د کروندګرو بلوا/انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کرونګرو انقلاب چې د واټ ټایلر یا لوی پاڅون په نوم هم یاديږي، په ۱۳۸۱ کال کې د انګلستان په پراخو برخو کې یو لوی پاڅون و. دې بغاوت بېلابېل لاملونه لرل، چې له ډلې يې په ۱۳۴۰ لسیزه کې د تورې مړينې (د بشر په تاریخ کې د طاعون له امله د مړينې تر ټولو لوړه کچه، ژباړن) له امله ټولنیز-اقتصادي او سیاسي فشارونه، د سل کلنې جګړې په بهیر کې له فرانسې سره د جګړې له امله د مالیاتو لوړوالی او د لندن په سیمه‌ییز مشرتابه کې بې ثباتي یادولی شو.  

د انقلاب وروستی اصلي محرک د ۱۳۸۱ کال د مې میاشتې به ۳۰مه د جان بپټون په نوم د یو سلطنتي چارواکي لاس‌وهنه وه. په برنټ ووډ کې د پاتې شویو مالیاتو د راټولولو لپاره د هغه هڅې د تاوتریخوالي سره مل یوې نښتې سره پای ته ورسېدې چې په چټکتیا سره یې د هېواد سویل ختیځ ته پراختیا ومونده. د کلیوالې ټولنې پراخ طیف کلیوالو چارواکو او ګڼ شمېر سیمه‌ییزو صنعتګرانو په ګډون اعتراض وکړ، د محکمو سوابق یې وسوځول، سیمه‌ییزې دروازې يې پرانیستې. بغاوت کوونکي پر عامو خلکو د مالیاتو د کمولو او د پاچا دویم ریچارډ او حقوقي محکمو د لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو غوښتونکي وو.

یوې ډلې کینتي (داېنګلنډ په سویل ختيځ کې پروت هېواد وګړي، ژباړن) بغاوت کوونکو د جان بال له سخت‌دریځو ویناوو څخه په الهام اخیستلو د واټ ټایلر په مشرۍ د لندن پر لور مخته تګ وکړ. هغوی په بلک هېث کې د شاهي حکومت له استازو سره وکتل، چې د کور پر لور د بېرته ستنېدو لپاره يې د هغوی د متقاعدولو لپاره یوه نابریالۍ هڅه وکړه. پاچا ريچارډ چې هغه مهال ۱۴ کلن و، د لندن برج شاته یې خوندي ځای ته شا تګ وکړ، خو ډېری سلطنتي پوځیان له هېواده بهر یا د انګستان په شمال کې وو. یاغیان د جون په ۱۳مه لندن ته دننه شول او له ښار څخه د ګڼ شمېر خلکو له یو ځای کېدو سره يې پر دروازو برید وکړ، د ساووي ماڼۍ يې ورانه کړه، د قانون کتابونه او د معبد ودانۍ ته يې اور ورته کړ او هر هغو څوک يې ووژل چې له سلطنتي دولت سره یې اړیکه لرله. په ورپسې ورځ ريچارډ په مایل‌اېنډ کې له یاغیانو سره وکتل او د نیم‌مرېیتوب په ګډون يې د هغوی له ګڼ شمېر غوښتنو سره موافقه وکړه. په دې ترڅ کې یاغیان د لندن برج ته دننه شول او سایمون سادبري، لارډ چانسلر او د خزانه‌دارۍ عالي لارډ رابرټ هېلز يې په برج کې دننه وموندل او ويې وژل.  

ريچارډ د جون په ۱۵مه ښار پرېښود تر څو له ياغیانو او ټایلر سره په سمېټفېلډ کې وګوري. تاوتریخوالی پيل شو او د ريچارډ ګوند ټایلر وواژه. ريچارډ دا له فشاره ډک وضعیت په کافي اندازه خنثی کړ تر هغه چې د لندن ښاروال وېلیم والورث له ښار څخه یوه ډله رضاره ملېشه راټوله کړه اویاغي پوځیان يې سره خواره کړل. ريچارډ وروسته په لندن کې بیاځلي د نظم پر ټېنګښت پيل وکړ او یاغیانو ته یې خپلې مخکنۍ مرستې لغوه کړې. دا بغاوت د اګېلیا ختيځ ته هم غزېدلی و، چې هلته د کمبرېج پر پوهنتون یرغل وشو او ګڼ شمېر سلطنتي چارواکي په‌کې ووژل شول. ناکراریو د هېنري ډېسپېنسر تر مداخلې چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه یې د والشام د شمال په جګړه کې یاغیانو ته ماته ورکړه، دوام وموند. ستونزو له شمال څخه تر يارک، بورلي او سکاربرو او تر لرې لويديځو سیمو لکه په سامرست کې بریګواټر پورې پراختیا ومونده. ريچارډ د نظم د ټينګښت لپاره ۴۰۰۰ پوځیان چمتو کړل. د یاغیانو ډېری مشران وڅارل شول چې وروسته اعدام شول، تر نوامبر پورې لږ تر لږه ۱۵۰۰ یاغیان ووژل شول.    

د کرونګرو بلوا د ډېرو پوهنوالو/اکادمیکو له‌خوا په پراخ ډول څېړل شوې. د نولسمې پېړۍ د وروستیو تاریخ پوهانو د معاصرو تاریخ لیکونکو د سرچينو له پراخ طیف څخه د یاد پاڅون په اړه د راپور جوړولو لپار کار واخیست او دا سرچینې په ۲۰مه پېړۍ کې د سیمه‌ییزو ارشیفونو او د محکمو د سوابقو له څېړنې سره بشپړې شوې. د دې بلوا تفسیرونو د کلونو په بهیر کې بدلون کړی. یو وخت د انګلیس په تاريخ کې د تعینوونکې شېبې په نوم یادېده، خو مدرن پوهنوالان يې پر ټولنیز او اقتصادي تاريخ د پرلپسې اغېز په اړه لږ ډاډمن دي. دې بلوا په شدید ډول د سل کلنې جګړې پر بهیر اغېز وکړ، ځکه په فرانسه کې يې راتلونکي پارلمانونه د لښکرلېږدونو د لګښتونو لپاره د مالیاتو له لوړولو څخه راوګرځول. دا بلوا په پراخ ډول په سوسیالیستي ادبیاتو کې په ځانګړي ډول د لیکوال وېلیم موریس له‌خوا کارول شوې او همدارنګه د کيڼ/چپ سیاست لپاره د يو پياوړي نښان په توګه پاتې شوې او په ۱۹۸۰ لسیزه کې يې په بریتانیا کې د کمیونيټي چارج په نوم د مالیاتي سیستم د معرفي کولو اړوند بحثونه په اړه خبر ورکوي.

مخینه او لاملونه[سمول]

اقتصاد[سمول]

د کرونګرو بلوا د څوارلسمې پېړۍ له اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو څخه سرچينه اخیسته. د پېړۍ په پیل کې ډېری انګرېزانو په کلیوال اقتصاد کې کار کاوه چې د هېواد ښارګوټي او ښارونه يې تغذیه کول او له پراخې نړیوالې سوداګرۍ څخه يې ملاتړ کاوه. د انګلستان په ډېره برخه کې به حاصلات د ملکانو/خانانو پر محور تنظیمېدل چې د سیمه‌ییزو اربابانو- لکه اشرافو او کلیسا – له‌خوا کنترولېدل او اربابي محکمې د یو سیستم له‌خوا اداره کېدې. د نفوس یوه برخه غیر ازاد عام وګړي وو چې اړ وو هر کال د یوې مودې لپاره د خپلو اربابانو په ځمکه کې کار وکړي، له دې سره په انګستان کې د ازادو او غیر ازادو ترمنځ تعادل سره توپير درلود او په سویل ختيځ کې مرېيتوب نسبتا لږ و. ځينې مرېيان غیر ازاد نړۍ ته راغلي و او د ارباب له رضایت پرته يې خپل کورونه نه شوی پرېښودلی چې بل چېرته کار وکړي. ځينې نورو د خپلې خپلواکۍ محدودیتونه د کرنیزې ځمکې د تصدۍ قرارداد د یوې برخې په توګه منلي وو. د نفوس وده پر شته کرنیزو ځمکو د فشار لامل شوه او د ځمکې د سیمه‌ییزو خاوندانو ځواک يې ډېر کړ.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په ۱۳۴۸ کال پر تورې مړينې مشهور طاعون له اصلي ځای اروپا څخه انګلستان ته ورسېد او په چټکۍ سره یې ۵۰ سلنه نفوس وواژه. د اقتصادي شوک تر یوې لومړنۍ دورې وروسته انګلستان له اقتصادي وضعیت سره په سمون بدلون وکړ. د کروندګرو تر منځ د مړینې کچه په دې معنا وه چې په ناڅاپي ډول ځمکې نسبتاً پرېمانه شوې او شته کاري ځواک ډېر لږ پيدا کېده. کارېګرانو کولی شوی د خپل کار پر وړاندې ډېر عاید ترلاسه کړي چې په پایله کې یې د ورځني امتیاز پر سر د کاري ځواک تر منځ سیالي په شدید ډول لوړه شوه. چې د ځمکې د څښتنانو ګټه هم په‌خپل وار سره له‌منځه لاړه. په ښار کې سوداګریزي، تجاري او مالي شبکي له یو بل څخه وپاشل شوې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

چارواکو د بېړنیو قوانیو له تصویب سره د ګډوډیو په ځواب کې په ۱۳۴۹ کال کې د کاريګرانو سیمه‌ییز فرمان او په ۱۳۵۱ کال کې يې د کاریګرانو منشور لاسلیک کړ. دوی هڅه وکړه چې ورځنی مزد له طاعون څخه مخکې کچه کې تثبیت کړي او د کار ردول یې جرم وباله او چا چې لوړه/تحلیف کړی که خپل موجود قرارداد مات کړي جریمه به شي. دا سیستم په لومړیو کې د کاريګرانو د ځانګړي عدالت او وروسته له ۱۳۶۰ لسیزې څخه د سولې د نارمل عدالت له خوا چې غړي يې تر ډېره سیمه‌ییز اشراف وو پلی شو. که څه هم په تیوري کې دا قوانین هم د هغو کاریګرانو لپاره و چې د لوړ مزد په لټه کې و او هم د هغو کارخاوندانو لپاره چې د کاریګرانو پر سر له خپلو سیالانو څخه د مخکښتوب په لټه کې وو، خو وروسته په عمل کې په نسبتاً خپل سري ډول یوازې پر کاريګرانو د پلي کېدو وړ و. دا قانون په ۱۳۶۱ کال کې پیاوړی شو او مجازات په‌کې لوړ شول چې د عمر بندي کول او سوځول هم په‌کې شامل شول.سلطنتي دولت تر دې مخکې په دې توګه مداخله نه وه کړې او نه هم په داسې څرګند او غیر محبوب ډول د ځمکو له سیمه‌ییزو خاوندانو سره یو ځای شوي و.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Dunn 2002, pp. 22–23
  2. Rubin 2006, pp. 1–3
  3. Rubin 2006, p. 2; Dunn 2002, p. 14
  4. Postan 1975, p. 172
  5. Dunn 2002, p. 14; Postan 1975, p. 172
  6. Dyer 2009, p. 249; Dunn 2002, p. 15
  7. Dyer 2009, pp. 271–272
  8. Dyer 2009, pp. 273–274
  9. Rubin 2006, p. 65
  10. Dyer 2009, p. 278
  11. Dyer 2000, pp. 202–203
  12. Butcher 1987, p. 86
  13. Dyer 2009, p. 282
  14. Dyer 2009, pp. 282, 285
  15. Dyer 2009, p. 282; Rubin 2006, p. 69
  16. Rubin 2006, p. 69
  17. Dyer 2009, pp. 282–283
  18. Dyer 2009, p. 285