Jump to content

د کب نيونې چاپېریالي اغېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د کب نيونې چاپېریالي اغېز لکه کب ته د لاسرسي وړتيا، زياتې کب نيونې، د کب روزنې ځايونه او د کب روزنې مديريت غوندې مسئلې او د چاپيريال پر نورو عناصرو لکه:Bycatch باندې د صنعتي کب نيونې اغېز شاملوي. دا مسئلې د سمندري ساتنې برخه دي او د کب روزنې علم په خپرونو کې په ګوته شوې دي. د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان (FAO) د ۲۰۱۹ز د راپور له مخې، د کبانو، کلک پوستو بحري حيواناتو، حلزونونو او نورو د اوبو حيواناتو د توليد ودې دوام کړې دی او په ۲۰۱۷ ز کې د ۲۰۱۶ سره د ۴،۱ سلنه زياتوالي په پرتله ۱۷۲،۶ ميليونه ټنو ته رسېدلې. د کبانو د عرضې او تقاضا تر منځ د نړۍ د نفوسو د ودې له امله يو مخ پر وده توپيرشته. [۱][۲][۳]

کب نيونه او د کب نيونې ککړتيا د سمندر روغتيا او د اوبو څرنګوالي کې د زوال يا کمښت تر ټولو پراخ مرستندويان دي. د کب نيونې جالونه يا هغه جالونه چې په سمندر کې خوشې شوي دي، له پلاستيک او نيلون نه جوړ دي او نه تجزيه کېږي، چې د حيواناتو د ژوند او ايکوسيستمونو باندې چې دوع په کې مداخله کوي، د زيات زيان يا ويجاړنې باعث کېږي. سمندر د ځمکې ٪۷۰ رانغاړي، نو زياته ماهي نيونه او د سمندري چاپيريال ژوبلول، د ځمکې پر مخ هر څوک او هر څه زيانمنوي. د زياتې کب نيونې په سر کې د سمندري خوړو کمښت دی، چې د سمندري ضايعاتو د کتلوي اندازو نه او د کوچنيو پلاستيکونو په پايله کې رامنځته کېږي، چې د عامو خلکو په واسطه مصرفېږي او سمندري خواړه ککړوي.

د ساينس ژورنال د ۲۰۰۶ ز په نومبر کې د څلورو کالونو يوه څېړنه خپره کړه، چې اټکل يې وکړ چې په عمومي هڅو کې به نړۍ په ۲۰۴۸ ز کې له وحشي نيول شوو wild-caught سمندري خوړو نه خالي شي. عالمانو وويل چې ذکر شوی زوال د زياتې کب نيونې، ککړتيا او نورو چاپېریالي عواملو له امله دی، چې په عين وخت کې يې د کبانو د ايکوسيستمونو د له منځه وړنې له مخې د هغوی نفوس کماوه. زيات هېوادونه، لکه: ټونګا، متحده ايالتونه، اسټراليا او باهاماس او نړيوالو مديريتي ادارو د سمندري سرچينو په مناسب ډول د اداره کولو په موخه ګامونه پورته کړي دي. [۴][۵]

سمندري غونډۍ هم ځکه د زياتې کب نيونې له امله له منځه ځي، چې د لومې (دام) اچونې پر مهال د سندر د فرش (د ځمکې سطحه) سره زيات جالونه کش کول کېږي. زيات مرجانونه له منخه ځي او د پايلې په توګه د زياتو نوعو ايکلوژيکي تاخچه (قالب يا شيلګی) په خطر کې وي.

په سمندري هستوګنځي باندې اغېزې

[سمول]

د کب نيونې ځيني تخنيکونه د کبانو د هستوګنځي د ويجاړۍ سبب کېږي. د چاودنې او سيانايد په واسطه کب نيونه چې په زياتو ځايونو کې ناقانوني ده، د شاوخوا هستوګنځايونو ته زيان رسوي. د چاودنې په واسطه کب نيونه د کبانو د نيونې په موخه د چاودېدونکو توکو د کارونې طريقې ته راجع کېږي. د سيانايد کب نيونه د کبانو د راټولولو لپاره د هغوی د بې هوښه کولو په موخه د سيانايد د کارونې طريقې ته راجع کېږي. دا دواړه طريقې په عام ډول د کبانو د روزنې سوداګرې او د کبانو د تازه غوښې د سوداګرۍ لپاره کارول کېږي. دا دواړه طريقې ځکه ويجاړوونکې دي، چې دوی په هغه هستوګنځي باندې اغېز کوي، چې سمندرې ټپې کبان پرې د کبانو د له منځه تلنې نه وروسته ژوند کوي. د قاعدې دام (لومه) اچونه [هغه چې د سمندر پر سطحه باندې وي] يعنې له لومو نه شاته د سمندر په تل کې د کب نيونې د جال د کش کولو طريقه، په يو ځل راکاږلو سره د يوې برخې د سمندري تخت (د کبانو د هستوګنې) له ۵ تر ۲۵ سلنه له منځه وړي. زياتره اغېزې د سوداګريزې کب نيونې د طريقو له امله دي. د ملګرو ملتونو د طلايي عصر پروژي (UN Millennium Project) د ۲۰۰۵ ز کال يو راپور چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوفي عنان له خوا يې ماموريت ورکړل شوی و، د سمندري موجوداتو او نورو په ايکالوژيکي ډول د حساسو هستوګنځايونو د ساتنې په موخه تر ۲۰۰۶ ز کال پورې يې، پر لوړو سمندرونو باندې د تل لومې اېښودنې د منعې سپارښتنه وکړه. دا کار نه و شوی. [۶][۷][۸]

د ۲۰۰۶ ز کال د اکتوبر په نيمايي کې د متحده ايالتونو ولسمشر جورج ډبليو بوش د نړۍ مشرانو يوې بلې ډلې سره يو ځای شو، چې د ژورې سمندري لومې اېښودنې په اړه يې د قانوني مودې غوښتنه کوله. ذکر شوې طريقې وښودله چې زياتره په سمندري هستوګنځي او د همدې له امله د کبانو په نفوسو باندې زيان رسوونکي اغېزې لري، چې تر اوسه هېڅ داسې عمل نه و تر سره شوی. د سمندري حيواناتو د اوبو ايکوسيستم کېدای شي، د غذايي ځنځير د ويجاړېدلو له امله هم له منځه ولاړ شي. [۹]

په ضمني دول غولوونکې کب نيونه(؟) د کبانو د ژوندي نيونې له امله يوه سترګواښ دی. د کبانو ژوندي نيونه هغه وخت واقع کېږي، چې يو جال، لکه غوښن جال يا لومه په سمندر کې خوشې کېږي او په سمندر کې ګرځي او بيا هم کولی شي سمندري ژوندي موجودات ونيسي. د بامسووليته کب نيونې لپاره د FAO د سلوک د کود له مخې بايد دولتونه، د ضايع او ناسمې وسيلې د اندازې او د کبانو د ژوندۍ نيونې د مخنيوي په موخه کار او عمل وکړي. [۱۰][۱۱]

زياته کب نيونه

[سمول]

زياته کب نيونه له اوبو نه د کبانو د نوعو په هغې اندازه له منځه وړل دي، چې ذکر شوې نوعې يې بيا تشه نه شي ډکولی او په پايله کې نوعې په همغه برخه کې نيمګړی نفوس کېږي. زياته کب نيونه په هره اندازه اوبو، لکه: ډنډونو، سيندونو، جهيلونو يا سمندرونو کې واقع کېدلی شي او د سرچينې د تخليې (له منځه تلنې)، د کمې شوې بيولوژيکي ودې د اندازو او ټيټو biomass کچو کې پايله لرلی شي. دوام لرونکې زياته کب نيونه جدي وېش رهبري کوي، چې د کبانو نفوس په کې په خپله نور د دوام کولو هېڅ توانايي نه لري. د زياتې کب نيونې ځينې بڼې، لکه: د شارک کبانو زياتې نيونې د ټولو سمندري ايکوسيستمونو خپه کول رهبري کړي دي. د زياتې کب نيونې ډولونه، د غوښې په موخه زياته کب نيونه، د استخدام زياته کب نيونه او د ايکو سيستم زياته کب نيونه شاملوي.

له زياتې کب نيونې نه بېرته د کبانو د موندنې (بهبود يا ترميم) وړتيا پر دې تکيه کوي، چې ايا د ايکوسيستم حالتونه د بيا ترميم (بهبود) لپاره مناسب دي که نه. د نوعو په ترکیب کې ناڅاپي بدلونونه د يوه ايکوسيستم په بدلولو کې اغېزه لري، چې د نورې معادلې انرژۍ جريانونه په کې د نوعو ترکيبونه له هغو نه بېل رانغاړي چې د کبانو د اصلي زېرمې يا انبار له تخليې نه مخکې شته وو. د بېلګې په ډول: يو ځل چې د قزل کب زيات ونيول شي، carp کېدای شي، په داسې طريقې کې بريالی شي، چې د قزل کب لپاره د ارثي نفوس بيا رامنځته کول ناممکنوي.

دا چې له ۱۹۵۰ ز لسيزې نه راپه دېخوا د نړيوالې کب نيونې وده پر مخ ځي، پياوړې کوونکي يا جدي کب نيونه له يو څو محدودو متممرکزو سيمو نه نږدې د کبانو د اوسېدنې ټولو ځايونو ته غځېدلې ده. د تل په راکاږلو کې د سمندري فرش ټوټه کول (خرابول) د مرجان، سفنجونو او نورو اوږد عمر لرونکو نوعو لپاره ويجاړوونکي دي، چې په تېز ډول بېرته نه ترميمېږي او د سوداګريزو کبانو د نوعو لپاره يو هستوګنځی برابروي. دا ويجاړتيا د ايکوسيستم وظيفې ته بدلون ورکوي او د تل لپاره د نوعو ترکيب او د ژوند ډول بدلولی شي. Bycatch يعنې د کب نيونې په دوران کې د نامطلوبو نوعو نيول، په نمونه يې ډول سمندر ته يوازې په داسې حالت کې بېرته ورګرځول کېږي، چې له ټپونو يا تماس نه ومري. فرعي نيول يا Bycatch د ټولې سمندري نيونې د څلورمې برخې استازولي کوي. د شريمپ نيونې په حالت کې فرعي کب نيونه (Bycatch) د شريمپ نيونې په پرتلنه پينځه برابره زياته ده.

د FAO يو راپور په ۲۰۲۰ز کې بيان کړل چې: «۲۰۱۷ ز کې د نړۍ د سمندري کبانو د روزنځايونو ۳۴ سلنه برخې، د زياتې کب نيونې په توګه ډلبندي شوې وې». د کمښت په اختياراتو کې حکومتي قاعده، د مرستو له منځه وړل، د کب نيونې اغېز کمول، آبي (د اوبو) کښت او د مصرف پوهاوی شاملېږي.

ايکولوژيکي ماتېدنه

[سمول]

د کبانو زياته نيونه، د سمندري ايکو سيستم د خدمتونو په زياتې کارونې کې پايله لرلی شي. کب نيونه د زيات شوي فشار د کچو او بدني ټپونو په ګډون (د کبانو د اېښودل شوو لومو له امله)، د کبانو د نفوسو لپاره د بېلابېلو منفي فزيالوژيکي او سايکالوژيکي اغېزو سبب کېدلی شي. زياتره وختونه، کله چې دا درشل تېر شي، کېدای شي د چاپېريال په دننه کې (hysteresis) رامنځته شي. په زيات مشخص ډول، د تور سمندر په سمندري ايکوسيستم کې خيني ايکولوژيکي مزاحمتونه لیدل شوي دي، چې د زياتې کب نيونې له يوه ترکيب او په انسان پورې د تړلو بېلابېلو فعاليتونو په پايله کې و، چې په بدمرغۍ سره يې سمندري چاپېريال او ايکوسيستمم اغېزمن کړی دی. ايکولوژيکي ماتېدنه د جدي کبانو د نوعو د زياتې نيونې له امله هم رامنځته کېږي، لکه: ټايل کب او ګروپر کب، چې د ايکوسيستم د انجنيرانو (چلوونکو) په توګه ورته رجوع کېدلی شي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچینې

[سمول]
  1. Frouz, Jan; Frouzová, Jaroslava (2022). "Applied Ecology" (in بريتانوی انګلیسي). doi:10.1007/978-3-030-83225-4. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  2. Food and Agriculture Organization of the United Nations (FAO) (2019). "Fishery and Aquaculture Statistics 2017" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2019-10-26.
  3. "Global population growth, wild fish stocks, and the future of aquaculture | Shark Research & Conservation Program (SRC) | University of Miami". sharkresearch.rsmas.miami.edu. بياځلي په 2018-04-02.
  4. Worm, Boris; et al. (2006-11-03). "Impacts of Biodiversity Loss on Ocean Ecosystem Services". Science. 314 (5800): 787–790. Bibcode:2006Sci...314..787W. doi:10.1126/science.1132294. PMID 17082450. S2CID 37235806.
  5. Juliet Eilperin (2 November 2006). "Seafood Population Depleted by 2048, Study Finds". The Washington Post.
  6. Erdmann, Pet-Soede, Cabanban (2000). "Destructive Fishing Practices" (PDF). 9th International Coral Reef Symposium.{{cite journal}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  7. "Reports". 2017-01-29. خوندي شوی له the original on 2006-09-09. بياځلي په 2008-02-04.
  8. Blulab. "Destructive Fishing Practices and Bycatch - Ocean Threats | Slow Fish - Local Sustainable Fish". slowfood.com. خوندي شوی له the original on 2018-04-03. بياځلي په 2018-04-02.
  9. "U.S. vows to work against destructive fishing". msnbc.com. 2006-10-03. بياځلي په 2018-04-02.
  10. Jennings, Simon; Kaiser, Michel J. (1998). The effects of fishing on marine ecosystems (PDF). Vol. 34. pp. 201–352. doi:10.1016/S0065-2881(08)60212-6. ISBN 9780120261345. {{cite book}}: |journal= ignored (help)
  11. "FAO. Code of Conduct for Responsible Fisheries". www.fao.org. بياځلي په 2018-03-30.
  12. Daskalov, Georgi M.; Grishin, Alexander N.; Rodionov, Sergei; Mihneva, Vesselina (2007-06-19). "Trophic cascades triggered by overfishing reveal possible mechanisms of ecosystem regime shifts". Proceedings of the National Academy of Sciences. 104 (25): 10518–10523. Bibcode:2007PNAS..10410518D. doi:10.1073/pnas.0701100104. PMC 1965545. PMID 17548831.
  13. Cooke, Steven J.; Suski, Cory D. (2005-05-01). "Do we need species-specific guidelines for catch-and-release recreational angling to effectively conserve diverse fishery resources?". Biodiversity & Conservation. 14 (5): 1195–1209. doi:10.1007/s10531-004-7845-0. ISSN 0960-3115. S2CID 16894387.
  14. Daskalov, Georgi M. (2002). "Overfishing drives a trophic cascade in the Black Sea". Marine Ecology Progress Series. 225: 53–63. Bibcode:2002MEPS..225...53D. doi:10.3354/meps225053. ISSN 0171-8630.
  15. Coleman, Felicia C.; Williams, Susan L. (2002). "Overexploiting marine ecosystem engineers: potential consequences for biodiversity". Trends in Ecology & Evolution. 17 (1): 40–44. doi:10.1016/s0169-5347(01)02330-8.