د کره او معياري پښتو ژبې پر وړاندې ستونزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا حقيقت له ورايه ښکاري،چي د يوې کره او معياري پښتو په رامنځته کولو کې خواره ستونزې او مشکلات پراته دي؛چې لرې کول يې د دوو يا دريو ورځو کار نه دی بلکې، ډېر وخت ته اړتيا لري،لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه دا ستر رسالت په تشو ولولو او وچو پرېکړو هم نه بشپړېږي. ددې لوی او ارزښتناک کار لپاره عملي او علمي کړنلارو ته اړتيا ده،چې د ټولو پښتنو په ګډو کوښښونو او زحمتونو ګام په ګام سرته رسېږي. د پښتو ژبې د ويلو او ليکلو معياري سبک شته او دا د پښتو ژبې لپاره يو لوړ ګام دی. که نوره هم مونږه وغواړو چې پښتو ژبې ته پرمختګ ورکړو، نو دې ژبې ته بايد مبارزه يا (پرځنګ) کول په کارې دي. مونږ بايد پښتو ژبه په ښوونځيو،پوهنتونونو،دولتي او خصوصي ادارو، چا خونو او خپرندويه ټولنو،تجارت راکړه ورکړه او په ټولنيز ژوند کې په يوه فعاله او خوځنده ژبې واړوو... د افغانستان په پلازمينه کابل ښار کې تر اوسه ښوونځيو کې پښتو کتابونه نشته او پښتون زده کوونکي اړ دي، چې فارسي کتابونه ياد کړي دا ډېر د افسوس ځای دی‌. د کابل په ملي پوهنتون کې بغېر د پښتو ژبې او ادب پوهنځي نه بل پوهنځي کې پښتو کتاب نشته او پښتون سره ظلم روان دی، ددې پوښتنې ځوابوونکي څوک شته دا بل د بدبختۍ ځای دی. د کابل پوهنتون په طب پوهنځي، پولې تخنيک , اقتصاد پوهنځي , حقوق پوهنځي , حربي پوهنځي کې يو استاذ هم پښتو نه وايي او پښتو سره تعصب کوي او په بشپړه توګه يې ژبه فارسي يا (پاړسي) ده.. بل په دولتي ادارو او شخصي ادارو کې پښتو ژبه نه کارول کېږي… اوس ملګرو زمونږه مبارزينو يا (پرځنګوالو) خپل چوپړ یا (خدمت) او مبارزه پيل کړې ده ان شاءالله ستونزې ورځ تر بلې سمېږي او د الله ج نه هم اميد لرو چې ستونزې مو په بشپړ ډول حل شي

ليکوال: عابد الله (حافظ)