د کریمیې تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کریمیې ټاپووزمې ثبت شوی تاریخ چې له تاریخي پلوه د توریس (په یوناني: Χερσόνησος Ταυρική)، توریکا او د توریک چیرسونیز په نوم پیژندل کیږي، له میلاد څخه مخکې په پنځمه پیړۍ کې هغه وخت پیل شو چې د یونان بېلابېلې مستعمرې د دغې ټاپووزمې په اوږدو کې تاسیس شوې. د دغې ټاپووزمې د سویلي سمندرغاړې کلتور نږدې د ۲۰۰۰ کلونو لپاره یوناني پاتې شو او د رومي سترواکي (له میلاد څخه مخکې ۴۷ کال – له میلاد څخه وروسته ۳۳۰ کال) او د دغې ټاپووزمې د ځای ناستې ایالتونو، د بیزانس سترواکي (له میلاد څخه وروسته له ۳۳۰-۱۲۰۴ کال پورې)، د ترابیزون سترواکي (له میلاد څخه مخکې له ۱۲۰۴ کال څخه – ۱۴۶۱ کال پورې)، او د ټیوډورو خپلواک سلطنت چې له میلاد څخه وروسته په ۱۴۷۵ کال کې پای ته ورسېد، یو برخه وه. په دیارلسمه پیړۍ کې یې ځینې بندري ښارونه د وینیتیانو او جینوویزیانو له خوا اداره کېدل. کریمیه د ننه چندان باثباته نه وه او د فتوحاتو او یرغلونو اوږده لړۍ یې وزغمله، د منځنیو پېړیو په لومړیو دورو کې سایتیانان، سایتوسیمیریان توریان، یونانیان، رومیان، ګوټیان، هنسیان، بلغاریایان، کیپجکیان او خزریان هلته مېشت شول. په منځنیو پېړیو کې د دغې ټاپووزمې یوه برخه  کیوان رس تر لاسه کړه، خو بیا د مغولو د یرغل په پایله کې د ګولډین هورډی (د مغولو هغه ملیشې چې په دیارلسمه پېړۍ کې یې پر ختيځه اروپا برید وکړ) یوه برخه شوه. دوی بیا وروسته پرلپسې د کریمین کانېټ او عثماني سترواکي له خوا وځپل شول چې د پنځلسمې او اتلسمې پیړۍ په بهیر کې یې ساحلي سیمې هم فتحه کړې.

په ۱۷۷۴ ز کال کې عثماني سترواکي د لوی کتیراین له خوا ماته وخوړه. کریمیه د عثماني سترواکي له خوا د مشروطو تړونونو په ترڅ کې له روسیې سره معامله او په ۱۷۸۳ ز کال کې د روسیې ضمیمه شوه. له دوه پېړیو نښتو څخه وروسته، د روسیې جنګي بېړیو د عثماني سترواکي سمندري ځواک منهدم کړ او روسي ځواکونو د عثماني سترواکي ځمکنی پوځ هم له کلکې ماتې سره مخ کړ. د کوکوک کینارکا تړون له رامنځته کېدو سره سم د عثماني سترواکي عالي مقام دې ته اړ شو چې د کریمیې تاتاریان له سیاسي پلوه خپلواک وپېژني. په ۱۷۸۳ ز کال کې د لوی کتیراین له خوا د ماتې سره مخ عثماني سترواکي څخه د کریمیې جلا کېدل او د روسيې له سترواکي سره يې یو ځای کېدل، د تور سمندر په سیمه کې د روسیې ځواک زیات کړ. کریمیه یواځینۍ مسلمان مېشته خاوره وه چې د سلطان له واکه ووتله. د عثماني سترواکي پولې په ورو ورو محدودې شوې او روسیې وکولی شوی چې خپل سرحدونه د لویدیځ لورته تر ني‌ېستر/ Dniester (هغه سیند چې د اوکراین او مالدوا تر منځ سرحد کې پروت دی، ژباړن) پورې وغځوي.

د کریمیې جګړه یوه پوځي نښته وه چې د ۱۸۵۳ ز له اکتوبر څخه د ۱۸۵۶ ز تر فبرورۍ پورې یې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې روسیې د فرانسې، عثماني سترواکي، متحده پاچهي (اوسنۍ انګلستان) او پیدموت ساردینیا سره د اتحاد تړونونه له لاسه ورکړل. د شخړې د بېړنيو او مستقیمو لاملونو له امله په فلسطین کې د اقلیتو عیسویانو چې د عثماني سترواکي یوه برخه وو حقوق تر پښو لاندې شول. فرانسې د رومان کاتولیک حقوقو ته پراختیا ورکړه او په ورته وخت کې روسیې ختیځې ارتودوکس کلیساوې پراخه کړې. د جکړې اوږد مهاله اغېزې د دې لامل شوې چې عثماني امپراتوري راوپرځېږي، د روسیې او ترکیې د جګړو په پایله کې د روسيې سترواکي پراختیا ومونده او بریتانیې او فرانسې دا وړتیا پیدا کړه چې عثماني استرواکي په خپل ځای پاتې کړي، تر څو په اروپا کې د واک توازن وساتي. دا په پراخ ډول څرګنده شوې چې په یوه قضیه کې یوه مباحثه د کليدي لامل په توګه دخیله ده، چې هېڅکله يې د «موخې لوی مغشوش‌والی نه دی په ډاګه کړی» بلکې د یوې داسې جګړې لامل شوې چې د هغې د «نړیوالې بدنامې او بې کفایته قصابي لپاره ولاړه وه.»

په ۱۹۲۱ز کال کې د کریمیې خپلواک شوروي سوسیالیستي جمهوریت تاسیس شو. دغه جمهوریت بیا په ۱۹۴۵ ز کال کې منحل شو او کریمیه له ۱۹۴۵ز څخه تر ۱۹۵۴ ز کال پورې، د شوروي روسیې لومړنی سوسیالیستي جمهوریت (SSR) او بیا د اوکراین له SSR سره (۱۹۵۴-۱۹۹۱ ز کلونه) متحده شوه. له ۱۹۹۱ ز کال څخه دغه خاوره د کریمیې د خپلواک جمهوریت له خوا وپوښل شوه او د سیوستوپول ښار د خپلواک اوکراین په دننه کې ځای پر ځای شو. په داسې حال کې چې د کریمیې د ۲۰۱۴ ز کال د کړکېچ په بهیر کې دغه ټاپووزمه د روسیې له خوا ونیول شوه او د دې لپاره په کې ټول‌پوښتنه وشوه چې بیا له روسیې سره یو ځای شي او که خپلواکه پاتې شي. وروسته د ټول ‌پوښتنو پایلې له روسیې سره د یو ځای کېدو په ګټه اعلام شوې. کریمیه له روسیې فدراسیون سره د دوو فیدرالي بنسټونو: د کریمیې جمهوریت او د سیوستوپول فدرالي ښار په نومونو یو ځای شوه.

له تاریخ څخه مخکې[سمول]

د لرغونپوهنې شواهد په کریمیه کې د انسانانو موجودیت د منځني پیلیولیتیک له وخت څخه ښیي. د لومړنیو انسانانو پاتې شوني چې د کیک-کوبار غار کې موندل شوي ښيي چې  له میلاد مخکې ۸۰۰۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. د لومړنیو انسانانو وروستي فتوحات هم ښودل شوي چې په ستاروسیلی (له میلاد څخه مخکې، نږدې ۴۶۰۰۰ کال) او بوران کیا ۳ (له میلاد څخه مخکې، نږدې ۳۰.۰۰۰ کال) کې موندل شوي.  [۱][۲]

لرغونپوهانو د اناتومي له نظره د ابتدایي عصري انسانانو پاتې شونې په اروپا کې د کریمیې د غرونو (د سیمفیروپول ختیځ) په بوران کیا غارونو کې موندلي دي. یاد شوي فوسیلونه نږدې ۳۲۰۰۰  کاله عمر لري او له هغو اثارو سره چې د ګراویټین فرهنګ لرونکي دي، نږدې تړاو لري. د وروستي ګلیشیال مکسیموس په وخت کې د وروستیو اعظمي کنګل کېدو په بهیر کې کریمیه د تور سیند له شمالي سمندرغاړو سره په ټولیز ډول یو مهم پناه‌ځای و چې د کنګل کېدلو له دورې څخه وروسته شمالي-مرکزي اروپا له هغه ځایه بیا استوګنه شوه. د ختیځې اروپا دښتې (میدان) په دې وخت کې د یخبندان څخه مخکې د خټینو چاپیریالونه په واسطه پوښل شوې وې، له دې سره چې اقلیم د انترستادیال په دورو کې لږ څه تود هم وه او د وروستي ګلیشیال مکسیموس له پیلېدو وروسته یې په پوره تودوالي پیل وکړ. د کریمیې په سیمه کې د انسانانو د هستوګنې تراکم یو څه لوړ و او دغه تراکم له نن څخه نږدې  ۱۶۰۰۰ کاله مخکې زیات شوی.  [۳][۴][۵]

د تور سمندر د سیلاب د فرضیې پلویان ګومان کوي چې کریمیه له میلاد څخه مخکې په شپږمه پېړۍ کې د تور سمندر د اوبو د کچې لوړېدو تر وخته په ټاپو وزمې نه وه بدله شوې.  

په کریمیه کې د نیولاتیک پیل له کرنې سره نه، بلکې د کلالي(خټینو لوښو) د تولید له پیل، د اور اچوونکو ډبرو د وسیلو جوړولو تکنالوژیو کې د بدلونونو او د ځایي خنځیرانو له اهلي کېدو سره تړاو لري. د کریمیې په ټاپووزمه کې د غنمو د اهلي کېدو لومړني شواهد د مسو دورې د اردیچ-بورون له موندغالي سره تړاو لري چې تاریخ یې له میلاد څخه مخکې د څلورمې زریزې منځنیو ته ورګرځي. [۶]

د یمنا یا د قبر کېندلو کلتور د کورګان د فرضیې له مخې چې د پروتو-اندو-اروپایي کلتور له وروستي پړاو سره سمون خوري، له میلاد څخه مخکې په درېیمه زریزه کې کریمیې ته رسېدلی و.  

لرغونتوب[سمول]

د اوسپنې عصر په لومړیو کې کریمیه د دوو ډلو کوربه وه: تایریان په جنوبي کریمیه کې او ختیځ ایراني-خبرې کوونکي سکایان د کریمیې د غرونو په شمال کې. 

تایریان له سکایانو سره ګډ شوي چې له میلاد څخه مخکې د درېیمې پیړۍ په پای کې دا لړۍ پیل شوې وه او د پخوانیو یوناني لیکوالانو په اسنادو او اثارو کې د تایري سکایانو او سکایا تایریانو په نومونو یاد شوي دي. په جغرافیکا (د جغرافیوي علومو پوهن‌غونډ چې ۱۷ کتابونه په کې شامل دي او په یوناني ژبه لیکل شوی، ژباړن) کې سترابو تایري ته د سکایانو د قبیلې په توګه اشاره کوي. په دې توګه هیرډوټس وايي چې تايري قبیلې له جغرافیوي پلوه د سکایانو هستوګنځي وو، خو هغوی سکایان نه دي. تایریانو د اېفېګنا (Iphigenia ) او اورسېټ (Orestes) له یوناني افسانو څخه هم الهام اخیستی. [۷][۸][۹][۱۰]

هغه یونانیانو چې د لرغونې دورې په اوږدو کې په کریمیه کې مستعمرې جوړې کړې تایریان یې وحشي او جګړه مار خلک بللي دي. ان د یونانیانو او رومیانو د پیړیو اوسېدو او میشتېدو وروسته هم تایریان آرام نه وو او د تور سمندر له سمندري غلو سره په غلاوو کې ښکېل وو. له میلاد څخه مخکې په دویمه پېړۍ کې دوی د سکایان د پاچا سیلوروس تابع او متحدان شول. [۱۱][۱۲]

د کریمیې ټاپووزمه د کریمیې د غرونو شمال لور ته د سکایانو قبیلو اشغال کړې وه. چې مرکز یې د سکایان نیپولیس ښار و، چې د ننني سیمفیروپول (د کریمیې دویم لوی ښار) په څنډو کې موقعیت لري. دغه ښارګوټی د یوه وړوکي سلطنت واکمن و، چې د لاندیني دنیپر سیند او شمالي کریمیې تر منځ ځمکه يې پوښلې وه. له میلاد څخه مخکې په درېیمو او دویمو پېړیو کې د سکایانو نیوپولیس هغه ښار و چې اوسېدونکي یې ګډ سکایان-یونانیان وو. دغه ښارګوټي پیاوړي دفاعي دیوالونه او لويي عامه ودانۍ درلودې چې د یوناني معمارۍ له کارولو سره جوړې شوې وې. دغه ښارګوټی له میلاد څخه وروسته د درېیمې پېړۍ په منځنیو وختونو کې د ګوټیانو له خوا ویجاړ شو.  [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Trinkaus, Erik; Blaine Maley and Alexandra P. Buzhilova; Buzhilova, Alexandra P. (2008). "Brief Communication: Paleopathology of the Kiik-Koba 1 Neandertal". American Journal of Physical Anthropology. 137 (1): 106–112. doi:10.1002/ajpa.20833. PMID 18357583. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hardy, Bruce; Marvin Kay; Anthony E. Marks; Katherine Monigal (2001). "Stone tool function at the paleolithic sites of Starosele and Buran Kaya III, Crimea: Behavioral implications". PNAS. 98 (19): 10972–10977. Bibcode:2001PNAS...9810972H. doi:10.1073/pnas.191384498. PMC 58583. PMID 11535837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 17 June 2011 باندې). [{{{url}}} The Oldest Anatomically Modern Humans from Far Southeast Europe: Direct Dating, Culture and Behavior]. plosone
  4. (په 20 June 2011 باندې). Early human fossils unearthed in Ukraine. BBC
  5. Hoffecker, John F. (2002). Desolate Landscapes: Ice-Age Settlement in Eastern Europe. Rutgers University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0813529929. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Motuzaite-Matuzeviciute, Giedre; Sergey Telizhenko and Martin K. Jones; Jones, Martin K (2013). "The earliest evidence of domesticated wheat in the Crimea at Chalcolithic Ardych-Burun". Journal of Field Archaeology. 38 (2): 120–128. doi:10.1179/0093469013Z.00000000042. S2CID 128493730. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Taurians - Ancient period - Outlying areas - About Chersonesos". www.chersonesos.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Taurians". www.encyclopediaofukraine.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Strabo. Geographica. 7. 4. 2. "... generally speaking, the Tauri, a Scythian tribe...
  10. 4.99 "Beyond this place [Carcinitis on the Ister], the country fronting the same sea is hilly and projects into the Pontus; it is inhabited by the Tauric nation as far as what is called the Rough Peninsula; and this ends in the eastern sea. For the sea to the south and the sea to the east are two of the four boundary lines of Scythia, just as seas are boundaries of Attica; and the Tauri inhabit a part of Scythia like Attica, as though some other people, not Attic, were to inhabit the heights of Sunium from Thoricus to the town of Anaphlystus, if Sunium jutted farther out into the sea. I mean, so to speak, to compare small things with great. Such a land is the Tauric country. But those who have not sailed along that part of Attica may understand from this other analogy: it is as though in Calabria some other people, not Calabrian, were to live on the promontory within a line drawn from the harbor of Brundisium to Tarentum. I am speaking of these two countries, but there are many others of a similar kind that Tauris resembles." (trans. A. D. Godley)
  11. Minns, Ellis Hovell (1913). Scythians and Greeks: A Survey of Ancient History and Archaeology on the North Coast of the Euxine from the Danube to the Caucasus. Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Tauri". Encyclopædia Britannica. 
  13. Tsetskhladze, Gocha R, المحرر (2001). North Pontic Archaeology. Brill Academic Publishers. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-12041-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)