د کرواسیا د خپلواکۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کرواسیا د خپلواکۍ جګړه له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۵ کال پورې د کرواسیا دولت ته د وفادارو کروات پوځیانو – چې د یوګوسلاویا له فېدرال سوسیالیستي دولت (SFRY) څخه یې خپله خپلواکي اعلان کړې وه- او د صربیانو په واک کې د یوګوسلاویا د خلکو پوځ (JNA) او سیمه‌ییزو صربیانو تر منځ پېښه شوه، JNA په ۱۹۹۲ کال کې په کرواسیا کې د جګړي له پای سره خپل عملیات ودرول. په کرواسیا کې لومړۍ درجه جګړه د «د ټاټوبي د جګړې » په نوم (په کرواسي ژبه: Domovinski rat) او همدارنګه «د ستر صربستان د یرغل» (په کرواسي: Velikosrpska agresija) په نوم هم پېژندل کېږي. په صربي سرچینو کې د «په کرواسیا کې جګړه» (په صریبايي سیریلیک ژبه: Рат у Хрватској، په رومي: Rat u Hrvatskoj) په نوم یادیږي او په نادره توګه د «په کراجینا کې جګړه» (په صریبايي سیریلیک ژبه: Рат у Крајини، په رومي: Rat u Krajini) کلیمه هم ورته کارول کېږي.  [۱][۲][۳]

ډېری کرواسیانو غوښتل چې کرواسیا يوګو سلاویا پرېږدي او په یو خپلواک هېواد بدله شي، په داسې حال کې چې په کرواسي کې مېشت دېری قومي صربیان د صربستان په ملاتړ د جلاوالي مخالف وو او غوښتل يې چې د صربیانو ادعايي سیمي باید له صربستان سره په یوه مشترک هېواد کې وي. ډېری صربیان په یو یوګوسلاویايي فدراسیون کې د یو نوي دولت په لټه کې وو چې د کرواسیا، بوسني او هرزګوني سیمې په کې شاملې وې او اکثریت وګړي او یا يې د پام‌وړ لږکي وګړي صربیان وو او تر ممکن حد يې د کرواسیا د فتحه کولو هڅه وکړه. کرواسیا د ۱۹۹۱ کال د جون په ۲۵مه خپله خپلواکي اعلان کړه، خو له بریوني تړون سره يې هوکړه چې له مخې يې باید دا ځنډولې وی او د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر په ۸مه نېټه خپلې ټولې اړیکې له یوګوسلاویا سره پرې کړي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

JNA په لومړيو کې هڅه وکړه چې کرواسي د ټولې کرواسیا د اشغال له لارې د یوګوسلاویا په واک کې وساتي. د صربي ځواکونو تر ماتې وروسته یې په‌خپله د خپلواکۍ ادعا کوونکی د صربستان د کراجینا جمهوریت (RSK) په کرواسيا کې رامنځته کړ چې د لاګ له انقلاب سره پیل شو. د ۱۹۹۲ کال د جنوري تر اوربند وروسته او په نړیواله کچه د خپلواک هېواد په توګه د کرواسیا جمهوریت له رسمیت پېژندلو سره لومړنۍ کرښې پياوړې شوې، د ملګرو ملتونو ساتونکي سرتېري په کې ځای پر ځای شول او تر راتلونکو درېیو کلونو پورې جګړه تر یوې کچې متناوبه شوه. د هغه وخت په بهیر کې RSK د کرواسیا له یو پر څلورمې برخې څخه زیاته خاوره چې ۱۳۹۱۳ کیلومتره (۵۳۷۲) مربع وه په واک کې لرله. کرواسيا په ۱۹۹۵ کال کې د فلش عملیاتو او توپان عملیاتو په نوم دوه لوی بریدونه پیل کړل؛ دغو بریدونو عملاً جګړه د دوی په ګټه پای ته ورسوله. پاتې برخې د ختيځې سلاوینیا، بارانیا او د سیرمیوم د لویدیځ لپاره د ملګرو ملتونو د انتقالي ادارې (UNTAES) په‌واسطه په ۱۹۹۸ کال کې په سوله‌ییز ډول له کرواسیا سره یوځای شوې. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

جګړه د کرواسیا له بریا سره پای ته ورسېده، ځکه هغه اهداف يې چې د جګړې په پیل کې اعلان کړي وو ترلاسه کړل: خپلواکي او د خپلو پولو ساتل. تقریباً د کرواسیا د اقتصاد ۲۱-۲۵ سلنه برخه د شاخوا ۳۷ بیلیون ډالرو په ارزښت بېخبناوو له زیانمنتوب، د لاسه ورکړل شوي تولید او د پناه غوښتونکو اړوند لګښتونو له امله له‌منځه لاړه. له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر کسان او پناه غوښتونکي له دواړو لورو بې‌کوره شول. د صربستان او کرواسیا دولتونو په ورو ورو له یو بل سره متقابله همکاري پيل کړه، خو ترینګلتیاوې تر یوې کچې د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د نړیوالې جنايي محکمې (ICTY) د احکامو او هغو شکایتونو له امله چې دواړو هېوادونو د یو بل خلاف تنظیم کړي وو لا دوام لري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په ۲۰۰۷ کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا  لپاره د نړیوالې جنايي محکمې (ICTY) په کرواسیا کې له سلوبودان میلو شیویچ او نورو سره د یو «متحد صربي دولت» د جوړولو له امله د صربیانو د یو مشر میلان مارتیچ د مجرمیت حکم ورکړ. د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ ICTY کرواسیايي جنرالان انته ګوتووینا، میلادن مارکاچ او ایوان چرماک د توپان عملیاتو اړونده جرمونو کې د لاس وهنې په تور وڅارل. چرماک په بشپړ ډول برائت ترلاسه کړ او د ګوتووینا او مارکاچ محکومیتونه وروسته د ICTY د استیناف هئیت لغوه کړل. د عدالت نړیوالې محکمې په ۲۰۱۵ کال کې د کرواسیا او صربیا د نسل وژنې متقابلې ادعاوې رد کړې. محکمې بیاځلي دا تایید کړه چې د ملکیانو پر وړاندې ځینې جرمونه ترسره شوي خو حکم يې وکړ چې د نسل وژنې کومه ځانګړې اراده نه وه موجوده.   [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

مخینه[سمول]

په يوګوسلاویا کې سیاسي بدلونونه[سمول]

په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د یوګوسلاویا سوسیالیستي رژيم په شدید ډول په یوه غیر متمرکزه -لېبرال ملت پاله سیاسي ډله د کرواسیا او سلوانیا په مشرۍ چې د خپلواکۍ د ورکړې لپاره يې له یو غیر متمرکز فدراسیون څخه ملاتړ کاوه او پر وړاندې یې د صربیا په مشرۍ یوه محافظه کاره ملت‌پاله – متمرکزه سیاسي ډله چې په ټوله یوګوسلاویا کې یې له یو متمرکز فدراسیون څخه د صربستان او صربیانو -ځکه هغوی په ټول هېواد کې تر ټولو ستره قومي ډله وه- د ګټو د تامین لپاره  ملاتړ کاوه ووېشل شو. له ۱۹۶۷ تر ۱۹۷۲ کال پورې په کرواسیا او له ۱۹۶۸ تر ۱۹۸۱ کال پورې په کوسوو کې لاریونونه، ملي‌پاله اقدامات او اوصول د هغو قومي ترینګلتیاوو لامل شول چې یوګوسلاویا یې بې‌ثباته کړه. باور دا دی چې د کمونیزم د اصلي بدیل لپاره د کرواسیا د ملت‌پالنې په پېژندنه کې د دولت په‌واسطه ځپنې اغېزمنې وې او دا یې په‌خپله تر ځمکه لاندې په یو پیاوړي غورځنګ بدل کړ. [۳۱][۳۲][۳۳]

په ختيځه اروپا کې د کمونیستي دولتونو له کمزورۍ سره په یوګوسلاویا کې کړکېچ رامنځته شو چې سمبول یې په ۱۹۸۹ کال کې د برلین د دېوال نړېدل دي. د کرواسیا د کمونیستانو اتحادیې او د یوګوسلاویا د کمونیستانو د ټولنې یوې سیمه‌ییزې څانګې په کرواسیا کې خپل اېديالوژیک ځواک له لاسه ورکړی و. سلوانیا او کرواسیا غوښتل د غیر متمرکز کېدو پر لور حرکت وکړي. د اسلوبودان میلوشویچ په مشرۍ د صربیا سوسیالیست جمهوریت/ SR په مرکزیت او یو ګوندي دولت پابند و او په‌خپل وار یې په عملي توګه د ۱۹۸۹ کال تر مارچ پورې د کوسوو او وویودینا خپلواکو ولایتونو خپلواکۍ ته د پای ټکی کېښود او د هغوی رايې یې د یوګوسلاویا په فېدرالي ولسمشرۍ کې ترلاسه کړې. ملي‌پاله نظریو د کمونیستې اتحادیې په لیکو کې هغه مهال نفوذ پیل کړ چې لا واکمنه وه حال دا چې د میلوشویچ ویناوې په ځانګړې ډول په ۱۹۸۹ کال کې د هغه د ګازیمستان وینا چې په ترڅ کې يې د «جګړو او نښتو» په اړه خبرې کولې د یو واحد یوګوسلاویايي هېواد د دوام په ګټه وې ـ داسې یو دولت چې ټول واک لا هم په بلګراد کې متمرکز وي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د ۱۹۸۹ کال په مني کې د صربستان دولت پر کرواسیا فشار راوړ چې په دې هېواد کې د صربیانو یو لړ ملت‌پاله راټولېدنو ته اجازه ورکړي او صربي رسنیو او روښانفکرانو له مخکې د کرواسیا مشري د «اوستاش» په نوم یادوله او د ۱۹۴۱ او ۱۹۴۵ کلونو تر منځ يې د «اوستاشیانو» په‌واسطه ټول‌وژنې او د اوستاشیانو له خوا تر سره شویو ګڼو نورو جرمونه ته اشاره کوله. د صربیاني سیاسي مشر دا الفاظ تایید کړل او د اعتراض پر مهال يې د کرواسیا مشري په «ړنده ملت‌پالنه» تورنه کړه.  [۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. Darko Zubrinic. "Croatia within ex-Yugoslavia". Croatianhistory.net. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mirko Bilandžić (July 2008). "Hrvatska vojska u međunarodnim odnosima" [Croatian Army in International Relations (English summary)]. Polemos: časopis Za Interdisciplinarna Istraživanja Rata I Mira (په کروشیائی ژبه کي). Croatian Sociological Association and Jesenski & Turk Publishing House. 11 (22). ISSN 1331-5595. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Srbija-Hrvatska, temelj stabilnosti" [Serbia-Croatia, foundation of stability] (په سربیائی ژبه کي). B92. 4 November 2010. د اصلي آرشيف څخه پر November 8, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Martić verdict, pp. 122–123 "The Trial Chamber found that the evidence showed that the President of Serbia, Slobodan Milošević, openly supported the preservation of Yugoslavia as a federation of which the SAO Krajina would form a part. However, the evidence established that Milošević covertly intended to create a Serb state. This state was to be created through the establishment of paramilitary forces and the provocation of incidents in order to create a situation where the JNA could intervene. Initially, the JNA would intervene to separate the parties but subsequently the JNA would intervene to secure the territories envisaged to be part of a future Serb state."
  5. "Final report of the United Nations Commission of Experts established pursuant to security council resolution 780 (1992), Annex IV – The policy of ethnic cleansing; Prepared by: M. Cherif Bassiouni". United Nations. 28 December 1994. د اصلي آرشيف څخه پر May 4, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Babić verdict, p. 6 "In the period of the Indictment, from circa 1 August 1991 to 15 February 1992, Serb forces consisting of JNA units, local Serb TO units, TO units from Serbia and Montenegro, local MUP police units, MUP police units from Serbia, and paramilitary units attacked and took control of towns, villages, and settlements ... These acts were intended to permanently and forcibly remove the majority of the Croat and other non-Serb populations from approximately one-third of Croatia in order to transform that territory into a Serb-dominated state."
  7. Chuck Sudetic (په 5 August 1991 باندې). Serbs Refuse to Negotiate in Croatia.
  8. (په December 19, 1991 باندې). Croatia Clashes Rise; Mediators Pessimistic.
  9. (په December 27, 1991 باندې). Serb-Led Presidency Drafts Plan For New and Smaller Yugoslavia.
  10. Brown & Karim (1995), p. 120
  11. Kadijević (1993), pp. 134–135
  12. Stephen Kinzer (په December 24, 1991 باندې). Slovenia and Croatia Get Bonn's Nod.
  13. Paul L. Montgomery (په May 23, 1992 باندې). 3 Ex-Yugoslav Republics Are Accepted Into U.N..
  14. کينډۍ:UN document
  15. "Republika Hrvatska i Domovinski rat 1990. – 1995. dokumenti" [Republic of Croatian and the Croatian War of Independence 1990–1995, documents] (په کروشیائی ژبه کي). Profil. د اصلي آرشيف څخه پر May 22, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 20, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Dean E. Murphy (په 8 August 1995 باندې). Croats Declare Victory, End Blitz.
  17. Roger Cohen (په 2 May 1995 باندې). Croatia Hits Area Rebel Serbs Hold, Crossing U.N. Lines.
  18. Chris Hedges (په 12 November 1995 باندې). Serbs in Croatia Resolve Key Issue by Giving up Land.
  19. Chris Hedges (په 16 January 1998 باندې). An Ethnic Morass Is Returned to Croatia.
  20. Bjelajac et al. 2009، ص. 241.
  21. Dean E. Murphy (په 8 August 1995 باندې). Croats Declare Victory, End Blitz.
  22. Chris Hedges (په 12 November 1995 باندې). Serbs in Croatia Resolve Key Issue by Giving up Land.
  23. Europe Review (2003), p. 75
  24. (په September 10, 2003 باندې). Presidents apologise over Croatian war. BBC News. BBC
  25. "UN agency welcomes Serbia-Croatia agreement on refugee, return issues". United Nations. 26 November 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Serbia and Croatia forge ties with talks in Belgrade". BBC News. BBC. 18 July 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Milan Martić sentenced to 35 years for crimes against humanity and war crimes". International Criminal Tribunal for the former Yugoslavia. 12 June 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Judgement Summary for Gotovina et al" (PDF). The Hague: International Criminal Tribunal for the former Yugoslavia. 15 April 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 16 November 2012 باندې). Hague war court acquits Croat Generals Gotovina and Markac. BBC News.
  30. ICJ 3 February 2015
  31. Worldmark Encyclopedia of the Nations: Europe. Gale Group, 2001. Pp. 73.
  32. Jović 2009، ص. 21.
  33. Jović 2009، ص. 19.
  34. Pešić 1996، ص. 12.
  35. (په 23 July 2010 باندې). Kosovo.
  36. Henry Kamm (په 8 December 1985 باندې). Yugoslav republic jealously guards its gains.
  37. "Final report of the United Nations Commission of Experts established pursuant to security council resolution 780 (1992), Annex IV – The policy of ethnic cleansing; Prepared by: M. Cherif Bassiouni". United Nations. 28 December 1994. د اصلي آرشيف څخه پر May 4, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 23 July 2010 باندې). Kosovo.
  39. "Serbia's Vojvodina Regains Autonomy". Radio Free Europe/Radio Liberty. 15 December 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "A Country Study: Yugoslavia (Former): Political Innovation and the 1974 Constitution (chapter 4)". The Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Final report of the United Nations Commission of Experts established pursuant to security council resolution 780 (1992), Annex IV – The policy of ethnic cleansing; Prepared by: M. Cherif Bassiouni". United Nations. 28 December 1994. د اصلي آرشيف څخه پر May 4, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Brown & Karim (1995), p. 116
  43. Tim Judah (په 1 July 2001 باندې). Tyrant's defeat marks Serbs' day of destiny.
  44. Glaurdić, Josip (2011). The Hour of Europe: Western Powers and the Breakup of Yugoslavia. Yale University Press. د کتاب پاڼي 52–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-16645-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Frucht (2005), p. 433
  46. Branka Magas (په 13 December 1999 باندې). Obituary: Franjo Tudjman.