Jump to content

د کروندګرو ډله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کروندګرو ډله، چې په عین وخت کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د سویلي اشرافو په نامه هم پېژندل کېږي، د پان امریکایي ټولنې یو ټولنیز، اقتصادي او نژادي کاسټ و چې د ۱۷مې او ۱۸مې پېړیو د بزګرانو پر بازارونو باندې یې کنترول لاره. د اطلس اوقیانوس د غلامانو سوداګري، بزګرانو ته د دې اجازه ورکوله چې د تنباکو، پنبې،نیل، قهوې، چای، ککاو، ګني، سیزال، روغني دانو، زیتون دانو، کنفو او لاستیک ونو کرنې او د مېوومحصولاتو ته د لاسرسي په خاطر، په وړیا بیه په غلامانو کاروکړي. کروندګر، د امریکایي ټولنې د اشرافو یوه برخه شمېرل کېدل.

کروندګرو، د متحده ایالاتو په سویل کې ځانګړی فرهنګ خپل کړی وو. د هغو ورته ځانګړنې، د بریتانیا یي اشرافو ادابو، دود او دستور ته ورته وې. ډېری کروندګر په هغو پورې اړوند وو. په دغه کلتور کې پر زړورتیا، مېړانې او مېلمه پالنې ټینګار کېده. د امریکا متحده ایالاتو سویل کلتور، په ځانګړې توګه، د میسون- دیکسون کرښې او د لوېدیځې آپالاچی‌ سیمو له ځمکوالو اشرافو نه توپیر لاره. شمالي او لوېدیځې سیمې، د ځمکې په کوچنیو ټوټو سره پېژندل کېدې، چې د یومن کروندګرو له خوا، د غلامانو له کاري ځواک پرته پرې کار کېده.

د امریکا له کورنۍ جګړې وروسته(۱۸۶۱- ۱۸۶۵ز)له هغه ځایه چې افریقایي غلامان آزاد شوو، د دغې ټولنیزې ډلې ډېره شتمنې زیاته را کمه شوه. له خلاصون وروسته، ګڼې کروندې له آزادو افریقایانو سره د بزګرانو په نامه په هغو ځمکو کې کار کاوه، په کومو ځمکو کې یې چې مخکې د غلام په صفت کار کاوه اودا ځمکې په یوې مشترکې ځمکې باندې بدلې شوې. د سروزرو کار وخت په ترڅ کې، ډېری کروندې چې نورې د بزګرانو د کرهڼې د عملیاتو لپاره د دوام وړنه وې، د شمال د بډایو صنعتکارانو له لوري،  د شکار د شکارځای په نامه اخېستل شوې وې، وروسته یو شمېر کروندې، په موزیمونو باندې بدلې شوې او زیاتره یې د تاریخي ودانیو په هېوادني نوملړ کې ثبت شوې.

کروندګر، د اروپا او د شمالي او سویلي امریکا او ویست انډیز په ټولو ښکېلاکي سیمو کې په سختو کارونو بوخت وو. د ښکېلاک اوسېدونکې طبقې دغه غړي رابرت «کینگ» کارتر، له وستورنه ویلیام برد، د خپلواکۍ د اعلامیې ګڼ شمېر لاسلیک کوونکي، له هغې جملې پنځم بنجامین هریسون، توماس نلسون جونیور، جورج وایت، کارتر براکستون او ریچارد هنری لی، بنسټ اېښودونکي، جورج واشنگتن، توماس جفرسون، جیمز مدیسون او جیمز مونرو، جمهور رئیس د کنفدراسیون جفرسون دیویس، جنرال کنفدراسیون رابرت ای لی، مری چسنات، اوالکور ایم، سالی وارد او اوهارا سکارلت او د بر باد رفته فلم ( ۱۹۳۹ز) شامل وو.

تاریخچه

[سمول]

مخینه(شالید)

[سمول]

د سرو او سپینوزرو پلټنه، له هېواد نه بهریوه پراختیایي ثابته موضوع وه، مګر د نورو اروپایانو غوښتنې هم وې او نوې نړۍ هم کولی شول چې، هغوی عملي کړي او دې کار د لوېدیځ تر واکمنۍ لاندې د نړیوال اقتصاد په زیاتېدونکي مشارکت کې مرسته کوله. په داسې حال کې چې داسې برېښېده، چې هسپانیایي امریکا، کاني(معدني) شتمني تر لاسه کوي، برازیل په ۱۵۳۲ز کال کې په ستره ښکېلاکي کرونده باندې بدل شوی، د دوبي د محصولاتو تولید، لکه: بوره، په اروپا کې په زیاتې هیله مندۍ او کمې عرضې سره سازمان شوه. د غربي اروپا ډېری ستر ځواکونه ډېر ژر دې ته هیله من شول، چې خپلې ګټې کوونکې ښکېلاکي سیمې رامنځته کړي. هغه اروپایان چې د ځمکوالۍ له سیستم نه ناهیلي شوي وو، د نوو موکو په رامنځته کېدو سره نوو ځمکو او زیاتو ښکېلاکي سرحدونو ته کډه شول.[۱]

د شپاړسمې پېړۍ په پای او د اوولسمې پېړۍ په لومړیو کې، کډوال په کلیوالي سیمو کې داسې ځمکو ته ورغلل چې مخکې لاس نه و، وروړل شوی او پر هغو یې له یو بل سره کښمکښ لاره. لومړیو کروندګرو، په پیل کې د ښکېلاکي بزګرانو په توګه، په کار پیل وکړ کومې چې د وچکالي، ناروغي او قبیلوي بریدونو له خوا کلابندي شوې وې او د استوګن ځایونو غوښتنې  یې پوره کولې. د امریکا اصلي اوسېدونکي، چې له  ښکېلاکي اوسېدونکو سره دوستان وو، هغو ته یې ور زده کړل چې، اصلي ګیایي بوټي، له هغې جملې تنباکو، بورې او مېوو ته وده ورکړي، کوم چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې په یوه نړیوال صنعت باندې بدلېږي او دا د څو ملیتي غلامانو د سوداګري لپاره بس دي. په دې توګه، ښکېلاکي سیاست، د داسې نجیبو شتمنو مالکانو لاسته ورغی، چې د سوداګري له پراختیا سره یې مینه لرله. [۱]

د قاره یي جګړو د اقتصادي پيټي د کمولو لپاره چې کومې هڅې کېدې، اروپایی دولتونو د ځمکو داسې یو سیستم رامنځته کړ، چې په هغه کې به یوه سرتیري او یا یوه افسر ته، چې خدمت به یې کاوه، په ښکېلاکي سیمو کې ځمکه ورکول کېده. دې کار، پوځي متخصصینو ته د دې انګیزه ورکړه چې، د امریکا په وچه کې ځای پر ځای شی او په پایله کې د بهرنیو استعمارګرانو او د ځایي متخاصمو په وړاندې ښکېلاکي دفاع وکړي.

د کروندګرو رامنځته کېدل

[سمول]

د جیمز تاون کډوال جان رولف، لومړنی مستعمره اوسېدونکی و چې تنباکو یې په شمالي امریکا کې وکرل. هغه د تنباکو له دانو سره چې په ترینیدادکې یې په لومړي سفر کې اخېستي وو، ویرجنیا ته راغی او په ۱۶۱۲ ز کال یې خپل محصولات په امریکایي نښان(مارک) سره خرڅلاو ته وړاندې کړل. په اتلسمه پېړۍ کې د خلیج چساپیک سیمه د تنباکو د کرکیلې لپاره ډېره وړ(مناسبه) وه. بېړیو به هر کال ۱.۵میلیونه پونډه(۶۸۰۰۰۰کیلو ګرامه) تنباکو د ۱۶۳۰ زېږدېزې تر لسیزې پورې او شاوخوا ۴۰ میلیونه پونډه(۱۸میلیونه کیلوګرامه) د پېړۍ تر پایه پورې خلیج ته رسول. د تنباکو کارخونو د خپلو اومو توکو مالي تامین له لندن نه کاوه. کله چې د تنباکو بیه په ۱۷۵۰ میلادي کې ډېره زیاته راکمه شوه، ډېری کروندې په دې و نه توانیدې، چې له مالي پلوه پیاوړې پاتې شي. له مالي ستونزو سره د مبارزې لپاره زیارونه تر سره شول. کروندګرو هڅه وکړه چې، د خپلو کروندو محصولات زیات کړي یا د خاورینو مغذي موادو د کمښت پر بنسټ، د نورو محصولاتو، لکه: پنبې اوغنمو په کرکیله لاس پورې کړي.[۲]

په ۱۷۲۰ز کال کې، قهوه د لومړي ځل لپاره د ګابریل دوه فرانسوي دریايي ځواک د یوه افسر له لوري، ویست انډیز ته ور وپېژندل شوه. هغه چا چې د قهوې یو نیال د پاریس د ګیاه پېژندنې له سلطنتي بڼ نه برابر کړی و، په ۱۷۶۲زکې یا له هغه لږ وروسته ثمر راوړ. د ۵۰ کلونو په اوږدو کې په مارتینیک کې د قهوې ۱۸۰۰۰ونې وې او دا کارپه سنت-دومینگ، نوې هسپانیای اود کارائیب په نورو ټاپوګانو کې د قهوې د کښت د پراختیا سبب شو. د فرانسې قلمرو Saint-Domingue په ۱۷۳۴ز کې د قهوې کرنه پیل کړه او تر ۱۷۸۸ز پورې یې وکولی شول چې، د نړۍ د نیمایي بازارغوښتنې پوره کړي. د فرانسې ښکېلاکي کروندګرو د افریقایي غلامانو په کارګرانو باندې ډېره زیاته تکیه کړې وه، مګر هغه سخت حالات چې غلامانو د قهوې په کرکیله کې وزغمل، د هائیتي انقلاب یې چټک کړ. قهوې د لاتینې امریکا په جغرافیه باندې ډېر زیات اغېز وکړ.[۲]

انقلاب او د غلامۍ پای ته رسول

[سمول]

د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې، په اروپا کې د روشنګرۍ زمانه، د مفکورو په نړۍ باندې واکمنه شوه. فیلسوفانو او له هغې جملې مونتسکیو په روح قوانین (The Spirit of the Laws) (۱۷۴۸میلادي کال) او دنیس دیدرو په دایرة المعارف Encyclopedie کې د غلامۍ پر وړاندې د آرټیکلونو په لیکلو باندې پیل وکړاو د هغواخلاقي او اقتصادي توجیهات یې وړاندې کړل. د فرانسې څوارلسم لوئي کد نوآر (Code Noir)، غلامانو ته د واده کولو، عمومي را ټولېدنې او د یکشنبې په ورځ له کارکولو نه د پرهیز په برخه کې، بې ساري حقوق ورکړل. دغه قانون د غلامانو خاوندان د غلامانو او د هغوۍ د کورنیو له شکنجه کولو نه بند کړل. که څه هم بدنې سزاګانې وې، مګر د غلامانو هغو څښتنانو چې غلامان به یې وژل او یا به یې په غلام باندې په دروغو باندې تور لګاوه او هغه به یې د مرګ پر لور ور ټېله کاوه، جریمه کېده به. د غلامانو څښتنانو به په ښکاره دا قانون ماتاوه او  سیمه ییز قوانین یې تصویب کړل چې د هغو نامطلوب توکي یې په خپله ګټه باندې راڅرخولي وو. [۳]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Stearns, Peter (1999). "The First Plantation Colony". International World History Project. خوندي شوی له the original on July 1, 2018. بياځلي په July 2, 2018.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Brandt 2007، م. 20.
  3. Di Lorenzo, A; Donoghue, J; et al. (2016). "Abolition and Republicanism over the Transatlantic Long Term, 1640–1800". La Révolution française. doi:10.4000/lrf.1690.