 2659741.
  13. Joel, Lucas (21 October 2019). "The dinosaur-killing asteroid acidified the ocean in a flash: the Chicxulub event was as damaging to life in the oceans as it was to creatures on land, a study shows". The New York Times. Archived from the original on 24 October 2019. نه اخيستل شوی 24 October 2019.
  14. Henehan, Michael J. (21 October 2019). "Rapid ocean acidification and protracted Earth system recovery followed the end-Cretaceous Chicxulub impact". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 116 (45): 22500–22504. Bibcode:2019PNAS..11622500H. doi:10.1073/pnas.1905989116. PMC 6842625. PMID 31636204.
  15. Keller, Gerta (2012). "The Cretaceous–Tertiary mass extinction, Chicxulub impact, and Deccan volcanism. Earth and life". In Talent, John (ed.). Earth and Life: Global Biodiversity, Extinction Intervals and Biogeographic Perturbations Through Time. Springer. pp. 759–793. ISBN 978-90-481-3427-4.
  16. Bosker, Bianca (September 2018). "The nastiest feud in science: A Princeton geologist has endured decades of ridicule for arguing that the fifth extinction was caused not by an asteroid but by a series of colossal volcanic eruptions. But she's reopened that debate". The Atlantic Monthly. Archived from the original on February 21, 2019. نه اخيستل شوی 2019-01-30.
  17. Joel, Lucas (16 January 2020). "Asteroid or Volcano? New Clues to the Dinosaurs' Demise". The New York Times. نه اخيستل شوی 17 January 2020.
  18. Hull, Pincelli M.; Bornemann, André; Penman, Donald E. (17 January 2020). "On impact and volcanism across the Cretaceous-Paleogene boundary". Science. 367 (6475): 266–272. Bibcode:2020Sci...367..266H. doi:10.1126/science.aay5055. hdl:20.500.11820/483a2e77-318f-476a-8fec-33a45fbdc90b. PMID 31949074. S2CID 210698721. نه اخيستل شوی 17 January 2020.
  19. Chiarenza, Alfio Alessandro; Farnsworth, Alexander; Mannion, Philip D.; Lunt, Daniel J.; Valdes, Paul J.; Morgan, Joanna V.; Allison, Peter A. (2020-07-21). "Asteroid impact, not volcanism, caused the end-Cretaceous dinosaur extinction". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګليسي). 117 (29): 17084–17093. Bibcode:2020PNAS..11717084C. doi:10.1073/pnas.2006087117. ISSN 0027-8424. PMC 7382232. PMID 32601204.
  20. Longrich, Nicholas R.; Tokaryk, Tim; Field, Daniel J. (2011). "Mass extinction of birds at the Cretaceous–Paleogene (K–Pg) boundary". Proceedings of the National Academy of Sciences. 108 (37): 15253–15257. Bibcode:2011PNAS..10815253L. doi:10.1073/pnas.1110395108. PMC 3174646. PMID 21914849.
  21. Longrich, N. R.; Bhullar, B.-A. S.; Gauthier, J. A. (December 2012). "Mass extinction of lizards and snakes at the Cretaceous-Paleogene boundary". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 109 (52): 21396–401. Bibcode:2012PNAS..10921396L. doi:10.1073/pnas.1211526110. PMC 3535637. PMID 23236177.
  22. Labandeira, C.C.; Johnson, K.R.; et al. (2002). "Preliminary assessment of insect herbivory across the Cretaceous-Tertiary boundary: Major extinction and minimum rebound". In Hartman, J.H.; Johnson, K.R.; Nichols, D.J. (eds.). The Hell Creek formation and the Cretaceous-Tertiary boundary in the northern Great Plains: An integrated continental record of the end of the Cretaceous. Geological Society of America. pp. 297–327. ISBN 978-0-8137-2361-7.
  23. Rehan, Sandra M.; Leys, Remko; Schwarz, Michael P. (2013). "First evidence for a massive extinction event affecting bees close to the K-T boundary". PLOS ONE. 8 (10): e76683. Bibcode:2013PLoSO...876683R. doi:10.1371/journal.pone.0076683. PMC 3806776. PMID 24194843.
  24. Nichols, D. J.; Johnson, K. R. (2008). Plants and the K–T Boundary. Cambridge, England: Cambridge University Press.
  25. Friedman M (2009). "Ecomorphological selectivity among marine teleost fishes during the end-Cretaceous extinction". Proceedings of the National Academy of Sciences. Washington, DC. 106 (13): 5218–5223. Bibcode:2009PNAS..106.5218F. doi:10.1073/pnas.0808468106. PMC 2664034. PMID 19276106.
  26. Jablonski, D.; Chaloner, W. G. (1994). "Extinctions in the fossil record (and discussion)". Philosophical Transactions of the Royal Society of London B. 344 (1307): 11–17. doi:10.1098/rstb.1994.0045.
  27. Alroy, John (1999). "The fossil record of North American Mammals: evidence for a Palaeocene evolutionary radiation". Systematic Biology. 48 (1): 107–118. doi:10.1080/106351599260472. PMID 12078635.
  28. Feduccia, Alan (1995). "Explosive evolution in Tertiary birds and mammals". Science. 267 (5198): 637–638. Bibcode:1995Sci...267..637F. doi:10.1126/science.267.5198.637. PMID 17745839. S2CID 42829066.
  29. Friedman, M. (2010). "Explosive morphological diversification of spiny-finned teleost fishes in the aftermath of the end-Cretaceous extinction". Proceedings of the Royal Society B. 277 (1688): 1675–1683. doi:10.1098/rspb.2009.2177. PMC 2871855. PMID 20133356.
  30. Jablonski, D.; Chaloner, W. G. (1994). "Extinctions in the fossil record (and discussion)". Philosophical Transactions of the Royal Society of London B. 344 (1307): 11–17. doi:10.1098/rstb.1994.0045.
  31. Weishampel, D. B.; Barrett, P. M. (2004). "Dinosaur distribution". In Weishampel, David B.; Dodson, Peter; Osmólska, Halszka (eds.). The Dinosauria (2nd ed.). Berkeley, CA: University of California Press. pp. 517–606. ISBN 9780520242098. OCLC 441742117.
  32. Nichols, D. J.; Johnson, K. R. (2008). Plants and the K–T Boundary. Cambridge, England: Cambridge University Press.
  33. MacLeod, N.; Rawson, P.F.; Forey, P.L.; Banner, F.T.; Boudagher-Fadel, M.K.; Bown, P.R.; Burnett, J.A.; Chambers, P.; Culver, S.; Evans, S.E.; Jeffery, C.; Kaminski, M.A.; Lord, A.R.; Milner, A.C.; Milner, A.R.; Morris, N.; Owen, E.; Rosen, B.R.; Smith, A.B.; Taylor, P.D.; Urquhart, E.; Young, J.R. (1997). "The Cretaceous–Tertiary biotic transition". Journal of the Geological Society. 154 (2): 265–292. Bibcode:1997JGSoc.154..265M. doi:10.1144/gsjgs.154.2.0265. S2CID 129654916.
  34. Sheehan Peter M, Hansen Thor A (1986). "Detritus feeding as a buffer to extinction at the end of the Cretaceous" (PDF). Geology. 14 (10): 868–870. Bibcode:1986Geo....14..868S. doi:10.1130/0091-7613(1986)14<868:DFAABT>2.0.CO;2. S2CID 54860261. Archived from the original (PDF) on 2019-02-27. نه اخيستل شوی 2022-07-19. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  35. Aberhan, M.; Weidemeyer, S.; Kieesling, W.; Scasso, R.A.; Medina, F.A. (2007). "Faunal evidence for reduced productivity and uncoordinated recovery in Southern Hemisphere Cretaceous-Paleogene boundary sections". Geology. 35 (3): 227–230. Bibcode:2007Geo....35..227A. doi:10.1130/G23197A.1.
  36. Wilf, P.; Johnson, K.R. (2004). "Land plant extinction at the end of the Cretaceous: A quantitative analysis of the North Dakota megafloral record". Paleobiology. 30 (3): 347–368. doi:10.1666/0094-8373(2004)030<0347:LPEATE>2.0.CO;2.
  37. Sheehan Peter M, Hansen Thor A (1986). "Detritus feeding as a buffer to extinction at the end of the Cretaceous" (PDF). Geology. 14 (10): 868–870. Bibcode:1986Geo....14..868S. doi:10.1130/0091-7613(1986)14<868:DFAABT>2.0.CO;2. S2CID 54860261. Archived from the original (PDF) on 2019-02-27. نه اخيستل شوی 2022-07-19. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  38. Kauffman, E. (2004). "Mosasaur predation on upper Cretaceous nautiloids and ammonites from the United States Pacific Coast". PALAIOS. 19 (1): 96–100. Bibcode:2004Palai..19...96K. doi:10.1669/0883-1351(2004)019<0096:MPOUCN>2.0.CO;2.
  39. Sheehan, Peter M.; Fastovsky, D.E. (1992). "Major extinctions of land-dwelling vertebrates at the Cretaceous-Tertiary boundary, eastern Montana". Geology. 20 (6): 556–560. Bibcode:1992Geo....20..556S. doi:10.1130/0091-7613(1992)020<0556:MEOLDV>2.3.CO;2.
  40. MacLeod, N.; Rawson, P.F.; Forey, P.L.; Banner, F.T.; Boudagher-Fadel, M.K.; Bown, P.R.; Burnett, J.A.; Chambers, P.; Culver, S.; Evans, S.E.; Jeffery, C.; Kaminski, M.A.; Lord, A.R.; Milner, A.C.; Milner, A.R.; Morris, N.; Owen, E.; Rosen, B.R.; Smith, A.B.; Taylor, P.D.; Urquhart, E.; Young, J.R. (1997). "The Cretaceous–Tertiary biotic transition". Journal of the Geological Society. 154 (2): 265–292. Bibcode:1997JGSoc.154..265M. doi:10.1144/gsjgs.154.2.0265. S2CID 129654916.