د کرنیزو محصولاتو سوداګري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کرنې اړوند سوداګرۍ ته وایي. د عصري ملي اقتصاد یوه برخه ده چې د فایبر او خوړو تولید، د تولید بهیر او وېش پکې شامل ده.

په لوړه کچه صنعتي شوو ملکونو کې د کرنې بنسټیز فعالیت له فارم څخه جلا ترسره کیږي لکه د کرنې د تجهیزاتو تولید، سرې او تخم. همداسې په ځینې ملکونو کې له کرنې څخه د خوړو د تولید بهیر، د کرنیزو محصولاتو ساتنه او وېش هم له کرنیزو فارمونو څخه جلا شوی. پورته ټولې جلا شوې چارې په ځانګړې توګه ترسره کیږي او د سوداګرۍ شکل لري. ډېری دا ډول شرکتونه میکانیزه شوې طریقې او کمپیوټري ټکنالوجي کاروي.